دمعاقينی سیسټم اساسی حجرات:
B cell
:بي لمفوسایټونه که د انتي جن پذريعه تحريك شي په انتي باډي جوړونكي Plasma cell بدلیږي.

Helper T cell :كله چې بي لمفوسایټونه دانتي جن سره مخامخ شي نو Helper  T-cell د B-cell growth Factor  دخوشې كولو په ذريعه بي لمفوسایټونه فعالوي. همدانګه Helper T-cell د انتي جن په وړاندې دCytotoxic   او Suppressor حجراتو د مناسب عكس العمل ښودلو لپاره ضروري ده. همدا ډول Lymphokins     فعالوي كوم چې د مكروفاژونو د فعالولو لپاره اړين دي.


Natural killer cell:په هر داخل حجروي ميكروارګانيزم باندې حمله كوي.

Plasma cell:انتي باډي جوړوي، يعنې هر اجنبي جسم د تخريب لپاره په نښه كوي.

Macrophages:مايكروارګانيزمونه بلع كوي، او د ځانګړی معافيتي عكس العمل ښودلو لپاره T  حجراتو ته انتي جنونه  وړاندې كوي.

Helper T-cells :پلازماسلز ته د B  حجراتو د بدليدو او په نتيجه كې د انتي باډي د افرازيدو لپاره ضروري دي. هر Helper T- cell د ځانګړي B-cell د سلهاوو دانو د فعالولو وړتيا لري. د B-cell د فعاليدو لپاره لانديني دوې مرحلې او پيښې بايد صورت ونيسي.
لومړی B-cell بايد د خپل ځانګړي انتي جن سره مخامخ شي.
دوهم دا چې د Helper T-cell په ذريعه فعاله شي.
Helper T-cell  دیو كيمياوي فكتور چې Cytokine نوميږی دفعالولو پذريعه  مكروفاژونه فعالوی .

Suppressor T-cell :د Helper T-cell پذريعه د فعالیدو نه وروسته دانتی جن  په وړاندی د B  او T  حجراتو  عكس العمل  كموی  ، دB حجراتو  انكشاف  Plasma cells ته  نهی كوی  ، د cytotoxic  حجراتو  فعاليت  كنترولوی او دانتی باډی جوړيدل كموي.
Supperssor T-cells  بنفسهی  معافيتی  عكس العملونه (هغه چی بدن  دخپل ځان  په وړاندې  انتی باډی جوړوي ) كموی، Helper T-cells هم د يو Feed Back ميكانيزم  پذريعه  نهې كيږی چې  پدې ډول سره  زيات خود بخودي كنترولي  ميكانيزمونه  دلمفوسايټونو په Complex كې موجود دي.

Cytotoxic T- cells :دغه حجرات  دانتي جني  موادو لپاره  ځانګړې  اخذې  لري ، دلمفوئيد  انساجو سره  داجنبی  حجراتو او  ويروسونو cell to cell  اړيكه  جوړوي.
دغه حجرات ديو ځانګړي  پروټین  د افرازولو  پذريعه چي سوری جوړونكی پروټین يعنې Porforin  نومبږي د اجنبي حجراتو پلازما ممبران د Complement  په نه موجوديت كې  سوری  كوی او هغوې  تخريبوي.
هر Tc دتخريب  شوې  حجرې څخه  ځان  جلاكوي  او دبلې  اجنبي حجرې سره  دهغه  د له منځه  وړلو لپاره  بيا cell to cell  اړيكه  جوړوی. دغه عمليه ډيره ځانګړې يعنې Specific  ده او يواځې  په هغو حجراتو  باندې  حمله  كوي چې ځانګړې سطحي  انتی جن  ولري.
 همدارنګه دسرطاني  حجراتو په وړاندې  دفعاليت  ښودلو مسول هم دی.

