د ځوانzawan ځوانzawan لخوا خپرې شوې لیکنې
کبیره ګناهونه
کبیره ګناهونه د عالمانو د یوې ډلي قول دا دی چي هر ګناه کبیره ده، هیڅ صغیره ګناه وجود نه لري ولي چي د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر مخالفت دی او د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخالفت چي څومره لږ وي هغه هم سخت دی او غټه ګناه ده، له دې امله دې ته کوچنی نه سي ویل کېدلای. بیا چي د صغیره او کبیره (کوچنی او لوی) کوم تقسیم دی هغه نسبتي دی، یعني ځني ګناوي د نورو په مقابل کي کوچنی دي. خ
ننۍ منيځه
رالیږونکی: مولوی احمد الله ابوالبدر وايي: د چرګو غل ،چي چرګي غلا کوي نو لومړى د يوه تار په سر کي يو څه خواړه وتړي د چرګو مخته يې واچوي کله ،چي يې چرګه تر ستوني تېرکړي د چرګو غل تار راکش کړي چرګه د غله منګلو ته ولوېږي. اوس چي د ښځو د حقوقو د دفاع په نوم خوږې تودې خبري اورېدل کېږي نوسړى حيران پاته سي ،چي دوى چي پرون يې مړونو په قبرونو کي دننه کولې، ښځه يې د ټولو نارينه وو ګډ مال باله ښځه د بشريت پېغور بلل او ژوندۍ يې تر ځمکي لاندي کولې، ښځه يې د شيطان له نژاد
پر اولادونو باندي د مور حقوق
لیکوال :نصيب الله (ژمن ) د مور نوم چي کله موږ اورو موږ ته هغه خپلي ميندي را ياد سي واقعًا همداسي ده د مور نوم دومره شيرين نوم دي چي د دنيا هيڅ يوه شيريني ددغه نامه د شيريني سره جوړ نه سي راتلاي. مور يو د هغو الهي عطاو څخه يوه عطا ده چي خداي جل جلاله وخپل بنده ته ورکړي ده مور يو ډيره مهربانه نرم مزاجه او و خپل اولاد ته حتی د خپل شيرين وجود غوښي هم ورکوي. خودغه ناپوه اولاد د مور په عزت نه پوهيږي او دهغوي په مقابل کي بد او رد وايي
شراب چښل
د شرابو ( خمر ) لږ او ډېر چښل په قطعي ډول حرام دي ، او د شرابو چښل د هغو لويو جرمونو د جملې څخه دي چي لکبله يې د دې جرم پر کونکي په دنيا کي هم حد جاري کيږي ، الله جل جلاله فرمايلي دي :؛ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (٩٠ البقرة ) ژباړه : اې هغو کسانو چي ايمان مو راوړى دى ! يقينا چي شراب چښل ، خمار کول ، د بتانو عبادت کول او په
زه بې ګناه يم!
ايمل جلال دزمري دمیاشتې په ۱۵مه دیکشنبې په ورځ دسهار دلسوبجوپه شاوخواکې زه اود ژورنالېزم پوهنځي نورزده کوونکي دکابل ولایت قصرته دننوتلوپر مهال په عمومي دروازه ودرول شو،موږکه څه همیوه اوونۍ له مخه دکورنیوچاروله وزارت نه دکابل ولایت توقیف خانې ته دننوتلواجازه تر لاسه کړې وه؛ خود دروازې ساتونکیودیولړامنیتي دلایلو له امله اجازه رانه کړه، یوه شېبه وروسته یوتن سا
پوهان:كه خوښي غواړى نو اندېښنې مو وليكئ
پوهان وايي كه بريا ليتوب غواړئ، نو خپل غمونه او اندېښنې وليكئ. په شكاګو كې د شوې څېړنې له مخې له هر كار نه وړاندې بايد ستونزې او مشكلات وليكل شي، چې له دې سره د كاركولو وړتيا زياتيږي. پوهانو په دې اړه د زده كړيالانو پر يوه شل كسيزه ډله څېړنه كړې، چې په حيرانۍ سره
