محمد کبير "حقمل" - هند
په دې وروستيو کې د امريکا د هغه وړانديز په اړه چې ګواکې له افغانستانه يې په دې هيواد کې د دايمي اډو د جوړولو په هکله کړی ډېرې خبرې کښته پورته کېږي. ياده خبره که څه هم له پخوا په مطبوعاتو کې راتله، خو تاييد يې څه موده وړاندې ولسمشر کرزي وکړ او ويې ويل چې داسې څه شته او په اړه يې مذاکرات روان دي. تر دې مهاله په حکومتي کچه يو شمېر چارواکو د امريکا دې وړانديز ته په تلويحي يا مستقيمه توګه غاړه ايښې، خو حامد کرزي ويلي چې ددې خبرې پرېکړه به لويه جرګه کوي.
امريکا له ۲۰۰۱ کال را پدېخوا د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې لسګونه نظامي مرکزونه لري، چې له دغو ځايو د طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو په وړاندې عمليات تنظيموي. که څه هم د اوسنيو اډو په اړه نه په کورنۍ او نه هم بهرنۍ کچه تر دې مهاله په جدي توګه څه نه دي ويل شوي، خو له دې امله چې دغه اډې بې ګټې دي، امريکا وېرېږي يوه ورځ به يې په وړاندې حساسيتونه را وپارېږي او دوی به يې راټولولو ته اړ شي. امريکا د خپلو بېلابېلو اوږدمهالو ګټو په موخه په افغانستان کې پراخ او دوامداره حضور ته اړتيا لري او ددې حضور بقا د اوسني اشغال په جامه کې نه بلکې ددوی په وينا د څو قانوني اډو په رامنځته کېدو سره تضمينېږي. همدا لامل دی چې امريکا له ۲۰۰۴ کال راهيسې په جدي توګه په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره له حکومت سره خبرې اترې پيل کړي دي.
امريکايي اډې او شاته پراته اهداف يې
افغانستان لومړی هيواد نه دی، چې امريکايي پوځيان په کې مېشت دي او ياسپينه ماڼۍ په کې د اوږدمهاله يا دايمي اډو د جوړېدو غوښتونکې ده. د نړۍ په کچه شاوخوا ۱۵۰ داسې هيوادونه دي چې په يو نه يو ډول امريکايي نظامي مرکزونه په کې شته او ددې هيواد عسکر په کې پراته دي. ياد مرکزونه د امريکا په وينا د ترهګرۍ، قاچاق، امريکا دښمنه کړيو او داسې نورو د مخنيوي په موخه جوړ شوي، چې تر ټولو فعال يې د عراق او افغانستان هغه دي. په دې ټولو مرکزونو کې د امريکا د ۱۵۸۰۲۵۵ ځواکونو له ډلې ۳۶۹۰۰۰ سرتېري په دنده بوخت دي، چې هرکال ميلياردونه ډالر مصرفوي.
د يادو مرکزونو تر شا د شته اهدافو په اړه د امريکا پورتنی دليل که څه هم ځينو خوشبينه خلکو ته د قناعت وړ او معقول دی، خو په اصل کې دا هرڅه اپوټه او برعکس دي. امريکا د ترهګرۍ او قاچاق په وړاندې مبارزه شعار ګرځوي او په ترڅ کې يې په بېلابېلو هيوادونو کې ځانته داسې ځای پيدا کوي چې له لارې يې خپل مخالفين وځپي او جګړه ورسره وکړي. ددې ترڅنګ همدا دلايل او همدا اډې په نړۍ کې د امريکا په نامه د شته امپراطورۍ د وجود بقا تضمينوي او په دې توګه د سپينې ماڼۍ باج او راج په ټوله نړۍ کې ژوندی ساتي.
د افغانستان په اړه هم که لږ ژور سوچ وشي، امريکا ددې لپاره تلپاتې حضور نه پکې غواړي چې ددې هيواد د خلکو راتلونکې ستونزې اوارې کړي، بلکې له دې امله دلته پاتې کېږي، چې سيمه ييز مسايل په خپله ګټه را وڅرخوي او له نژدې خپل اوسني او راتلونکي سيالان وګواښي. امريکا دامهال په سيمه کې د ايران له مخ په ډېرېدونکې پياوړتيا، د روسيې له نفوذ او د چين له اقتصادي پرمختګه ويره لري او اوس د افغانستان په شان محوري ټکي په لاسته راوړلو سره غواړي ددې هر يوه په وړاندې د افغانستان خاوره وکاروي. ددې ترڅنګ سپينه ماڼۍ په دې باوري ده چې په افغانستان کې يې بې حد او حصره فعاليتونه، د اسلامپاله ډلو په وړاندې د بې دينه کړيو پياوړي کول، د ډيموکراسۍ په نامه زموږ د هيواد ملي او ديني مقدسات زيانمنول او داسې نور ډېر څه د هغه اسلامپاله خوځښت د نه رامنځته کېدو لامل ګرځي چې افغانستان او سيمه يې له سوونو کلونو راهيسې شاهده ده او د امريکايي صليبي اهدافو مخه نيسي. امريکا د خپلو سياسي او نظامي اهدافو ترڅنګ په بشپړ توان سره پر دې کار کوي چې په افغانستان او سيمه کې د اسلام هغه ژورې ريښې چې زموږ ولس پرې ژوندی دی له منځه يوسي او پرځای يې د نوې نړۍ داسې اصول رامنځته کړي چې بنسټ يې بشري موضوعي قوانين وي.
