28.04.2008
- nazir
اوس د جنګ د لمړۍ کرښې رهبر نه يم
اوس د خپل دښمن د قبر مينجور يم
په جګړوباندې مين له جګړو موړ يم
د عيشو واکدار اوس هره شپه نهر يم
#######
اوس مې کوتې د ټوپک په ماشې نه دي
اوس مې لاس د لاروي په لور اوږده دي
اوس د لوند لرګي د اور تاوونه نشته
اوس د واټ په غاړه ناست يمه سوالګر يم
#######
اوس مې ستر ګې د دښمن څارنه نه کړي
اوس دسره صليب لکړو ته محتاج يم
اوس نو شپه د مايوسيو راپسې ده...
30.04.2008
- nazir
له جګړو ځينې څنګ غواړي که هوسا شي
زندګي د ملنګ غواړي که هوسا شي
دې خبرې سره نه يم موافق چې
دا وګړي بيا جنګ غواړي که هوسا شي
ګردنۍ د مردکيو به پرې ور کړي
او بدل به لونګ غواړي که هوسا شي
د حالاتو جبر دې کر ته اړ کړي
نه کوکنار او نه بنګ غواړي که هوسا شي...