استاد او ښوونکی هم نامحرم دی

د جومات امامان یا طالبان او د ښوونځي ښوونکي او استادان، بالغ زده کوونکي هم د بالغو نجونو محرمان نه دي، او هغوی ته روا نه ده چې د محرم له موجودیت څخه پرته درس او سبق ورڅخه ووایي، بلکې که چېرې تعلیم ورڅخه حاصلوي نو په پرده کې به یې زده کوي او محرم به ورسره وي، او د ښځو او نجونو له زلمیانو نارینه وو سره ګډون په هر حالت کې حرام او داسلام له قوانینو څخه خلاف دی.

له حضرت عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې ويلي يې دي: (فصلی ثم خطب ثم اتی النساء ومعه بلال فوعظهن) [بخاري، کتاب العیدین، باب العلم الذي بالمصلي]. یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړی د اختر لمونځ وکړ او بیا یې خطبه وفرمایله او بیا له هغه څخه وروسته د حضرت بلال په ګډون هغو ښځو ته لاړ چې د لمانځه د اداء کولو او وعظ اورېدلو لپاره عیدګاه ته راغلې وې، او هغوی ته یې وعظ او تبلیغ وکړ.

حافظ ابن حجر العسقلاني رحمه الله ددغه پورتني حدیث په تشریح کې ویلي دي: (ثم اتی النساء یشعر بان النساء کن علی حدة من الرجال غیر مختلطات بهم) [فتح الباري شرح صحیح البخاري، ج۲، ۳۷۸- ۳۸۸مخونه]. یعنې د حضرت ابن عباس رضي الله عنهما دا قول چې د لمانځه د اداءکولو او خطبې له فرمایلو وروسته حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ښځو ته تشریف یووړ، له دې څخه داسې معلومېږي چې ښځې له نارینه وو څخه جلا وې، او له هغو سره پر یو ځای ګډې وډې ناستې نه وې.

په یو بل حدیث کې راغلي دي: (صلی قبل الخطبة ثم خطب فرای انه لم یسمع النساء فاتاهن فذکرهن) [رواه مسلم، کتاب صلوة العیدین، بخاري، کتاب العلم باب عظة الامام النساء وتعلیمهن]. حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له خطبې څخه دمخه د اختر لمونځ وکړ او بیا یې خطبه وفرمایله او بیا یې لا هغه څخه وروسته دا وانګېرله چې عیدګاه ته راغلو، ښځو دده وعظ وانه ورېد، نو تشریف یې یووړ او هغوی ته یې وعظ وکړ.

مطلب دا دی چې د نبي صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به هم ښځې عیدګاه ته ورتللې، خو له نارینه وو څخه به دومره لېرې ناستې وې چې د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وعظ به یې نه شو اورېدلای.

نو که چېرې له کوم عالم او ښوونکي څخه بالغه ښځه درس وایي دمحرم له موجودیت څخه پرته به یې نه وايي، ځکه چې هغه ددې محرمان نه دي.

په لمانځه کې حجاب

په لمانځه کې هم پر ښځې باندې د بدن او سر پټول فرض دي. یوازې تر مړوندونو پورې د لاسونو لوڅ پرېښودل، د مخ تر غوږونو او د دواړو پښو تر ښنګریو پورې بربنډ پرېښودل ورته روا دي او پرته له دغو درېوو اندامونو څخه دنور بدن لوڅول ورته حرام دي.

ان تردې چې فقهاوو ویلي دي که چېرې په لمانځه کې د ښځې د سر څلورمه برخه لوڅه وي او یا یې د نور بدن دکوم اندام لکه مټې، پونډۍ، ورنونه، ګېډه، شا او دنورو اندامونو څلورمه برخه لوڅه وي چې پټول یې فرض دي نو لمونځ یې ماتېږي او نه صحیح کېږي، بېرته به یې له سره راګرځوي. [هدایة کتاب الصلوة، باب شروط الصلوة، ص۳۹- ۴۰، نورالایضاح باب شروط الصلوة، ص:۶۶، بدایة المجتهد ص:۸۳، لومړی ټوک].

