شاک:
 دوینې ددوراني سیسټم ستونزې چې ونشي کړی وړ مقدار وینه د بدن غړو او حجراتو ته ورسوي د شاک په نامه یادیږي.

دشاک اعراض او نښې:
۱-ناروغ د کمزورتیا احساس کوي.
۲-خپل شعور(د پیژندنې وړتیا) د لاسه ورکوي.
۳-بیمار خُوَله کوي.
۴-پوستکی یې بې رنګه(خاسف) ښکاري.
۵-پوستکی سوړ وي.
۶-د مریض نبض او دزړه ضربان چټک او زیاتیږي.
 
څه شی د شاک لامل ګرځي؟
۱-وینه بهیدل او ټپ.
۲-ټکر،ضربه او درد.
۳-په اور،بریښنا،واوره اوګرمو اوبوسوزیدل.
۴-دخوړو او درملو په وړاندې حساسیت.
۵-ډار.
۶-څو ځلي نس ناستی او ډیرې کانګې.
۷-دزړه ناروغتیاوې.

دپه شاک تللي ناروغ سره لومړني مرستې:
۱-ناروغ ستونې ستاغ څملوﺉ.
۲-د مصدوم سر ټیټ او پښې لوړې کړﺉ.
۳-مصدوم تود وساتیء.
۴-کچیرې مصدوم څښلې شي نو مایعات ورته ورکړﺉ.
۵-ناروغ روغتون ته انتقال کړﺉ.


 

 

 

 


وینه بهیدل:
اکسیجن له سږوڅخه د بدن ټولو انساجو او حجراتو ته د وینې په واسطه انتقالېږي.
که یوټپي کس ډېره وینه دلاسه ورکړي ،د وینې په واسطه د بدن انساجو او حجراتو ته کافي اندازه اکسیجن نه رسیږي چې نوموړي انساج  داکسیجن د کمښت او یا نشتوالي له کبله مري او په پایله کې د ټپي شخص دمړینې سبب ګرځي.

د خونریزۍ ډولونه:
۱-داخلي خونریزي:
د پڅې ضربې له کبله( لکه تیږه،لته،سوک او داسې نو...) داخلي خونرېزي پېښېږي.
د پېښې په صورت کې مصدوم شاک ته ځي،چې ناروغ ته باید د شاک اهتمامات ونیول شي او لومړنۍ مرستې ترسره شي.

۲-خارجي خونرېزي:
» ‎ د لاسونو له پرېمنځلو نه وروسته له ټپ نه اجنبي شیان لرې ، او زخم د پاکو اوبو او سابون په واسطه پاک کړﺉ.
که وینه نه بهیږي ټپ خلاص پرېږدﺉ چې وچ شي او یا بې د پاک بنډاژپه واسطه  وتړﺉ.

» او که وینه نه دریږي نو په لاندې ډول عمل وکړﺉ.
!- په ټپ باندې د لسو دقیقو له پاره فشار راوړﺉ ترڅو وینه ودرېږي.
!!-که ټپ په لاس او یا پښه کې وي ،ټپي غړی پورته ونیسیء ترڅو وینه ودرېږي.
!!!-له کښته نه پورته خواته د پاک بنډاژپه واسطه ټپ وتړﺉ.
!!!!-د وینې د نه توقف په صورت کې د لومړني بنډاژ د پاسه بل بنډاژ تاو کړﺉ.
!!!!!-ناروغ روغتون او یا روغتیایي کتنځي ته انتقال کړﺉ.

 

 

 

 

 


» که هډوکی هم مات وي:
!-مات شوی غړی دې د یو بل کس په واسطه په ثابت ډول سره کلک ونیول شي.
!!-مات شوي هډوکي او ټپ په آهسته ګۍ سره د ګاز په واسطه پټ کړﺉ.
!!!-کوښښ مه کوﺉ چې مات شوی هډوکی بېرته ارجاع کړﺉ.
!!!!-ټپي غړي ته حرکت مه ورکوي.
!!!!!- مات شوی غړی میزابه کړﺉ تر څو د غړي د حرکت څخه مخنیوی وشي.
!!!!!!-ناروغ روغتون او یا روغتیایي کتنځي ته انتقال کړﺉ.


 

 

 

 

۳- که ناروغ تور بخنه نصواري رنګه وینه کانګې کړي نو ژر تر ژره دې روغتون ته ورسول شي.
۴- د وینه لرونکي بلغم په صورت کې له ډاکټر سره وګورﺉ.
۵- د شرمځایو نه د وینې د راتګ په صورت کې له ډاکټر سره مشوره وکړﺉ.

۶- غوږ نه د وینې راتګ:
!-د پاک ټوکر په واسطه د ناروغ غوږ او سر وتړﺉ.
!!-ماوف غوږ ټیټ ونیسیء(په بالښت کېږدﺉ).
!!!- ناروغ روغتون او یا روغتیایي کتنځي ته انتقال کړﺉ.

 

 

 

 

 


۷-د پوزې نه د وینې راتګ یانې خونٍ بېني:
!-ناروغ دې کښېني.
!!-ناروغ دې خپله پزه د  ۱۵ دقیقو له پاره ټینګ کښېکاږي او یا دې د پزې په سوریو کې مالوچ کېږدي.
!!!-خولې ته راتلونکې وینه دې بلع نشي.
!!!!-ناروغ دې د خولې له لارې تنفس وکړي.
!!!!!- ناروغ دې خپله پزه سوڼ (فش) نه کړي.