د HIV د خپریدو لارې:
هر څوک چې دا ویروس ولري نو د لاندنیو لارو څخه یې نورو خلکو ته انتقالولی شي.
دا به غوره وي چی تر هر څه د مخه وپوهیږو چې د عضویت په کومو ځایونو کې HIV پیدا کیږي.
وینه، مني  ،) Vaginal Secretion (Vaginal Fluid،لاړې، وینه لرونکی بلغم، وینه لرونکې تشې متیازې اودمور شیدې د T-Helper حجراتو لرونکي دي ، بناً په پورته یادو شوو مایعاتو کې HIV تثبیتیدای شي.
که چیرې پورتني HIV لرونکي مواد او یا په پورتنیو موادو ککړ جراحي سامان الات د وینې ،په بدن باندې له کوم ټپ او یا مخاطي غشا سره په تماس راشي ، روغو خلکو ته د انتان د انتقال او خپریدو سبب گرځي .
 اما د یادونې وړ ده چی وینه،Vaginal Secretion او مني د HIV په انتقال کی مهم رول لري .

اوس د انتقال لارې ېه لند ډول تر بحث لاندی نیسو:
جنسي اړیکې: - په سلو کې۶۰-۸۰ پوری د HIV د انتقال سبب کیږي.

الف- Homosexuality : نارینه څخه نارینه ته او دښځې نه ښځې ته (هم جنس بازې ښځې ).
ب- Heterosexuality  : له نارینه نه ښځې ته اوله ښځې څخه نارینه ته.

دلاندنیو دلایلوله مخې د جنسي اړیکو په وخت کې ښځو ته د نارینه وو په پرتله ډیره خطره متوجه ده.
۱: د تناسلي قنات اناتوميک جوړښت: لکه د مخاطي غشا پراخوالی، د جنسي یوځای کیدو په وخت کې ممکنه تخریش او په تناسلي قنات کې دBartholin  غوټوشتون.
۲ : د شخصي حفظ الصحې نه مراعتول.
۳ : د میاشتني عادت راتلل او د نفاس دوره .
۴ : د تغذی حالت خرابوالی او ضعیف والی .
۵ : Sexual Transmitted Disease موجودیت .

ج- Oral Sex : دا طریقه په غربي او غیر اسلامي ټولنو کې  مروجه ده چې جنسي ملګري یو د بل تناسلي اله په خوله کی نیسي .

Artificial Fertilization : مصنوعي القاح کټ مټ د جنسي مجامعت په ډول د HIV د انتقال سبب ګرځي.

وینه: HIV د وینې او د وینې د اجزاوو د تطبیق له لیارې سل په سلو کې روغ شخص ته انتقالیږي.

له مور نه ماشوم ته: په HIV اخته مور څخه ماشوم ته په لاندنیو حالاتو کی د۲۰ –۳۰ سلنې پوری د سرایت امکانات موجود دي.
الف: دمور په رحم کې د پلاسنټا د لارې .
ب: د ماشوم د پیداکیدو په وخت کې کله چی ماشوم د Forceps او یا کومې بلې الې په ذریعه ټپي شوې وي او یا په همغو دستکشو چی ولادت ورکړل شوې وي ، Umbilical Cord پرې کړې شي او یا د ولادت نه وروسته نوم زر قطع نشي او ماشوم مهبلی افرازات بلع کړي.
ج : د پیدایښت نه وروسته د مورد شیدو د لاری.

ککړوپچکاریوګډ استعمال : په غربي نړۍ کې هغه ځوانان چې په مخدره موادو روږدي دي په ډیره فیصدۍ د گډو پچکاریو د استعمال له وجې په HIV اخته کیږي.
او کله کله د ډاکټرد بې احتیاطئ په وسیله خپله ډاکټر د پچکارئ کولو په وخت کې خپل ځان د ستنې په واسطه چخ کوي چې نسبت یې ۲۵۰: ۱ دی.

جراحي سامان الات : د ککړو او ناتعقیم شوي جراحي اوزارو د استعمال په ذریعه، ایچ آی وي ناروغ ته او یا کله کله د بې احتیاطئ له کبله ډاکټراو یا نرس ته انتقالیږي.
 
جراحي اوزارلکه:
۱- دعمومي ، صغیره ، غاښونو ، غوږ او پوزې ، سنتۍ ، بیهوشي او د ولادي جراحي سامانونه. 
۲-د آرایش سامانونه لکه دغوږ او پوزې سوری کونکې آله.
۳-د لابراتوار تیره سامانونه.
۴-پیچکارۍ او دجراحي دستکشې.
۵-د ږیرې او ویښتانو لپاره استعمالیدونکي سامانونه او نور تیره او پرې کونکي شیان.

د غړو او انساجو پیوند: کچیرې ډونر ایډز/ایچ آی وي ولري.
 
د ایچ آی وي د نه خپریدو لارې:
ایچ آی وي د ورځني عادي تماسونو دلارې لکه لاس ورکول،روغبړ کول،یوځای لوبې کول،په یوه لوښي کې ډوډۍ خوړل،په یوه دفتر کې کار کول،یوځای سفرکول،په یوه کوټه کې اوسیدل او ویده کیدل،یو د بل جامه اغوستل،د ایچ آی وي مثبت شخص پواسطه داړل،د حشراتو او حیواناتو پواسطه، د ایچ آی وي لرونکي شخص د ښکلولو،پوښتنې کولو،پرنجي او ټوخي پواسطه نه انتقالیږي.

چا ته په ایچ آی وي/ایډز د اخته کیدو خطره ډیره ده؟
ددې ناروغۍ د انتقال خطره هرچاته متوجه ده اما د ډیرې خطرې سره لاندیني خلک ډیر مخ دي.
۱-هغه څوک چې جنسي ناروغۍ لکه سوزاک،سفلیس... ولري.
۲-هغه څوک چې په تناسلي غړو کې ټپ ولري.
۳-هغه څوک چې د یوه نه ډیر جنسي ملګري ولري.
۴-هغه څوک چې د وینې د ناروغتیا له کبله بیا بیا وینه اخلي.
۵-په مخدره موادو روږدي ،خاصتاً هغه کسان چې د رګ د لارې نشه یي توکې ځان ته زرقوي.
۶-د ایچ آی وي مثبت مورماشوم.
۷- هغه څوک چې د بدن دفاعي سیسټم یې د ځینو نورو ناروغیو لکه نری رنځ،سرطان،مزمنې ناروغۍ،سوء تغذي... له کبله ټیټ شوې وي.
۸-د جراحي ډاکټران او نرسان چې د وسایلو د استعمال او تعقیم په وخت کې احتیاط نه کوي.