د محمد حقمل لخوا خپرې شوې لیکنې


ناکام اپوزيسيون او ناکامې هڅې

محمدکبیر "حقمل"- هند ویل کېږي، چې د افغانستان د پخوانیو یو شمېر جنایتکاره جنګي ډلو مشران او پاتې شوني په دې موخه په جرمني کې راټول شوي، چې د هیواد اوسنی دولتي جوړښت بدل کړي. په دې مانا چې دوی غواړي شته ریاستي نظام چې په اساسي قانون کې یې یادونه شوې، په پارلماني واړوي او ترڅنګ یې د مرکزي واک سیستم پر شړېدلی فدرالي سیستم بدل کړي. یادې ډلې چې یو طرفه جوړښت لري او په افغانستان کې د یوه ځانګړي جریان استازیتوب کوي، په دې هیله جرمني ته تللي، چې لوېدیځ به یې د هڅو ملاتړ وکړي او د سیستم بدلون

09.01.2012 محمد کبير حقمل

منځنی ختيځ/ نړۍ د اسلامي کېدو پر لور

محمد کبير "حقمل" – هند په هغې سيمه کې چې اسلامپالي تر ټولو ډېر ځپل شوي و او آن د سياسي فعاليت اجازه نه ورکول کېده، اوس همدغه اسلامپالي حکومتونه او پارلمانونه جوړوي. ټونس لکه څنګه چې په منځني ختيځ او عربي نړۍ کې د سيکولر نظام د را پرځونې پيل وکړ، هماغسې يې اسلامپالو ته د واک سپارلو پرانيسته هم وکړه. ددغه هيواد خلکو په تېر اکتوبر کې په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخيسته او د اسلامي نهضت ګوند يې چې د پخواني ديکتاتور زین العا

03.12.2011 محمد کبير حقمل

کرزی صېب د هغې غم هم وخوره!

محمد کبير حقمل – هند د افغانستان د نارامه سويلي ولايت هلمند مرستيال والي عبدالستار ميرزکوال د ولسمشر حامد کرزي د ځانګړي حکم له مخې د هغه څه له امله له دندې گوښه شو، چې  ملي او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی بلل کېږي. که څه هم حکومت تر دې مهاله د اسلامي او ملي ارزښتونو ددې سپکاوي په اړه څه نه دي ويلي، خو انګېرنې دادي، چې ښاغلي کرزي د نوروز په ورځ په هلمند کې د شوي کنسرټ پر سر د هلمند د علماو او سپين ږيرو د نيوکو پر بنسټ يا

28.03.2011 محمد کبير حقمل

امريکايي دايمي اډې، وېرونکې لوبه او وېروونکې پايلې

محمد کبير "حقمل" - هند په دې وروستيو کې د امريکا د هغه وړانديز په اړه چې ګواکې له افغانستانه يې په دې هيواد کې د دايمي اډو د جوړولو په هکله کړی ډېرې خبرې کښته پورته کېږي. ياده خبره که څه هم له پخوا په مطبوعاتو کې راتله، خو تاييد يې څه موده وړاندې ولسمشر کرزي وکړ او ويې ويل چې داسې څه شته او په اړه يې مذاکرات روان دي. تر دې مهاله په حکومتي کچه يو شمېر چارواکو د امريکا دې وړانديز ته په تلويحي يا مستقيمه توګه غاړه ايښې، خو حامد کر

10.03.2011 محمد کبير حقمل

اروپا، د واحد فرهنګ پاليسي او مسلمانان

محمدکبير"حقمل" اروپا د يوګوني والي پر لور، يو هيواد او يو فرهنګ، بېلابېل فرهنګونه ولسونه لرې ساتي! دا د بريتانيې او جرمني د لومړيو وزيرانو هر يوه ديويد کامرون او انګلا مرکل د خبرو اصلي ټکي و، چې د ۲۰۱۱ کال د فبروري په شپږمه يې د مونيخ نړيوال کنفرانس ګډونکوونکو ته وکړې. مونيخ کنفرانس هر کال د نړۍ د بېلابېلوهيوادونو د ولسمشرانو ترڅنګ د حکومتونو د لوړپوړو