څېړنه : د زړه د روغتيا ساتنې لپاره ځيني لارې چارې
د څېړنو له مخې كه انسان د زړه د ساتنې په خاطر پنځه لارې خپلې كړي نو په ټول عمر كې به يې زړه خوښ او روغ واوسيږي. د نيويارك د زړه د انسټيټوټ د يوې څېړنې مطابق تر هر څه وړاندې بايد په وينه كې د كوليسټرول پر كچه پام ولرل شي، ځكه چې اصلي ګډوډي له دې ځاى څخه پيليږي. هره ورځ له شلو نه تر دېرش دقيقو پورې پلي ګرځېدل د زړه
خوب وكړي چي ښكلي سي
د نويو څېړنو له مخې هغه کسان چې د شپې له مخې پوره خوب کوي تر نورو هغو چې پوره خوب نه کوي، ښايسته او ښکلي کېږي. په واشنگټن کې د نويو څېړنو له مخې کره شوې ده، چې بيوټي سليپ کومه افسانوي خبره نه ده. &n
دعربي او پنجابي جګړه
وايي د يو پنجابي او عربي جګړه وه عربي ورته په عربئ کې کنځل کول او پنجابي ورته په پنجابئ کې کنځل کول. هلته يو پښتون ولاړ وو هغه په پنجابي باندي غږوكړ . ويل د بي عقل زويه هغه درته تلاوت کوي او ته ورته کنځل کوي.
لينوکس (Linux) که وينډوز (Windows
Linux به پر دې بريالی شي چې د Windows ځای ونيسي؟ څوک به دا سيالي وګټي؟تا سو به د کمپيوټر به اړه ډير څه اوريدلي وي خو داسې يوې پوښتنې سره به مخامخ شوي نه ياست. خلک په دې اړه څه وايي؟ څوک وايې د وينډوز عمر پای ته رسيدلی او دا سيالی به ونه ګټي او د لينوکس نه ملاتړ ښيي، په دې کې داسې خلک هم شته چې د مايکروسافټ يې بدې شي او د کينې له مخې دا خبرې کوي.
په اسلام كې د ښځو حقونو ته يو لنډ نظر
سيداحمد سامع كله چې د اسلام مبارك دين په او ومه پيړۍ كې خپور شو، نو د انسانانو تر منځ د حقونو پر بر ابروالی باندی يې ټينګار وكړ، او په ځانګړي ډول د ښځو په هغه حقونو يې زور واچوه چې له اسلام نه مخكی ښځوته نه و، وركړل شوی، چې يو له د غو حقونو څخه د مهر مسئله ده. مهر په اسلام كې د ښځی رواحق دی چې ښځی ته د ميړه له خوانه، وركول كيږي. لكه چې الله(ج) فرمايلی دی: «وركوئ خپلو مير منو ته، مهر ددوی په خوښه.» چې ميړه د ښځی په مهر كې د تصرف حق نه لری او خپله ښ
ځنګلونو ته زمونږ اړتیا
پوهاند محمد بشیر دودیال انسان يو طبيعي موجود دی چې له خپل چاپيريال سره څواړخيزې اړيكې لري. كه چيرې د انسان او د هغه د چاپيريال تر منځ دغو اړيكو كې طبيعي توازن له منځه ولاړشي د انسان ژوند له ګواښ سره مخامخ كيږي. د انسان او نورو ژوند يو موجوداتو اړيكي له چاپيريال سره د ايكو لوژې په نوم ياديږي مونږ ګورو چې زمونږ شاوخوا خاوره، تيږې، او به، هوا، ونې اوبوټي، كروندې او غرونه هريو يې مونږ ته ګټور مواد برابروي. په دغه چاپيريال كې د انسان لپاره ه
د انار اوبه او د پروسټېټ سرطان
ژباړه:ډاكټردوران فيضان لابراتواري آزموينې څرګندوي چې د انار په اوبو کې يو ډول کيمياوي توکي شته چې د پروسټېټ (پروستات) د سرطان د پرمختګ
