سرچينه: د حماس خپرونې
ژباړه: محمدکبيرحقمل

طارق الربعه له نورو جاسوسانو سره ډېر توپير لري، د جاسوس په توګه د هغه د په کار ګومارلو له ډول او له هغه سره له شوي تړون نيولې بيا تر هغو پيسو پورې چې اسراييلو نوموړي ته ورکولې. اشغالګرو ته د هغه تر ټولو مهم خدمت داو چې د لبنان د ګرځنده ټيلفونونو جال (شبکه) يې د اسراييلو تر کنټرول لاندې شبکه وګرځوله. هغه څه چې لاندې په دې ليکنه کې راځي، له نوموړي ځيرک جاسوس نه د لبنان د پوځي استخباراتو د څېړنو مهم ټکي جوړوي.

په فلسطين کې د حماس اسلامي غورځنګ مطبوعاتي سرچينې وايي چې د اسراييلو د استخباراتي شبکې او جاسوس طارق الربعه ترمنځ اړيکي يوازې په ټيلفوني اړيکو او د مقاومت د نويو مرکزونو په اړه مالوماتو ياهم له يوه پله نه په عکس اخيستوکې نه راغونډېږي، بلکې هغه له دې هاخوا ډېر کار کاوه.

لبنان کې چاپېدونکې الاخبار ورځپاڼه په دې اړه ليکي: د اسراييلو امنيتي ادارو د لبنان د مخابراتي شبکو لپاره طرحې جوړولې او له طارق نه يې غوښتل چې ددې طرحو د عملي کولو لپاره خپل ټول توان وکاروي. په آلفا مخابراتي شرکت کې د طارق الربعه د پېژندګلوۍ، رول او اغېز په هکله ددې ټکي يادونه بسنه کوي چې کله به هم نوموړي له شرکت نه وغوښتل دده لخوا په ټاکل شوې سيمه کې ټيلفونې ستنې ودروي کمپنۍ به دا کار کاوه. سربېره پردې هغه د مخابراتي اړيکو پر بهير هم چې په هغو کې د لبنان د سويل (ضاحيه) سيمه راځي هم کنټرول درلود او د اسراييلو د استخباراتو په امر يې د ضاحيې مخابراتي اړيکي د (الحازميې) له لارې ټينګ کړل.

هغه څه چې وويل شول کومه شننه يا فرضيه نه ده، بلکې دا هرڅه عملا د ۲۰۰۹ کال له اپريل مياشتې وروسته شوي دي. پر دې نېټه د اسراييلو استخباراتي افسر ليونيل مارتينيز له طارق الربعه سره په فرانسه کې د ليدو وخت ټاکي. طارق له ليونيل سره تر تماس نيولو وروسته د سفر د نېټې او د هستوګنې د هوټل په اړه مالومات پيدا کوي. هغه په باريس هوټل کې هستوګنه غوره کوي، خو هلته له رسېدو څو ساعته وروسته يې يو ټکسي موټر يوه بل هوټل ته لېږدوي او په دوېم هوټل کې يې هم بل موټر چلوونکی درېم هوټل ته رسوي، په دې هوټل کې ليونيل او د مخابراتو يو انجنير د هغه انتظار کوي. اسراييلي افسر له نوي په کار ګومارل شوي جاسوس نه غواړي چې په لبنان کې د يوې مهمې استخباراتي پروژې مسووليت پرغاړه واخلي او ددې کار د کولو په بدل کې له اسراييلو سل زره يايو لک ډالر ترلاسه کړي. طارق په ډېره خوښۍ د کار د جزيياتو پوښتنه کوي چې په دې وخت کې د مخابراتو انجنير او اسراييلي افسر خبرې پيلوي او د لبنان هوايي نقشه او يوه مخابراتي سيمه چې په حازميه په تېره بيا ماتقلا سيمه کې ده ورته ښيي. له طارق نه غوښتل کېږي چې د دې سيمې د کومې ودانۍ پر سر د ګرځنده ټيلفون يوه ستنه (پايه) ودروي. وروسته طارق او اسراييلی انجنير د پروژې د اړوندو جزياتو او اړتياوړ توکيو په اړه خبرې وکړې، اسراييلي انجنير له طارق نه وغوښتل چې پر دې ستنه بايد يو شمېر پخوانۍ يا زړې مخابراتي دستګاوې ودرول شي او خپله پايه هم د الفا د شرکت او سن الفيل له مرکز او دريم مرکز سره چې د نوم يادونه يې نه ده شوې ونښلول شي. طارق اسراييلي انجنير ته وايي چې په پخوانيو توکو د پايې مجهزول ستونزمن کار دی، خو اسراييلي انجنير ټينګار کوي او طارق يې هم مني او وايي چې دا کار به وکړي.

