شعرونه
د سمندر او د سيندونو دشته......... ارواښاد صاحب شاه صابر
سيند او سمندر صاحب شاه صابر د سمندر او د سيندونو دشته د زمانو دشته ده له اوبو جوړه د اوبو دشته ده دا دشته نه شو کيږي،مه شوکوئ مه کوئ مه بندوئ، مه قيدوئ
سوال جواب
سوال جواب مشتاق مجروح يوسفز ے نن چې سحر له کوره راووتمهزمونږ د کلي يو غريب مزدور کارچرته روان وۀ مزدورۍ له تللوچرته د موړ سړي دياړۍ له تللوزۀ چې ئې وليدم نو ودرېدلوما وئيل ستړې مشې څنګه حال دے؟هغه په سپورو وچو وچو شونډوډېر په کمزوري شان اواز کښې ووېښه ده بس ښه ده ګوزاره ده کېږيلا خو ژوندے يم راکښې ساه غ
ریاض تسنیم :زما قام به خود کُشۍ ته
خوشال بابا په نومای دتُورې او قلم علمبرداره!ای د پت او د انا نه ډک داستانه!ای د فن د ښاریې واحد سرداره!ای د خپل دور حکیمه! ای نباضه! ته خفه نه شی خو نن هم هغه حال دیپه اوږو مې پرته خپله جنازه دههغه لوبه ده زما په خاوره ګرمهددونیا اولس له جوړه تماشه ده چې کوم اور تا د اورنګ کور له ؤ وړیهغه اور مونږه راوړی دی خپل کور تهشول ستي پرې د م
مزدور ته....... ناصرمومند
مزدور ته دزړګي سره مزدورهدنړۍ پۀ تندي خالهدښکلا او نور مشالهدعظمت ښکاره مثالهخدای دې تا لري خوشالهخدای دې تا لري خوشالهدا اوږدۀ تور سړکونهدا لارې دا پلونهداښکلادا ځلا او رڼادا رنګيني او خوشاليدا لوړ محلونهدا اوچتې ماڼۍچې تر هسک هم اوچتې ښکاريدا ستا دمټو زور دیدا ستا لوړ همت دیدا ستا طاقت او توان دیچې اباد پرې ټول جهان دیدا هاغه شوګيرې ديچې پۀ ځان
ژوندون ..........عبدالله جان فګار
ژوندونسحرماښام شيژوندون تمام شيکله کامیاب شيکله ناکام شيڅوک سرخرُو شيپه چا الزام شيچاته ټالونه او چاته دام شيچاته خندا شي چاته دشنام شيچاته سزا شيچاته انعام شيچې چا یې هیڅ نهپه چا یې پام شي اودا ژوندون داسې تمام شيسحرماښام شي &nbsp
دخوشالۍ په ورځ به دواړه خاندو.....طاهربونیری
دخوشالۍ په ورځ به دواړه خاندو زما شیرینې زه وحشی خو نه یمزه خو انسان یمه احساس لرمهته ماله دومره مینه مه راکوهکله ناکله درنه ډېرخفه شمخوستا په وړاندی څه ویل هم ګران دي »»»»»»»»»»»»ستاسو په کورکې چې وړوهم ژړلپه کوم سحر چې درنه ټول خفه ووخوته به بیاهم دروازې له راغلېته به له ورایه له خندا نه شنه شوېلکه چې نن هم ښه رنګین سحروی &
دماښام خټک نوی نظم...............ارمان
ارمـــــــــــــانکومه لوبه ده چې ما په ځان ونه کړه کومه منډه ده چې ما نه ده وهلی کومه هڅه ده چې ما به نه وی کړی کوم کردار دی چې ما نه دی لوبولی کوم یو غم دی چې ما زړه کې مېلمه نه کړو ما دچا چا احسانونه په اوږو بار کړی نه دي ما د چا ترخې خبرې په م
ملالی سترګې ........عبدالسلام سلام
ملالى سترګى دا دوه سترګى وى کۀ نه دوه صحيفى وى کۀ نه يو قوم کښې دوه پيغمبران دا دوه سترګى وى کۀ نه دوه فريشتى وى کۀ نه دوه ښکلى معصومه ماشومان دا دوه سترګى وى کۀ نه دوه جهانونه کۀ نه دوه ښکلى جامونو کښې شراب دا دوسترګى دوه دمينې مثالونه دا دوه سترګى پۀ غزل کښې انتخاب &
د ظفرکریمی نوی نظم(شعر)
سرکل (circle ) څه عجیبه سرکل کې ګېر یمه زه دا زما خپله خودساخته سرکل دی د کاینات دمدارونو نه ښه لیری پروت آن دومره لیری چې ښاپیرۍ دي دلته دلته دیوان دي ،کوه قاف دلته دیــــــــــــزما دفکر زغل غزیږی،پسی لا غزیږی دتخی
دماښام خټک نظم........داولې زه مرم
