محمدکبير"حقمل"

اروپا د يوګوني والي پر لور، يو هيواد او يو فرهنګ، بېلابېل فرهنګونه ولسونه لرې ساتي!

دا د بريتانيې او جرمني د لومړيو وزيرانو هر يوه ديويد کامرون او انګلا مرکل د خبرو اصلي ټکي و، چې د ۲۰۱۱ کال د فبروري په شپږمه يې د مونيخ نړيوال کنفرانس ګډونکوونکو ته وکړې. مونيخ کنفرانس هر کال د نړۍ د بېلابېلوهيوادونو د ولسمشرانو ترڅنګ د حکومتونو د لوړپوړو چارواکو په ګډون په جرمني کې جوړېږي. ددې کنفرانس موخه نړۍ ته د متوجه جدي امنيتي ستونزو تشخيص او له هغو سره د مبارزې د لارو چارو موندل په ګوته شوي دي. د مونيخ په سږنۍ غونډه کې چې ددې کنفرانس ۴۷ مه ناسته وه هم د بېلابېلو هيوادونو مشران، د ملګرو ملتونو سر منشي او د اروپايي ټولنې او داسې نورو سازمانونو بېلابېل چارواکي د يادو شويو خطرونو په اړه وغږېدل او هر يوه له خپلې خوا ددې ستونزو د حل لپاره وړانديزونه وکړل.

چا د افغانستان د جګړې حال ارزاوه او چا هم پر ايران د بنديزونو پر سر ناندرۍ وهلې. ددې ترڅنګ په کنفرانس کې د عربي نړۍ د سږني خوځښت توده يادونه هم وشوه، چې په ترڅ کې يې د ټونس محمد ابن علي سعودي ته وتښتېد او د مصر حسن مبارک هم په سور اور ناست دی، په اروپا کې د شته ټولنيزو او امنيتي ستونزو جاج هم واخيستل شو او ددې ترڅنګ ګڼ موضوعات و چې د نړۍ لومړۍ درجه چارواکي ورباندې وغږېدل.

په دې ټولو خبرو کې چې ډېرې په زړه پورې وې او د ډېرو په تېره بيا د رسنيو پام يې ځانته واړاوه د بريتانيې د لومړی وزير ديويد کامرون او د هغه د جرمنۍ سيالې انګلا مېرکل خبرې وې. دې دواړو ددې ترڅنګ چې په نړيواله کچه بېلابېل عوامل د نړيوالو ستونزو سرچينې وبللې، په دې هم خبرې وکړې چې په اروپا کې مختلف فرهنګونه او د خلکو يو له بله جداوالي دې ته لار پرانيستې، چې په يادو هيوادونو کې دې ډاډ له منځه ولاړ شي او بې باورۍ دې رامنځته شي.

واحد فرهنګ يانې څه؟

واحد فرهنګ د اروپا په اوسنۍ اصطلاح په ورته ډول کلتوري اصولو د ټولنې د ټولو غړو سنبالول بلل کېږي. په دې کې تر ډېره خبره د مادي فرهنګ راځي او معنوي فرهنګ ته ځکه پام نه کېږي، چې کرار کرار د مادي فرهنګ په تر اغېزې راوستو هغه هم اغېزمنېږي. اوس اروپا په دې هڅه کې ده چې د خپل تېر ياد تازه کړي. ديويد کامرون په خپلو خبرو کې وويل، چې هيواد يې د مېلمنو يا کډوالو له راتګ سره له يوډول داسې ګډوډۍ سره مخامخ دی چې هم يې خپل اصيل کلتور ورک کړی او هم يې د فرهنګونو ترمنځ ستونزې را ولاړې کړې دي.دی وايي چې د يوه فرهنګ په رامخې ته کولو سره به وکړای شي په خپل هيواد کې ورورولي او مساوات رامنځته کړي او په دې توګه به د يوې ښې بريتانيا چې نوموړی يې د اوس لپاره مشري کوي پياوړتيا ته لار اواره شي.

په مونيخ کنفرانس کې د ديويد کامرون او انګلا مېرکل له خبرو وړاندې په فرانسه او سويډن کې د واحد فرهنګ موضوع را مخې ته شوې، چې په دې دوو هيوادونو کې کار هم ورباندې شوی او پوره ستونزې يې هم راپورته کړې دي. په دغو دوو هيوادونو کې د واحد فرهنګ غږ لومړی پر هغو کسانو شوی، چې يا خو ددې هيوادونو اصلي اوسېدونکي نه دي او يايې هم په همدې هيوادونو کې خپله لاره بدله کړې او د ټولنې له پخواني دينه اوښتي دي. په دې کې تر ډېره څه چې سل په سلو کې د مسلمانانو يادونه کېږي.

