د Dr.Sadaqat Yaqubi لخوا خپرې شوې لیکنې


د حمل(بلاربېدو) د مخنیوي د لارو په هکله لنډ مالومات

پوښتنه:راليږونکی :نوراحمد نيټه : 25-11-2006محترم داکتر صاحب اول دهر سه نه ستاسی حضورته سلامونه او نیکی هیلی تقدیم کوم وروسته له سلام نه دولادت دجلوگیری موثره یوه طریقه راته معلومه کری . مننه ځواب:د حمل(بلاربېدو) د مخنیوي د لارو په هکله لنډ مالومات:۱-کچېری یوه مور خپل ماشوم ته شېدې ورکوي نو د ماشوم د پیدایښت په اولو ۴-۳ میاشتو کې د مور  تخمدان   بله تخمې ته پرمخ

13.01.2007 Dr.Sadaqat Yaqubi

د زړه (معدې سوی) Esophagitis

پوښتنه: راليږونکی :ادم خان نيټه : 15-11-2006سلام عليکم .محترم ډاکټر صاحب چې زياته مړۍ وخورم البته دشپي لخوا نو بیا مي دخوب په حال کې داسي ترخې اوبه لکه زهر تر خولي اوپوزی راسی چې بیا دخوبه ووزم که ېې جواب راکړی مننه به مووي . ورور ادم خانځواب: ګرانه وروره!ځما په اند ستاسو روغتیا يي ستونزه به Gastro Esophageal Reflux (Esophagitis) وي.Esophagitis :که د سرې غاړې یانې

09.01.2007 Dr.Sadaqat Yaqubi

د ایډزدرملنه

د ایډزدرملنهپه پیل کې باید ووایو چې اېچ آی وي/ایډز درمل او واکسین نلري. د Sexual Transmitted Disease او Sexual Transmitted Infection په ټولوحالاتو کې جنسي ملګری/ملګرې باید معاینه او درملنه شي ، پرته له دې درملنه نا مکمله ده او ښه ځواب نه ورکوي . د ایډز ناروغ په تداوئ کې لاندینی پلان او ټکي په نظر کې ونیول شي.1- :General Health Advices* د حفظ الصحې درست مراعتول * ښه تغذي * د نورو انتاناتو څخه ځان ساتنه او تجریدیدل * الکول او

09.01.2007 Dr.Sadaqat Yaqubi

د ایډز پېژندنه (تشخیص)

د ایډز پېژندنه (تشخیص): د نورو ناروغیو سره د ایډز بېلوونکی تشخیص:ایډز باید د ټولو هغو ناروغیو سره بیلوونکی تشخیص شي په کومه لوحه کې چې ناروغ ، ډاکټر ته مراجعه کوي د مثال په ډول که ناروغ د تبې او وزن بایللو په لوحه کې ډاکټر ته راشي نو د نري رنځ او ځنډنیو ناروغیو سره او که د عصبي اعراضو په لوحه کې راشي نو د وېټامینو د کموالي ، الکهولېزم ، د ځیګر او بډوډو ناروغیو سره او که د Dermatitis,Dementia,Duiahrrea نه شکایت ولري د Plegra (د نیاسین د کمښت) سره بېلوو

09.01.2007 Dr.Sadaqat Yaqubi

د ایډز اعراض او نښې

د ایډز اعراض او نښې: HIV په خپله سطح باندې گلایکوپروټین 120 GP او T-Cell پخپله سطح باندې ځېنې مالیکولونه چې د CD4+ په نامه یادیږي او د GP 120 لپاره آخذې دي لري نو HIV د وینې بهیر ته د داخلیدو نه وروسته T-Cell ته ننوځي.HIV د Reverse Transcriptase انزایم په ذریعه د T-Cell له DNA نه یوبل DNA چې د Provirus په نامه یادیږي او د ایچ آی وي د ډیرښت سبب ګرځي کاپي کوي.۳-۲ میاشتو کې د HIV تعداد ډیرېږي او T-Cell چوي ، دغه مرحله Window Period نومېږي چې پدې مرحله کې مصاب شخص