ايا پرده د پرمختګ د لارې خنډ ده ؟
ژباړه : احمد فرزان وړاندي تردي چې دي سوال ته ځواب ورکړو چې اياحجاب _پرده _ ديوه هيواددپرمختګ مانع دي که نه؟ لومړي بايدداوپيژندل سي چې حجاب څه دی؟ځکه ددې پرته چې وپوهيږوحجاب څه دی ، نه سوکولاي هدفونه،ګټې اوزيانونه يې وفهموو، ددې ترپوهولووروسته بايدتصميم ونيسوچې
چې جنګ سوړ شو، ميرى تود شو
علم ګل سحر دپښتو لنډيو په څېر، د پښتو متلونو د منځ ته راتلو ځاى او وخت هم څرګند نه دى او نه يې هم ويونکي معلوم دي، خو( چې جنګ سوړ شو، ميرى تود شو ) هغه متل دى،چې د ځينو څېړونکو په اند يې دمنځ ته راتلو ځاى معلوم دى. ويل کيږي،چې دغه متل لومړى ځل دلوګر ولايت، د زرغون ښار په سيمه کې ويل شوى او بيا
ژرنده که دپلار ده هم په وار ده
علم ګل سحر وايي،چې په يوه کلي کې يوه ژرنده وه، خلکوبه په نوبت غنم پرې اوړه کول. بله ورځ ددوو کسو په وارجنجال شو، يوه ويل، زه د مخه راغلى يم ، اول نوبت زما ده، دابل ويل، زموږ په کور کې اوړه تمام شوي دي اول وار به زما وي. ددواړو په منځ کې جنګ جوړ شو. يو دريم سړى راغى دواړو خپل خپل دلايل ورته وويل،يوه ويل،
همدا شاګرد او همدا استاد
وايي چې د کابل پوهنتون کالنۍ ازموينه روانه وه. د اقتصاد پوهنځي يو محصل د ازموينې په پاڼه کې د پلار نوم ((قدوس)) ليکلی وو. مميز استاد د ازموينې په ډګر کې ښکته پورته ګرځېده؛ د محصل د پلار په نامه يې سترګې ولګېدې. ورته ويې ويل چې هلکه د پلار نوم دې پوره وليکه. محصل ورته وويل چې بس همدغه يې نوم دی. استاد ورته وويل چې دا نوم راته پوره نه ښکاري؛ پوره نوم يې کېدی شي عبدالقدوس وي يا محمد قدوس وي او يا هم سيد قدوس! محصل ورته وويل چې استاده خبره مو بېخي سمه ده خو دا چې ډېر ځنې خفه يم نو زړه مې نه غواړي
یو شاګرد نه استاذ پوښتنه وکړه
(د یو شاګرد نه استاذ پوښتنه وکړه چی ولی صنف ته ناوخته راغلی؟ شاګرد وویل: استاذه د مور او پلار می جنګ وو او په بوټو یی یو بل سره ویشتلاستاذ وویل: نو تا څه کولشاګردوویل: استاذه ما ورپسی بوټان راټلول
په افغانستان کې د جنغوزيو ځنګلونه
سريزه: دا يو څرگند حقيقت دى چې افغانسان يو زراعتي هيواددى په سلوکى %٨٥ خلک دکرنې په چارو بوخت دي او همدارنګه په په سلو کى%٨٠ عائيدات دکرنې او مالدارۍ څخه په لاس راځي . او دا هم دهيريدلووړ نده چې ځنګلونه خداى پاک مونږ په وړيا توگه او زمونږد انسانانو لخواد هيڅ ډول پيسولګولو پرته دالهي محبت
غزل
سپینه خولگی درانه واخیسته په زورهلکهومی لیدی مورهلکهدسپینی خولی په تلوسه کیته شولی ما ته په غوسه کیسپینه خولگی می درکوله بیا په کورهلکهومی لیدی مورهلکهدرسوایی کارونه پریژده ته می مه شرموهدا کلی کورپه ځان ته مه خبروهصبرکوه چی بیارانشی ته په لورهلکهومی لیدی مورهلکهدغه ارمان به د پوره کړم ته قرارووسهچی موربیده کړم انتظارووسهداغ می د پریښودپه سپین مخ کی تکه تورهلکه