محمد کبير حقمل – هند
د افغانستان د نارامه سويلي ولايت هلمند مرستيال والي عبدالستار ميرزکوال د ولسمشر حامد کرزي د ځانګړي حکم له مخې د هغه څه له امله له دندې گوښه شو، چې ملي او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی بلل کېږي. که څه هم حکومت تر دې مهاله د اسلامي او ملي ارزښتونو ددې سپکاوي په اړه څه نه دي ويلي، خو انګېرنې دادي، چې ښاغلي کرزي د نوروز په ورځ په هلمند کې د شوي کنسرټ پر سر د هلمند د علماو او سپين ږيرو د نيوکو پر بنسټ ياد چارواکی له دندې لرې کړی دی.
هلمند چې د افغانستان په کچه تر ټولو نارامه ولايت بلل کېږي د نوي لمريز کال پر لومړۍ ورځ د يوه داسې کنسرټ شاهد و چې د يو شمېر افغان نارينه سندرغاړو ترڅنګ ځينو ښځينه سندرغاړو هم ګډون په کې کړی و. ددې هنرمندانو په منځ کې يوه هم يوه نوې پېغله سندرغاړې وه چې رسنيو يې نوم فرزانه ناز ښودلی او په لوڅ سر او پوره بې حجابۍ يې د هلمند د مسلمان ولس په منځ کې سندرې ويلې دي. ښايي د همدې ډمې اکټونو، بې حجابه اندام او بې لارې کوونکوسندرو او قوارې د هلمند علما او سپين ږيري دې ته هڅولي وي چې د چارواکو په اړه دې شکايت وکړي او دا کار دې د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف کار وبولي.
په حقيقت کې د روانې څو کلنې واکمنۍ په لړ کې دا د ولسمشر کرزي لومړی اقدام دی، چې په افغانستان کې يې د اسلامي او ملي ارزښتونو د ماتولو په نوم د بې حيايۍ په وړاندې اوچوي.
آيا دا لومړی ځل دی؟
د ولسمشر کرزي وروستی ګام، چې د يوه ناروا پروګرام د جوړولو په ځواب کې يې د هلمند د مرستيال والي په وړاندې پورته کړ که څه هم ډېرو ته ښه او پرځای ښکاري او موږ يې هم د زړه له کومې ملاتړ کوو، خو ددې ټولو ترڅنګ دا پوښتنه هم را پورته کوي، چې د فرزانه جانې او نورو ډمانو له بې حيايۍ نه ډک پروګرام يوازې او د لومړي ځل لپاره په هلمند کې وشول او که له دې وړاندې نور ځايونه هم شوی دی؟
د نوروز د ناروا ميلو ترڅنګ چې په کې لسګونه ډمان او ډمانې په بېلابېلو ناروا پروګرامونو کې سندرې وايي او بې حيايي خوروي، په سلهاو داسې ځايونه شته چې په هلمند کې د شوي کنسرټ نه ښايي ډېر نا اسلامي او غير افغاني وي. همدې ډمې چې په هلمند کې يې سندرې ويلي په تېرو دوو اخترونو کې بېلابېلو تلويزيونونو ته پروګرامونه کړي او سندرې يې ويلي دي. ددې ترڅنګ دا مهال لسګونه ټلويزيوني او راديويي چينلونه داسې موسيقي او ويډيوګانې خپروي چې يو په سلو کې هم د افغان ولس له ديني او ملي اصولو سر ه اړخ نه لګوي.
لکه چې دا پرېکړه هم سياسي ده!
د بې لارې کولو ياده لړۍ له هلمنده نه ده پيل شوې، چې ولسمشر کرزي يې په اړه په دې وروستيو کې ګام پورته کړ، بلکې دا لړۍ د نوي رژيم له جوړوېدو وروسته چې شاوخوا لس کاله پرې تېر شول پيل شوې او اوس هم ښه په زور کې روانه ده. دې ته په کتو چې افغانستان يو اسلامي هيواد دی او ولس يې د اسلامي اصولو د ساتلو لپاره ميليونونه شهيدان ورکړي ولسمشر ته په کار وه چې له ډېر پخوا يې ددغه شان نارواو مخه نيولې وای. ولسمشر ته د يوه مسلمان او افغان په توګه په کار وه چې له پيله يې د بې حيايۍ د هغې بلا په وړاندې ګام پورته کړی وای، چې د سندرو ويلو، بې حيا فلمونو او بې حد او حصره ازادو ټلويزيونولخوا په ۲۰۰۱ کال کې پيل شوه او نن يې محصول فرزانه جانه او داسې نور ډمان او ډمانې دي.
په افغانستان کې د هلمند په شان د شويو پروګرامونو مخينې او د ولسمشر چوپتيا ته په کتو ډېرو ته دا شک پيدا کېږي چې ګنې کرزي دا کار هم د کومې سياسې لاسته راوړنې لپاره کړی. ولسمشر په دې پوهېږي چې په هلمند کې طالبان د حکومت همدا بې دينۍ او د امريکايانو شتون ځوانانو ته دليل راوړي او خلک يې په وړاندې جنګ ته هڅوي، له همدې امله ولسمشر نه غواړي چې طالبانو ته نور دليل هم په لاس ورکړي او اوس خلکو ته ښيي چې دی هم د اسلامي اصولو ساتونکی دی او هغه چارواکي نه مني چې ديني ضد کارونه کوي.
ددې ترڅنګ ولسمشر کرزی په دې کار سره د هلمند د هغو سپين ږيرو او ديني عالمانو زړه ګټل هم غواړي چې ياد پروګرامونه د خپل دين او هيواد د اصولو خلاف بولي او په وړاندې يې چوپه خوله نه شي پاتې کېدای.
يوازې دا بسنه نه کوي
که د ولسمشر له يادې پرېکړې سره کومه سياسي لوبه نه وي تړلې لږ دې زړه وکړي او د بې حيايۍ د مخنيوي لپاره دې څو نور ګامونه هم واخلي. په دې ګامونو کې دې لومړی د ټولو هغو بې حيا نارينه و او ښځينه و په وړاندې شرعي احکام جاري کړي چې په پوره بې حيايۍ د ډمتوب او ګډا محفلونه ګرموي. دوی ته دې شرعي جزاوې ورکړي او په راتلونکي کې دې د يادو بې لارو د را ټوکېدو او ودې د مخنيوي لارې چارې ولټوي. په ټلويزيونونو کې دې د ناروا کورنيو او بهرنيو فلمونو او پروګرامونو مخه ډب کړي او ټولې هغه نجونې او هلکان دې، چې د ټولنې د فساد لامل ګرځي د اسلام له احکامو سره سم محاکمه کړي.
ولسمشر کرزي د فرزانه ناز لپاره د هلمند د والي د مرستيال په وړاندې اقدام وکړ، ده ته ښايي چې د هغې غمه هم وخوري او داسې يې پر کور کېنوي لکه د يوه مسلمان هيواد يوه باحيا وګړې، چې له مسلمان مور او پلاره پيدا وي. که دا ونه شي او يوازې په هلمند کې د يوه سياسي هدف لپاره ګام پورته شي، په پوره باور سره ويلای شو چې څو کاله وروسته به ډېرې نورې ډمانې او ډمان ر اپيدا او داسې بې حيا چاپېريال به جوړ کړي چې څوک يې تصور هم نه شي کولای. هغه وخت به د ټولو شويو بدبختيو او بې لاريو لومړی مسوول همدا ولسمشر او دده تش په نامه اسلامي حکومت وي.