09.01.2007 Dr.Sadaqat Yaqubi

د ایچ آی وي د خپریدو د مخنیوي لارې:

د ایچ آی وي د خپریدو د مخنیوي لارې: څوک د ایچ آی وي د خپریدو په مخنیوی کې مسول دي؟دیوه هیواد په سطح،فرد،کورنۍ،ټولنه،بزګران،پوهان،سپین ږیري،روحانیون،خبري رسنۍ،دولت،دولتي او غیردولتي موسسات،دولتي چارواکي،روغتیایي کارکونکي اود ټولنې نورټول غړي باید ددې ناروغۍ په هکله مالومات ولري او د ځان او ټولنې په ساتنه او ژغورنه کې فعاله ونډه واخلي. د ایچ آی وي د خپریدو د مخنیوي لارې:تر اوسه پورې د ایچ آی وي/ایډز د

11.12.2006 Dr.Sadaqat Yaqubi

ایچ آی وي/ایډز د خپرېدو او نه خپرېدو لارې

د HIV د خپریدو لارې:هر څوک چې دا ویروس ولري نو د لاندنیو لارو څخه یې نورو خلکو ته انتقالولی شي.دا به غوره وي چی تر هر څه د مخه وپوهیږو چې د عضویت په کومو ځایونو کې HIV پیدا کیږي.وینه، مني  ،) Vaginal Secretion (Vaginal Fluid،لاړې، وینه لرونکی بلغم، وینه لرونکې تشې متیازې اودمور شیدې د T-Helper حجراتو لرونکي دي ، بناً په پورته یادو شوو مایعاتو کې HIV تثبیتیدای شي.که چیرې پورتني HIV لرونکي مواد او یا په پورتنیو موادو ککړ جراحي سامان الات د وینې ،په بدن باند

07.12.2006 Dr.Sadaqat Yaqubi

دویم څپرکی-د ژغورنې(دفاعي) سسټم-یولسمه برخه(پای)

د خپل ځان په وړاندې معافيت (Auto Immunity):- د جنيني مرحلې په لمړيو وختونو كې د لمفوسايتونو د پاسه آخذې د بدن د انتي جنو په وړاندي ختم او يا ضعيفيږي چې له همدې وجې نه لمفوسايتونه د بدن د انتي جنو په وړاندې تحمل پيدا كوي اود بيګانه انتي جنو په وړاندې عكس العمل ښیء، خو كله چې دغه Tolerance د منځه ولاړه نو بدن د خپلو حجراتو او ماليكولونو په وړاندې هم انتي باډي جوړوي چې دا پیښه د Auto Immunity (د خپل ځان په وړاندې معافیت) پنامه ياديږي او د Auto Immune Disease سبب ګرځي. دد

06.12.2006 Dr.Sadaqat Yaqubi

دویم څپرکی-د ژغورنې(دفاعي) سسټم-لسمه برخه

حساسيت:د ټولنې دهرو پنځو كسانو نه يو یې داجنبي موادو لكه دوړه، دګلانو ګرده، خاص ډول خوړو او يا هم كيمياوي موادو په وړاندې حساس دي.دحساسيت عامل د Allergen پنامه ياديږی.الرجن د IgE (كوم چې Mast cells او Basophils پوښوي) دسویې دلوړيدو سبب ګرځي.الرجنوته دIgE سره په تماس راځي  او پوښل شوي  حجرات ( Mast cells او Basophils )   ځينی  امينونه لكه  Histamine افرازوي.الرجي هغه وخت پرمختګ كوي كله چې Suppressor – T-cell( كوم چی د  pla

06.12.2006 Dr.Sadaqat Yaqubi

دویم څپرکی-د ژغورنې(دفاعي) سسټم-نهمه برخه

دمعاقينی سیسټم اساسی حجرات:B cell :بي لمفوسایټونه که د انتي جن پذريعه تحريك شي په انتي باډي جوړونكي Plasma cell بدلیږي. Helper T cell :كله چې بي لمفوسایټونه دانتي جن سره مخامخ شي نو Helper  T-cell د B-cell growth Factor  دخوشې كولو په ذريعه بي لمفوسایټونه فعالوي. همدانګه Helper T-cell د انتي جن په وړاندې دCytotoxic   او Suppressor حجراتو د مناسب عكس العمل ښودلو لپاره ضروري ده. همدا ډول Lymphokins   &nbs

