معافيتي عكس العملونه:
د لمفوسايټونو دواړه ډولونه( B او T  ) د انتي جن په وړاندې متفاوت عكس العمل ښیء.
1-Antibody Mediate (Humoral) Response  .
2- cell Mediated Response .

۱- Antibody Mediated Response :
B حجرات د لومړي ځل لپاره د ځانګړو انتي جنو سره د مخامخ کیدو په پایله کې ويشل كيږي!     
او بيا په Plasma cells بدليږي كوم چې ځانګړي انتي باډي ګانې توليد او وينې او لمف ته يې ترشح كوي . پورتنۍ عمليه د لمړني معافيتي عكس العمل (Primary Immune Response ) پنامه ياديږي.
انتي باډي ګانې پخپله (آزادانه ) حركت نه کوي بلكه د وينې او لمف پواسطه د انتان او ټپ ځایونو ته وړل كيږي ترڅو د ځانګړو انتي جنو سره  مخامخ شي او عكس المعل وښیء.
Antibody Mediated Immunity د Extracellular پتوجنو لكه بکټریاوو،ويروسونو،تو كسينو او نور منحلو اجنبي پروټینو په وړاندي ډير حساس او فعال دی.
B حجرات وروسته د هغې نه چې د ځانګړي انتي جنو له سطحې سره يو ځای شول په فعالو، پخو او انتي باډي جوړونكي پلازما Cells باندې بدليږي. Helper T-cells دغه پروسه د كيمياوي سګنلو (Citokins) د ترشح كولو پذريعه تقويه كوي.
د Plasma cells د جوړولو او توليد لپاره د Cytokins مهم ډولونه د Interleukins په نامه ياديږي ځكه دوې د ليوكوسايټونو ترمنځ پيغامونه ليږدوي، ټول B حجرات په انتي باډي جوړونكي پلازما سل باندې نه بدليږي بلكه يو څه يې د ډيرې مودې لپاره پخپله پخوانۍ بڼه دوړو او غير فعالو حجراتو په ډول په لمفاوي انساجو كې پاتې كيږي ، چې دغه حجرات د B-Memory cells په نامه ياديږي چې دوې تحريكوونكی انتي جن پيژني او په ياديې ساتي او د  بيا مخامخیدو په نتیجه کې ورسره عكس المعل ښیء.
دویمي معافيتي عكس عمل (Secondary Immune Response ) د هغه انتان سره چې د Primary Immune Response سبب شوی وو د بيا مخامخ كيدو په نتيجه كې منځته راځي.
دویمي عكس العمل د لمړني عكس العمل په پرتله چټک منځته راځي او ډیر انتي باډي توليدوي.
له همدې کبله د يوه ډونر نه ددوهم ځل لپاره Tissue  او يا organ Transplantation  ډير چټک ردیږي.
Memory Cells دSecondary Immune Response  په مرحله كې د تضاعف كيدو توان لري چې د بيا واقع كيدونكي انتي جن په وړاندي ددوې اغیزه لا زیاتیږي.
د هر ځل لپاره چې يونوی انتي جن بدن ته داخل شي Primary Immune Response  صورت نيسي او د بيا مخامخیدو په  صورت كې د لمفوسايټونو د Antigen Specific Memory  پذريعه مناسب دویمي عكس العمل توليدیږي.

Cell Mediated Response :
T-cells هم د ځانګړو انتي جنو په وړاندې عكس العمل ښیء اما د B حجراتو په شان انتي باډي نه جوړوي.
T حجرات د انتان په وړاندې پلاندې ډول د بدن ژغورنه كوي:
۱-  كه انتي جن ويروس وي نو د ویروس په وړاندې د ځانګړي كيمياوي موادو په جوړولو سره یې له منځه وړي.
۲-  مكروفاژونه او نور كوربه حجرات ددي وړګرځوي ترڅو چې انتي جن له منځه يوسي.
۳- Cytotoxic T-cells  دمنتنو كوربه حجراتو د تخريب لپاره تنبيه كوي.
۴- معافيتي عكس العملونه كنټرولوي ترڅو چې د بدن حجرات تخريب نكړي.
د T حجراتو معافيتي طريقه د cell mediated Immunity  په نامه ځكه ياديږي چې د T حجراتو او انتي جن ترمنځ مستقيمه اړيكه موجوده نده.
Cell mediated Immunity د داخل حجروي پتوجنو لكه څو حجروي پرازيټونو، فنجي، سرطاني حجرې او Tissue Transplants په وړاندې عکس العمل اجرا كوي.
بعضي داخل حجروي پرازيتونه د انتي باډي پذريعه تر حملې لاندې نشي راتلی ځكه چې انتي باډي د  حجروي غشا څخه نشي تیریدی.
دغه سیسټم د هرې هغې حجرې په وړاندي فعاله ده كوم چي بکټریا او يا ويروس ولري.

