شعرونه
تازه غزل (نصرت الله الهام)
زړه نــــــه مــــــــــــې بلا اندېښنه و باسمزه چې له ګناه نـــــه تــــــــــــــــوبـــه وباسم اى ذاهـــده! څنګــــــه يــــــې ظاهره کړمايښې پـــه سينــه کــــې سجـــده وباسم زه بـــه مـــې پـــه سترګو کې رڼا راوړمبيــا بـــه ستا له سترګو نه شپه وباسم څنګـــــه مـــې دې زړه ته تسل ورکړمهڅنګـــه مـــــې لــــه زړه نــــه هغه وباسم نـــه غــــــــــواړم چې تا پورې درورسمخپلــ
غزل (خيرخوا)
گران شمس الحق شينواري ته ډالۍ مـا وې ځــــوږ خــــاونده څنگـــه لـــور پـــه لور دى؟دا د خـــــــوږ اشنا سکوت کې دومـــــــره شور دى د زړگــــــــي رڼا يـــــې مخ تـــــــــه مخـــــــــــــــامــــخ دهدا ښايسته اشنـا لــــــــه رنگــــــــــــه ځکـه تــور دى چـــا د چـــا د مـحبت نښې ساتلــــــــــــــــــــــــــــــــــــــيچــــا نېولـــــى پـــــه لاسونو کـــــــې سور اور دى
دا له چا قربان شومه؟! (پرې وغږېږئ)حقيق
په لاندې شعر وغږېږئ، چې ترې موخه څه ده او مانا يې څه کېدى شي؟ له شرق نه مې د غرب په لورې منډه کړهپښه مې په دا خپل څادر کې ونښتهاوږد، اوږد پرېوتمپښې مې په ختيځ کې شوېسر مې په لويديځ کې شوټنډه مې د غرب په کاڼو ماته شوهوينې مې تر پښو پورې راتوى شولېداسې راته ووايه چې:دا له چا قربان شومه؟!
مصريزې(خيرخوا)
لکــــــــــــه د گل د لښتې خــــورېښکلاوې ټولې شوې مخ تورېيـــــــــــــــاره خبرې پرېږده نـــــورېڅنگـــــــــه خواږه خواږه راگورېلــمن دې ونيسه چـــې زړه درواچــــــــــومه دا څــــــــومره زر دې گېله کېږيشونډې دې تورې شوې رپېږيدومــره خــــــــو لـږ سړى پوهېږيمخ پــه مړونـــــــــــد کلــــــه پټېږيظالـــــــمه ياره سلامــــــــــــــــــي ولاړه يمــه صبر د زړه مــې نـور تمام شود راز قوي تار رانـــه خام شود هر سړي اوس راتــه پام شو
مسافره!(حقيق)
د نصرت الله الهام پر ليکه (پروت په دغــــــــــــــه لويه لار و مسافرهدغـــــــــــــــــــه دښته پرون ښار و مسافره) د يارۍ تحفې لــــــــــــــــه دې ځايه ورتللېچــــــــــې پــــــــــه هر کلي به يار و مسافــــره ما هم دلــــته د جــــانان تندى ښکل کــړىدغــــــــــه ځاى زما د ديدار و مسافــــــــــره هاغــــــــــــــه وړاندې د ليلو د دمې ځاى ولـــږ څـــه پاس دلـــــــــــــــــته چنار و مسافره
غزل(نجيب عامر)
سهار له کوره اوزمه ماښام کور ته راځمخو اوس هم لا هماغسې ناکام کور ته راځم ګلاب ګلاب سورخي په مخ له ځانه سره وېسم سورى سورى په زړه لکه بادام کور ته راځم ياران راته سپوږمۍ په سر قسم راکړي چې وسکهزه مست په بنګاوه لکه خيام کور ته راځم همدلته دي راجمع زما ټولې بدمرغۍ زه اخلم له خپل زانه انتقام کور ته راځم پاچا يمه تر نيمو شپو بنډار کې د يارانو بيا غلو غوندې را اوړمه په بام کور ته راځم نه کار شته نه روزګار شته د پلار وېره راسره دا نن
د خيرخوا تازه غزل
ستا يـادونــــــه اور اخلــــــــــيسوى د زړگــــــي کــــور اخلي ستـا تصـور څـــــــــــــــــــــه بلا؟غـــم ورسره زور اخــلـــــــــــــي تـــوري سندريز شي ټــــــــــولستا بنگـــــړي چې شور اخلي زړه پـــه خپلــــــه سپينـه خــواداغ لگــــوي تـــور اخلـــــــــــي څومره چې خيرخوا خوږ شيدومره غــــزل سور اخلـــــــــي
د الهام پر شعر وغږېږئ!