وروسته دغه نوی جاسوس بېروت او بيا مارتقلا سيمې ته ځي. د سيمه ييزو ودانيو له څښتنانو سره د ارتباطي سيستم د ځای پرځای کولو په اړه خبرې کوي، خو هغوی يې نه مني. طارق د خپلو خبرو اترو پايله د اسراييلو له استخباراتي مامور سره شريکوي، خو نهيلی کېږي نه او خپلو هڅو ته دوام ورکوي. هغه ددې کار لپاره يوه بله لار مومي او د الکرمليت مدرسې شاوخوا ته چې په الحازميه سيمه کې د پخواني مرکز په ۸۰۰ مترۍ کې پروت دی ځي او په چټکۍ سره داسې يوه ودانۍ مومي چې خاوند يې پر بام د پايې له نصبولو سره موافقه کوي.

دا پيښې په ۲۰۰۹ کال کې وشوې، خو وروستۍ غوښتنه چې د طارق له نيول کېدو وړاندې ورنه وشوه د ۲۰۱۰ کال د اوومې مياشتې ۱۲ مه نېټه وه. داځل له هغه غوښتل کېږي چې يوه نوې دستګا واخلي او د ضهرالبيدر له پايې سره يې وتړي چې په بيروت کې وه، چې له دې لارې د بقاع سيمې خبرې هم د اورېدو وړ شي. طارق د ليونيل د تقاعد له امله ونشوای کړای پر دې پروژې کار وکړي او وړاندې تردې چې د هغه له ځايناستي سره وګوري، د لبنان د پوځي استخباراتو شبکې د هغه يو ملګری ونيوه چې په دې نيولو سره د طارق ويره هم زياته شوه او د ټولو ځای پرځای کړيو دستګاو ورانول يې پيل کړل.

خو طارق الربعه څوک دي او څنګه د اسراييلو نوکر شو؟

طارق په ۱۹۷۰ کال په بيروت کې وزېږېد. د ښوونځي پرمهال هڅاند او فعال و او په درې ويشت کلنۍ کې د لبنان د عربي پوهنتون د ټکنالوژۍ او ارتباطاتو له څانګې فارغ شو. له فارغېدو وروسته يې له يوه شرکت سره چې تلويزيوني خپرونې يې جوړولې په کار پيل وکړ خو په ۱۹۹۵ کال کې يې دغه شرکت پرېښود او د ګرځنده ټيلفونونو کمپنۍ سيليس ته ولاړ. په نوموړې کمپنۍ کې له پنځه کلن کار وروسته د سيليس د مخابراتي ستنو د درولو د څانګې مشر شو. لکه څنګه چې ددې ستنو له کاره مالومېږي، دغه پايې له يوې دستګاه نه بلې ته د اړيکو په لېږد رالېږد کې مرسته کوي او ددې ترڅنګ تر پوښښ لاندې ټولې سيمې له مرکز سره نښلوي.

په ۲۰۰۱ کال يوه تن چې ځان يې ميچال مانيو معرفي کاوه له بهره له طارق سره اړيکي ونيول او هغه ته يې ځان د يوه ستر شرکت د کار موندنې د څانګې مشر معرفي کړ. نوموړي داهم ورته وويل چې شرکت يې په پام کې لري ده ته يوه ښه دنده ورکړي. مانيو طارق ته وايي چې د په کار ګومارلو مسووله مېرمن به وروسته خبرې ورسره وکړي او د کار په هکله به نور مالومات هم هغه ورکړي. وروسته مانيو ټيلفون پرې کوي او له لږ ځنډ وروسته يوه ښځه طارق ته ټيلفون کوي او ورته وايي چې د فنلند له يوه شرکته خبرې کوي او له ده نه غواړي چې د شبکو په طراحي کې همکاري ورسره وکړي.

