سوېلي افریقا کې سپرې شیندونک د 'عذاب کاهن' وغندل شو
په سوېلي افريقا کې په هغه مذهبي مشر نيوکې ډېرې شوې چې په خپلو پیروانو د خزنده وو (حشرو) سپرې ورشيندي او ادعا کوي چې له دې سره خلک رغېږي.
د جاپان سمندرغاړه ۷٫۳ درجه زلزلې لړزولې او د څونامي وېره شته
د جاپان ساحلي سیمې د ریختر په کچه ۷٫۳ درجې زلزلې لړزولې دي. د جاپان د هوايي پېژندنې ادارې ویلي، له زلزلې وروسته د ''څونامي'' راتلو وېره هم شته.
ټرمپ: سملاسي له ټي ټي پي سوداګریز تړون وځو
د امریکا ټاکلی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د کار په لومړۍ ورځ به خپل هېواد له ټرانس ـ پیسفیک(ټي ټي پي) سوداګریز تړون وباسي. دا تړون په ۲۰۱۵ کال کې هغو دوولسو هېوادونو لاسلیک کړی، چې د نړۍ ۴۰ سلنه اقتصاد جوړوي.
ملګري ملتونه: په سوريه کې نژدې يو ميليون کسان کلابند دي
د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو تنظيموونکی سټېفن اوبراين وايي، د کورنيو جګړو له امله په شپږو مياشتو کې د کلابندو کسانو شمېر له ۴۸۶۷۰۰ څخه ۹۷۴۰۸۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
ساینسپوهان غواړي فضا کې یو هېواد جوړ کړي
د سایینسپوهانو یوه ډله وايي غواړي په فضا کې د "اسګارډیا" په نامه یو نوی سوله خوښونکی هېواد جوړ کړي. د دوی پر وېبپاڼه لیکل شوي، اسګارډیا به "د ځمکې په مدار کې یو بشپړ ’بېطرفه ځاې’ وي".
افريقايي هنر لندن کې
لندن کې د بريتانيا موزيم يو داسې نندارتون تنظيموي، چې د جنوبي افريقا هنر په کې نندارې ته وړاندې کېږي. يو هنرمند چې دې نندارتون کې به یې د هنري کار ننداره کېږي، ۸۱ کلن اېستار ملنګو دی.
هندي زندانونه
هند د نړۍ دوهم لوی ګڼ نفوسه هېواد دی. تر ټولو لويه ډیموکراسي هم بلل کېږي. خو لا د وګړيو تر منځ یې عدالت او برابرۍ ته رسېدا يوه لويه ننګونه ده.
کابل کې ځانمرګی بريد
افغان پلازمېنه کابل کې یوه ځانمرګي بريد ګر د يوه شيعه جومات دننه ۲۷ کسان وژلي دي او لسګونه نور ټپيان کړي دي. د بريد پړه داعش ډلې پر غاړه اخيستې ده.
موصل کې جګړه
د عراق پوځ وايي موصل کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر وړاندې خپل وړاندې تګ کې ورو شوي دي. داعش ډله په نښه ويشتونکو او ځانمرګو بریدونو ځوابي جګړه کوي.
د ناهیلیو په تورتم کې د تیاتر ډېوه
د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي تېره اوونۍ د تیاتر څلور ورځنی فیسټیوال وړاندې کړ. په لومړۍ ورځ په سلګونو زدکوونکي او یو څو ښوونکي، بهرني میلمانه او د تیاتر مینه وال د نندارې په انګړ کې په خوارۍ ځایېدل.
د کابل لوېدیځ: په باقر العلوم جومات کې چاودنې لسګونو کسانو ته "مرګ ژوبله" واړوله
د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې ومنله، چې د دارالامان سړک سره نږدې په باقر العلوم جومات کې چاودنه شوې ده. چارواکي وايي، لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
انډې مري د ۲۰۱۶ کال غوره لوبغاړی شو
برتانوی ټېنیس ستوری او د نړیوالې ډلبندۍ اول لوبغاړی انډې مري د ټېنیس په نړیواله پایلوبه کې نوواک جاکوویچ ته د دوه د صفر په مقابل کې په ماتې ور کولو سره د ۲۰۱۶ کال غوره لوبغاړی شو.
د هند د اورګاډي له پېښې یوه ورځ وروسته هم مرستې روانې دي
د هند د اترپردېش ایالت له کانپور ولسوالۍ سره نږدې د سپرلۍ اورګاډی د یکشنبې په ورځ چپه شو، دا مهال یې د مړو شمېر ۱۲۸ ته رسېدلی دی او د دوشنبې په ورځ هم مرستندویه هڅې ور سره روانې دي.
ليبيا کې بيزو دوه قومونه څلور ورځې سره وجنگول
د بريتانيا چاپ گارډين ورځپاڼې په ليبيا کې د دوو مخالفو قومونو ترمنځ يوې خونړۍ شخړې ته کتنه کړې چې د يوې بيزو له امله رامنځته شوې او پکې ١٦ تنه وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان شوي دي.
کرزى: مودي د بلوڅانو د ملاتړ په برخه کې په حقه دى
هندوستان ټایمز ورځپاڼې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هغه څرگندونې مهمې بللي چې وايي "د بلوڅانو د ملاتړ په برخه کې د هند لومړى وزير نرېندرا مودي په حقه دى."