د بزرگې څوکې درنو لوستونکيو!کره کتنه په ادبياتو کې او د ژوند په ټولو اړخونو کې د ارزونې او سمونې په موخه کېږي او د همدې کره کتنې پر مټ هر څه پرمختگ کولى شي، نو همدې ار ته په پاملرنه دا دى تاسو ته د خواږه ملگري(الهام) غزل د کره کتنې لپاره مخې ته ږدم؛ هيله ده د شعر په کره کولو کې برخه واخلئ اوپه تبصرو کې د ناانډوله کرښو په تورولو ځانونه پرته له دې به څه ژوندی وي سړیمينه دې وکړي که سړی وی سړی بې اوښکوسترګې دې ړندې شی ، ړندې
غزل(څپاند)
ده مـــــــــــې تلـــــــــوسه درنه ويده نه شمشابــــــه زر راځــــه درنـــــه ويده نـــــه شم ستـــادشونډو خوند مـــې لا په خوله كې دىاى د خــــداى بنـــده درنـــه ويــده نه شم نــــه پرېږدم تر بلــــې ژمنـې خپل ارمانخـــولگـۍ دې راكوه درنه ويده نه شم يـــوازې پــــه كــتو باندې څه نه كېږيخبرې خـــو كــــوه درنـــــه ويده نـــــه شم ځــان بــه ناخبرو كــ
د خيرخوا پر شعر وغږېږئ!
د بزرگې څوکې درنو لوستونکيو!کره کتنه په ادبياتو کې او د ژوند په ټولو اړخونو کې د ارزونې او سمونې په موخه کېږي او د همدې کره متنې پر مټ هر څه پرمختگ کولى شي، نو همدې ار ته په پاملرنه دا دى تاسو ته د خواږه ملگري(خيرخوا) غزل د کره کتنې لپاره مخې ته ږدم؛ هيله ده د شعر په کره کولو کې برخه واخلئ اوپه تبصرو کې د ناانډوله کرښو په تورولو ځانونه ستړي نه کړئ. پاتې نه شول څه په عمر د شباب کېزړه بوډا شو د حالاتو اضطراب کې ځان نېږدې که د حق لور ت
مناجات(شيرين زوى)
د ښايستونو او ښکلا مالکــه(ج)يــــوه ارزو لـــرم له تا مالکه(ج)دواړه ﻻسونه درته لپه نيســمپه عاجزۍ کوم دعا مالکه(ج)دبدرنګۍ له داغ نه وللې غــــواړمدرنـــــه لمـــن د دې دنيــــامالکه(ج)خوله دې راکــړې ده دحق لپـــارهخو ته ډېر ښه پوه يې زما مالکه(ج)چې دا واړه،واړه خدايان پرځمکهبولــــــي ګــــناه حقــه وينا مالکه(ج) نــــــو اوس ته ﻻر راښــــايه څـــه وکـــوم؟څــــــه پــه دې تا راکـــړې خولــــه وکوم؟ژبه مې غوڅه کړم که خوله ماته کړم؟
ستړى ژوند
د ستړي ژوند کيسه به چا ته وکړمڅوک په د
ګران وطن
دا مو د خاپوړو کلی کور دیدا مو د نیکو د تورې زور دیورک به شي غلیم چې مخ یې توردیسر به ترې قربان کړم د بدن سرهمینه موږ لرو د خپل وطن سره لوړ چې په هوا کې یې بازان ګرځيهلته په ځنګلو کې یې زمریان ګرځيجوړ په سردرو کې یې توتیان ګرځيمست یې بلبلان د باغ او بڼ سرهمینه موږ لروله خپل وطن سره دا وطن خوشحال غوندې بچیان لريدلته کې نازو انا لمسیان لريلوی احمد شاه ستر نوم په جهان لريساتو به يې شاړې له چمن سرهمینه موږ لرو له خپل وطن
غزل(بېکسيار)
نه ورځم په مخ د لېونتوب کيسه اوږده دهژوند يو هسې خوب دى او د خوب کيسه اوږده ده پيڅکه د څادر خيشته تمام عمر مې يادهتالندې، باران، اوښکې څڅوب کيسه اوږده ده غچ مې له غليم څخه د ژوند د نن سندرهعشق کې مې د ماتې او د سوب کيسه اوږده ده يار ته يادوم هسې چې زړه باندې يې ويشتىوخت لنډ دى د زخم د پړسوب کيسه اوږده ده نور مې پوښته مه اشنا چې شپه راڅخه لاړهنن درته د کوټې کړم د ژوب کيسه اوږده ده درېغه بېکسياره! بس چې وږيو ته ډوډۍ خونـوره د خــوا
چرگ او باز(جهاني)
يوه ملك كي هستوګن چېرته لوى خان وخان لا څه چي په تربرونو كي سلطان وپه سلګونو يې جوړ كړي وه باغونهبهېدل يې په شنو مځكو كي سيندونهډېر شوقي و د ښكارونو د بازانوپه بازانو كي پاچا و د سيالانوډلي ډلي يې درلودې د مرغانود كوترو د سيسيو د چرګانويوه ورځ د چرګ او باز سره جرګه سوهد جرګې خبر كرار كرار ترخه سوهكلنګي چرګ ته باز وويل مغرورهكبرجنه بې وفا يې لكه تورهله سهاره تر ماښامه په نس موړ يېپر بامونو باندي ګرځې په زړه سوړ يېكرۍ ورځ درته رسېږي نعمتونه
