شعرونه
څلورېزه
اتل افغان زما خاموشه زندګي به دومره شور پيدا کړيبهر به واورې وي په زړونو کې به اور پيدا کړيد سرمايې ټيکدرانو په زړه نه ځايېږيغريب سړى چې په ټول عمر کې يو کور پيدا کړي
څلوریزه
زما په خپلې سايې هم دومره باور نشته دىرڼا به لاړه شي او دا به مې تيارې ته پرېږدي دا د ځوانۍ ورځې دي پريږده دم په دم يې وڅکمپدې پوهيږمه زړښت به مې توبې ته پرېږدي
غزل ، جان محمد زرګر
په سر عذاب چې د ماښام اخلمد ژوند په لاره نوى ګام اخلم چې مې مزار کښې شنې جنډې رپېږيځان له يو داسې لويې مقام اخلم نن به د عمر تـنده ماته کړمهپه بسم الله باندې يو جام اخلم زه د خپل ځان سره په شر اخته يمزه د خپل ځان نه انتقام اخلم چې پرې ښايسته شي د غزل بيتونهدا ستا د سترګو نه الهام اخلم زړه کښې مې اوسې جان محمد زرګرهپه ډير احتياط دې هر پيغام اخلم
غزل ، شيرالرحمان بېتاب
ټکور مو نه کړل په ژوندون کې چرته خپل زحمونهمونږه مدام ياره ګنډلي دي د بل زحمونه په چپه خوله يې خوشبويې شهادتونه کولکه پټول رانه هر څو سېنه کې ګل زحمونه مونږه هغوئ ته لاس د مېنې او تړون ورکړىچا چې مدام مونږ ته سېنې باندې کېښول زخمونه زما په خيال به د ځوانۍ رنګېنۍ څنګه راشيتل چې تازه وي د بګرام او د کابل زحمونه هلته به ژبې هم بېتابه کار د تورې کاوههلته به سترګو هم په لارو کې کرل زحمونه
آرمـان
دلوی افغانستان دخپلواکۍ ویاړلي غورځنګ ته آرمـان په ژونــدانـه مې مـدام کر د سرو ګلـونو کړی وخت مې اغزن ګوزار د زړه په پرهرونو کړی زه د جانان په نوم د ریا مجلس ته نه یـم تللی ما يي مـزل په لـور د غـنو په سرونـو کـړی زما اکـر زما د ژونـد د هڅـو هانـد شاهـد دی ما د کاروان د جرس خیال ستا په ګردونو کړی اوس که غزلې لکه ساندې ستا په یاد لـیکـمه ما د ځان ویرستا په نامه تل پـه سازونـو کړی اوس خومې خواله نږدې راشه اخري سلګۍ ده ډیر انتظ
انساني جوهر
د نثر لیکونې : اغلې څپه پګاهي شاعر : سمیع الدین افغاني انساني جوهر یـوه ورځ پاچا، وزیر سره خـلوت کې پلار خبر یې کړه رایاد غمجن حالت کې ویل : زلمی وم پلار بــه تل راتـه ویل چې ته نــه بــه شې سړی ، تل وه رټل اوس خو دا دی پاچا شوی یم نامداریم کاشکې پلار مې وای ژوندی په اقتداریم که پلارجان مې وای ژوندی په دا جهان اوس بــه وای پــه خپل خبرې پښیمان اوس پاچا یم اقتدار مې شته شهرت هم هم می زر شته هم جایداد لرم عزت
واک
واک د ژونـدانـه د ښـیرازۍ تـار مې شړیدلی پروت دی څوچې جانان غفلت کې ډوب او غمـیدلی پروت دی په هر مالـت هره کوڅه او چـم ستا مات خالـونه پـه هـر ګـودر مې د بابا پـټکی لویدلی پـروت دي مونږه دعوه د ننګ غیرت واړه په دروغو کـوو کــنـډرکـنـډرزمـونـږه کلـی سوځـیدلی پروت دی زمـونـږ د پـیغـلـو د ژړا غــږ تـر مغـربــه لاړو ځوان اوسپین ږیری موپه وینو ژړیدلی پروت دی زه بـه دې څـڼـو له ګلاب له کـومـه بـڼه راوړم کابل لوټ شوی پيښور واک نه لویدلی پ
یو شعر
مور مور ته مه وایه چی څه ده مور نعمت د مځکې سرکی بهترین د مخلوقاتو چی هغی باندی تیریږي یو خدای په دی پوهیږي مور نعمت د خدای په مځکه څوک چی یی نه لري پوهیږي د یو ځل دیدن لپاره هره ورځ دی هوسیږي لکه آور دا غم ورښکاري پدی اور باندی سوځیږی او له خدای نه په ګیله چی دا غم به کله سوړ شی او دوزخ به یی جنتیږي پای سمیع الله خالد سهاک مونتری، کالیفورنیا د جنوری ۲۷، ۲۰۲۰ کال
د مومنانو رب!
