محمد کبيرحقمل

هسې خو مې له پخوا د متدينه او نيک مسلمان کتل ښه اېسېدل، خو هند ته په راتلو مې دغه عادت لا زور اخيستی. دلته تر سيکولر قانون لاندې ځمکه کې چې شاوخو اويا ميليونه مسلمانان اوسېږي له ډېرو داسې مسلمانانو سره مخ شوی يم چې خپل ايمان او عقيده راته هېڅ ښکاره شوي او ددوی ديندارۍ ته مې سلام کړی دی، خو ددې ترڅنګ مې بيا داسې مسلمانان هم ليدلي چې په لمانځه او روژه نه دي خبر او روژه هغه د هندوانو په رسم اختر ورته ښکاري او يايې يوازې په نوم يادوي خو نيسي يې نه.

دا هرڅه مې چې تر سترګو شوي د نارينه و په اړه دي او د ښځينه و په اړه له سره دا فکر راسره و چې د هند مسلمانې مېرمنې زموږ د هيواد تر يو زيات شمېر هغو چې د ډيموکراسۍ او د مېرمنو د حقونو اوسنيو ناروا شعارونو غولولي ښې او په دين کې کلکې دي. دا فکر ځکه راسره شو چې دلته ډېری مسلمانې مېرمنې په تور حجاب کې ګرځي، څوک يې مخ نه ګوري او نه هم له چا سره خبرې کوي.  په دې مېرمنو کې د کور ښځې، د پوهنتون محصلينې او ان د دفترونو کار کوونکې شاملېږي چې هند ته په لومړي ځل راغلی مسلمان ددوی اسلاميت، عقيدې او اخلاقو ته تسليموي.

ددوی کتل د افغانستان د ښارونو په تېره بيا د کابل د يو شمېر پوهنتوني او دفتري مېرمنو د سرشاره بې حجابۍ او له اسلامي احکامو د بې غورۍ  له امله راپورته شوې هغه وېره د سړي له زړه باسي چې ګنې په ټوله نړۍ کې مسلمانان په تېره بيا مېرمنې د اسلام له بنسټيزو اصولو غافله او د لوېديځ د تبليغاتو تر تاثير لاندې راغلې دي، خو ددې ترڅنګ ددې تورو حجابونو له لاندې بيا داسې ښځې هم راووځي چې په ليدو يې د سړي زړه خپه شي. داسې چې له حجاب سره پاکې، متدينې او با حيا پېغلې يا ښځې ښکاري خو په زړه کې يې داسې شيطاني اور بل وي چې د نيم لوڅو هندو نجونو په زړونو کې به هم نه وي.

ددغه شان نجونو وروستۍ هغه مې څو ورځې وړاندې له يوه ځوان سره وليده. موږ چې څو تنه افغانان و له يو بل ځوان سره مخامخ شو چې يوه ډېره با حجابه او ظاهرا درنه هندۍ مسلمانه پېغله ورسره وه. په لومړي سر کې مو فکر وکړ چې دغه نجلۍ به د خپلو اړينو چارو د ترسره کولو لپاره يادشوي ځای راغلې وي خو وروسته ثابته شوه چې هغې هلته هېڅ کار نه درلود او د هغه بل ځوان لپاره راغلې وه. کومو ملګرو چې دوی يې له پخوا پېژندل دا هم راته وويل چې دغه د دوو مختلفو هيوادونو مسلمان ځوان او مسلمانه پېغله پرته له دې چې کوم شرعې تړاو ولري يوځای په موټر سايکل سپرېږي، کښته پورته ګرځي او نژدې اړيکي سره لري. هغوی ددې ترڅنګ د لسګونو نورو همداسې پېغلو يادونه هم وکړه چې د هند په تېره بيا د حيدراباد په بېلابېلو سيمو کې پيدا کېږي او تر اسلامي حجاب لاندې شيطاني کارونه کوي. زه چې له لومړي سره مې ددغو نجونو پر حجاب افرين ويلی او اوس هم د پاکو او با حيا هندي مسلمانو مېرمنو حجاب او شخصيت ته سلام کوم ددې خبرو په اورېدو هک حيران شوم او دا پوښتنه مې سترګو ته ودرېده جې دا نجونې دي که تر تور حجاب لاندې تورې بلاوې؟