Linux به پر دې بريالی شي چې د Windows ځای ونيسي؟ څوک به دا سيالي وګټي؟
تا سو به د کمپيوټر به اړه ډير څه اوريدلي وي خو داسې يوې پوښتنې سره به مخامخ شوي نه ياست. خلک په دې اړه څه وايي؟ څوک وايې د وينډوز عمر پای ته رسيدلی او دا سيالی به ونه ګټي او د لينوکس نه ملاتړ ښيي، په دې کې داسې خلک هم شته چې د مايکروسافټ يې بدې شي او د کينې له مخې دا خبرې کوي.

 

د دې مسئلې د روښانه کولو له پاره به ښه وي چې د دې داوړو سيستمونو ښيګڼې او نيمګړتياوې وګورو:
١- امنيت (Security): مخکې له هر څه بايد ووايو چې د يو سيستم امنيت سل په سلو کې څوک نه شي تضمينولی. دا بيلا بيل لاملونه لري هيڅ يو پروګرام نه شي کولای خپل پوره امنيت په خپله وساتي. د يو جال (نيټ ورک) د امنيت ساتل په ډيرو لويو او کوچنيو سببونو پورې تړلی دی. د مثال په ډول څو کاله د مخه د اوريکل شرکت ځنې خلک په دې وګمارل چې د مايکروسافټ بې کاره کاغذونه راټول دهغې څخه ځنې کوډونه او رمزونه په لاس راوړي چې ډير څه يې په لاس هم راوړل. که بيل ګيټس خپل څو کارکوونکي په دې ګمارلي واي چې دا کاغذونه يې ټوټې، ټوټې او يا له منځه وړي واي ايا دا کار به رامنځته شوی وای؟ نو ګورو چې د امنيت لرل او نه لرل ډير سببونه لري او بايد پاملرنه ورته وشي. لينوکس او وينډوز دواړه امنيتي نيمګړتياوې لري خو تر اوسه د لينوکس په پرتله د وينډوز امنيتي نيمګړتياوې ډيرې دي. د لينوکس په پرتله د وينډوز کارونکي بې شميره دي نو ځکه د وينډوز نيمګړتياوې ډيرې رابرسيره شوي دي.
٢- User Friendly: د وينډوز ملګرو او نورو په دې نيوکه کړې ده چې د وينډوز کارول د لينوکس په پرتله ډير اسان او ساده دی. لينوکس بايدخپل په Interface بيا له سره غور وکړئ. په تيرو څو کلونو کې د لينوکس کارونکي دې ته مجبور وو چې د لينوکسKernel کمپايل کړي، خو د لينوکس وروستني ټوکونه د مخکنيو په پرتله ښه او پرمختللی Interface لري. لينوکس بايد په دې پوه چې د لينوکس لومړني او غيرمسلکي کارونکي به دپروګرامونو کمپايل او د اوږدو او ستونزمنو امرونو (Commands) ليکل خوښ نه کړي. هغوي به په ويندوز کې په Setup.exe باندې ټک (کليک) کول غوره وګني. خو له بلې خو د پروګرام جوړونکو له پاره د Open Source په لرلو سره لينوکس د سرو زرو برابر دی. لينوکس د خدمتي کمپيوټرونو (سرور) له پاره ښه دي خو د عادې کارولو له پاره به هيڅ کله د وينډوز ځای ونه نيسي.
٣- کارونه: بې له شکه لينوکس په نيټ ورک کې خاص ځای لري، په ځينو ځايونو کې چې وينډوز بې وسه ده لينوکس د هغې وس لري د مثال په ډول که وغواړو د خپلو کارونکو Bandwidth ټيټ (کم)کړو وينډوز دا کار نه شي کولای. همدارنګه که وغواړو چې خپل نيټ ورک د Source IP پر بنسټ Multi Routing کړو وينډوز يې نه شي کولای په داسې حال کې چې دا ټول کارونه به لينوکس کې کيدای شي. که د لينوکس د نيټ ورک ښيګڼې پر ځای پريږدو نو د وينډوز د ګرافيک او نورو ښيګڼو په پرتله (لکه په ساده او اسانه ډول د پروګرامونو کارونه ) به لينوکس پاتې راشي.
که پورتني ښګڼې او نيمګړتياوې په نظر کې ونيسو نه به لينوکس د وينډوز ځای ونيسي او نه به وينډوز د لينوکس. هريو په خپل ځای ځانګړي ارزښتتونه لري. راځي چې وګورو په راتلوونکې کې به په دوي کې څه ښيګڼې او پرمختګونه رامنځته شي.