خدای به ژر وطن ته سوله راولي مل د جنګ ځپلو افغانانو رب نور افغانستان به هدیره نه سي مل د غم ځپلو افغانانو رب *** رب به ورورژنه نوره ختمه کړي مل د سوزمنانو خوږمنانو رب وصل ته د یار په لنډ مزل ورځي مل د ستړو ستړو لارویانو رب *** ټولو نه بېوسه ښه نږدې ورته مل د بېوسانو بندګانو رب پام آزار ورنه کړې نازولو ته مل د بېګناوو مظلومانو رب *** مینه يې سپېڅلې او تلپاته ده مل د پاک زړګیو انسانانو رب مه ګو
د واک وږي
طنز محمود نظری د واک وږي دا د واک وږي په پښو کې دهر بد مقام پرېوځي دپخیدو لپاره لکه کیله دبوټو ځای کې دهر حمام پرېوځي څوک چې یو وار دې وطن کې د واک خماري سو هغه بیا ان کړنګ ته د ساز دهر تش جام پرېوځي دټولو روږدو سترګې د بیا واک لپاره ړندې دي که بل څوک پیدا نه سو پښو ته دهر خرناکام پرېوځي که بې د واک لپاره سم رهبر بیا هم پیدا نه کړ خوار هغه بیا پښو ته دیو بل واک وږي بد نام پرېوځي داسې لیونیان هم دې وطن کې خورا ډیر دي چ
پیژنم
پیژنم و ګو ر ه ر قیبه زه نشه او خو ما ر پیژ نم سا ز ا و مستي پیژ نم لیلا ا و رخسار پیژنم ما ته په جنت کې د شر ا بو کیسئ مه کوه ر ڼا ا و تو ر تم پیژ نم خز ا ن او بهار پیژنم ز ه د ژ ړ ید و ا و کړ ید و سره عا د ت یمه ګو ر ه خندا پیژ نم آر ا م ا و قر ا ر پیژ نم ز ه هم ګل بلبل ، بڼ ا و بو را سره بلد یمه مینه د د و ې پیژ نم ما ښا م او سهار پیژنم ماهم تورې سترګې نرۍ سرې شونډې لیدلي دي شرنګ او غورزنګ پیژنمه یار او اغیار پیژنم ګوره چې پ
یو شعر
یــــو بـــاتور مــلت غـرقــیـږی د سلیمان لایق د شعر په اقتفاء چی وایی: .............................................. دا زموږ د سترګو وړاندې غنی ګوره څه تیریږي یو باتورملت غرقیږی یو مظبوط وطن نړیږی *** یوجهان مو دی جوړکړی مینه او ژوند مو وربخښلی ماشومان مو را لوییږی ډیر په مینه روزل کیږی جوړ بهار اوس خزانیږی ډیر بی وخته اوس رژیږی دا زموږ د سترګو وړاندې غنی ګوره څه تیریږي *** اوس مو ژوند دی په بیدیا کی م
احتیاط
بې پروا لکه په ځمکه چې قدم ږدې داسې مه ګرځه بې غمه هواګیر ځمکه پټه خزانه د ژوند اساس دی ترې پیدا دی شاه، ګدا او هم فقیر ټول قبرونه هم په ځمکه کې جوړ شوي ته به هم شې په یو قبر کې اسیر هر قدم د لاندې پروت د ژوند داستان دی له هر زړي نه جوږیږي غټ تصویر احتیاط هر حرکت کې فریضه ده (اشنا) لنډ په دې جمله کړ خپل تحریر
مینه او کینه
مینه او کینه غم دې راپریښوده بېغمه لاړې راته ښکاریږي چې صنمه لاړې د دم په وخت کې دې اشنا بللم چې زه راپرېوتم له دمه لاړې د ګل نه مه کړه د وفا تمه بیا لمر چې راوخته شبنمه لاړې په سختو ورځو کې تنها دې پریښووم د تش خوږو ورځو همدمه لاړې د مینې باټو کې ټټر دې واهه ټټر کې زړه دې کړ برهمه لاړې د زړه کوڅې دې له اول بېلې وې ځکه له کلي او له چمه لاړې زه د ریښتیني ژوند په هڅه، لټه ته د واهي ارزو په تمه لاړې ما له ګ
