د انتي باډي پذريعه د Complemet فعاليدل:
كامپليمنټونه په څو غير مشخصو دفاعيوكې ونډه لري ليكن بيا هم دانتي باډي ګانو سره يوځای د مشخصو انتي جنو په وړاندې ارزښتناک دفاعي رول لوبوي.
د کامپلیمنټونو د وصليدو نقطې هغه وخت ښكاره کیږي كله چې انتي جن او انتي باډي سره عمل وكړي. کله چې دIgG دوه ماليكولونه په يوه اجني حجره كې څنګ په څنګ سره يو ځای شول نو دوې د كمپلمنټ لمړنۍ پروټیني برخه فعالوي چې فعاله برخه بيا د ددواړو IgGs سره وصليږي. د IgM يو ماليكول كولی شي چې كلمپلمينت فعاله كړي.
د كلمپلیمنټونو په ګروپ كې لمړنی پروټیني ماليكول يو فعاله انزايم ګرځي چې بيا په خپل ګروپ کې نور پروټینونه فعالوي. د Complement پروټینونه يو دبل سره په يوه لړۍ كې په یو ځای كيدلو شروع كوي.
هر پروټین چي د Ag-Ab-complement سره ونښلي يوڅه تغير پكې راځي چې پدې ډول بل پروټین ورسره وصليدی شي.
كله چې ټول پروټینونه د انتي جني حجرې سره وصلې شوې نو دوې د انتي جني حجرې په پلازما ممبران كې يو سوری جوړوي چې ددې سوري له لارې حجرې ته اوبه او ايونونه په آزاد ډول سره ننوتی شي او دحجري د چاوديدو باعث ګرځي.
چې دغه Complement – Protien – Complex د Member Attack Complex پنامه ياديږي.
د Complement System يوه برخه په Allergic عكس العملونو كې ونډه لري داسې چې د له منځه تللي حجراتو نه د histamine د آزاديدو سبب ګرځي.
د لمفوسايټونو جوړښت او پوخوالی :
ځانګړی دفاعي ځواک چې دانتي جنو په پيژندلو او له منځه وړلو كې اهميت لري په B او T لمفوسايتونو كې موجود دی.
د لمفوسايټ دواړه ډولونه دمنشاء له نظره سره ورته دي، یانې دواړه د هډوكو په ماغزه كې د Hemopoietic Stem cells د مشتقاتو نه جوړيږي.
B حجرات د هډوكي په مغزو كې د ډيرو انكشافي پړاوونو د تيرولو نه وروسته پخيږي او محيطي لمفاوي انساجو ته لكه توري او ياد هډوكو د ماغزه نورو برخوته تيريږي او هلته د انتي جن سره د عكس العمل ښودلو په پایله کې په plasma cell بدليږي كوم چي د antibody د جوړولو دنده په غاړه لري.
ځینې Stem cell دهډوكو ماغزه خوشې كوي او Thymus gland ته ځي چيرته چې دوې په غير فعالو T حجراتو بدليږي او دغه غير فعال T حجرات په محيطي لمفاوي انساجو كې په فعالو T حجراتو بدليږي ، فعالT حجرات انتي باډي نه جوړوي.
د Thymus دغدې او د هډوكي د مغزو هغه حجرات چې Stem cells پكې لمفوسايټونو ته انكشاف كوي د central lymphoid tissue پنامه ياديږي.
نوي جوړ شوي لمفوسايټونه غير فعال وي چې د وينې له لارې محيطي لمفاوي انساجو لكه توري، لمفاوي غوټو، (Gut Associated Lymphoid Tissue (GALT ، د كولمو لمفاوي انساجو، اپنډكس، ټانسلونو او ادينوئيد ته تيريږي او هلته د انتي جنونو سره د مخامخ كيدو په نتيجه كې فعاليږي.
B او T حجرات د مخصوصو انتي جنو پواسطه د فعاليدو نه وروسته توپيريدای شي . كله چې يو انتي جن بدن ته داخل شي د فګوسایټونو پذريعه بلع كيږي چې بيا د مكروفاژو ( فګوسايټ) په سطع باندي ښكاره او B او T حجراتو ته ور پيژندل كيږي.
مكروفاژونه Interleukin-I افرازوي چې د B او T حجراتو د ابتدايي تحريك او فعاليدو سبب ګرځي.
كله چې B او T حجرات د ځانګړو پيژندل شوو انتي جنو پذريعه فعاله شول بيانو دوي د مكروفاژونو اغیزمنتوب د برید كوونكي انتي جن په بلع كولو او هضمولوكې زياتوي.