د واحد فرهنګ موخه څه ده؟

د فبروري په شپږمه په مونيخ کنفرانس کې او تر دې وړاندې په فرانسه او سويډن کې د واحد فرهنګ د رامخې ته کولو اصلي موخه د اسلامي فرهنګ تر سيوري لاندې راوستل دي. ټولو ته مالومه ده چې په فرانسه کې د ټولنې د يو ډول کولو په نامه يوازې د مسلمانو مېرمنو له سرونه پړوني لرې شول، په سويډن کې د ټولنې د يوډول کولو لپاره د جوماتونو منارې بندې شوې او اوس په بريتانيا او جرمني کې د فرهنګ د يو ډول کولو لپاره بياهم د مسلمانانو فرهنګي ژوند ته کتنه کېږي.

د بريتانيې لومړی وزير وايي هيواد يې ځينې کډوالو له يو ډول ټولنيز بېلتون سره مخامخ کړی، د هغه د خبرو په شننه کې کارپوهان وايي چې ښايي د نوموړي اشاره په بريتانيا کې د مېشتو مسلمانانو ژوند ته وي، دا ځکه چې دغلته هم د نورو هيوادونو په شان مسلمانان هم په فردي لحاظ او هم په ټولنيز لحاظ له نا مسلمانه بريتانويانو سره توپير لري. کاميرون وايي چې ددې توپير د له منځه تلو وخت راغلی او بايد نور نه يوازې بريتانيا بلکې ټوله اروپا د يو ډول فرهنګ پر لوري ګام واخلي. له ده سره هم مهاله د جرمني لومړۍ وزيرې هم پر همدې موضوع خبرې وکړې او د فرهنګونو بېلتون يې د خلکو ترمنځ د بېلتون او په پای کې د تربګنيو اصلي ريښه وبلله. مېرکل هم د کامرون په څېر په خپل هيواد کې د داسې کډوالو يا مهاجرو خبره وکړه چې په اند يې آن لا ځينې اصلي جرمنيان د هغوی تر اغېزې لاندې راغلي او په ټولنه کې يې بېلتون رامنځته کړی دی.

د دې دواړو اروپايي مشرانو په خبرو کې چې د کومو مهاجرو يا کډوالو يادونه هم شوې هغه مسلمان کډوال دي. دا مهال په بريتانيا او جرمني کې د آسيا او افريقا يو زيات شمېر مسلمانان دېره دي. دوی ددې ترڅنګ چې خپله خپل دين ساتلی، نور خلک يې هم د خپل دين تر اغېزې لاندې راوستلي دي. ددې ترڅنګ مسلمانان په مخ په ډېرېدونکې توګه خپل ديني اصول لکه لمونځ، جومات او حجاب په پام کې نيسي او په دې توګه دوی خپل ژوند له داسې يوه الهي نظم سره برابروي چې د مېرکل او کامرون دنيوي نظمونه چېرته هم نه شي ورته رسېدلای. په اروپا کې د مسلمانانو ژوند، ددوی د عباداتو او دين حقانيت او په نړيواله کچه پر اسلامي امت د کفري امريکا او اروپا وحشتونو او ظلمونو نور هم د نا مسلمانه ملکي وګړو په منځ کې له اسلام سره د محبت انګېزه راپيدا کړې او همدې اسلامي فرهنګ دوی ته قناعت ورکړی چې اسلام د دنيوي او اخروي ژوند داسې يو ناظم دی، چې هيڅوک يې هم ساری نه شي رامخې ته کولای.

په اوسنيو شرايطو کې د بريتانيا او نورې اوروپا په کچه د نامسلمانه خلکو د مسلمانېدو شمېر ته په کتو د ټولې اروپا مشران په دې ويره کې دي چې په راتلونکو پنځوسو ياسلو کلونو کې اسلام د ټولې اروپا دين جوړېږي او بايد په يو ډول نه يو ډول يې مخه ونيول شي. که څه هم دوی په نړيواله کچه له ترهګرۍ سره د مبارزۍ په نامه له اسلام سره مخامخ جګړه له پخوا پيل کړې، خو له دې امله چې په اروپا کې دا ډول جګړه نه شي کولای اوس د واحد فرهنګ په نامه د مسلمانانو د ديني کلتور مخه نيسي او په دې توګه غواړي د اسلام د له معنوياتو ډک فرهنګ ځای د خپل سپک او بې مانا فرهنګ په واسطه ډک کړي.