غزل
غزل د کاڼي زړه هم د هغه غریب په حال ژړېږي تا پسي اوس د ماشومانو په مثال ژړېږي اوس به په نوي کال کې ستا د راتلو لارې څاري په سرو لاسونو الوداع کړي د تېر کال ژړېږي د خدای ورکړي حقوق نورو ته په برخه لاړه پښتنې پېغلې دي و شاته د دېوال ژړېږي د دې سړي په دروغجنې مسکا مه تېر وزه. د خپل خاموش تصویر تر شا په غالمغال ژړېږي چا ورته زېری د لالي د شهادت راوړی اوس په نوکانو پاکوي د زني خال ژړېږي د لاسو کرښې د تېروچړو په څوکو توږي
زما وطن!
د وطن دا ښکلي غرونه سر درو کې دي کورونه ما ته خاورې دي ګلونه وړي له نړۍ زړونه «««»»» ما ته خپل وطن ختن دی که يې وکړمه سيلونه هره خوا بهار بهار دی ورنه تللي خزانونه «««»»» بوراګان ورته را درومي بلبلان کړي اوازونه که ديدن يې چا ونه کړ نو به وکړي ارمانونه «««»»» هره پېغله يې سپوږمۍ ده ټول زلمي ي
نابرابره پرتله
بایزید که باله ځان پاک اولوړ پخپله د جام حجمې وو څه لږنه ځایده بله پیغمبرویل پېژنده ستاموږته مشکله ده لیده هغه نا پایه سمندر ټوله پخپله پرتله دنبي اوامُتي نه مِقّیاس کیږي د ډنډ او سمندرپرتله نه کیږي هیڅ کله بایزید به وو ولي له خپل مقامه خومحمد دی پیغمبرله خپل آنه له ازله شمس پوښتلی مولانا له دې خبري بلخي دی وربیاکړی پوهي دیني بې بله
ناکامورا مو هم مړ کړ!
طنز محمود نظری ناکامورا مو هم مړ کړ! موږ غیرتي یو هر څوک دخپل وطن په ابادي وژنو که مو افغاني پیدا نه کړ ناکامورا جاپاني وژنو په ښه میلمه پالنه کې لوی تاریخ لرو دنیا کې یو یو د خپل وطن د خدمت میلمانه سړي وژنو موږ ډیر وطن دوستان یو خپل وطن خپله وران وو هم د وطن ښه ملي خدمتګاران هم ښه پردي وژنو دا زموږ تاریخي غیرت او ویاړ دی په تاریخ کې هر خدمتګاره په خورا ناز او مهرباني وژنو موږ د دنیا ډیر وحدتي او وطن مین خلک یو ان یو
غزل
پوښتې نه شم چې ناز په څو او ستا اداء په (څو) ده؟پرته د برندو سترګو يې پر مخ بلا په (څَو) دهزما نظر ته ګوره دې نظر د سوداګرود مينې قيمت څو؟ د قربانۍ سودا په (څو) ده؟يوازې د خالق تخليق کمين نيولی
كا كا مراده نامراده
اې پردېس کاکا مراده اې نامراده بامراده تاته چا ویل افغان سه او تربور د تور شيطان سه مړو دښتونو ته ساه ورکړه اوبه ورکړه، رڼا ورکړه اې نامراد کاکا مراده ته خبر نه یې چي دلته؟ د باروتو باران اوري؟ د ګلونو کښت ګناه ده د غنمو کر جفا ده د یزید او شمر جنګ دئ د فرنګ، اورنګ نیرنګ دئ دلته ځان له ځانه تښتي ژوند له خپله ژونده تنګ دئ تا اوبه راوړې هغو ته چي په وينو مينځي ویني عادت سوي په وحشت دي خرڅ
الهي!
