د خپل ځان په وړاندې معافيت (Auto Immunity):- د جنيني مرحلې په لمړيو وختونو كې د لمفوسايتونو د پاسه آخذې د بدن د انتي جنو په وړاندي ختم او يا ضعيفيږي چې له همدې وجې نه لمفوسايتونه د بدن د انتي جنو په وړاندې تحمل پيدا كوي اود بيګانه انتي جنو په وړاندې عكس العمل ښیء، خو كله چې دغه Tolerance د منځه ولاړه نو بدن د خپلو حجراتو او ماليكولونو په وړاندې هم انتي باډي جوړوي چې دا پیښه د Auto Immunity (د خپل ځان په وړاندې معافیت) پنامه ياديږي او د Auto Immune Disease سبب ګرځي.
ددغو ناروغيو له ډلي څخه يوه هم Myasthena Gravis دی.
پدې ناروغۍ كې بدن د خپل اسكليتي عضلاتو په حجراتو كي د Acetylcholine د اخذې په وړاندې انتي باډي جوړوي چې بيانو دغه اخذې په مناسب ډول سره خپله دنده نشي اجرا كولی او په نتيجه كي د اسكليتي عضلاتو وظائف چي د غړو حركات دي له منځه ځي، مهمه دا چې د تنفسي سیسټم ستونزې پيدا كيږي او د مړينې سبب ګرځي.
د معافيت كموالي:- هغه حالتونه چې د معافیتي سیسټم د اغیزمنتوب د كموالي سبب شي او يا د انټيجن په وړاندې ددغه سیسټم د عكس العمل ښودلو ځواک تخريب كړي د Immune Defficiency پنامه ياديږي.
دا حالت كيدی شي چې د B او يا T حجراتو د پوره نشتوالي او ياد تعداد او فعاليت د كموالي له وجې منځته راشي .
كه په يو كس كې B حجرات كم اويا موجود نه وي نو دغه كس بکټریائي انتاناتوته مساعد (Vulnerable) دی او كه پدغه شخص كې د T حجرې كمي او يا موجودې نه وي نو بياويروسي انتاناتو، پرازيتونو او توموري حجراتو ته مساعد وي.
په AIDS كې Helper T-cells كميږي نو HIV مثبت شخص Pneunocystis Carrini Pneunonia او سرطان لكه Kaposis Sarcoma ته مساعديږي.
بعضې خلك په پيدایشي ډول B او T حجرات نلري چې د غه اشخاص د انتاناتو په وړاندې هيڅ ډول مدافعه نلري او دا حالت د Sever Combined Immune Dificiency پنامه ياديږي.
معمولاً دا حالت د ژوند په څو لومړنيو كلونو كې وژونكی وي. په ځینو پيښو كې دغه ناروغتيا د هډوكي د مغزو د پيوندولو (Bone Marrow Transplantation) پذريعه يو څه تداوي كيږي، دارنګه ددې ناروغۍ د درملنې په منظور تجربوي Gene Therapy هم استعمال شويده، ځكه دا ښودله شويده چې د SCID بعضې ډولونه x-linked جنيتكي تشوش له کبله منځته راځي.
د كسبي معافيت ډولونه:-
د ناروغتيا په وړاندې مقاومت ښایي مورزادي (Innate) او يا د مختلفو لارو كسبي وي. بعضي اشخاص او يا انواع كيدی شي ځينو ناروغتياوو ته مساعد نه وي اما كيدی شي چې نور خلك او انواع ورته مساعد وي او په همدې ناروغيو اخته شي.
هغه مقاومت چې د زيږيدنې په وخت کې موجودوي د مورزادي مقاومت (Innate Resistance) پنامه ياديږي، د مثال پډول انسانان Canine Distemper ته مساعدندي او سپيان ټيټانوس ته مساعد ندي. د يوه نوع بعضې كسان به يوې ځانګړې ناروغۍ نه مساعد نه وي حال داچه نور افراد به ورته مساعدوي.
مورزادي مقاومت يو معافيت ندی ځكه پدې كې د معافيتي عكس العمل خاصه مدافعه شامله نه ده.
دا نتاناتو په وړاندې د انتي باډي جوړیدل او Cell- Mediated معافيت پذريعه مقاومت د كسبي معافیت په نامه یادیږي. چي دا ډول معافيت كيدی شي فعال (Active) او يا منفعل (Passive) وي.
معافيت كيدی شي د يوه انتان سره د مخامخ كيدو له وچې په طبيعي ډول سره كسيي وي او يا د غيرمرضي انتي جني موادو د زرق كولو پذريعه د واكسين په شان Artificial وي.
Active Immunity :- هغه حالت چې بدن د انتي جنو په وړاندې انتي باډي جوړوي د فعال معافيت پنامه ياديږي.
Passive Immunity :- هغه ته وايي چې د يوه شخص نه بل ته انتي باډي انتقال شي نه انتي جن،دا هلته واقع كيږي چې مورنی انتي باډي ګانې د پلاسنټا دلارې جنين ته تير شي او په Fetus كي د لنډې مودې لپاره (هفتې يا مياشتې) معافيت برابر كړي.
همدارنګه د شيدو وركولو په وخت كې هم مورني انتي باډي ګانې ماشوم ته انتقاليږي.