Clonal selection Theory of Antibody Formation :
د انتي باډي د جوړيدو توحيد شوې نظريه د clonal Selection theory  پنامه ياديږي.
اساساً دغه نظريه وايي چې انتي جن د جوړ شوې انتي باډي اندازه او مقدار اغيزمنوي ليكن د انتي باډي په درې بعدي (Dimensional) جوړښتونو باندې كومه اغيزه نكوي.
همدارنګه دغه نظريه د B حجراتو په هكله داسي وړانديز لري چې په ارثي ډول سره B  حجرات یواځې او یواځې د ځانګړي انتي جنو سره د عكس العمل ښودلو لپاره جوړ شويدي.

Clonal Selection پروسه په لاندنيو لارو عمل كوي:
۱- هره B حجره د DNA ځانګړې نمونه لري  تر څو چې B حجرات د ځانګړو انتي جنو په وړاندې د عكس العمل ښودلو جوګه كړي، حتي مخكې لدې چې د انتي جن سره مخامخ شوی وي.
هر لمفوسايټ د خپل ځانګري انتي جن په وړاندی د عكس العمل په نتيجه كې فقط يو ډول انتي باډي جوړوي.
۲- د انتي باډي يوه برخه د لمفوسايټونو د پلازما ممبران له سطحې سره وصليږي چې دغه سطحه د ځانګړي انتي جنو لپاره دآخذې حيثيت لري.
۳- هغه لمفوسايټونه چې دبدن د حجراتو او يا ماليكولونو په وړاندي انتي باډي ولري د جنيني ژوند (Fetal life) په مرحله كې  له منځه ځې نو پدي ډول سره نورماله لمفوسايټونه د بدن د حجراتو په وړاندي متحمل او غير فعاله وي.
۴-پاخه لمفوسايټتونه د خپلو ځانګړو انتي جنونه د را ايسارولو نه وروسته په غټيدو او تقسميدو پیل كوي.
۵-مكرر حجروي ویش يو Clone جوړوي يعني د يوې فعالې حجري( لمفوسايت) نه د ارثيیت له نظره د ورته حجراتو يوه ډله منځته راځي.
د حجروي تقسيماتو د ادامې په جريان كې يوڅه لمفوسايټونه په plasma cells او يوڅه نوريې په Memory cells باندې بدليږي ،پلازما سل د انتي جن د غيرفعالولو لپاره زيات مقدار انتي باډي توليدوي. 
میموري سل د انتي جن د تخریب نه وروسته د يوه كس د ژوند ترپايه پورې په بدن کې فعال پاتې كيږي.
میموري سل د دوهم ځل لپاره د انتي جن سره د مخامخيدو په صورت كي  په پلازما سل بدلیږي او د انتي جن د تخریب لپاره انټي باډي جوړوي تر دي چې د ناروغۍ اعراض  هم ممكن هيڅ تظاهر ونكړي چې د  همدې وړتیا د درلودو په اساس ويل كيږي چې Memory Cells معافيتي حافظه لري.
هغه سطحي پروټینونه چې د خپل او پردي حجراتو پيژندګلوي كوي د جینونو پذريعه چي دMajor Histocompatibility  complex gene  پنامه  ياديږي encode كيږي.
څرنګه چې د MHC جنونه ډير مختلف ډولونه لري كوم چې هر پروټین encode  كوي نو دا ناممكنه ده چي د دوو كسانو MHC  جنونه سره ورته وي.
انتي جني مواد او MHC-encoded پروټینونه بايد د T-cell سره د يو ځای كيدو نه مخكې يو complex جوړ كړي.

د ټي حجراتو متمايزه كيدل:  
Clonal selection theory     د T-cell په هكله هم يوڅه څرګندونه كوي او لوي توپير پكې دادی چې! 
سره ددې چې ځینې Memory Cell دانتي جن دله منځه تلو او غيرفعاليدو نه وروسته د میموري سل پډول پاتې كيږي اما نور T-Cell دلمفويد نسج په څلورو نورو ډولونو چې ځانګړي دندې پر مخ بيايي بدليږي.      


    ۱-Helper T Cells
    ۲-Suppressor T Cells
    ۳-Cytotoxic T Cells 
    ۴-Delayed Hypersensitivity T Cells