خو اسلامي نړۍ؟

په مونيخ کنفرانس کې د ديويد کامرون او انګلا مرکل د خبرو پرمهال د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په ګډون د نړۍ د ډېرو اسلامي هيوادونو استازو او مشرانو برخه لرله. دوی په دې کنفرانس کې پرته له دې چې په خپلو هيوادونو کې پر نا امنيو او اقتصادي ستونزو وغږېږي بل څه د خبرو لپاره نه لرل. ددوی هر يوه د اروپايي مشرانو خبرې اورېدې او په دې به هم پوهېدل چې ددې خبرو موخه د اسلامي فرهنګ په وړاندې د يوه پراخ کمپاين پيل کول دي، خو يوه يې هم په دې اړه خوله خلاصه نکړه او نه يې هم د مسلمانانو د کلتوري ژوند او ديني اصولو د ساتلو لپاره غږ پورته کړ. سربېره پردې دوی تل په خپلو هيوادونو کې د ډيموکراسۍ د ټينګولو او هرچاته په خپل ځای کې د هغه د حق ورکولو ادعاوې هم کړي، چې بې له شکه په دې حقونو کې ديني حقوق هم شاملېږي.

موږ د نورو هيوادونو بېلګو ته اشاره نه کوو، يوازې به افغانستان را واخلو. افغانستان چې له سوونو کلونو راهيسې اسلامي مخينه لري، په نړيواله کچه د اسلام ستر مرکز او مدافع پاتې شوی. موږ په افغانستان کې يوه سلنه نامسلمانان هم نه لرو او داسې بشپړ اسلامي هيواد يو چې ساري يې په نړۍ کې نشته. ددې ټولو ترڅنګ زموږ چارواکو کله هم پر خپله خاوره د واحد فرهنګ کلمه ياده نکړه، زموږ ولسمشر د ديويد کامرون خبرو ته غوږ و، خو په ځواب کې يې دا ورته ونه ويل چې که ماهم په نژدې سل په سلوکې اسلامي افغانستان کې کوم يو د عيسويت د تبليغ او يا عيسوي مراسمو يا هم عيسوي ټولنې د جوړولو په کار بوخت وليد هلته به د ژوند کولو حق ورنکړم. زموږ مشر هم دا خبره کولای شوای چې زه په خپل اسلامي هيواد کې چې خلک مو د سهار او ماښام ډوډۍ نه لري د ډيموکراسۍ په نامه د اسلامي او افغاني اصيل فرهنګ د بدلولو مخه نيسم او غواړم د اسيا په هغې برخه کې چې شاوخواته مو اسلامي هيوادونه پراته دي د يوه فرهنګ چې اسلامي فرهنګ دی د ترويج هڅې وکړم.

ددې ترڅنګ د نړۍ هر مشر او استازي ته په کار وه چې د همدې اروپا لخوا د جوړ شوي ملل متحد د قوانينو پر بنا يې د اروپا هر مشر ته په جديت سره ويلي وای چې د مسلمانانو مقدساتو او کلتور ته سپکاوی ددوی حق نه دی او ددوی د خپلو قوانينو له مخې هر سړی کولای شي هر چېرته په هرډول ديني اصولو متکي ژوند وکړي. دوی له پيله پر فرانسې او سويډن دا فشار راوړلای شوای چې پر اسلامي کلتور بريد د ټولو نړيوالو اصولو خلاف دی او که دا کار کېږي مسلمان مشران يې مخنيوي ته درېږي، خو دا هرڅه څوک وکړي، د اوسنۍ اسلامي نړۍ مشران چې ټول د امريکا او اروپا غلامان او اجنټان دي او که اوسنی ملل متحد چې د امريکا او اروپا هرې ناروا ته د روا ويلو لپاره جوړ شوی؟

دا مهال په نړيواله کچه د اسلام د ريښو د را اېستو هڅې کېږي چې د واحد فرهنګ هڅې يې يوه بېلګه ده، خو له ميليارده د لوړ نفوس مسلمان امت مشران ورته ګوري او ننداره يې کوي. دا هرڅه يوې داسې تيارې ته د اسلامي امت د ورکښلو مانا ورکوي چې بله ورځ به مسلمانان په اروپا کې څه په خپلو هيوادونو کې هم د اسلام او اسلامي کلتور نوم نه شي اخيستلای. ددې ټولو د مخنيوي لپاره تر ټولو لويه دنده دا مهال مسلمانو ځوانانو ته ور له غاړې ده، چې دوی د اسلام پر احکامو ځان پوه کړي، هر حکم عملي کړي او د يوې داسې راتلونکې په هڅه کې شي چې د نړۍ په هر کونج کې د اسلام په وړاندې د جوړېدونکو توطيو مخه ونيسي او د مسلمانانو له حقونو دفاع وکړي. د همداسې يوه ځوان نسل د رامخې ته کېدو په هيله!