پوښتنه:
راليږونکی :نوراحمد
نيټه : 25-11-2006
محترم داکتر صاحب اول دهر سه نه ستاسی حضورته سلامونه او نیکی هیلی تقدیم کوم
وروسته له سلام نه دولادت دجلوگیری موثره یوه طریقه راته معلومه کری . مننه

ځواب:د حمل(بلاربېدو) د مخنیوي د لارو په هکله لنډ مالومات:
۱-کچېری یوه مور خپل ماشوم ته شېدې ورکوي نو د ماشوم د پیدایښت په اولو ۴-۳ میاشتو کې د مور  تخمدان   بله تخمې ته پرمختګ نشي ورکوې یانې بله تخمه نه پخېږي.
نو ماشوم ته شېدې ورکول د ۳ تر ۴ میاشتو پورې د بیا بلاربېدو چانس کموي.
۲-د ډیافراګم او یا سپنج استعمال:نوموړي شیان د تخمې او سپرم د یوځای کېدو مخنیوی کوي.
د استعمال د طرېقې د زده کړې نه وروسته د ښځې پواسطه د هغې په شرم ځای کښې کېښودل کېږي.
۳-پوکاڼۍ یانې کانډم اچول:رابري پوخ دی چې د جنسي مجامعت نه وړاندې د نارینه پواسطه تناسلي غړي ته اچول کېږي ترڅو د انزال په وخت کې د سپرمونو دداخلېدو مخه، رحم ته ونیسي.
۴-د انزال نه مخکې د قضیب باندې ویستل:د ښځې له شرمځای نه مخکې له دې چې انزال صورت ونیسي قضیب وویستل شي او مني د باندې توې شي ترڅو مني د ښځې په رحم کې د تخمونو سره یو ځای نشي.
۵-طبیعي کانټراسېپټیو:هره ښځه په میاشت کې د میاشتني عادت په څوارلسمه ورځ یوه تخمه آزادوي.
خو کېدی شي په ۱۲مه،۱۳مه،۱۴مه،۱۵مه او یا ۱۶مه ورځ د تخمې آزادېدل صورت ونیسي.
نو که د میاشتني عادت له ۱۲مې نه تر ۱۷ مې ورځې پورې د جنسي مجامعت نه ډډه وشي د حمل مخه نیوله کېږي.
د یادونې وړ ده چې د ورځو شمېرل د میاشتني عادت له لومړۍ ورځې نه حسابیږي.
د میاشتني عادت له پیل نه تر ۱۲مې ورځې پورې او د ۱۷مې ورځې نه د میاشتني عادت د بیا پیله پورې یوځای والی د حمل اخستو سبب نه ګرځي.
د وینې راتلو او د ۱۲مې نه تر ۱۷مې ورځې پورې د یوځای والی نه ډډه وشي.
۶-د حمل ضد دواګانې:
!-د حمل ضد ګولۍ:اته ویشت ګولۍ دي چې دهر میاشتنۍ عادت له پیل نه د ورځې یوه ګولې خوړل کېږي.
دا ګولۍ د تخمې د جوړېدو مخنیوی کوي،د جانبي اعراضو د پیداکېدو په صورت کې له ډاکټر سره باید مشوره وشي.
!!-د حمل ضد پچکارۍ:په هرو دریو میاشتو کې یو زرق کېږي.
د تخمې د جوړېدو مخنیوی کوي،د جانبي اعراضو د پیداکېدو په صورت کې له ډاکټر سره باید مشوره وشي.
۷-د Intra Uterine Devices استعمال: د ډاکټر په وسیله د لمنې له لارې  د ښځې په رحم کې هغه قناتونه چې تخمه له تخمدانه څخه رحم ته لېږدوي د ځانګړو وسیلو په واسطه بندېږي.
۸-جراحي: 
!-د ډاکټر په واسطه په ښځو کې له تخمدانه څخه رحم ته د تخمو لېږدونکي ټیوبونه تړل او یا پرې کېږي.
په دې عمل سره د حمل مخنیوی کېږي اما میاشتنی عادت او جنسي ځواک او غوښتنه نورمال وي.
!!- د ډاکټر په واسطه د نارینه وو سپرم انتقالوونکي ټیوبونه تړل او یا پرې کېږي په دې عمل سره د حمل مخنیوی کېږي اما جنسي ځواک او غوښتنې ته هېڅ ستونزه نه پیداکېږي.
ستاسو د روغتیا په هیله.
ستاسو ورور ډاکټر صداقت.