لیکوال :نصيب الله (ژمن )

    د مور نوم چي کله موږ اورو موږ ته هغه خپلي ميندي را ياد سي واقعًا همداسي ده د مور نوم دومره شيرين نوم دي چي د دنيا هيڅ يوه شيريني ددغه نامه د شيريني سره جوړ نه سي راتلاي.

مور يو د هغو الهي عطاو څخه يوه عطا ده چي خداي جل جلاله وخپل بنده ته ورکړي ده مور يو ډيره مهربانه نرم مزاجه او و خپل اولاد ته حتی د خپل شيرين وجود غوښي هم ورکوي. خودغه ناپوه اولاد د مور په عزت نه پوهيږي او دهغوي په مقابل کي بد او رد وايي او دومره په غرور کي وي چي خپل کوچنيوالي ته يي پام نه وي.

خو البته مور وخپل اولاد ته په خپل وجود کي دالله جل جلاله په قدرت  ژوند ورکړي دي او د ٩ مياشتو لپاره په خپل نس کي ځاي ورکوي او بيا د نهو مياشتو وروسته خپل اولاد ودغه ټولني ته وړاندي کوي.

د اولاد له طرفه پر مور باندي داسي ډير تکاليف راځي او مور ددغه تکاليفو سره سره خپل اولاد ډير پري ګران وي. د مور د مهرباني ښه ژوندي مثال دادي که چيري ماشوم ژاړي نو مور دهغه په ژړا ډيره خوابدي کيږي او بل که چيري ماشوم ته هر څه تکليف ورسيږي د هغه دهيرولو لپاره هغه دمورغيږ ده کله چي مور خپل مهربانه غيږ د اولاد په وړاندي پرانيزي نو ماشوم ډير په منډه منډه د مور غيږ ته ځان رارسوي او د مورغيږ د ماشوم لپاره د سکون او ارامي ځاي بلل کيږئ.

خو نن زموږ په ټولنه کي داسي وګړي شته چي دمورهيڅ احترام نه لري او دهغوي سره جنګ او جګړي کوي خودا جاهل نه پوهيږي چي مورپر اولاد باندي څومره حقداره ده چي دغه حق يي اولاد هيڅکله هم نه سي ادا کولاي.

هرڅه پيدا کيږي خو د مور پيدا کول ناشوني دي. ښځه اولاد، دارايي ،شتمني او نور هرڅه پيدا کيږي خو مور نه پيدا کيږي.

او همدغه رنګه الله جل جلاله په خپل عظيم قرانکريم کي د مورد حق په ادا کولو ټول مسلمانان امر کړی دی: وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ    عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا- سورت الاسرا ۲۳

ژباړه : او ستا رب حکم کړی دی چی یواځي د هم دغه (الله) عبادت وکړئ او احسان کوئ د خپل مور او پلار سره او که چیري یو د دوی څخه یا دواړه ډیر عمر ته ورسیږي نو دوی ته د اف (کلمه) هم مه وایه او دوی مه ترټه او دوی دواړو ته پسته (ادبناکه) خبره کوه.

د پورتني ايت شريف څخه تاسو ته معلومه سوه چي الله جل جلاله دمور او پلار په احترام باندي ډير ټينګار کوۍ نو موږ ته معلوميږي چي مور دومره حق داره ده چي ددنيا يو بډايه او ثروت من شخص يي په خپله ټوله بډايي نه سي ادا کولاي .

د ترمذي په یو حدیث کي راځي: " رضى الرب في رضى الوالد وسخط الرب في سخط الوالد "

ژباړه : د الله جل جلاله خوښي د موراو پلار په خوښي کي ده او دالله جل جلاله قهر دمور او پلار په قهرکي دی. ددغه حديث شريف څخه معلومه سوه چي دالله جل جلاله  قهر د مور او پلار په قهر کي ده .

 او په يو بل حديث شريف کي راځي چي جنت د مور او پلار تر قدمونو لاندي دي د مور غوصه د انسان د ناکامي او تباهي لامل ګرځي د کوم چا څخه چي مور خوشحاله وي نو د ژوند په ټولو چارو کي به نيکمرغه وي. همدغه راز په یو بل حدیث شریف کي راځي چي يو سړي نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته راغلی او وویل پرما باندي څوک د زيات خدمت اوښه چلند حقدار دي ؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : ستا مور بيا هغه سړي پوښتنه وکړه بيا څوک؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل ستامور، بيا هغه سړي پوښتنه وړه بيا څوک ؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل ستا مور بيا هغه پوښتنه وکړه بيا څوک ؟ رسوالله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل ستا پلار.

ددغه حديث شريف څخه معلومه سوه چي مور څومره حقداره ده يعني تر پلار دري چنده زيات  حقداره ده چي پلار څلورم درجه حقداردي.

همدغه راز مور د اسلام د راتګ څخه د ټولو نیکو او صالحو مؤمنانو په حضور د يو خاص احترام درلودونکي وه. هيله ده چي ټول مسلمانا ن دخپلوميندو احترام وکړي  او هغوي ته په درنه سترګه ګوري.