شعرونه
شپول(اجمل اند)
څوک مې په غېږه کې راټول ونېوهکه مې له لمره چاپير شپول ونېوه خدايه له سترګو يې سرور ورېدهورته مې خود د زړه کنډول ونېوه دا خو د نور له غېږ خالي لاس راغلمچې تور ماښام ته مې کچکول ونيوه ستا د خندا څومره ياغي لښکر وود زړه وطن يې رانه ټول ونېوه خدايه ! باران کړه کنه ورژېدهتندې د غره داړخ غاټول ونېوه څه شول ، زموږ د اتڼ ژڼي څه شولچا غنيمت کې رانه ډول ونېوه
غزل (امرخيل)
ډېره راته ګرانه شوې چې پېغله شوې اوس ايله اسانه شوې چې پېغله شوې ځار دې د کافرو سترګو خوى نه شم سمه مسلمانه شوې چې پېغله شوې ياد کړه چې ويل دې ( ټوله ستا يمه )ولې پښېمانه شوې چې پېغله شوې ما به درته نه ويل ماشومتوب ښه دى ؟ څنګه پرېشانه شوې چې پېغله شوې مخکې چې وړه وې حياناکه وې لږه ، لږه ورانه شوې چې پېغله شوې
غزل (خيرخوا)
چې يې دتېرو زخمو شمار ونکړېپه زړه مې بيــــــا دبڼو وار ونکړې يو ځلې (هو) بل ځلــــې (نه) نه منمهسې نه دادښکـــــلو کار ونکړې رازدې دمينې ماته وايه ځـــــــکهپټه لمبه لکه چـــــــــــنار ونکـــړې اظهار دقهر کړه دشونـــډو په سرپه زړه پولۍ لکه انار ونکــــــــړې مادې له قصده کچکول نه ماتوهملنګه پام کوه ازار ونـــــــــــکړې خيرخوا رسوا به شوترې ګل غوړيږيڅاڅکي داوښکو پر دې لارونکړې
لــــــــــــو(اجمل اند)
لو کې د لوګرو په ملا ماته شوهلخته وه ملګرو په ملا ماته شوه ړنګه شوه ها دنګه ځواني ړنګه شوهچوپ شوه له سندرو په ملا ماته شوه ښايي شپون په زير کې نغمه ونېوهڅانګه د ګورګورو په ملا ماته شوه خدايه چې ترې شين ګړی ټوټې نه شيلويږي په ډبرو په ملا ماته شوه زوره ستا د تبر فولادي څوکهزمونږه د نښترو په ملا ماته شوه ستا د تومت توره که تيره وه خوزموږ د عشق د زغرو په ملا ماته شوه
غزل (فضليار )
فضل د خداى دى د ټوپک پر ځاى ګلاب غواړي اوسچـا چې بـه كلــي ورانـول هغـوى كـتاب غــواړي اوس وايـي زمـا مـــيـنـه بـه خــپل زړګـــي كـــې پـټـه سـاتېدا ســــاده ګلــه رانـه لـــپه كــې دريـاب غـواړي اوس چـې خــپل عـزت ، قــدر او پــت يـې پـه كـې ولـيـدلـوپـه اروپا كې ګوره پـېـغـلې نور حـجـاب غـواړي اوس اول يــې وېــل راځـه لــيـلام يــم پــه تــاوان يــم يــارهد هـرې خـولې د هـرې غـېـږ رانه حساب غـواړي اوس دده د لاســـه مــو د مـــړه نيـــكـه هـــ
بېلتون(نجيب عامر)
بيلتون يوه ورځ په لاره تلمهچې مرګى مخې ته راغىها د هاْغه ژوند په څېر وچې دا زه يې تېرومهبې له تا نه اى جانانه
برخې
ته هم ویده شه زیاتهاى دویده بخت سر ته ناست زړګیه!ویده وي مړي د ګوراو مړي نه شي ورکولای چاتهبرخې د ژوند هیڅکله
ماشوم جنت
کاشکې زه ماشوم وای او ته هم ګلې ماشومه وایناز دې را معلوم وای او غوسه مې در معلومه وایزه کله سخي وای کله شوم تر اندازې نه زياتته کله سخي وای کله سخته ډېره شومه وایا خوا مې کتلي وای او دېخوا مې کتلي وایکور کې مې له څټې نه په غلا غنم ايستلي وایمنډه مې اخيستې تر دکان مې تښتولي وایځان ته پتاسې تاته بنګړي مې را نيولي وایستا نري مړوند ته مې په ناز در اچولي وایدرې څلور دې مات وای پنځه شپږ دې شرنګولي وایلاس مې وای زخمي درته په چيغو دې ژړلي وایزه په ټوپو سر
لاس مې نېسه
سوی ډاګ ،ستړی مزل ، او وچې شونډېتږی ،تږی ومه. جام دې راته راکړدې بې کسه او بي وسه زمانه کې يو له ډاډه ډک سلام دې راته راکړ له ماټولې لارې ورکې وې ملنګه ! مخامخ راته ته ستوری د سبا شوی زما له پښو نه دم ختلی، نړېدمه لاس دې راکړ ته په شان د مسيحا شوې نه پوهېږم چې ته
