رحمان بابا

بابا د ژوند هر یو مذهب هر یو قانون وده دی
د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی

د غږ په وخت کې زمونږ ذهن د ژوندون وده دی
د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی

دا چـې پـښـتـون ژبـه لـر ی خـو خـوزولـی نــشی
غیرت لری خو خپل غیـرت راپـارولی نـه شی
د لیونی مینې د اوښکو خپل جنون وده دی
د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی

بابا د وخت دا ظالمان مو نه پریږدی په ګلشن
اوس خو لا څه کې چې مزار دی ورانوی له وطن
د وطن غیږ کې د وطن هر یو مجنون وده دی
د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی


ای د سپـیڅـلــی پــاکــی مــیــنـې تــرجـمـانــه بـابـا
دا ستا مزار باندې تیری وشـو ای ګـرانـه بـابـا
دماغ او روح محور مرکز څه د پاڅون وده دی
د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی

ای د بــهــادر کلــی بــهـادر او نـنـګـیـالــی شـاعره
ای د خوږی ژبې پـښــتو ای تــوریــالـی شــاعــره
شــعــور غیـرت او د فطرت هر مضمون وده دی
د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی

دغه احساس به مونږ ته څوک راکړې چې تا وګټو
دا ستا شهید مـــزار شهیـده خـــاوره ســاه وګـټــو
ګـنـې قـسـمـت زمـونـږ د فـکـر ښـه زرغـون وده دی
د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی

څـو چـې قـامـی وحـدت راغلی نه وی خوار به ګرځو
ای نسیم ستوریه خپل وطن کې بې روزګار به ګرځو
وحـدت د زړنــو حـقـیـقـت نــوم د پښتون وده دی
د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی

 نسیم ستوری