د نويو څېړنو له مخې هغه کسان چې د شپې له مخې پوره خوب کوي تر نورو هغو چې پوره خوب نه کوي، ښايسته او ښکلي کېږي. په واشنگټن کې د نويو څېړنو له مخې کره شوې ده، چې بيوټي سليپ کومه افسانوي خبره نه ده. د واشنگټن پوسټ د خبر له مخې د سويډن هېواد په کارولينسکا انسټيټيوټ کې جان ايکسلن او دده ډلې له ١٨ کلنو څخه تر ٣١ کلنو کسانو پورې په بېلابېلو کسانو باندې څېړنه وکړه، او دشپې له مخې يې د اتو ساعتونو خوب په لړ کې هر،هر ساعت بېلابېل عکسونه له خوبه وړو واخيستل ، او همدارنگه له هغو کسانو يې هم انځورونه واخيستل چې پنځه ساعته خوب يې کړى وو، د دوى د څېړنې له مخې هغه کسان چې له اتو ساعتونو کم خوب کوي، ناسم روغتيايي حالت لري، ډېر زړه وړونکي نه وي، او په ورځنيو چارو کې هم سست وي، او په مقابل کې يې هغه کسان چې پوره اته ساعته د شپې له مخې خوب کوي ، ښکلي، چست، او له روغتيايي پلوه ډېر صحت مند وي. د بريتانيا د خوب او فزيولوژي پروفيسر ډاکټر ډرک يان ډېک په برتانيا کې د خوب د څېړنو په مرکز کې وويل: د بې خوبي اغېز تر هغه چې په انځورونو کې ښکاري ډېر دى. نوراحمد عايل |