Delayed Hypersensitivity T- cells :دغه حجرات مختلف لمفوكينونه خوشې  كوي  چې  په ډيرو تعاملاتو كې مرسته كوي.
۱-دمايكروارګانيزمو په پيدا كولو او پيژندلو كې دمكروفاژونو سره مرسته كوي.
۲-فګوسایتک فعاليتونه تنبه كوي.
۳-دانتاني ساحې نه  دميكروارګانيزمونو  تيښته  منع كوي.
۴-مكروفاژونه  هڅوی ترڅو په انتانی ساحه كې ونښلی (Congregate شي) او همدا رنګه  دغه  حجرات په Delayed Hypersensitivity عكس العملونو كې برخه اخلي .

T لمفو سايټونه دسرطانی حجراتو سره په جګړه كې په څه ډول مرسته كوي؟
ساينس پوهان  هڅه كوي تر څو دسرطان  په درملنه كې دشيموتراپي پرځای دبدن  دژغورنې سیسټم تنبيه  او وكاروی.
دسرطان په درملنه كې يو دمهمو  ستونزو  نه  دادی چې  شيمو تراپی په عين حال كې  چې  سرطاني حجرات  تخريبوي  او دناروغ ژوند اوږدوی  دبدن  دژغورنې  سیسټم هم تخريب اوزيانمنوي  چې بيانو يو زيانمن  شوی  معافيتي  سیسټم  ددې توان نلري چې  سرطاني حجرې موثراً  او دائماً له منځه يوسي.
د Ludwig په انسټيتوټ كې دڅيړونكو اوسنی تحقيقاتو داثابته كړيده چې ډیر توموري  حجرات  د انتی جن  په ډول  تظاهر كوي  چې  دغه  انتي جني حجرات  بيا د Cytotoxic T حجراتو  انتي جني آخذی  تنبيه كوي او نتيجتاً T حجرات  ددې  وړګرځي  چې  توموري حجرې  تخريبې كړي.نو دسرطان څيړونكي  دهغو لارو په  هڅه  او لټه كې دي  ترڅو سرطاني حجرات دبدن  د ژغورنې په سیسټم  كې د T  حجراتو  د تنبيه  لپاره په يوه موثره طريقه  استعمال كړي.

 دسرطاني حجراتو  دانتي جن  تهيه او جوړول لانديني څو مرحلی لري :
۱-دهستې دننه  يوجن دځانګړي  پروټين جوړيدو لپاره رهنمایي كيږی.
۲-دغه جوړشوی پروټين په سايټوپلازم كې دانزايمونو پذريعه  په وړو پيټايدونو بدليږی.
۳-يوڅه  پيټايدونه Endoplasmic Reticulum ته انتقاليږي او هلته دلومړي ټولګي Major Histocompotibility Molecules سره  يو ځای كيږي.
۴-په نتيجه كې Peptide MCH- Complex د حجروي غشاء سطحې ته انتقاليږی، په وينه كې د Cytotoxic حجراتو په ذريعه  سرطاني  حجرې تر حملې لاندې راځي چې په محفوظ او د حجروي ميكانيزم  په ډول غيرلدې چې دژغورنې سیسټم زيانمنه شي سرطاني حجرې تخريبيږي.
په يوه ورته عمليه كې ساينس پوهانو د B-cell lymphoma له يوه ناروغ نه سرطاني  حجرې ويستي  اودغه  حجرات یې ديوه  واكسين  په ذريعه  په لابراتوارونو كې تداوي كړي چې  دغه واكسين  شوي  حجرات  د ناروغ دپوستكي  لاندې پيچكاري  كيږي  او دناروغ د بدن  دژغورنې  دسیسټم  دلا زيات تنبه سبب ګرځي په دې ډول چې دغه  واكسين شوي حجرات  دناروغ  د پوستكي لاندې پيچكاري  كيږي او د ناروغ  دبدن  دژغورنې  دسیسټم  دتنبه سبب ګرځي.
كه دغه عمليه  په يو ګروپ  نا روغانو كې كاميابه شي نو څيړونكي  په دې نظر او كوښښ كې دي چې دغه  طريقه په نورو نا روغتياوولكه شكری، روماتيزم او Multiple Sclerosis كې استعمال كړي.