په بلخ کې چارواکي د تعویذګرو مخه نیسي
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې سخي صیب ته د منسوبې روضې شاوخوا به 20 ملایان ناست وو. مخ ته به ېې څو کتابونه پراته وو، رنګه قلمونه به ورسره وو او د خلکو فالونه به یې کتل او تعویذونه به یې ورکول، خو له څو ورځو راهیسې د بلخ ولایت د حج او اوقافو ریاست د دوی د کار مخه نیولي ده.
پاریس ته څېرمه له دوو قطري ښځو ۵ میلیون یورو غلا شوي
د فرانسې پلازمېنې پاریس په شمالي برخه کې پر یوې چټکې لارې دوو مخ پټو کسانو دوې قطري مېرمنې او د هغوی موټرچلوونکی لوټلي او د ۵ میلیون یورو په ارزښت څیزونه یې ترې وړې دي.
آیا کېدی شي خلک له کنګل شوي حالته بېرته راژوندي شي؟
په دې وروستیو کې یوې ۱۴ کلنې نجلۍ چې د سرطان په ناروغۍ اخته وه له مړینې وړاندې غوښتنه وکړه چې بدن ېې کنګل وساتل شي، په دې هیله چې ښايي په راتلونکي کې طب او ټکنالوژي دومره پرمختللې وي چې بیا ېې راژوندۍ کړي او د ناروغۍ درملنه ېې وکړي.
ټرمپ: د فلسطین او اسراییل تر منځ سوله به ستره لاسته راوړنه وي
د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له مدیرانو سره په مرکه کې ویلي دی غواړي هغه کس اوسي چې د فلسطین او اسراییلو تر منځ سوله وکړي. د نیویارک ټایمز په وینا نوموړی وايي دغه کار به یوه ستره لاسته راوړنه وي.
ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د خپلو لومړیو سلو ورځو پلان په ډاګه کړ
ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د خپلو لومړیو سلو ورځو پلان په ډاګه کړ
ځانګړې مرکه: افغانستان کې د تیاتر وضعیت څنګه دی؟
د افغانستان د ملي تياتر مشر سيد منصور رحماني د تياترونو په خراب حالت له کريم حيدري سره خبرې کړي دي.
افغانستان کې د تیاتر په هنر څه تېرېږي؟
افغانستان کې تياتر د څلورو لسيزو له جگړو دومره زيان ليدلى چې لا تر اوسه په پښو نه دى درېدلى.
د لومړیو عیسویانو قبر موندل شوی
بریتانیا کې د یوه فارم لپاره ځمکه کنستل کېده چې د دې هېواد د لومړيو عسیویان قبر وموندل شو. لرغونپوهان وايي نښې نښانې ښيي چې د دې هېواد له لومړنيو عیسویانو یو کس پکې ښخ دی.
ځینې وسلې چې اسلامي دولت نومې ډله یې کاروي اروپا کې جوړې شوي
د بي بي سي یوې پلټنې موندلې ځینې وسلې چې اسلامي دولت نومې ډله یې کاروي اروپا کې جوړې شوي. دا پلټنه په داسې وخت کې شوې چې د موصل د نيولو لپاره لا هم په عراق کې عمليات روان دي. دې ځانګړي رپوټ کې بي بي سي د داعش وسلو ته کتنه کړې ده.
د ټاکنیزو کمېسونونو لپاره کمېشنران اعلان شول
د افغانستان ولسمشر له سیاسي مشرانو او مدني بنسټونو سره له لسو ورځو سلا مشورو وروسته د سې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د ټاکنو کمېسون ۷ او د ټاکنیزو شکایتونو رسیدګي کمېسون ته ۱۵ کمېشنران وپېژندل.
مصرۍ محکمې د محمد مرسي د عمري بند حکم لغوه کړ
په مصر کې محکمې د مخکیني ولسمشر محمد مرسي او د اخوان المسلمین ګوند د نورو مشرانو په حق کې د عمري بند حکم لغوه کړی. دوی 'بهرنیو بنسټونو ته د جاسوسي' په تور په عمري بند محکوم شوي وو.
ترک حکومت ۱۵ زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړل
د ترکیې حکومت د تېر جولای په ناکامه پوځي کودتا کې د لاس لرلو په تور د پوځیانو او پولیسو په ګډون ۱۵ زره کارمنان له دنده ګوښه کړل او له پنځو سوو ډېرې ادارې یې وتړلې.
واشنگټن پوسټ: د پاکستان د پوځ مشر له دندې ګوښه کېږي
امریکا چاپ واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وايي، د پاکستان د پوځ مشر راحيل شريف مخه ښې لپاره د دغه هېواد په لر او بر کې پوځي پوستو ته سفرونه کړي.
په پېښور کې چاودنې ۱۱ سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله
د پاکستان د پښتونخوا په مرکز پېښور کې چاودنې درې ملېشه سرتېري ووژل او اته یې ټپیان کړل. چاودنه د یوه خبریال د مور په جنازه کې په هغو سرتېرو شوې چې د لوړ پوړو چارواکو امنیت ساتلو ته ګومارل شوي وو.
د پېښور ۱۷ کتابپلورنځيو کې اوس کالي او خوراکي توکي پلورل کېږي
د پښتونخوا حکومت د پوهنې د ودې لپاره په ایالت کې بېړنی تعليمي وضعیت اعلان کړی، خو په مرکزي ښار پېښور کې په تيرو څو کلونو کې د کتابونو ۱۷ دوکانونه تړل شوي، چې په دغوکې ځينې مشهور کتابپلورنځي لکه سعيد بوک بنک، ايم جي بوک، مسټر بوک، پاکستان بوک او شاهين بوک هم شامل دي.