شعرونه


د شپې په خاموشى کې

شپه په تور کميس کې راشي څوک خپه څوک پرې خوشالهڅوک يې خپلې غريبۍ او بېوزلۍ ته يوه پرده کړي څوک يې توره تخته ونيسي په لاس کې د ګناوو تبرګى په لاس کې واخلي او د سپينې رڼا سر وهي په بېخ کې څوک د شپې په خاموشۍ کې خپل بې وسه ژوندون ژاړي بس د شپې لستوڼى لوند کړي او د شپې په توره غېږ کې پناه اخليڅوک د شپې په تور څادر کې د يو څه د غلا په نيت له کوره وځي ټوله شپه په ښار کې ګرځي څو يوه ګوله پيدا کړي او د خېټې د دوزخ چاره پرې وکړي څوک په شپه کې

09.03.2009 sahaar

زموږ د ښار انځور!

د ماښام خړه ورو ورو د ښار په منارو تاويږي او لمر د مخامخ تور غره د سر دپاسه کښېناستخلک په بيړه د موټرو د تمځي پر لور رهي دي خړ مرغان د خپلو ځالو پر لور درومي ښارد خلکو له وجوده خالي کيږي           اوس د ښار او د کوڅې په لر او بر کې   څو پوليس ديبرچپک لاس په ماشه ولاړ دي            برېښنا         &nbsp

08.03.2009 sahaar

خلک د مړو درناوى کوي سهاره!

ښکلې پرخه چې تر ما رسي په تله شي لکه شِعَر چې په ژباړه کې اوبه شي د ماشوم په څېر مې زړه ته را نږدې شيستا له درده جوړ غزل زما پر خوله شي د پښتون دا بدمرغي نه ده، نو څه دي ؟چې پر کور يې له هر لوري کوز غوايه شي د پردو لپاره درست عمر جګړه کړيد خپل حق په اخستلو کې ويده شي زه د ځان قاتل پخپله ځان پسې يمخداى ناترسه که له خدايه مې ډار وشي خلک د مړو درناوى کوي ((سهاره))!زموږ له لاسه يې مزار هم کنډواله شي(١) ------------------

05.03.2009 sahaar

د امريکا حضور،د سيمه ييز کړکېچ اصلي سرچينه

نړيوالې سروې ګانې او څيړنې پلټنې ښيي، چې په عراق او افغانستان کې د ((ترهګرۍ ضد جګړې)) ټلواله په جګړه کې نښتې ده. نړيوال مالي ناورين او د پوځيانود زياتوالي پر سر د ناټو  د غړو هېوادونو خپلمنځي اختلافونه  او په افغانستان او عراق کې پر ښکيلو هېوادونو د هغوى د عامه افکارو فشار ددې لامل ګرځېدلي، چې دغه ټلواله له سيمې نه پر وتلو فکر ته اړباسي. له طالبانو ، اسلامي حزب او د افغان دولت له نورو وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو پروسه او په دې برخه کې د لويديز د جګپوړو چارواکو او پوځي قوم

04.01.2009 sahaar

وارداتي فرهنگ له ملي ګټو سره په ټکر كې

په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو له ميشتېدو سره د بهرني فرهنګ او كولتور نښې خورا ډېرې شوې دي. د نږدې ۴۰ هېوادونو پوځيان او له هغوى سره په مادي او مانيزه توګه راغلى كولتور حتماَ پر افرادو او د افرادو پر دلګو اغيز پرېباسي. په رسنيز ډګر كې د هند او لويديزې سينما اغيزناك او محسوس حضور دهغوى سيالان هم دې ته اړباسي، چې په متقابل عمل لاس پورې كړي. دغه كولتوري يرغل او څو اړخيزه سيالي دافغاني انډول او دفاعي ځواك د نشتوالي يا كمزورتيا له امله ددې لامل ګرځېدلې، چې دلته په افغانستان كې شته ملي هو

27.12.2008 sahaar

اُف

          خدايږو ستا غېږې ته مې نه پرېږدي اُف           دا د اســــــــــمان پاچـــــــا رڼـــــــــــــا راچوي                                   اوس يې وزيـــــره شـوه د شپـــو پـــر اوږو  &nb