داولـــــــــــې زه مـــــــــــــــــــــــرم؟؟؟؟؟داولې زه مرمهرځلې زه مرمپه څوڅوواره مړ شومپه څو څو رنګه مړشومڅومره بدرنګه مړشومـــــــــــــــــــــچ
د ظفرکریمی نوی نظم(شعر)
دزړه تسکینزما د ورځې معاشمبالغه به نه ویچې دلفظونو خالقدمیاشتنۍ هومره دی ــــــــــــــــــخو…….دلته شم ګُته په خُلهچې دلفظونو دلوستو په مهالزه د ذریعه معاش غوښتنېدخپل سر په ښی او کیڼ خوزښت د"نا" په نوم جواب کړم ــــــــــــــــــــدلته شم ګُته په خُلهاو په ځان
بريکينګ نيوز
تکوتورو دنګو بوټانو تور پټکى وتړل دمناروبى سُره راګونو دفن غوږونه کاڼه کړل دملټى نيشنل کمپنيو او جعلى پيرانو اشتهارى فوج دميډيا سترګى په زيړه ټوټه وتړلى او دسنسرشپ په قينچۍ يې ترى ژبه پرى کړه لفظونو دګينګ ريپ نه دبچ کيدو لپاره داجتماعى خودکشۍ اعلان وکړو ديوالونو د وينو اولټې وکړى ننګيال يوسفزی
نظم
سپوږمۍ دخپل ګريوان تمامى تڼۍ پرانيستلى او بې موسمه سپرلو څومره په شوق پرى دګلابو پاڼى وشيندلى تورو لونګو فضا په سا قبضه وکړله دزلميتوب دبدن هر اندام ميږى ميږى شۀ او دعمر تږى ارزو په هوسى سترګو چاپير وکتل خو دتمامو نظارو جواب کې زندګۍ يو چونک وينه وتوکله رياض تسنيم
يوه نوحه..............ریاض تسنیم
دتېر کال لپاره یوه نوحه پوره يو کال يې خواهشونو سره جنګ کړی دى خلق په ستړوقدمونو راوزي له کوره نه يې په سترګو کې رڼاـ نه يې په مخ زندګي دوخت بې نومه ښاريه کې لکه سيوري روان ××××××××××× څومره په ورو ورو يې له خپلو اوږو کوزې کړلې
غزل/// پلوشه
تا تــه مې زړگـــــى درډالۍ کــــــــړى دىما درته په خداى در ډالـــــــۍ کـړى دى واخلــــه ترېنه ډکــــه لپــــــــــــه وڅښه ننوڅښه ما منگى درډالۍ کــــــــــړى دى ستا د محبت احسان منمه خـــــــــــــــــــوما هم شين بنگړى درډالۍ کــــړى دى ماتــــــــــه پرون هاغـــــــــــــې جنۍ وويلخـــداى بس ښه سړى درډالۍ کړى دى
مه خانده ظالمه! ...پر ليکه شعر
دا شعر مې د ارواښاد خالص بابا د لاندې په قوس کې د بند بيت پر ليکه ويل، چې وروسته پر همدې بيت د پېښور مېشتو فرهنگپالو له لورې گډه پر ليکه ټولگه د (مه خانده ظالمه! کړپهار د زولنو ته مې) په نوم خپره شوه ( مه خــانده ظالمه! کــــړپهار د زولـــــنو تـــــــه مېگـــوره نتېجه کـــــــــــــې اخر کار د زولـــــــنو ته مې) شته چې لا هغه زلمي چې دار ته ټول په خپله ځـــينــــو ولـــــې زه خپه شم پرهار د زولـــــــنو تـــــه مـــــې سر کـــــه مـــــې غليم تـه چېرې يو
دروازې
دروازېبیا د مینې په ګلزار کې د وصال ګلونه راکړهد تورتم په زړه خاونده د هلال ګلونه راکړهد ښایست جوهر ته لاړ شو له بدرنګو بلاګانود نجات خوښۍ کې خدایه د دسمال ګلونه راکړهد ژوندون جفا یوه نه ده بې حسابه رانه تاو ديد وفا په تار پيلي څو سمبال ګلونه راکړهچې نه ویر وي د خوبانو نه لېمې د اوښکو ډکېبیا د خپل کرم له باغه بې مثال ګلونه راکړههر بیلتون وي له دې کوره د عدم په لوري تللید وحدت، مینې، خوښیو، د کمال ګلونه راکړهد رحمت د اورښتونو دروازې راته کړه خلاصېپه
منګول
منګولموږ د هیلو په باغچو کې په ګلونو منګول ایښېستا د رحم په ورشو کې مو خیالونو منګول ایښېدا لنګر چې تاج محل وي د ښکلاوو په ډولۍ کېد آرمان تږې نړۍ په څو رنګونو منګول ایښېله بدرنګو جفاګانو مرور دي ځیګرونهد آسمان طرف ته هر یوه په سوالونو منګول ایښېد زاریو په کچکول کې ستا د حسن نذر غواړيلېمو بیا د سپینو اوښکو په سیندونو منګول ایښېمنجور د ښکلا ناست دي د دیدار په زیارتونووچو شونډو د سلګیو په آهونو منګول ایښېپه بڼو به را جارو کړو ستا د در هره یوه څنډهد ام
