د څېړنو له مخې كه انسان د زړه د ساتنې په خاطر پنځه لارې خپلې كړي نو په ټول عمر كې به يې زړه خوښ او روغ واوسيږي.

د نيويارك د زړه د انسټيټوټ د يوې څېړنې مطابق تر هر څه وړاندې بايد په وينه كې د كوليسټرول پر كچه پام ولرل شي، ځكه چې اصلي ګډوډي له دې ځاى څخه پيليږي.

هره ورځ له شلو نه تر دېرش دقيقو پورې پلي ګرځېدل د زړه د ساتنې لپاره يو بل ښه ګام ګڼل شوى دى.

د انسټيټوټ مشر هولي اينډرسن ويلي چې بايد د زړه له خلاصه وخندل شي،ځكه له دې سره د زړه شرينانونه پياوړي كيږي او هيڅكله په خندا كې شومتيا ونكړل شي.

همداشان د وزن پر ډېريدا  دومره توجو نه بلكې د ملا پر شاوخوا د وازدې  پر ډېرېدا بايد پام وساتل شي، ځكه د ملا شاوخوا وازده(شحميات) د لوړ فشار باعث ګرځي.

دڅېړنې مطابق ويل شوي چې دزړه د ساتنې په برخه كې خوږ خوب او ارام هم ډېراهميت لري.ويل شوي چې  كله څوك خوب ته ځي بايد ځان له ټولو اندېښنو څخه خلاص كړي.