دا ځکه چې پرته له پورتنیو درېوو ځایونو څخه ښځه ټول عورت دی، لکه چې امام شوکاني رحمه الله په نیل الاوطار کې ویلي دي: (عن عائشة ان النبي صلی الله علیه وسلم قال: لا یقبل الله صلاة حائض الا بخمار) [نیل الاوطار، دویم ټوک، ۷۵مخ، بدایة المجتهد، ج۱ ص۸۴].

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: الله تعالی د بالغې ښځې له ټکري په سر کولو پرته لمونځ نه قبلوي.

علماوو ویلي دي ځکه چې په لمانځه کې ښځه له الله تعالی سره راز او نیاز کوي، د الله تعالی په حضور کې د بنده په پرتله حیاء کول زیات غوره، مناسب، او ضروري دي.

دښځو په خپل منځ کې له یوې بلې څخه حجاب

دغه راز ښځو ته دا هم روا نه ده چې په خپل منځ کې ځانونه سره بربنډ کړي او لوڅې سره کېني، یوه دبلې عورت ته وګوري او بله دې دبلې، بلکې لکه څرنګه چې له پردیو نارینه وو او له خپل مېړه څخه پرته له هرچا څخه د ښځې د بدن پټول او حجاب فرض دی دغه راز له پردیو ښځو څخه هم ددې پرده کول فرض دي. مګر د اولاد دزېږېدنې په مهال دایه له دې حکم څخه مستثنی ده.

دغه ډول دوه وو ښځو ته روا نه ده چې په یوه بړستن کې دواړه سره بربنډې څملي، یعنې د غاړې ټول کالي وباسي، ځانونه لوڅ کړي او بیا په یوه بستره کې سره څملي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (لاینظر الرجل الی عورة الرجل ولاالمراة الی عورة المراة) [حجاب المراة المسلمة، ۲۴مخ، دشیخ الاسلام ابن تیمیة تصنیف]. یعنې سړي ته روا نه دي چې دبل سړي شرمځای ته وګوري او ښځې ته هم روا نه دي چې دبلې ښځې شرمځای ته نظر وکړي.

دغه راز ښځو ته روا نه ده چې په یوه غسل خانه کې بربنډې سره ولامبي او غسل سره وکړي، او په هر حالت کې له یوې بلې څخه حیاء کول او دخپلو عورتونو پټول فرض دي.

له خپلو زامنو څخه حجاب:

کله چې هلکان لس کلن شي پر میندو او خویندو باندې فرض دي چې د ممنوعه اندامونو حجاب ورڅخه وکړي او په یوه بستره یو کټ کې یې څملول ورسره حرام دي. لازمه ده کله چې هلکان لس کلن شي نو دملاستې بسترې به یې جلا کوي.

په حج کې حجاب:

کله چې کومه ښځه د حج دفریضې اداء کولو ته لاړه شي نو هلته هم حجاب پرې فرض دی. د سر بربنډول ورته حرام دي، یوازې د نقاب حکم ورڅخه رفع شوی دی. لاس ماغوګان به نه په لاس کوي. ځینو فقهاوو ویلي دي چې په حج کې به هم مخ پټوي، ځکه چې د نبي صلی الله علیه وسلم په حیات کې عائشې رضي الله عنها د طواف په مهال کې مخ پټ کړی وه [حجاب المراة المسلمة، ۵۰مخ، دمحمد ناصرالدین الالباني تصنیف].

پایڅوړ:

که چېرې ښځه نورو ښځو،  خپل اولاد او محارمو ته خپل مخ لوڅ کړي، نو روا دي. همدا راز د قدمونو او تر مړوندونو دلاسونو بربنډول هم ورته روا دي. مګر پردیو نارینه وو ته یې دمخ لوڅول او نظر ورته کول، د قدمونو  او تر مړوندونو پورې هم د لاسونو لوڅول ورته روا نه دي، بلکې دغه ټول به ورڅخه پټوي.

وماعلینا الا البلاغ

پای