24.07.2008 sahaar

د مرګ بلاربه بلا

 د مرګ بلا د پښتانه له کوره نه پاڅيږيمرګ د پښتون د قسمت پاڼه شولهمرګ مو د سترګو په سرونو ناست دى مرګ مو پر مېنه پر کورونو ناست دى مرګ دى چې ما وژني او تا وژني مرګ دى چې خلک د پښتونخوا وژني مرګ مو په کلي کې کوډله جوړه مرګ مو له کلي نه قلنګ اخلي مرګ مو سرونه ريبي ،پښې رېبيمرګ مو له شونډو نه سندرې يوسيمرګ مو په ستوني کې ټپه نه پرېږديمرګ مو له زړونو نه ارمان رژوي مرګ دى چې هره ورځ زما له

08.07.2008 sahaar

د مور نړيواله ورځ !

مورې! اوس چي له کوره وځمزړه مې بې واره غريو نيسي او ژړا را دروميستا له وجود سره مې خوى اخستى ----- ګلګېډۍ يو کس د ګل پلورنځي پر وړاندې ولاړ و او غوښتل يې د پوستخونې له لارې په بل ښار کې خپلې مور ته يوه ګلګېډۍ واستوي. کله چې له ګل پلورنځي را ووت ، ګوري، چې د کوڅې په منځ کې يوه ماشومه جينۍ ناسته ده او ژاړي. سړى جينۍ ته ورنږدې شو او ترې ويې پوښتل: اې خوږې، ولې ژاړې؟جينۍ په ژړه غوني وويل: مور ته مې ګلان اخستل، له ماسره تشې څلور افغانۍ دي، خو د

11.05.2008 sahaar

د رپوټ ليكنې ارونه

دانش خپرندويې ټولنې د شهيد موسى شفيق د څيړنغونډې په وياړ يو لړ كتابونه خپاره كړي، چې په هغو كې يو هم زما (( د رپوټ ليكنې ارونه)) کتاب هم ترسترګو كيږي. دغه كتاب په ۱۳۰ مخونو كې په ښه پښتۍ او ښه صحافت چاپ شوى دى. په كتاب كې د رپوټ ليكنې پر ارونو، تګلارو او  اوسمهالو سټنډرډ معيارونو بحث شوى او انلاين، برېښنايي او چاپي رپوټونه يې سره پرتله كړيدي.  د خبريالۍ مسلک مينه وال کولاى شي دغه کتاب په کابل او پېښور کې له ټولو سترو کتابتونونو ترلاسه کړي. د کتاب د پاى څو کرښې دلته ولولئ:

16.03.2008 sahaar

مننه ( د يوه پولنډي شعر پښتو ژباړه)

مننهويسوا وا شيمبورسکا دهغوی پوروړى يمچې پرې مين نه يم دغه سوکالي اسانه منمهچې هغوى له نورو سره خواږه دي خوشالي دا چېد پسونو لېوه يې نه يم له هغو سره ارام يمهازاد يمهغه چې عشق يې نه د ورکړې توان لري اونه د اخستلو په وره کېسترګې پرلار يې نه يمډاډهنږدې لکه لمرينه ګړۍهغه څه چې عشق يې نه پېژنيپېژنم يېهغه چې عشق يې چا ته نه وربښيبښم يې له ليدو نه تريوه ليکهابديت نه دی چې تېريږيي

10.12.2007 sahaar

درې عجيب ويونه

کله، چې د راتلونکي کليمه وايمهلومړۍ کليمه بيا په تېر کې تېريږيکله، چې د چوپتيا کليمه لولمههغه ماتومکله چې هيڅ کليمه وايمهيو داسې څه پنځوم چې په هيڅ شته کې ځاى نه نيسي