څو ورځې وروسته مانيو له طارق سره بيا اړيکه نيسي او ورنه غواړي چې قبرس ته سفر وکړي او هلته ورسره وګوري. نوموړي ته د هغه د اوسېدو هوټل ښودل کېږي خو د ليدو د ځای په اړه ورته ويل کېږي چې د ټکسي په واسطه به دوېم هوټل ته ولاړ شي او هلته به سره وګوري.

دوی په ټاکل شوي ځای کې سره ګوري. مانيو په سيليس شرکت کې د طارق د کار له څرنګوالي پوښتنه کوي او وروسته يې له خپلې مديرې ميګل آيدو سره معرفي کوي. آيدو هم طارق ته د خپل شرکت په اړه مالومات ورکوي او د په کار ګومارلو په موخه مرکه ورسره کوي. آيدو د خپل شرکت د برېښنا ليک (ايميل آدرس) پته ورکوي او له طارق نه غواړي چې د مخابراتي شبکو د يوه ځانګړي ډول په هکله څېړنه وکړي. طارق په دې سفر کې د خپل هستوګنځي او د تګ راتګ مصارف له مانيو او آيدو اخلي او بېرته لبنان ته ځي. لبنان ته له تګ وروسته خپلو ملګرو ته په ډېر وياړ سره وايي چې ډېر ژر به له يوه مهم اروپايي شرکت سره کار پيل کړي. ده په دوو مياشتو کې د خپلې هرې ورځې دوه ساعته دې څېړنې ته ورکول او کله چې څېړنه پايته ورسېده، آيدو ته يې بريښنا ليک واستاوه او هغه يې خبره کړه. ميګل آيدو له طارقه وغوښتل چې فرانسې ته سفر وکړي او له پخوا ټاکل شوي هوټل ته ورشي.

په ۲۰۰۲ کال طارق پاريس ته ځي او په بله ورځ آيدو بل هوټل ته د هغه د لېږد لپاره يوه ټکسي ورلېږي. نوموړی په دې هوټل کې له آيدو سره ګوري او خپله څېړنه هم ورته سپاري. آيدو هم ۱۵۰۰ (يونيم زر) ډالر طارق ته ورکوي. ددې ترڅنګ د هغه د سفر لګښت هم ورکوي. طارق د ورکړل شويو پيسو د کموالي له امله په ناخوښۍ لبنان ته بېرته ستنېږي.

ميچال مانيو څو ورځې وروسته له طارق سره اړيکه نيسي او ورته وايي، آيدو د هغه کار او مهارت خوښ کړی دی. طارق ورته وايي چې نه غواړي له دوی سره کار وکړي، خو هغوی ټينګار کوي او په دې توګه يوځل بيا آيدو ټيلفون ورته کوي. هغه له طارق نه د پخوانيو ناخوښيو بښنه غواړي او ورنه غوښتنه کوي چې په دې اړه د خبرو لپاره هالنډ ته ولاړ شي. آيدو د هالنډ په پلازمينه امستردام کې يوه هوټل کې طارق ته کوټه نيسي او هغه هم د ۲۰۰۲ کال په پای کې هالند ته سفر کوي. نوموړی هلته له خپلې مديرې سره ګوري او هغه هم د کړې څېړنې په بدل کې پنځه زره امريکايي ډالر ورکوي او هوکړه کوي چې دې همکارۍ ته به دوام ورکوي. ددوی بله کتنه په ټايلنډ کې کېږي او له معمول سره سم آيدو د طارق د سفر ټول لګښتونه ورکوي. داځل دوی پر داسې وخت سره ګوري چې دواړه په يوه ملي بس کې سفر کوي او د لارې په اوږدو کې آيدو له هغه نه د سيليس شرکت په اړه پوښتنې کوي او په دې شرکت کې د هغه د کار له ډېرو جزيياتو د خبرېدو هڅه کوي. وروسته بيا د هغه د کاري ستونزو او د شرکت د داخلي اختلافاتو په اړه پوښتي. طارق په ځواب کې وايي چې څوک پام نه ورته کوي او د پرمختګ زمينه نه ده ورته برابره. ددې ترڅنګ هغه آيدو ته وايي چې غواړي خپله دنده پرېږدي، خو آيدو له هغه نه غواړي چې دا کار ونکړي. په دې کتنه کې هم نوموړي ته دوه زره ډالر ورکول کېږي او دا ټينګار هم ورباندې کېږي چې ددې کتنې په اړه به چاته څه نه وايي.