په دې لاره کې امريکا له پخوا کار کړی. ډېرو ته به ياد وي چې څو څو ځله زموږ په هيواد کې له اسلامه اوښتي کسان ددې پرځای چې اعدام شي د همدې امريکا او ورسره ټلوالې لخوا ژغورل شوي او مصوون ژوند ورته ورکړل شوی دی. ددې ترڅنګ دامهال په افغانستان کې بېلابېلې داسې فکري ادارې په کار لګيا دي چې يوازنۍ موخه يې د اسلام په وړاندې د کينې را پيدا کول او د عيسويت او عياشۍ او فحاشۍ ترويج دی، امريکا په دې ښه پوهېږي که په ټوله کې له افغانستانه پښې سپکې کړي، ددې ټولو کړيو او موسسو برخليک به ډېر خراب وي او دلته پيل کړي پروګرامونه به يې ټول نيمګړي پاتې شي، نوځکه اوس په افغانستان کې دايمي اډې غواړي چې د تل لپاره د يادو کړيو ملاتړ وکړي او له دې لارې افغانستان خپل بل سياسي او مذهبي ملګری جوړ کړي.
امريکايي اډې او زيانونه يې
په فليپين، کيوبا، جاپان او داسې نورو هيوادونو کې د امريکايي اډو پر سر راپورته شوې لانجې له هيچا پټې نه دي. ډېرو به د ټلويزيون پر ښيښو د خلکو هغه پراخ لاريونونه ليدلي وي چې په يادو هيوادونو کې يې د امريکايي اډو د له منځه وړو په موخه کوي. ددې لاريونونو موخه که له يوې خوا سياسي وي، له بلې خوا تر ډېره اخلاقي او بشري بڼه لري. دا مهال په هغو هيوادونو کې چې امريکا پوځي اډې په کې لري په سوونو داسې قضيې ثبت شوي چې د کوربه هيواد پر پېغلو د جنسي تېريو، قاچاق او مالي درغليو په پېښو کې د امريکايي پوځيانو بشپړ لاس لرل تائيدوي.
امريکايي پوځيان چې له بشپړ ځواک او مالي امکاناتو برخمن دي، په يادو هيوادونو کې يا په زور يا هم پيسو پردۍ ښځې بې عفته کوي او په دې هيوادونو کې يې د اخلاقي انحراف اوږده لړۍ پيل کړې ده. په افغانستان کې هم، چې له کلونو کلونو د کفري استعمار د شومو موخو هدف دی خو تر اوسه يې ډېر زور نه دی پرې رسېدلی د همداسې بد راتلونکي وړاندوينه کېدای شي.
د افغانستان په اړه د کابل د يوه مسلمان ديني عالم او د باغ بالا د مسجد د خطيب مولوي صاحب حبيب الله حسام خبره د کاڼي کرښه ده چې په ۲۰۰۴ کال کې يې له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګښت او دايمي اډو په اړه ولسمشر کرزي ته کړې وه. هغه که څه هم په دې خبره د څو شپو لپاره د ملي امنيت لخوا بندي شو، خو حامد کرزي ته يې په زغرده وويل چې له امريکا سره اوږده او ستراتيژيکه دوستي د افغانستان دين، ازادي او ناموس ته بشپړ خطر متوجه کوي. که څه هم د ياد ديني عالم خبرې ډېرو احساساتي وبللې خو په دې خبرو کې يو معقوليت پروت دی، هغه داچې يو کمزوری هيواد کله هم له يوه ډېر زورور هغه سره چې تل يې تر تاثير لاندې وي ژور اړيکي نه شي ساتلای، ځکه چې زورور هغه به تل کمزوری هيواد محتاج ساتي او کله هم چې وغواړي کاروي به يې.