10.12.2007 sahaar

د چينې تر غاړې راشه

خلك وايي چې په مينه كې څوك مات شيد شعرونو ښاپېريو ته پناه وړيد بورا چې تور وجود ته سترګې واوړيدرد يې واخلي او ببريو ته پناه وړييوه ملنګ شاعر په كلي كې كيسه كړه:مينتوب مې په طبيعت كې شعر راشين كړټول وجود مې د سندرو پاڼې وكړېپه دې پاڼو مې زړګى له غمه سپين كړنه پوهېږم چې د خداى قلم پرې كش شوكه دې ”سپيو“ مې په كوډو الهام يووړاوس د ذهن په ړنده چينه اوبه څښميوه ”ابليس“ مې د سندرو سلام يووړد ملنګ خبره ومنم كه څنګه؟مينتوب خو مې

10.12.2007 sahaar

سودا / زمانې ته دویم شعر/ نذیر

ستا یادونه په سر ایږدي راته ناست دي مابه کله خوب ته پرېږدي راته ناست دي په زخمونو باندې مالګې راته پاشي زړه مې سوی کړي زړه مې رېږدې راته ناست دي   خوب کې وینم راسره وې خوشحالي وي ته مې بیا زړه کې دېره وې خوشحالي وي

17.12.2009 nazir

اوس مې هېره ده

(زمانې ته لمړی شعر) زمانه وه  چې د کلي شوخ ماشوم ومزمانه وه چې مې سر لس ځایه مات وزمانه وه چې د کلي د نفرت ومزمانه وه ترحم راباندې قات و»»»»»»»»»»زمانه وه رانه لوبې زېږېدلېزمانه وه چې روان وم یا به ملاست مزمانه وه کلي اور رانه اخیستوزمانه وه د شیطان په لکۍ ناست وم»»»»»»»زمانه وه چې (( بدی)) راته حیران وو((کرمی)) مې

12.12.2009 nazir

غلمینه ډوډۍ

نور د پښتونوالې دستوري نړۍ کې تنګ یمه ته لکه غلمینه ډوډۍ زه وږی ملنګ یمه ته د خونې بر سر کې د دود ټوکرۍ کې اېښې یې زه یم رواجي روژتی بس اخیستی ننګ یمه  

12.08.2009 nazir

د جګړې سوغات

له ویلو د سندرو نه لوېدلید اتڼ له بازیګرو نه لویدلیپه دې لویه خوشحالۍ خوشحاله نه دیچې وطن د جنګ له ښکرو نه لوېدلی:::::::::::اوس ټول ويني د خوښۍ سندرې واييد وطن پیاوړي خلک پکې ستاييد خپل نوم په اورېدو هم نه خوزیږيدا زړه داسې له کمرو دی لوېدلی:::::::::::د غرور اسمان یې ټول زرې زر

13.07.2009 nazir

بدكاره/نظم

زما تن د اينې ماتې ټوټې دي زماتن كې روغ وجود نه كتل كيږي او جوهر مې د هوس نوكانو وران كړ هر يو مخ پكې پيكه، پيكه ښكاريږي ####### نا پيژانده كسان راشي را نږدې شي په شيبه كې مو تر منځ فاصله نه وي كه د خوند وي كه بې خونده وي خو تېر شي د شېبو د وصال هېڅ ادامه نه وي ####### د هوس د لارې ستړي لاروي وي راشي زلفو ځنې څنډ وهي ګردونه ويښته سم كړي روغ او جوړ بېرته روان شي شاته پريږدي په خنجر وهلي زړونه #######

27.04.2009 nazir

ډله ييزې وژنې

يوه كنده چې تازه ده كيندل شوې او تر څنګ يې لاس تر شا كسان ولاړ دي د چا سترګې په شملو د چا په بل څه بس تړلي دي او هك حيران ولاړ دي څوك د لارې لاروي څوك جنګيالي دي خو اوس ټول د ملامت په شان ولاړ دي بس يو څو ګامه د مرګ په شانې لرې وسلوال دي، څو غوښن ځوانان ولاړ دي.... دادي اوس يې ورخطا كړل لاس تړلي او له پاسه يې په سرو ګولیو ولي تورې خاورې اضافه له كندې پاتې او له مړيو شوې روانې دندې پاتې #####

