محمدکبير"حقمل"
ولسمشر حامد کرزي د سولې د عالي شورا د غړو لېست اعلان کړ. د پخوانيو جهادي مشرانو او د طالبانو د اسلامي تحريک د يو شمېر غړو په ګډون ښځې هم غړيتوب په کې لري. د شورا د جوړولو موخه په افغانستان کې د هغې جګړې او ناخوالو پای ته رسول ښودل شوي چې پر افغانستان د امريکا له تېري او د کرزي د حکومت له پيله وروسته پيل شوي دي.
که په ټوله کې د افغانستان اوسني حالت ته وکتل شي، دامهال افغان ملت ته تر هرڅه اړينه موضوع د امنيت ټينګېدل او د بې ګناه وګړو د مرګ ژوبلې پای ته رسول دي. هر افغان په دې لاره ګام د افغانستان په ګټه ګام بولي او هرڅوک يې چې اوچتوي ملاتړ يې کوي. افغان ولس هماغه وخت چې د سولې جرګې د جوړېدو اوازې وې هيله درلوده چې دغه جرګه به سولې ته لار پرانيزي او وروسته يې د سولې عالي شورا ته هم ورته تمه درلوده، خو آيا دغه هيله يې پوره شوه؟؟؟؟
ولسمشر کرزي چې له پيله يې د افغان ولس پرځای د شمالي ټلوالې د غلو او ډاکوګانو او امريکا لمن نيولې، د جرګې په پيليزه وينا کې د سولې د راتګ او ملکي ژوند ته د وسله والو مخالفانو راستنېدل ستونزمن کړل.ډېرو افغانانو او د سولې د جرګې غړو تمه درلوده، چې په جرګه کې به په افغانستان کې د شته بهرنيو ځواکونو د شتون خبره ياده او فيصله شي. ولسمشر کرزي په خپله لومړۍ وينا کې جرګه بې مانا کړه او د مخالفانو لومړنی شرط يې چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل و رد کړ.
کرزي پلوو وکيلانو هم په جرګه کې د هغو يو شمېر وکيلانو په وړاندې کمپاين پيل کړ چې غوښتل يې د بهرنيو ځواکونو د حضور او له طالبانو سره د جدي خبرو اترو د پيل کېدو په اړه بحث مطرح شي. دغه کمپاين له لومړي سره د کرزي پال صبغت الله مجددي په وينا پيل شو چې رباني يې د جرګې مشر وټاکه او له هغه وروسته يې د نوموړي پر مټ د سوله پالو او له سياسي لوبو د پاکو وکيلانو هدف ناکام کړ. د رباني هغه حالت د هيچا نه هېرېږي چې په جرګه کې د لوګر يوه وکيل سپکې سپورې ورته ووېلې او ډاډ يې ورکړ چې ددې جناب په غوښتنه پر طالبانو ستر ستر بمونه لوېدلي او طالبان به د هغې جرګې غږ ته څه ارزښت ورنکړي چې ده غوندې کسان يې مشري کوي.
د جرګې پر لومړۍ ورځ مې له رباني نه د خبريالانو هغه پوښتنه هېڅ نه هېرېږي چې په وار وار به يې ورنه کوله چې ته د طالبانو لومړی دښمن يې څنګه کولای شې هغوی سولې ته راوبولې؟ ولسي خلکو به هم چې له رسنيو سره خبرې کولې ټينګار کاوه چې د رباني په مشرۍ جرګه کله هم نه شي کولای طالبان او د حکومت نور مخالفان سولې ته اړباسي.
کرزي د رباني او د هغه په ډول نورو کسانو په وړاندې د جرګې د غړو، رسنيو او عام ولس نيوکې هېڅ وبللې او دادی د سولې د عالي شورا غړيتوب يې ورکړ. دده ترڅنګ يې لسګونه هغه جنګي مجرمين چې د هيواد ګوټ ګوټ او د کابل هره کوڅه يې د جنايتونو شاهده ده په دې شورا کې ځای کړل او اوس تمه لري چې طالبان به سولې ته راشي.
د سولې عالي شورا کې د رباني او سياف شتون چې پر مسلمانو طالبانو يې د کافرې امريکا بريد روا باله، د محقق شتون چې له طالبانو وړاندې، له هغوی سره د جنګ او له هغه وروسته د ملي نفاق او وحشت ښکاره بېلګه ده، د جنبش د ډلې د مرستيال موجوديت چې زرګونه طالبان يې ژوندي په کانتينرونو کې وسوځول، د سليمان ياري شتون چې په سترو ملي مجلسونو کې د هزاره تفوق نارې وهي او داسې نورو کسانو موجوديت ثابتوي چې کرزی هېڅکله له طالبانو سره د خبرو اترو او په افغانستان کې د سولې د راتلو غوښتونکی نه دی. ولسمشر کرزي که غوښتلای چې په افغانستان کې سوله او ورورولي راشي د سولې په عالي شورا کې به يې دداسې کسانو موجوديت رد کړی و چې د طالبانو رامنځته کېدو ته يې زمينه برابره کړه، له هغوی سره وجنګېدل او پر هغوی يې د امريکا د سترو سترو بمونو غورځېدل غوښتل.
