سمیع الدین افغاني
عزت یې شي نصیب چې ربه ستا په لیارې سم دی
ذلــت پـه هـغـه چـا چـې د ریـا پــه لـیــارې سـم دی
تـیــریــږي قـافـلـــې د زمـانـــې نــن او سـبــا کـــې
سـر لـوړی به وي څوک چې د الله په لیارې سم دی
انـســان لـري ډیـر لــوړه مـرتـبــه تـر بـل مخـلـوقـه
زیبـیـږی ورتــه کـړه چې د عـقبا پـه لـیـارې سـم دی
زاهــد پــه عـبــادت رســي د زهــد مــرتــبــې تـــه
سجـدې یې شـي پخـې چې درضا په لیارې سـم دی
سخي پـه سخـاوت باندې حاصـل د زړو رضا کړي
منلـی به وي څـوک چـې د سخا په لیارې سم دی
ژونـدون هسـې عبـث چې تیـروي متاع یې څه ده
پیـرو د سمـې لیـار د مصطـفی په لیارې سـم دی
درګا تـه دې الله زه افـغــانــی لاس پــه دعــا یــم
مطلب ته رسي څوک چې مدعا په لیارې سم دی