22.04.2009 nazir

نجلۍ او ډالۍ

زما مور د بل ماشوم په زيږون مړه شوه   زما مور راته كوم ورور را ډالۍ نه كړ   زما مور هغه له ځانه سره يو وړ   موږ ته يې د سترګو تور را ډالۍ نه كړ   #######   د مور جانې ځنكدن مې نه هېرېږي   چې خپ غږ يې لړزول بر اسمانونه   له سینې یې ،چې دساه د ختو غږ و   چا مې كېښودل په سترګو غبرګ لاسونه   ####### &nb

23.03.2009 nazir

هغه انسان چې تش په نوم (اشرف) دى

نننى انسان ملګرو زه دشرارت ټوټه يم زما وجود كې هرفساد موجوددى منم شيطان دخالق ځانته موجود خو زما تن كې ېې بنياد موجود دى *** ملګرو ماته هم انسان وايه شي دكايناتو دسرخان يادېږم په دې شريره دې فساده وخت كې منۍ چې زه هم يوانسان يادېږم *** هغه انسان چې تش په نوم (اشرف) دى دخداى پروړاندې اوس اهميت نه لري بس لكه بل حيوان همداسې حيوان هېڅ تقدس دحقانيت نه لري *** ددې سپېڅلي جهان هرطرف اوس په پليتيو دهغه ككړ  دى كه شرق ته

17.12.2008 nazir

ستا خوږ نوم چې جانانه كله كله ترنم كړم

چې شپه شي كوم يو ښكلى، كومې لارې نه را وځيتصوير د يار وي، يار شي له هندارې نه راوځيستا خوږ نوم چې جانانه كله، كله ترنم كړمرقيب ورته د مار غوندې له بارې نه راوځيزما د لوټې، لوټې وطن ځوان شاعر دى داسېفقط لكه كوم ګل چې له شوديارې نه راوځيدا زړه به بيا د اوو خونو، اوو قلفو تر شا كړمكچېرې له لاسو ددې خونكارې نه راوځينذير اې نذيره د خپل ځان قاتل يې خپلهدا غږ به دې د سرو وينو له دارې نه راوځي

26.11.2008 nazir

غريبي د دوخونو سمبول

او غريبي د دوزخونو سمبول له يخو يخه او له ګرمو ګرمه

09.10.2008 nazir

مزدور

په څلورلارې كې ولاړوم هرسهارملګريه ګوندې څوك راشي چې مزدور يې وي په كارملګريه داسې هم نه ده چې سواد مې نشته كارمې نه زده هرڅه مې زده دي خونصيب مې دى ډېرخوارملګريه تنهادګېډې د دوزخ غم دى چې نه ډكيږي تنهاهمدغه رانه وركه كړله لارملګريه څوكسان راشي څوكسان مزدوران پورته كړي خو ماته ووايي چې همدامې وو په كارملګريه په همدې تمه لس بجې شي دغرمې مهال شي زه لاهماغسې ولاړ ومه وزګارملګريه

02.08.2008 nazir

((تاز)) د مور نړيوالې ورځې ته

يادونه:((تاز يوه حشره ده چې د اولاد له زيږېدو سره سمه مري)) ***** ما تاز ليده چې ځان يې ونې پورې ورساوه د زړې ونې نرى ښاخ يې خپل مرګ ځاى وټاکه څو خپل ژوندون ترې زېږېدونکي نوي تاز ته ورکړي په تاز دردونه راغلل د مرګ دردونه د تازه تاز د زېږون دردونه او تازه تاز وزيږيد د زاړه تاز له وجود جوړ نوى تاز والوتلو او د زاړه تاز تش کالبد د ونې ښاخ نه باد را وغورځاوه ******* د مور غښتلى وجود کټ مټ د کوټې د ديواله په څير و

13.06.2008 nazir

اوس مې هېره ده

زمانه وه  چې د کلي شوخ ماشوم وم زمانه وه چې مې سر لس ځایه مات و زمانه وه چې د کلي د نفرت وم زمانه وه ترحم راباندې قات و »»»»»»»»»» زمانه وه رانه لوبې زېږېدلې

05.06.2008 nazir

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more