د شمالي اتلانتيک تړون (ناټو)

طارق ددې غوښتنې په لامل نه پوهېږي او دا کار د هغه په زړه کې شک هم نه ور اچوي او له آيدو سره خپلو اړيکو ته دوام ورکوي. هغه څه چې د لبنان پوځي استخباراتو ته په څېړنو کې طارق ويلي حيرانوونکي دي. هغه داچې نوموړی دې ليدنو او کتنو ته دوام ورکوي او آيدو هم له ده نه د کوم مشخص کار د کولو غوښتنه نه کوي، خو ډېرې پيسې ورکوي، د بېلګې په توګه په ۲۰۰۳ کال کې نوموړی ترکيې ته بلل کېږي. په دې سفر کې ده ته د سفر او هستوګنځي د لګښت ترڅنګ شپږ زره ډالر هم ورکول کېږي. الربعه ټينګار کوي چې دغه کتنې په تفريح او چکر کې خلاصه کېدې او د نويو موضوعګانو په هکله يې خبرې نه دي شوي. دی وايي چې په دې پړاو کې آيدو تلويحا ورته ويلي چې دی د هغو کسانو لخوا چې کار ورسره کوي د دروغ مالومولو په آزموينه کې اچول کېږي.

طارق په همغه کال يوځل بيا فرانسې ته ځي، خو داځل له مارتينير سره ګوري، هغه طارق ته وايي چې آيدو په يوه ترافيکي پېښه کې مړه شوې له همدې امله به دی له دې وروسته ورسره په تماس کې وي. طارق په خپلو اعترافاتو کې ويلي چې له دوو کلو په ډېره موده کې هېڅ شک ورته پيدا نه شو، خو په فرانسه کې دغې کتنې ده ته شکونه پيدا کړل، ځکه چې مارتينير هغه له ځان سره يوه داسې هوټل ته بيايي چې هلته يې څوتنه نور انتظار کوي.

ليونيل طارق ته وايي چې دلته يې د يوې دستګاه په واسطه دروغ ازموينه کېږي او ددې ډاډ ترلاسه کېږي چې له آيدو سره د خپلو ليدنو کتنو خبره خو به يې چاته نه وي کړې. طارق هم له دې کار سره موافقه کوي. ليونيل د ازميښت په پای کې طارق ته وايي چې متاسفانه تاسو رد شولاست، موږ غوښتل تاسو کار راسره وکړئ. موږ د شمالي اتلانتيک د تړون (ناټو) استخباراتي مامورين يو، خو تاسو رد شوئ او نور تاسو ته اړتيا نه وينو. طارق داځل هم د خپل سفر او اوسېدو لګښت ترلاسه کوي او بېرته بيروت ته ځي. نوموړی ادعا کوي چې له هغه وروسته يې د ۲۰۰۵ کال تر مارچ مياشتې پورې له ليونيل او د هغه له کسانو سره اړيکي نه دي لرل. پر همدې کال ليونيل مارينير يو ځل بيا له طارق سره تماس نيسي او له هغه غواړي چې له ده سره د کتو لپاره د يونان پلازمېنې آتن ته ولاړ شي. طارق دغه غوښتنه هم مني او يونان ته ځي. په آتن کې ټاکل شوي هوټل ته له رسېدو پوره پنځه ساعته وروسته ليونيل له هغه سره اړيکه نيسي او ورته وايي چې يوه ټکسي ورته رالېږي او د هغې پر مټ يوه بل هوټل ته ولاړ شي.

د اسراييلو استخباراتي اداره چې له خپلو نوکرانو سره کوم کار کوي هغه دادی چې دوی له يوه هوټل نه بل او له هغه نه بيا بل ته د بېلابېلو ټکسي موټرونو په واسطه لېږدوي. اسراييل دغه کار ددې لپاره کوي چې ډاډه شي د دوی سړی څوک نه څاري او نه يې تعقيبوي.