د تېرو لسو کلونو افغانستان له امريکا سره د دوستۍ تر ټولو ښه بېلګه ده. په يادو کلونو کې چې افغانستان په هرڅه کې د امريکا او نړيوالې ټولنې مرستو ته سترګې نيولې وي، هيواد د خپلې عادي بوديجې د پوره کولو توان پيدا نکړ، امنيتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي، په سياسي ډګر کې له ناکامه ايتلافونو او جوړجاړيو پرته بل څه نشته، پرمختګ او بيارغونه يوازې د زورواکو او قرارداديانو تر ښکلو او فيشني ماڼيو را څرخي، فساد وروستي حد ته رسېدلی او اخلاقي انزوا هم ښه په زور کې ده. ددې ترڅنګ افغانستان په پوره لسو کلونو کې د پياوړي او په درنو وسلو داسې سنبال پوځ څښتن نه شو چې لږ تر لږه د هيواد د کمې برخې امنييت هم وساتلای شي. له بهرنيانو سره اختلافونه او ناسازګاريانې خپل وروستي حد ته رسېدلي او همدا اوس افغانستان عملا د پرديانو د رقابتونو په پايله کې هره ورځ خپل لسګونه بچيان له لاسه ورکوي. زرګونه نورې داسې بدبختۍ رامنځته شوي چې نوم اخيستل يې انسان ستړی کوي، خو د امريکا او افغانستان د دوستۍ نغاره ډنګوونکي يې نه ويني او نه هم سر پې خلاصوي.
له امريکا سره د افغانستان لس کلنې دوستۍ زموږ هيواد ته داسې زيانونه واړول چې په سوونو کلونو به هم جبران نه شي، که دا دوستي سوونوکلونو ته وغځېږي نو زيانونه به يې د افغان ولس د عمر غم وي او زموږ نسلونه نسلونه به ترې ځورېږي.
لويه جرګه په فيصله کوي
په افغانستان کې د امريکايي دايمي اډو په هکله د ولسمشر کرزي په وروستۍ وينا کې لويې جرګې ته اشاره شوې. هغه که څه هم په دې اړه اوسني اساسي قانون ته کتلي چې د لويو هيوادنيو مسايلو پرېکړه يې د لويې جرګې کار بللی، خو آيا اوسنۍ لويې جرګې هغه واک او ځواک لري چې د تاريخي افغانستان جرګو لرلې؟
په تېرو څو جرګو کې چې موږ يې د غړو د ټاکلو او ورته د رابلل شويو کسانو بهيرونه له نژدې څارلي هېڅ داسې چاته د جرګې د غړيتوب حق نه دی ورکړل شوی چې د اوسني نظام او امريکا په وړاندې غوڅ او کارنده دريځ لري. که د حکومت او امريکا مخالفين هم ورته رابلل کېږي داسې کسان دي چې يا خوله نه شي پرانيستلای او يا هم که خوله پرانيزي د ستونزې حل ته بديل نه لري. دې ستونزو ته په کتو بايد په ډاګه وويل شي چې د اوسني حالت لويې جرګې هم د امريکا ددوستۍ په ګډون د سترو هيوادنيو موضوعګانو د حل توان نه لري. لکه څنګه چې په تېرو څو کلونو کې شويو جرګو د حکومت او امريکا په خوښه پروسې بشپړې او سرته ورسولې، د نوې موضوع په اړه جوړېدونکې جرګې نه هم له دې بله تمه نه شي کېدای.
که حکومت په ريښتيا هم غواړي په دې هکله د ملت دريځ مالوم کړي، بيا دې پرېږدي چې جرګې ته جرګه مار او داسې ژبور کسان راشي چې د هيواد په تېرو، اوسنيو او راتلونکو ستونز پوهېږي او په هېڅ لوري پورې نه وي تړلي. دداسې کسانو د راوستو لپاره د حکومت لخوا ټاکل شوي کميسيونونه او ياهم واليان هېڅ اقدام نه کوي، له همدې امله دې ملت ته د دې کسانو د ټاکلو واک ورکړل شي. موږ په ډاډ سره ويلای شو که ياد کسان جرګې ته لار ومومي نه يوازې داچې د امريکا د دايمي شتون په هکله به د ملت له خوښې سره سمه فيصله وکړي، بلکې د سپينې ماڼۍ د اوسنۍ ډرامې د پای ته رسولو په اړه به هم ګام پورته کوي. په ريښتيا هم چې دامهال افغانستان له امريکا سره د روانې دوستۍ په هکله غور او څېړنو ته اړتيا لري، د راتلونکو هغو لپاره خو لا ډېر وخت پاتې دی.