د زړه زانګو
ستا خبرې دې خوږې غبرګې سندرېيا رنګينې د طاوس زرې وزرې خوار زړګی مې لکه مار اوده کې واخليچف کوې را باندې زر رنګه منترې دا مين زړه مې د څه په بدل اخلې ؟راته وايه ای د زړونو سوداګرې له زړه غوټو مې د شعر غمي جوړ کړه کينه زړه کې مې د شعر جادوګرې خدای دې ټينګ کړه دې يرغل ته ای زړګيه يار لري سترګو کې بې دريغه لښکرې د سيلاب غوندې مستي لرې په زړه کېنړوې مې د زړګي هسکې کمرې يوماشوم درد مې ويده د زړه زانګو کېچې راويښ شي را
د خيرخوا غزل
زموږ لـــــــــه لاســــــــه يې وارونه مرګنــــدي خــــــــوړليپه موږ پسې چې څوک راغلــي موږ ژوندي خــــــوړليڅوک چې د غصب مېلمستيا له دغې خاورې غواړينو د افغــــــــان د لاس ټکـــــــونه يـــــې تــــــندي خوړليزموږ په چـــــــم ګاونډ کې خلکو بل شان سپي ساتليسم لېـــــــوني دي زموږ يې ْډېر د ســـر سړي خـــــوړليله ډېره هـــــجره پس د خپــــــل کلــــــي ديــــــدن ته لاړمخو ومـــــې نه پــــــېژنده ټول کلـــــي لوګـــــي خــــوړلينښـــــه کــــــه نه ده قيــــام
زخمي احساس
ته په ديدن د اشنا موړ نه شولېد شاعر زړه يې ځكه زوړ نه شولې چې ځان ځاني دې په كور ننوتهپښتونه بيا ته چېرې كروړ نه شولې زما د زړه په دې سړو اسوېلود باړې تود باده ته سوړ نه شولې (مالك) كه هر څو په تا توى كړې اوښكېزخمي احساسه! خو ته جوړ نه شولې
پټه
هاغه ورځ له ځان سره په زړه كى پسيده پټهخداى خبر چې بيا لېونۍ چېرته رانه تله پټهزړه دې راته مات كړ، ځواني مرګه دادې څه اوويكوم ګودر كې وايه هغه پېغله ژړېده پټه خداى شته چې مې زړه له دې نغمې سره په كډه شودا دكوم تنكي په خوله شپېلۍ نن غږېده پټهځه چې سيل لپاره اشنا لاړ د مېملې باغ ته شوڅري مې په زړه كې دمېملې د باغ رمه پټهنشته هاغه شور يې نن خپلوانه چې داڅه چل دىاوس دكونړ سيند ګوره هيڅ نه وهي چپه پټه
مستانه هلک
زه ددنګو غرو ها مستانه هلکستا دجبين خال پسې روان شومهډېرو کلي والو نجونو وويللاړمه ښارى شومه او وران شومهتاته چې نزدې شوم انګېرله مېخاوره نه يم هسک شومه اسمان شومهزړه مې د چر چڼې نه هم ووړ ،و،خومينې سره خداىګو پالوان شومه بې له سندرماره به زه څه کېدم زه چې د شپېلۍ سره لوى شوى ومزړه مې دشيشې غوندې و سپين ځکهزه سپينې ګلۍ سره لوى شوى ومغره کې به مو ځغاسته په يو ځاى کړلهزه وړې کبلۍ سره لوى شوى وم منډه کې به ولې لومړى نه ومهزه دغرو سي
ولې دې نيمه لار کې پرېښودمه
زه دې دستړي ژوند داوښکوهار کې پرېښودمه ولې دې نيمه لارکې پرېښودمه؟ تکې تنهادې دالفت په کار کې پرېښودمه ولې دې نيمه لار کې پرېښودمه؟ اوس راته وايې چې نازونه اواداڅه کوې ژاړه بس ژاړه په ژړاوسه خنداڅه کوې ته چې رقيب سره اوږه په اوږه ګرځې اشنا زه به نونه وايم چې ګرانه ياره دا څه کوې زماپه زړه کې دې دغم ونې اوبه کړې لاړې تامې نيمګړې ارزوګانې پوره نکړې لاړې څنګه دې يوځل له شف شف خبره ووستله &nbsp
جينكۍ
دا څه وايي چې نشته مازيګر كې جينكۍضرور وي دهغې كلي ګودركې جينكۍډېر خوند كوي چې سره لاسونه ووځي چكر تهخوښېږي ډلې ډلې مې اختر كې جينكۍخندېږي اوخوشحاله وي چې كله ځي واده تهراواخلي سره اوشنه ټيكري په سر كړي جينكۍډېر زيات پرې خپه كېږمه، زورېږمه ملګروواښه، لرګي په سر راوړي خيبر كې جينكۍحيران شي چې يې وګوري والله دي دومره ډېرېداڅه كوي چې ګرځي په خيبر كې جينكۍقسم دى چې خپلوانه په داپورې غره كې تلراځي څنډي ګورګورې خوري سحر كې جينكۍ
موږك شېر