07.02.2011 محمد کبير حقمل

په لبنان کې د اسراييلو د يوه مشهور جاسوس کيسه

سرچينه: د حماس خپرونې ژباړه: محمدکبيرحقمل طارق الربعه له نورو جاسوسانو سره ډېر توپير لري، د جاسوس په توګه د هغه د په کار ګومارلو له ډول او له هغه سره له شوي تړون نيولې بيا تر هغو پيسو پورې چې اسراييلو نوموړي ته ورکولې. اشغالګرو ته د هغه تر ټولو مهم خدمت داو چې د لبنان د ګرځنده ټيلفونونو جال (شبکه) يې د اسراييلو تر کنټرول لاندې شبکه وګرځوله. هغه څه چې لاندې په دې ليکنه کې راځي، له نوموړي ځيرک جاسوس نه د لبنان د پوځي استخباراتو

03.02.2011 محمد کبير حقمل

د بشرپال وحشت ياري

محمد کبير "حقمل" د ناټو په وروستۍ سرمشريزه کې چې د پرتګال په پلازمېنه لېزبون کې وشوه له افغانستانه د ناټو او امريکايي ځواکونو د وتلو پر نېټې او افغان امنيتي ځواکونو ته د چارو پر سپارلو خبرې وشوې. که څه هم په غونډه کې پر دې هوکړه وشوه چې بهرني ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کاله پورې تر ډېره له افغانستانه ووځي خو له دې سرمشريزې وروسته ناټو، امريکايي او انګليسي پوځي قوماندانانو په بېلابېلو څرګندونو کې په ټينګار سره وويل چې تر هغه به له افغانست

27.11.2010 محمد کبير حقمل

عجيبه د سولې شورا!

محمدکبير"حقمل" ولسمشر حامد کرزي د سولې د عالي شورا د غړو لېست اعلان کړ. د پخوانيو جهادي مشرانو او د طالبانو د اسلامي تحريک د يو شمېر غړو په ګډون ښځې هم غړيتوب په کې لري. د شورا د جوړولو موخه په افغانستان کې د هغې جګړې او ناخوالو پای ته رسول ښودل شوي چې پر افغانستان د امريکا له تېري او د کرزي د حکومت له پيله وروسته پيل شوي دي. که په ټوله کې د افغانستان اوسني حالت ته وکتل شي، دامهال افغان ملت

28.09.2010 محمد کبير حقمل

تر تور حجاب لاندې توره بلا!

محمد کبيرحقمل هسې خو مې له پخوا د متدينه او نيک مسلمان کتل ښه اېسېدل، خو هند ته په راتلو مې دغه عادت لا زور اخيستی. دلته تر سيکولر قانون لاندې ځمکه کې چې شاوخو اويا ميليونه مسلمانان اوسېږي له ډېرو داسې مسلمانانو سره مخ شوی يم چې خپل ايمان او عقيده راته هېڅ ښکاره شوي او ددوی ديندارۍ ته مې سلام کړی دی، خو ددې ترڅنګ مې بيا داسې مسلمانان هم ليدلي چې په لمانځه او روژه نه دي خبر او روژه هغه د هندوانو په رسم اختر ورته ښکاري او يايې يوازې په نوم يادوي خو نيسي يې ن

26.09.2010 محمد کبير حقمل

دا خو ښه خبره ده!

محمد کبير حقمل- هند نه پوهېږم چې زه يوازې داسې يم او که په بهر کې مېشت ټول افغان زده کوونکي له دې حالت سره مخامخ دي؟ هره ورځ ټولګي ته په رسېدو د يوه نه يوه ښوونکي يا يوه نه يوه زده کوونکي له دې پوښتنې سره مخامخ کېږم چې په هيواد کې مو څه حال دی او هلته روانه شخړه چېرته ورسېده؟ دوی هر يوه له پخوا د افغانستان په اړه له رسنيو ډېر څه اورېدلي وي، اسامه، جګړه، امريکايان او دې ته ورته نور ډېر هغه څه دي چې دوی يې د افغانانو په مخامخ ليدلو سره په يوه ځل پوښتي او په اړه يې مالومات غواړي.

14.09.2010 محمد کبير حقمل

غبرګون ته ښه راغلاست!

خوښ يم چې داځل د ټول افغان له لارې له تاسو سره د خپل زړه خبرې او خپلې ليکنې د دې وېبلاګ پر مټ شريکوم. پر دې ېبلاګ کار روان دی او ډېر ژر به يې موضوعات بشپړ شي. مننه حقمل- حيدراباد- هند

13.09.2010 محمد کبير حقمل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more