پوښتنه:
راليږونکی :ادم خان
نيټه : 15-11-2006
سلام عليکم .
محترم ډاکټر صاحب چې زياته مړۍ وخورم البته دشپي لخوا نو بیا مي دخوب په حال کې داسي ترخې اوبه لکه زهر تر خولي اوپوزی راسی چې بیا دخوبه ووزم که ېې جواب راکړی مننه به مووي .
 ورور ادم خان

ځواب: ګرانه وروره!ځما په اند ستاسو روغتیا يي ستونزه به Gastro Esophageal Reflux (Esophagitis) وي.
Esophagitis :که د سرې غاړې یانې مرۍ مخاطي غشا د اوږدې مودې لپاره د معدې د تېزابو سره مخ وي د معدې د سوی ، خولې ته د ترخو اوبو راتګ او دEsophagitis  سبب ګرځي.
په نورمالو حالاتو کې د معدې محتوي سرې غاړې ته نه راګرځي ، اما د لاندنیو نیمګړتیاوو له کبله د معدې تېزاب ، صفرا او پپسین مرۍ ته راځي او د پوتنۍ ستونزې لامل ګرځي.
۱-د ګېډې کلک تړل.
۲- د وزن زیاتېدل.
۳-بلاربښت.
۵-دشپې له خوا ډېر خواړه خوړل او ستونی ستاغ بیدېدل.
۶-د مرۍ پرسټالټیک حرکاتو کمېدل.
۷-د هغې پردې د سوری لوییدل د کومې نه چې مرۍ د ټټر نه ګېډې ته تېرېږي.
۸-سګرټ ، نصوار او الکهول څښل.
اعراض او نښې:
۱-د زړه یانې معدې سوی:
چې د ډوډۍ خوړلو ، ستونی ستاغ پرېوتلو ، وزن پورته کولو او په ګېډې باندې د زور راوستلو په وخت کې زیاتېږي.
او د کښېناستلو ، حرکت او انټي اسیډ سره ښه کېږي.
۲-د خوب په وخت کې خولې ته د خوړو او ترخو اوبو راتلل.
۳-او ممکن ناروغ کمخوني هم ولري.


درملنه:
۱-لارښوونې:
!-وزن کمول.
!!- سګرټ ، نصوار او الکهولو پرېښودل.
!!!-دشپې له خوا لږ خواړه خوړل ،ډوډۍ وختي خوړل یانې د بیدېدو نه ۲-۱ ګړۍ وړاندې او په خوړو کې کمو غوړيو مصرفول.
!!!!-د وزن پورته کولو څخه ډډه کول خصوصاً د خوړو نه وروسته.
!!!!!-د خوب په وخت کې په جګ بالښت باندې سر کېښودل.
!!!!!!-ورزش کول خصوصاً ځغاسته کول.
۲-دواګانې:
Syp.Gaviscon-! یا Syp.Mucaine دوه یا درې قاشوغې د ورځې درې ځلي د خوړو نه نیمه ګړۍ وړاندې.
Cap.Omeprazole 20 Mg-!! د ورځې دوه دانې هر ۱۲ ساعته وروسته.
Tab.Metoclopramide (Maxolan) 10 Mg-!!! د ورځې درې دانې هر ۸ ساعته وروسته.
پورتني دواګانې د څو میاشتو لپاره وخوړل شي او لاندیني دواګانې ورسره په ګډ ډول د یوې اونۍ لپاره استعمال شي.
Tab.Metronidazole 400 Mg-! د ورځې دوه دانې هر ۱۲ ساعته وروسته.
Tab.Clarithromycin 250 Mg-!! د ورځې دوه دانې هر ۱۲ ساعته وروسته.
 ستاسو د روغتیا په هیله.
ستاسو ورور ډاکټر صداقت.