Artificial Passive Immunity :- دغه ډول معافيت هغه وخت توليديږي كله چې انتي باډي ګانې بدن ته زرق شي.
دغه انتي باډي ګانې د وينې نه او يا هم د هغه چا نه چې مصاب شوی وي او بيا معافيت یې حاصل كړی وي اخستل كيږي. او يا هم د هغو حيواناتو څخه اخستل كيږي چې د همدې انتان په وړاندې يې معافيت حاصل كړی وي.
دا معافيت په هغو حالاتو كې ګټور دی كله چې يو كس خطرناك انتان ته معروض وي او څومره زر چې كيدی شي بايد وژغورل شي.
Artificial Passive Immunity په Botulism ، Diphteria ، Pertusis ،Rattle Snake Venom ،تيتانوس او Rabies كې استعماليږي.
پدې معافيت كې محافظت ګړندی وي خوفقط د څو اونیو لپاره دوام كوي.
Artificial Active Immunity :- كه يوه كس ته تهيه شوی انتي جن د واكسين پډول زرق شي نو ويل كيږي چې دې كس ته Artificial Active Immunity وركړی شوی دی.
دا ډول تهيه شوي انتي جنونه هغه مايكروارګانيزمونه دي چې د لابراتواري ځانګړو عمليو پذريعه مړه شوي او يا کمزوري شوي وي،او يا هم د انتي جنو په ځینو ماليكولونو كې د جنټك تغيراتو په راوستو سره دهغوې په خصوصياتو كې تغير راوستل شوی وي.
نن سبا د مختلفو ډيرو ناروغتياوو په وړاندې واكسينونه موجود دي لكه Pertusis , Diphteria، تيتانوس،polio, Hepatitis B, German Measles او د انقلونزا بعضې شكلونه.
فعال معافيت خوا طبيعي وي او يا مصنوعي ممكن د ژوند تر پايه دوام وكړي، لكه Chicken Pox او Measles کې او په نورو ناروغتيا وولكه ِDiphteria او تيتانوس كې كيدی شي څو كاله دوام وكړي نو پدي صورت کې تقويتي (Booster) دوزونه وركول کیږي ترڅو معافيت دوام وكړي.
ځینې ويروسونه (انفلونزا او زكام عامل) ممكن په څو مختلفو شكلونو واوسي چې طبيعي او يا مصنوعي معافيت به د يوه نوع په وړاندې حساس وي اما د بلې نوعې په وړاندې به موثر نه وي نو همداعلت دی چې دا ناروغي بيا بيا واقع كيږي او مشخص واكسين نلري.
Mono clonel Antibodies :-
په 1975زیږدیز كال كې دوه برطانوي ساينس پوهانو Cesar Milstein او Georgeskohler د مږك د توري څخه يو فعال لمفوسايټ د هډوكي د مغزو د يوې سرطاني حجرې (Myeloma) سره يو ځای كړ چې په نتيجه كې يوه دورګه حجره (Hybrid cell) چې Hybridoma ونومول شو منځته راغله او د حجروي ويشني دلارې خپل Identicl يعنې ورته كاپي ګانې زياتې كړې،Clones غير جنسي توليد مثل ته ویل کیږي.
Hybridoma بې ساري انتي باډي ګانې توليد كړې چې د Mono Clonal Antibodies پنامه يادشوې.
د Mono clonal Ab د جوړلو تخنيك او پروسيجر ځكه ډير مهم دی چې كولی شي د انساني حجراتو څخه د Mono Clonal Ab د انكشاف امكان برابركړي ترڅو د سرطان او نورو ناروغيو په وړاندې د واكسين د جوړلو لپاره ورڅخه استفاده وشي.
او كه د دوراني Mono clonal Abs سره راديو اكتيف مواد يوځای شي نو د سرطاني حجراتو د ځای او موقيعت په ښودلو او مشخص كولوكې ممكن مرسته وكړي، ځكه دغه Abs د سرطاني حجراتو سره د مخامخ كيدو په صورت كې عكس العمل ښیء، چې دغه طريقه دلمړني سرطان په مشخص كولو كې چې د بدن بلې برخې ته سرايت كړی وي مهمه ده.
د (Mono Clonal Ab (Hybridoma د تخنيك په مرسته ممكنه ده چې سرطان وژونكي (Cancer – Killing ) كيمياوي مواد د Mono clonal سره يو ځای شي چې د درملنې دغه ميتود، درمل فقط د سرطاني حجراتو لوري ته رهنمائي كوي.
دسرطان د درملنې اوسنی ميتود د بدن يو څه حجرات هم تخريبوي ځكه چې كيمياوي مواد يواځې سرطاني حجراتو ته فوكس او ځیر كيدی نشي نو ځكه د بدن حجرات هم تخريبوي د Mono clonal انتي باډي مساعدت د Donor نسج او يا غړي دهغو ماليكولونو پيژندنه نسبتاً اسانوي كوم چې په recipient كې د يو انتي جن پډول عمل اجرا كوي.
د يوه نسج او يا غړي د پيوند څخه مخكې د Donor او Recipient د وينې نمونې د نسجي انتي جن د پيژندلو لپاره تجزيه او معائنه كيږي نو هر څو مره چې ډولونه يعني Donor او Recipient سره ورته وي هغو مره د Rejection امكانات كميږي.