05.12.2006 Dr.Sadaqat Yaqubi

مننه

I and my classmates are very greatfull from your information about HIV up to now we didn't undrstand about HIV but from your information now we know about it and now we know how we can avoid ourselves from hiv thanks Zahir sha and classmates from relef international Course د ډاکټر صداقت يعقوبي څخه يوه نړى مننه چى دوطن دوس

05.12.2006 Dr.Sadaqat Yaqubi

دویم څپرکی-د ژغورنې(دفاعي) سسټم-اتمه برخه

معافيتي عكس العملونه: د لمفوسايټونو دواړه ډولونه( B او T  ) د انتي جن په وړاندې متفاوت عكس العمل ښیء. 1-Antibody Mediate (Humoral) Response  .2- cell Mediated Response . ۱- Antibody Mediated Response :B حجرات د لومړي ځل لپاره د ځانګړو انتي جنو سره د مخامخ کیدو په پایله کې ويشل كيږي!      او بيا په Plasma cells بدليږي كوم چې ځانګړي انتي باډي ګانې توليد او وينې او لمف ته يې ترشح كوي . پورتنۍ عمليه د

05.12.2006 Dr.Sadaqat Yaqubi

دویم څپرکی-د ژغورنې(دفاعي) سسټم-اوومه برخه

د انتي باډي پذريعه د Complemet فعاليدل: كامپليمنټونه په څو غير مشخصو دفاعيوكې ونډه لري ليكن بيا هم دانتي باډي ګانو سره يوځای د مشخصو انتي جنو په وړاندې ارزښتناک دفاعي رول لوبوي. د کامپلیمنټونو د وصليدو نقطې هغه وخت ښكاره کیږي كله چې انتي جن او انتي باډي سره عمل وكړي. کله چې  دIgG  دوه ماليكولونه په يوه اجني حجره كې څنګ په څنګ سره يو ځای شول نو دوې د كمپلمنټ لمړنۍ پروټیني برخه فعالوي چې فعاله برخه  بيا د ددواړو IgGs  سره وصليږي. د IgM يو ماليكول كول

30.11.2006 Dr.Sadaqat Yaqubi

دویم څرکی-د ژغورنې(دفاعي) سسټم-شپږمه برخه

Antibodies : انتي باډي ګاني هغه پروټینونه دي چې دB حجراتو پواسطه د Ag په ضد جوړيږي ،او د انتي جنو سره د عكس العمل ښودلو لپاره ځانګړي شوي دي یانې ديوې پيچلي عملیې له لارې انټي جنونه تخريبوي ترڅو بدن د هغو له ضررونو څخه وژغوري.د مكروفاژونو( كوم چي د انتانا توپه وړاندي د بدن ګړندی دفاع كوي)  په پرتله انتي باډي ګانې د Reinfection  اوChronic Infection  په وړاندې د  Active Immunity  په تولید کې د اوږدې مودې لپاره مرسته كوي . انتي باډي ګانې ،اجن

29.11.2006 Dr.Sadaqat Yaqubi

دویم څرکی-د ژغورنې(دفاعي) سسټم-پنځمه برخه

پوستكی د انتان په وړاندي :اوس،اوس پوستكی د خپل ټول محافظوي د ندو سره د معافيتي سیسټم يو لازمي برخه پيژندل شويدي.دا خبره هلته ښكاره شوه، كله چې معلومه شوه چي د Thymus دغدي Epethial حجرات د پوستكي د Epedermis حجراتو سره د جوړښت او جنيتك له لحاظه ورته والی لري.د Thymus غده نه یواځې دا چې د  Endocrine سیسټم ديوي عضوي پډول دنده لري بلكه د معافيتي سیسټم يوه برخه هم ده.د پوستكي او معافيتي سیسټم ددندو د ورته والي د څيړنو د لومړنیولاس ته راوړنو نه یو هم د پوستكي د