غزل(الهام)
ځار دې شم تصويره، مين شوى يم زه هم په چا پيره، مين شوى يم ستا په پېغلتوب کې مينه نشته دى زه په سپينه ږيره ، مين شوى يم نور به زه (ګردان) د تورو سترګو کړم ځغله ( صرف ميره ) مين شوى يم اوسه پورې اوښکې بې تاثيره وې چرته يې تاثيره ؟ ، مين شوى يم وخت به د مرګي وي خو لږ وار وکړه اوس ، اوس اى تقديره ، مين شوى يم پرې مې ږده چې سر په داو کې کېږدمه او کنه ! زنځيره ، مين شوى يم کابل شا شهيد : ٢٠٠٧- ٨
اتڼ(اجمل اند)
رود چې د سپين غره په ګريوانه کې اتڼ واچوهزرکو له مستۍ په تور راغه کې اتڼ واچوه سوز و د شپيلۍ څه د ښکاري د ټوپک غږ نه ووشپون و چې هو سيو ورته غره کې اتڼ واچوه ښکلي رانه وژني موږ يوازې ورته وير کووخود مو قاتلانو دکور وره کې اتڼ واچوه زه به ورته مستې غرنۍ ټپې شروع کړمهبيا که تنکو ژڼو په واده کې اتڼ واچوه توره کور کې وه خو کباړيانو را نه يوړلهغلو راته دننه په کاله کې اتڼ واچوه تږی شوم خومارشوم ګرانې څه شوي مازيګر شولوستا رندو يادونو
د خيرخوا تازه غزل
بې محبته زوروره غزل چرته وي؟خالي د عشق له تصوره غزل چرته وي؟ ملګري هاغه تغزل رانه پنجاب كې غواړيخو تانه لرې پېښوره غزل چرته وي؟ د وصل وخت کې چې د يار د ښکلا حد معلوم کړيهغه ټپه، هغه سندره غزل چرته وي؟ له كلي ووتې ښار مېشتې شولې ګرانې اوس به ا ستا وړه وړه خبره غزل چرته وي؟ خيرخوا د ستا په شان سطحي شعرونه ډېر لرو موږچې يې سکالو نه وي ژوره غزل چرته وي؟
ما ياران هېر کړي نه دي(عامر)
دا منم چې د حالا تو په منګولو کې راګېر يمدا منم چې په قطار د لېونيانو کې زه شمېر يمخبر نه يم په ارزښت کې نيم سېرى يم او که سېر يمقرباني که مينه غواړي دادى سر نه مې زه تېر يم د ژوندون په امتحان کې ما ياران هېر کړي نه ديد سکروټو په باران کې ما ياران هېر کړي نه دي ما د دوو سترګو لپاره بلا سترګې کړلې هېرېپه دا ووړ ګنا خو ګورې ديدنۍ شوې په ما تېرېچې پرانيستې غېږه راشي ها ياران وينمه چېرېانسانان را ځيني تښتي يم حيران ددوى له وېرې دستم په دې مي
غزل(الهام)
خولې نه مې نامه داشنالاړله شپه شوه ميلمنه اورڼا لاړله زړه ته مې دښکلي دوصال هيله راغلله په منډه اوبيالاړله بارشوه په اوښانودرقيب کډه کلي نه مولويه بلالاړله مخامخ راتله چې زه يې وليدم لاړه خوښي بېرته په شالاړله چيغو خبرنه کړه خبرهله شول اوښکه چې له سترګوزما لاړله څوکلونه دلته وه راغلې وه مانه چې يې زړه کړلوغلالاړله پوه شولې الهامه چې خبرڅه وه راغله په خنداپه ژړالاړله
مات منګی(اجمل اند)
خانده راخانده زنـــــــــــــدګي تيروهخير دی اشنا پر ځان سختي تيروه دلته اوس څوک د چا په وير کې ژاړيهر څه دې غلي په زړګــــــــــــــــــي تيروه چې دې نادودې ليــــــــــدې خانده ورتهعمر په شان د ليــــــــــــــــــــــــوني تيروه د درديدلي ژوند په دې پړاو کېراسره خير دی بي وسي تيروه بلبله ژاړه د ګل وچ ډنډر تهورته کيسه د ورک سپرلي تيروه کله راځه د نازولي ياده !را ته تش لاس خو په تندي تيروه اجمله ولاړ شه هغه وران ګودر ته
غزل(الهام)
يمه شبنم غوټۍ مې غېږ کې نيسي يوه پسته نجلۍ مې غېږ کې نيسي خدايږو په زور مې وړي له زانه سره ستا دښکلا سلۍ مې غېږ کې نيسي زه هم اهنګ يمه که نه نو ولې دځلمي شپون شپېلۍ مې غېږ کې نيسي زه به نو څنګه ځنې خوند وا نه خلم چې په ويش ويش اووۍ مې غېږ کې نيسي