ویر
موږه کومه ګناه کړې چې د ننګ په ویر اخته یوپه بې رحمه یو بل وژنو ټول د جنګ په ویر اخته یود ښکلاوو په اسلام کې ځان شریک ګڼو عالمهد همت څلي مو لویږي د فرهنګ په ویر اخته یود اخلاقو کډې بار دي د سلوکو زیور مړ دیسمه غر مو په سلګو دي د کړنګ په ویر اخته یوډلې ډلې خلک لیږو بې پروا د مرګي خولې تهموږ د ویر، ژړا او وینو د سره رنګ په ویر اخته یوله ګلشن څخه ګلونه پریکوو په خپلو ګوتود مرسل، ګلاب، شبو، نرګس، لونګ په ویر اخته یود ښکلا د کاروانونو مخ ته لوی پاټک ولاړ
لوی خاوند
زه لښكر د عجائبو د خپل خيال په ټال كې وينمحكمتونه دحيرت او د كمال په ټال كې وينمپه څه شان يې درولى دى نظام د كائناتوصدقه له ذولجلال شم له عالي لوړو صفاتود آسمان چتر ولاړ دى بې له ستنو په هيبتاو په ځمكه يې ميخ كړي دي جګ غرونه دګوربتد فضا په پلوشو كې يې دى د ژوند بهير ساتلى او په تل د ښكلې ځمكې يې د پند بهير ساتلىغوړيدلى لمر راليږي سپينې وړانګې له ختيځلاس راتاو له لوړو څوكو كړي په مينه هر ګهيځد تورتم په تور ماښام كې ناڅاپي سپوږمى څرګند كړيچې رڼا يې
لټون
حلق مې وچ شوی دی د ورکو څاڅکو لار لټويوریځو ته ژاړم، منګول پورته د آسمان په لټونماته نصیب د ژوندون داسې شاړه برخه راکړهچې تور او سپین را څخه هیر دي د زمان په لټونزه یې د غم په سوداګرو یم ارزان پلورلیخلاصونه تاته مې سلام دی د ارمان په لټونزما دوسیه یې د مرګي قاضي ته بیا ور وړېژوندونه راشه زه دې غواړم د سبحان په لټوند امتحان لومې را تاو شوې له تنکیو زلفو امید په وچو شونډو ګام کیښود د ګران په لټونمرګ دې په مرګ وي په نړۍ کې یې یو زه لیدلیرڼا مې
د زمانې ښکلا
موږ د وړانګو د خوږو خوږو سندرو لاریون نه یوزمانې ښکلا پیدا کړه موږ لایق د ژوندون نه یوموږ رنګین ګلان ریبلي، تش، تالا، ترغه، ګلشن دیموږ روان په تورتمونو، موږ رڼا ته راستون نه یوته د هغو پرګنو یې چې په ویاړ سره دې پاليموږ ته خپلې اوښکې وایي ، وخ ، افسوس، داسې یون نه یوموږ سراب د نفرتونو دی په خپلو زړو کرلیموږ ړانده په رڼو سترګو، وای د مینې پاڅون نه یود فلک یې څه ګناه ده اعتراف په کار دی خلکوراځی و ژاړو په ګډه پرګنې د سمون نه یوکه په خپل ټټر کې بند کړو
د کوترو تبراک
د زیړو ګلو باغ ته په ټوپو ټوپو ورځمد زړه د باغچې ګل مې په منګولو کې راوړمشمله به د ښکلاوو سر تر پایه شي رنګینهځولۍ ځولۍ رنګونه په ځونډیو کې ټومبمد مینې په ثنا به د ښایست حرم کړم فتح خوږه خوږه خولګۍ به د سرو شونډو ورلیږمکمال مې را نیولی د بوډۍ د ټال له سیمېله پورې وورې غرونو به مې غیږه تاووم د هیلو ستر جانان ته مې زارۍ دي پرې لیکلېزرغونه دروازه په لوړ افق کې درومکاروان د ښکلاګانو راته داسې ژمنه کړېد وړانګو په منګولو کې به دا سمه او غر ږدمد ژوند ن
روژه ماتی
د آرمانونو په ګلونو روژه ماتی کړمه زه په رنګه رنګه سوچونو روژه ماتی کړمه چې د خندا نصیب مې کور ته راشيزه د زاریو په څاښتونو روژه ماتی کړمه چې د ټوپک ځای شي قلم ته میراثرب ته د عجز په نفلونو روژه ماتی کړمه چې د ډیوو په زړه کې لاره وکړمد تږو هیلو په خالونو روژه ماتی کړمه د ویاړ له تږو لېمو اوښکې څاڅي د ورکو وړانګو په آهونو روژه ماتی کړمه خدایه چې کله به ترې لاس کړم را تاوهمیش د سولې په یادونو روژه ماتی کړمه