دا کتنه له الربعه سره د بيا رابطې ټينګولو په موخه شوې. په دې ليدنه کې ليونيل او استخباراتي انجنير له طارق الربعه نه چې اوس يې د سيليس شرکت ځای آلفا نيولی و او ده کار په کې کاوه د شبکې د توکيو د پېر په اړه پوښتنې وکړې. طارق ورته وويل چې هڅه به وکړي کمپنۍ له الکاتيل شرکت نه توکي واخلي. د دواړو خواو ترمنځ درې نورې ليدنې هم کېږي او له هغه وروسته ليونيل طارق ته لس زره نور ډالر ورکوي او د راتلونکې کتنې لپاره چې دوه مياشتې وروسته به کېږي کوپنهاګن ټاکي. ددې ترڅنګ له الربعه نه هيله کېږي چې راتلونکې ليدنې ته ډېر نورمالومات هم برابر کړي.

طارق د ۲۰۰۵ کال په اګست کې د دنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې له ليونيل سره وکتل. ليونيل له خپل مدير سره د هغه کتو ته لار اواروي. دغه مدير چې يو شپېته کلن سړی و ځان يې پاترېک انتونيلي معرفي کاوه. ليونيل په دې کتنه کې د طارق د ډاډمنولو لپاره له هغه غواړي چې هره ګيله او شکايت چې لري د استخباراتو مدير ته يې وکړي. طارق هم د خپلې ناخوښۍ د څرګندولو ترڅنګ چې د دروغ مالومولو د ازموينې له امله و د پيسو د ډېرولو غوښتنه وکړه، په ځواب کې پاترېک د هغه اندېښنې کموي او د پيسو د ډېرولو د ژمنې ترڅنګ ورته وايي چې ستا راتلونکې له موږ سره له کار کولو سره تړلې ده.

مدير ناسته پرېږدي او طارق له ليونيل او انجنير سره پاتې کېږي. طارق هغوی ته وايي چې له اتن نه له تلو وروسته ورته مالومه شوه چې الفا شرکت د الکتېل پرځای غواړي له زيمنس کمپنۍ سره تړون وکړي له دې امله چې بيې يې ټيټې دي.

طارق دې دواړو ته وايي چې د الفا شرکت له مدير فيليکس سره يې شخړه کړې او ترې غوښتي يې دي چې د زيمنس کمپنۍ توکي وازمويي. په دې وخت کې ليونيل او انجنير له طارق نه غواړي له هر ډول داسې کاره چې د شرکت له مشرتابه سره دده د خپګان لامل کېږي ډډه وکړي او هرڅه چې مشران يې غواړي هماغسې وکړي. وروسته بيا لس زره ډالر ورکول کېږي او دغه جاسوس بېرته بېروت ته ستنېږي.

دوی دوه مياشتې وروسته په ټايلند او بيا په جرمني کې سره ګوري او د شرکت د وضعيت او دده د کار د بهير په هکله خبرې کوي. ليونيل په هره کتنه کې د طارق او د شرکت د مشرتابه ترمنځ د اړيکو پر لاټينګښت ټينګار کوي. ليونيل په جرمني کې پوهېږي چې طارق د شرکت له مشر سره اختلاف پيداکړی له همدې امله سخت رټي.

وروسته له هغه دغه شان کتنې په هرو دوو مياشتو يوځل ترسره کېدې او طارق د شرکت مالومات ليونيل ته ورکول. په هره کتنه کې طارق اته زده ډالر ترلاسه کول.

د ۲۰۰۶ کال په فبروري مياشت کې دوی په چک جمهوريت کې سره وکتل. طارق ليونيل ته وويل چې له زيمنس سره د الفا تړون لغو شوی او له الکتېل سره يې وروستی تړون لاسليک کړی دی. الربعه په دې کتنه کې د مالوماتو له ورکولو وروسته لس زره ډالر ترلاسه کړل او بيرته بيروت ته ستون شو. طارق دوه مياشتې وروسته په مې مياشت کې پاريس ته ولاړ.

داځل هغه د کمپنۍ د ستنو، نقشو او داسې نورو توکو د مفصلو مالوماتو په بدل کې دوولس زره ډالر ترلاسه کړل. ليونيل په خپلو پخوانيو اوامرو ټينګار کاوه: د شرکت له مشرتابه سره له هر ډول اختلافه ډډه وکړه او موږ ته وروستي مالومات راکوه.

