مقالې
دا خو ښه خبره ده!
محمد کبير حقمل- هند نه پوهېږم چې زه يوازې داسې يم او که په بهر کې مېشت ټول افغان زده کوونکي له دې حالت سره مخامخ دي؟ هره ورځ ټولګي ته په رسېدو د يوه نه يوه ښوونکي يا يوه نه يوه زده کوونکي له دې پوښتنې سره مخامخ کېږم چې په هيواد کې مو څه حال دی او هلته روانه شخړه چېرته ورسېده؟ دوی هر يوه له پخوا د افغانستان په اړه له رسنيو ډېر څه اورېدلي وي، اسامه، جګړه، امريکايان او دې ته ورته نور ډېر هغه څه دي چې دوی يې د افغانانو په مخامخ ليدلو سره په يوه ځل پوښتي او په اړه يې مالومات غواړي.