بې له شکه چې د سولې عالي شورا کې داسې کسان هم شته چې په خيانت نه دي تورن، خلک يې نه دي وژلي او د افغانستان پر سر يې له بهرنيانو سره معاملې نه دي کړي، خو موږ په ډاډ سره ويلای شو چې د رباني، محسني، سياف او محقق غوندې ښامارانو په شتون کې به دغه کسان هېڅ هم ونکړي او شورا به په بشپړ ډول د هغو کسانو په واک کې وي چې نه سوله غواړي او نه د سولې تجربه لري.
موږ د سولې د عالي شورا جوړېدو ته يوازې د يوه تشريفاتي او غيرموثر ګام په سترګه ګورو او په ډاډ سره ويلای شو، چې دغه ګام به په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هېڅ هم ونکړي.
که ولسمشر کرزی يا بل هرڅوک غواړي په افغانستان کې سوله او ورورولي راشي، د سولې پر لور دې داسې ګام پورته کړي چې ملګري يې بې لوري او داسې کسان وي چې نه يې د افغان ولس وينه تويې کړې وي، نه له طالبانو سره دښمني ولري او نه هم د اسلامي حزب راتګ په افغانستان کې د خپل سياسي شتون زوال وبولي. دغه شان پروسې ته به بيا هم ملت هيله من وي او هم به اغېزناکه وي.
که غواړئ يوځل بيا د سولې د عالي شورا غړي وګورئ او فکر پرې وکړئ نو نومونه يې دادي:
- حضرت صبغت الله مجددي
- برهان الدين رباني
- پير سيد احمد گيلاني
- ايت الله شيخ محمد اصف محسني
- پروفيسور استاد عبدالرب رسول سياف
- حاجي محمد محقق
- سيد نورالله سادات
- سيد منصور نادري
- حاجي سليمان ياري
- محمد اسماعيل خان
- محترم ډاکټر فاروق وردگ
- پوهاند نعمت الله شهراني
- ارسلا رحماني
- محترم مولوي پيرمحمد روحاني
- حاجي محمد نعيم کوچى
- محترم حاجي دين محمد
- ملا تاج محمد مجاهد
- مولوي محمدشاه عادل
- فضل کريم ايماق
- مولوي قيام الدين کشاف
- مولوي محي الدين بلوچ
- محترم مولوي شفيع الله
- عارف نورزى
- څارنوال محمود دقيق
- عطالله خان لودين
- وکيل انورخان اسحق زى
- محترم حسن تخاري
- محترم مولوي عبدالحکيم مجاهد
- محترم اسدالله وفا
- محترم مولوي خدايداد
- محترم قاضي محمد امين وقاد
- محترم حبيب الله فوزي
- استاد محمد اکبري
- محترم عبدالهادي ارغنديوال
- مولوي شهزاده شاهد
- محترم محمد اسماعيل قاسميار
- محترم اميرمحمد اغا
- محترم فقير محمد خان
- محترم محمد يوسف واعظي
- محترم عبدالغني خان توخي
- شيرمحمد اخوندزاده
- محترم حاجي امان الله اتمانزى
- محترم رييس عبدالواحد باغراني
- محترم خليفه قزل اياق
- محترم مولوي قلم الدين
- محترم انجنير ابراهيم سپين زاده
- محترم حاجي موسى خان هوتک
- محترم مولوي سالک زاده
- محترمه ساره سرخابي
- محترمه جميله حميدي
- محترمه حوا علم نورستاني
- محترمه ناجيه زيوري
- محترمه صديقه بلخي
- محترمه گلهار جلال
- محترمه ډاکټر گلالۍ نور صافى
- محترمه قمر خوستۍ
- عبدالحميد مبارز
- صديق احمد عثماني
- محترم مودودي
- محترم امين الدين مظفري
- محترم سيد محمد امين طارق
- محترم وکيل بازمحمد خان زرمتى
- محترم عبدالخالق حسيني
- محترم حاجي محمد داود زاهديار
- محترم محمد هاشم فولاد
- محترم مولوي جوره
- محترم حاجي شيرين خان نورزى
- او حاجي فضل کريم فضل