الربعه د پوځ د پلټونکو پوښتنو ته په ځواب کې وايي: پرلبنان د اسراييلو د ۲۰۰۶ کال د بريد په لړ کې ليونيل له ماسره اړيکه ونيوله او ټينګار يې وکړ چې شرکت ته ولاړ شم چې د شرکت مشر فکر وکړي زه د خپلې دندې په اړه ناخبره او بې پروانه يم. طارق د ليونيل خبره مني او په داسې حال کې چې جګړه روانه ده دفتر ته ځي خو ګوري چې څوک نشته او له جګړې وروسته خپل کار ته دوام ورکوي.

په هرو دوو مياشتو کې د دوی يوځل کتنې دوام مومي او هره کتنه په يوه نوي هيواد کې د پخوا په څېر کېږي او طارق هم د مالوماتو د ورکړې په بدل کې لس زره ډالر اخلي. د لبنان او اسراييلو له جنګ وروسته ليونيل نارامه مالومېده. طارق د هغه په اړه وايي چې نوموړی ډېر عصباني و او ډېر احتياط يې کاوه.

له جګړې وروسته لومړۍ ليدنه کې ليونيل د آلفا شرکت په اړه پوښتي او طارق هم شرکت ته د اوښتو زيانونو خبره کوي. ليونيل د مخابراتي شرکتونو د سايټونو او پايو په هکله هم چې بمبارد شوې وې پوښتنې کوي.

ليونيل په دې کتنه کې په حيرانوونکې توګه له طارق نه غواړي چې د خپل موټر شمېره ورکړي، طارق هم دا کار کوي او ليدنه پای ته رسېږي.

ليونيل په بله کتنه کې له طارق نه غواړي چې د شرکت د ټولو کارکوونکو نومونه او مالومات راغونډ کړي، طارق لبنان ته په ستنېدو دا کار کوي او په يوه فلش ميموري کې يې اچوي او په راتلونکې کتنه کې يې ليونيل ته سپاري.

په ۲۰۰۷ کال کې الربعه د آلفا د آرشيف او هر هغه څه په اړه ليونيل ته مالومات ورکول چې په کمپنۍ کې پېښېدل. هغه پر همدې کال د يوې طرحې په وړاندې کولو سره د الفا شبکې د پراختيا غوښتنه وکړه. نوموړي په دې هکله مفصله طرحه تياره کړه او په مجارستان کې يې ليونيل ته وسپارله. نوموړي ته په دې کتنه کې دوولس زره ډالر، يو ګرځنده ټيلفون او يو فرانسوی سيمکارت ورکړل شول. طارق بېرته بيروت ته ولاړ او د شبکې د پراختيا په هکله يې خپله طرحه د شرکت مشرتابه ته وسپارله. په دې طرحه کې د درګيا، صفاريه او عبيه ترمنځ د ارتباطي کرښې د جوړېدو وړانديز شوی و. الفا شرکت داځل هم داوطلبي اعلان کړه چې الکاتيل شرکت وګټله. الربعه د ۲۰۰۷ کال له پای ته رسېدو وړاندې له خپلو بادارانو سره په ټايوان کې وکتل. په دې سفر کې له ليونيل او اسراييلي انجنير سره څو کاري غونډې وشوې او په نوې پروژه کې د کارېدونکو توکو په اړه هغوی ته مالومات ورکړل شول. ددې کار په وړاندې طارق ديارلس زره ډالر واخيستل. هغه په دې ليدنه کې د ټيلفون سيټ هم بېرته ليونيل ته ورکړ او ورته ويې ويل چې انټرنټ خوندي لار ده او له دې وروسته به د انټرنټ له لارې په اړيکه کې وي.

طارق د داوطلبۍ د شرطونو لېست خپلو بادارانو ته ورکړ او د هرې طرحې له اجرا وړاندې يې هغوی ته مالومات ورکول.

الربعه له يونان او اتريش وروسته د ۲۰۰۹ کال په جنوري کې په ترکيه کې له ليونيل سره وکتل. داځل له ليونيل سره يو نوی انجنير چې کولين يې نوماوه ملګری و. کولين له طارق نه د سيستمونو او د شرکت د پرزو په هکله پوښتنه وکړه، هغه هم په سوېل کې د نويو دستګاو د جوړولو په اړه د نوې داوطلبۍ خبر ورکړ او ويې ويل چې الفا شرکت دوه لارې لري، يا به له الکتېل سره تړون کوي يا به هم له چيني شرکت هواوي سره. ليونيل په دې کتنه کې ټينګار وکړ چې بايد د چينايي شرکت وړانديز رد شي او په سويل کې شته پرزې په خپل ځای پاتې شي او بېرته له الکاتېل سره تړون وشي.

