محمد کبير حقمل- هند
نه پوهېږم چې زه يوازې داسې يم او که په بهر کې مېشت ټول افغان زده کوونکي له دې حالت سره مخامخ دي؟ هره ورځ ټولګي ته په رسېدو د يوه نه يوه ښوونکي يا يوه نه يوه زده کوونکي له دې پوښتنې سره مخامخ کېږم چې په هيواد کې مو څه حال دی او هلته روانه شخړه چېرته ورسېده؟ دوی هر يوه له پخوا د افغانستان په اړه له رسنيو ډېر څه اورېدلي وي، اسامه، جګړه، امريکايان او دې ته ورته نور ډېر هغه څه دي چې دوی يې د افغانانو په مخامخ ليدلو سره په يوه ځل پوښتي او په اړه يې مالومات غواړي.
عام وګړي، هټيوال او ان ريکشا چلوونکي هم له دې عادته بې برخې نه دي، دوی هم هر يو د افغانستان د لانجې په تېره بيا اسامه او امريکا په اړه پوښتي او ځينې خو يې لا افغانانو ته د اسامه د هيواد خلک وايي.(دوی لاهم په دې نه پوهېږي چې اسامه عرب دی)
که څه هم هند ته له راتلو راهيسې موږ له داشان پوښتنو سره عادت شوي يو، خو هغه بله ورځ د همدې پوښتنو په لړ کې له يوه عجيب چلند سره مخامخ شوم، چې زما يې يو ځل بيا يوه ترخه حقيقت ته پام کړ.
دا ځلې زما او زما د يوې ايتوپيايۍ ټولګيوالې ترمنځ خبره وه. هغې په دې ورځ رانه د افغانستان د وګړو د شمېرې پوښتنه وکړه، ما ورته له ۲۵ ميليونو د ډېرو کسانو شمېره وښوده او دې هم خپل هيوادوال نژدې ۸۰ ميليونه کسان وبلل. د همدې بحث په ترڅ کې ماورته د شورويانو د ناروا يرغل په ترڅ کې د خپلو شاوخوا يو نيم ميليون وګړو د شهيدېدو، د څه باندې پنځه ميليونو هغو د کډوالېدو او د يوزيات شمېر نورو د معيوبېدو خبره هم وکړه. همدارنګه مې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د تېر کال شمېره هم ورته وښوده چې له مخې يې په يوه کال کې د بهرنيو ځواکونو، حکومت او طالبانو ترمنځ شخړو له امله له څلورو زرو ډېر افغانان وژل شوي و او ددې ترخو حقايقو په بيانولو سره مې ورته کړل چې اوس هم ښه يو چې له پنځه ويشت ميليونو ډېر پاتې يو.
که څه هم يادې شوې شمېرې چې له ژونده زموږ د يو زيات شمېر بې ګناه وګړو د محرومېدو ښکارندويي کوي ټيټې نه دي او هرڅوک يې په اورېدو خواشنيې کېږي، خو زما دې ټولګيوالې دې ټولو مالوماتو ته چې بې له شکه زما له بشپړ خپګان سره ملې وې د (دا خو ښه خبره ده) ځواب ورکړ. دې پرته له دې چې په خپل ذهن کې د يوه بې ګناه انسان وژل، د هغه د کورنۍ بې سرپرسته کول، د هغه د مور د ګرېوان شلېدل او سلګونه نورې ستونزې مجسمې کړي په ډېرې اسانۍ سره دا ځواب راکړ.
که څه هم هغې کله چې وروسته ددې له ځوابه زما خپګان وليد او ورته مې د خپلو هيوادوالو د بې ګناه وژل کېدو په اړه له درده ډکه کيسې وکړې له خپلې خبرې پښيماني وښوده، خو پخواني ځواب يې ماته ډېر څه را زده کړل.
نوموړې ته له دې امله چې خپل کوم خپلوان يا هيوادوال يې په تپل شويو جګړو، پردو لمسونو او ناروا ناتاريو کې له لاسه نه دی ورکړی او د ژوند په عياشيو بوخته ده د يوه چا د زرګونو هيوادوالو مرګ څه ارزښت لري، دې به چېرته کومه کورنۍ ليدلې وي چې سرپرست يې سهار د يوې ګولې ډوډۍ د پيدا کولو لپاره بهر ته ووځي او بېرته يې په وينو لړلی مړ بدن کور ته راوړل کېږي، دې به زموږ د هغو مظلومو هيوادوالو په شان چيغې او وير چېرته ليدلی وي چې د واده ډولۍ يې په جنازه بدلېږي او په پای کې به دې هغه زرګونې ناخوالې څه ليدلې وي چې د تاريخ جبر او د نړۍ ستمګرو زموږ په ملت راوستې دي.
ماته ددې له ځوابه مالومه شوه چې دا او د نړۍ ټول هغه اوسېدونکي چې د ژوند په مزو کې ډوب دي کله هم زموږ او د نورو په غم اخته وګړو له درده نه دي خبر. راته مالومه شوه چې که څه هم نړۍ د ټکنالوژي پرمټ د يوه کلي په شان شوې، خو بيا هم غمونه او بدې ورځې د هرچا خپلې دي. زموږ ملت که هرڅه زغمي پخپله يې زغمي او د چا زړه سوی ورسره نشته او که هرڅه ورسره کېږي د يوه هدف له مخې ورسره کېږي د چا خواخوږي ورسره نشته، له همدې امله بايد خپل غم پخپله وژاړو او د له منځه وړو لپاره يې يوه دايمي حل لاره ومومو.