د لوى ښار څخه دباندي يو دره وهجوړه كړې يوه شيخ پكښي دېره وه ته پروت و په خواستونوپر سجدو به خداى ټولي شپې يې تېرولې په نفلونوكه څو د ښار پر خلكو باندي ګران ودى له خلكو راګوښه په غم د ځان ودوولس مياشتي به يې تل روژې نيولېيوه ورځ يې چا ډوډۍ نه وه ليدلېيا په ذكر يا په فكر به مشغول وپير پر هر چا باندي ګران ورته مقبول ونه يې وړلې شكرانې نه خيراتونهنه يې چا ته ورليكله تعويذونهد دعا دپاره خلك چي ورتللهپير به يو ګړى حضور ته وربللهنور نه شيخ د
غزل
پـــــــه زړه کــــــــې مــــــې لمبـــې وې په لمبو کې بهارونهموســــــــکو شــــــونډو دې لا پـــــکې پیداکړه قیامتونهزخـــــمــــونــــــو نــــــه دخــــــوُږ زړه ورتــــه غیږې جوړومهپـــــه ډیــــره مـــــوده پـــــــس مې میلمانه دي ستا یادونهزما دا ملنګي دژونــــدون لویـــــه ســـــــرمــــــــایـــــــه دهسپـــــرلی سپــــــرلی بانــــــې دجــــــانان ګل ګل قسمونهحیران یم ځان مې څه شو چې مې ځای په ځان کې نه کړهغــــــضـــــب غــــضـــــب کاتـــــه دیار غزل غ
دوه ماران
هوښيارانو دي راوړي دا نكلونهپرې اوښتي دي وختونه او قرنونهاوسېدله دوه ماران يوه ځنګله كيخداى وركړي عجايب وه صورتونهد يوه يې سل لكۍ وې يو يې سر ود ها بل يوه لكۍ وه سل سرونهد يو سري مار خوراك يوه مړۍ وهله ښكارونو به يې اخيستل خوندونهيو يې خوب يو يې خوراك يو يې آرام وپه نصيب يې وې ښادۍ او نعمتونهسړې شپې يې تېرولې په خپل غار كيتر غوړ لمر لاندي يې تل كول مزلونهځناور يې له لكيو بېرېدلهله هيبته به يې تښتېدل پوځونهد سل سر اژدها په كور كي غم و
دیدن او یوه هیله
زه اوس کله ستا د مینېستا د مینې د چوپړ یملاس او پښه مې نشته ګلېدا په څه عذاب ککړ یمزه په نورو خلکو بوج یماوس دې کله ګرانې وړ یم څه کیسه درته کومهد ژوندون کیسه اوس مړ یملاس مې ایښي په نامه ديپه یوه پښه ولاړ خړ یماوس له مینې یم لوېدلیدرته پړ یم درته پړ یم محبت و او ځواني وهپټ دیدن و او حیا وهستا په نظر یو کتو کېزنده ګي او بقا وهیه د سره سالو خاوندېمینه زیست وه مشغولا وه تا وېل مرګ د یار لپارهما وېل ژوند د یا
د ارګون د زړه لړځوونکې پېښې په تاثير
د ارګون د زړه لړځوونکې پېښې خبر مې پر فيسبوک لوستلو، په هلمند او وزيرستان وينې وينې زړه مې ورته لا وينې وينې شو، په همدې کې مې يو خبريال ملګري د خپلې اختريزې خپرونې لپاره د اختريز شعر غوښتنه وکړه.. ما به نور څه ليکل؟ . . د اختر شعر دې راکړه بختور شعر دې راکړه چې د ژوند خبره وکړي جادوګر شعر دې راکړه په راډيو کې مې پروګرام دی هله ژر شعر دې راکړه چې بنګړي پکې په شرنګ وي چې شيندلی
دلته تل په سوله جنګ دی
دلته تل په سوله جنګ دیله اولې ورځې غږ د سولې اوروله اولې ورځې جنګ دلته روان دیدلته ټول جګړه مار وايي“ زه د سولې طرفدار یم”“آزادي مې لوی ارمان دیدا وطن زما ایمان دی”خو مونږ ګورو مونږه وینووطن لوټ شو وطن وران دیآزادي په خوب کې وینو
نوی غزل
غزل مین د یار په وعده خوب وړی دی لکه د شېخ په سجده خوب وړی دی دا شوګیرو وهلی ستړی، ستړی د چا د زلفو په شپه خوب وړی دی دښمن یې سمه کړه چاړه پر مرۍ
غزل - الهام
غزل ماښام نیږدې شو او لمر غورځیږي زما اوږې نه، دې سر غورځیږي که لر غورځیږي که بر غورځیږي بم مو د زړونو په سر غورځیږي چې په تا راشي پیریان د مینې په ما یې دلته اثر غورځیږي ریباره ستا خو له سترګو ځار شم د یار په مخ دې نظر غورځیږي ته پام کوه پرې چې ژوبل نشي زړه مې ستا پښو کې اکثر غورځیږي د غم شراب دې بلا اصیل دي نور مې له ګوتو ساغر غورځیږي