29.11.2006 Dr.Sadaqat Yaqubi

دویم څرکی-د ژغورنې(دفاعي) سسټم-څلورمه برخه

مشخص دفاعي سیسټم: معافيت: د بدن غير مشخص دفاعي سیسټم د اجنبي موادو د ډولونو ترمنځ توپير او جدا والی نكوي ،اما دبدن مشخص دفاعي سیسټم كوم چې معافيتي عكس العمل منځته راوړي د اجنبي موادو يعني Ag په وړاندې د ځانګړو پروټينو یانې انټي باډي او یا د ځانګړو حجراتو د جوړولو له لارې چې اجنبي مواد له منځه وړي توپير كوي، چې دغه محافظوي پروسه او ميكانيزم د معافيت په نامه پيژندل شويدی. دبدن معافيتي سیسټم د لمفاوي انساجو او غړو نه چې په ټول بدن كې موجود دي جوړ شو

29.11.2006 Dr.Sadaqat Yaqubi

دویم څرکی-د ژغورنې(دفاعي) سسټم-دریمه برخه

Inflamatory Response

28.11.2006 Dr.Sadaqat Yaqubi

دویم څرکی-د ژغورنې(دفاعي) سسټم-دویمه برخه

د بدن نا مشخص دفاعي ځواک:پد غه برخه كې د بدن د بعضو غير مشخصو مدافعو په هكله بحث كوو، لكه پوستكی،مخاطي غشا، غير مشخص د ويروس او بكترباوو ضد مواد، التهابي عكس العمل او Phagocytosis. پوستكی او مخاطي غشا د مدافعې لمړنۍ ليكه:پوستكی، خاصتاً د Epedermis طبقه بدن ته د مايكرو ارګانيزمو د داخليدو د مخنيوی لمړنۍ غوره ميخانيكي مانعه ده.همدارنګه د پوستكي تيزابي (acidic) سطحه او شحمي طبقه د مايكرو ارګانيز مو د نشوو نما مخه نيسي.د پوستكي د باندني طب

28.11.2006 Dr.Sadaqat Yaqubi

دویم څپرکی-د ژغورنې(دفاعي) سسټم-اوله برخه

مهم ټكي:• د بدن مشخص دفاعي سيسټتم د انتي باډي جوړولو  دنده لري، پداسي حال كې چې غیر مشخص دفاعي سيستم د انتي باډي په جوړولو كې كومه ځانګړې ونډه نلري.• لمفوسايټونه د ژغورنې د سيسټم د وظيفوي حجراتو څخه عبارت دي چي د مختلفو بريد كوونكو مايكرو ارګانيزمونو ( انتي جنو) په وړاندې انتي باډي جوړوي.• د ژغورنې په سيستم کې د لمفوسايتونو څو مختلف ډولونه، مختلفې دندې سرته رسوي.• د اجنبي موادو په وړاندې د بدن دعكس العمل يوه نښه الرجي يا حساسيت ده.• بدن د

28.11.2006 Dr.Sadaqat Yaqubi

لومړی څپرکی-لمفاوی سسټم-اوومه برخه(پای)

د لمفاوي سيستم انكشافي اناتو مي:د لمفاوي سيسټم پر مختګ ( انكشاف) د القاح نه  وروسته، د پنځمي هفتي په اخر كې شروع كيږي.لمفاوي رګونه د پنځو لمړنيو لمفاوي كڅوړو او Cisterna chili  څخه راوځي.۱-د  Jugular Lymphatic Sacsله جوړې نه سر، غاړي او بازوګانو ته.۲- د Iliac lymphatic Sacs جوړي څخه لانديني تنه اولانديني نهاياتو ته.۳- او د Retro Peritoneal lymph sac او Cisterna Chyli څخه هضمي سيستم ته څانکې وركوي.د جنيني ژوند په نهمه هفته كې د خوله په خو

27.11.2006 Dr.Sadaqat Yaqubi

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more