ګران وطن افغانستان
کرزی صېب د هغې غم هم وخوره!
محمد کبير حقمل – هند د افغانستان د نارامه سويلي ولايت هلمند مرستيال والي عبدالستار ميرزکوال د ولسمشر حامد کرزي د ځانګړي حکم له مخې د هغه څه له امله له دندې گوښه شو، چې ملي او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی بلل کېږي. که څه هم حکومت تر دې مهاله د اسلامي او ملي ارزښتونو ددې سپکاوي په اړه څه نه دي ويلي، خو انګېرنې دادي، چې ښاغلي کرزي د نوروز په ورځ په هلمند کې د شوي کنسرټ پر سر د هلمند د علماو او سپين ږيرو د نيوکو پر بنسټ يا
امريکايي دايمي اډې، وېرونکې لوبه او وېروونکې پايلې
محمد کبير "حقمل" - هند په دې وروستيو کې د امريکا د هغه وړانديز په اړه چې ګواکې له افغانستانه يې په دې هيواد کې د دايمي اډو د جوړولو په هکله کړی ډېرې خبرې کښته پورته کېږي. ياده خبره که څه هم له پخوا په مطبوعاتو کې راتله، خو تاييد يې څه موده وړاندې ولسمشر کرزي وکړ او ويې ويل چې داسې څه شته او په اړه يې مذاکرات روان دي. تر دې مهاله په حکومتي کچه يو شمېر چارواکو د امريکا دې وړانديز ته په تلويحي يا مستقيمه توګه غاړه ايښې، خو حامد کر
عجيبه د سولې شورا!
محمدکبير"حقمل" ولسمشر حامد کرزي د سولې د عالي شورا د غړو لېست اعلان کړ. د پخوانيو جهادي مشرانو او د طالبانو د اسلامي تحريک د يو شمېر غړو په ګډون ښځې هم غړيتوب په کې لري. د شورا د جوړولو موخه په افغانستان کې د هغې جګړې او ناخوالو پای ته رسول ښودل شوي چې پر افغانستان د امريکا له تېري او د کرزي د حکومت له پيله وروسته پيل شوي دي. که په ټوله کې د افغانستان اوسني حالت ته وکتل شي، دامهال افغان ملت