الهي! زړونه مو ژوندي کړه د ايمان په مينه ربه! تلپاته مو لره ټول د قران په مينه ته لايزال يې او په زړونو مو سلطان يې ربه د زړونو تل مو لولپه کړه د جانان په مينه ««««« ټوله منو چي بېوسي کي سرکښي کوو مونږ ستر ربه عفوه راته وکړه د رحمان په مينه ««««« ربه! ته مونږ پر بندګۍ خپل استوار ولرې په دا سپېڅلې لاره درومي مومنان په مينه ««««« په آسمانو ا
د عشق سزا
عزت الله ذکي که نن پر دنیا يم سبا پر عقبا آخته په ګناه یم ولي بې پروا لاهم زنداني یم په دغه ځنځیر ذکي مبتلا یم د عشق په سزا ***** نه ړوند یم نه وینمه لاره صِراط روان په مزله یم د عشق په رباط مجنون د لیلا یم ګرځم پر صحرا ذکي مبتلا یم د عشق په سزا ***** د هرڅه مالک رب د ټولو خالق حیات ورکوي رب د ټولو رازق په ژبه ګویا یم ذاکر په ثناء ذکي مبتلا یم د عشق په سزا ***** طامع ربه یم ستا د رحم و کرم بل
د خلاصون لار
د خلاصون لار وايي : کوږ بــار تر منزل نه رسیږي په ظلم ، زور دا حالت نــــه جوړیږي څو چې زورواک او ستمګر حاکم وي دا د ظلمت تیارې هیڅ نــه ختمیږي چیرته چې جهل، ظلم ، زور چلیږي د جنګ لمبې هلته کــې نه سړیږي چې په فریب ، دوکه ژوندون تیروي د هغه ملک حالت نور نه بدلیږي تر څو دا چور وي دا تالان دلته کې دا بد حالات وطن کـــې نه سمیږي څو چې زورواک او بل واکې وې دلته قهر او غصه د خلکو نــــه کمیږي ورورۍ یواځې د
اې د ارګ په مینه مسته!
اې د ارګ په مینه مسته، له خوبونو نه را پاڅه د پنجاب له آې اس آی نه، د ایران له قونسولونو نه را پاڅه له کوچونو له ورېښمینو سرو تختونو نه را پاڅه له سپېدار څخه را پاڅه، له قصرونو نه را پاڅه له "جان بس" او دوستمونو نه را پاڅه له خوبونو نه را پاڅه له نازونو نه را پاڅه خپل پرتوږ درنه پردی شو، په وعدو د برجسونو راچاپېر کړې په دې تمه، د لندن څو مارکېټونو په یو څه ښویو کورتیو، په نازکو نېکرونو ټول ولس ته یې رسوا کړې، رنګارنګه عکسونو
ډاکټر ناکامورا قاتل ته
مه وژنئ مه وژنئ با درده انسان مه وژنئ نور د انسانیت پیروان مه وژنــئ بس کړئ دغــه ظلم او جفا نــوره نوردا بې ګناه مظلومان مـه وژنئ تاسې به هم کـــــور لرئ اولاد لرئ نور د کلې زوړ او ځوانان مه وژنئ پريږدئ چې ګلونه شي باغونه شي نور دا ببر سر ماشومان مه وژنئ سولې، ورورګلوی ارمان په زړه لري زمونږ دا نازولي بچيــان مه وژنئ دا د خواخوږۍ او همدردۍ سمبول درد او د احساس انسانان مه وژنئ ----------------------------