هغه څه چې اسراييلو له طارق نه غوښتل هماغسې وشول او د لبنان د سويل ارتباطي دستګاوې د الکاتېل لخوا مجهزې شوې. الکاتېل د مخابراتي ستونزو د اواري لپاره لسګونه دستګاوې الفا شرکت ته ورکړې.

په داسې يوه بله ليدنه کې ليونيل د شبکو د نه تجهيزېدو ملاتړ کوي او وايي په دې توګه کولای شو هلته کېدونکې خبرې واورو. طارق ځواب ورکوي چې حزب الله ګرځنده يا ثابت ټيلفونونه نه کاروي او خپلې ځانګړې مخابراتي شبکې لري، ليونيل ځواب ورکړ: زموږ سرتېري په سوېل کې پراته دي او غواړو د هغوی ساتنه وکړو.

وضعيت په همدې توګه دوام درلود او د طارق او د هغه د بادارانو کار د اسراييلي جاسوسانو په نيول کېدو هم تر اغېزې لاندې رانغی. طارق د پخوا په شان خپلو سفرونو ته دوام ورکړ او د موساد مامورين يې له وروستيو مالوماتو خبرول. د ۲۰۰۹ کال په مې کې له هغه وغوښتل شول چې په مارتقلا سيمه کې يوه ستنه ودروي. دی چې کله په دې سيمه کې د ستنې په درېدو ونه توانېد ورنه ددې کار د لاملونو په هکله پوښتنې وشوې. هغه په داسې پېښو کې څو څو ځله د دروغ مالومونې له ازميښت سره مخامخ شوی دی.

ددوی اړيکي د ۲۰۱۰ کال تراپريله وغځېدل. ليونيل يوځل بيا له طارق سره تماس ونيو او له هغه سره د کتو غوښتونکی شو. طارق هغه ته وايي چې ډېر ژر به د جرمني فرانکفورت ښار ته ولاړ شي. طارق د يوه هوټل له نيولو وروسته ليونيل ته ادرس ورکوي. ليونيل داځل بل انجنير ورسره راوستلی و. انجنير له طارق نه د يوې لېږدوونکې دستګاه په اړه پوښتنه وکړه، داسې چې هغې ته په بيروت کې له ضهرالبيدر سره تړاو ورکړل شي او له دې لارې د بقاع د سيمې د خلکو خبرې واورېدلای شي. الربعه ته وايي: که دغه پروژه ترسره کړې يولک ډالره به درکړل شي. طارق په ځواب کې وايي، دا ستونزمن کار دی خو زه خپلې ټولې هڅې کوم چې دا کار وکړم. په بله ورځ ليونيل هغه سره په يوازې سر وکتل. ليونيل ورته د خپل ځان په اړه وويل چې ډېر ژر به تقاعد شي او يو بل تن به د برېښنا ليک له لارې اړيکي ورسره ونيسي. په دې کتنه کې ليونيل طارق ته شل زره ډالر ورکوي او د وروستي ځل لپاره مخه ښه ورسره کوي او ترې غواړي چې له نوي سړي سره خپل کار ته دوام ورکړي.

طارق چې کله بيروت ته ستون شو د لبنان پوځي استخباراتو د هغه همکار شربل قزي د اسراييلو له استخباراتي شبکې سره د تړاو په تور ونيو. په دې سره طارق سخت ووېرېد او ټولې هغه دستګاوې يې چې له ليونيل نه اخيستې وې له منځه يوړې، خو له دې ټولو سره سره د لومړي جاسوس له نيول کېدو اتلس ورځې وروسته ونيول شو. طارق په خپلو اعترافاتو کې ويلي چې شک يې درلود هغه کسان چې ده کار ورسره کاوه د ناټو خلک به و، خو فکر يې داو چې د اسراييلو د موساد کسان به وي. هغه وايي: د هغوی نومونه مې په انټرنټ کې ولټول، خو څه مې ونه موندل، خو دغه شکونه له يادو شويو کسانو سره زما د اړيکو د پرې کېدو لامل نشول تر هغو چې دغه کتنې په ۲۰۱۰ کال دده له نيول کېدو وروسته په بشپړه توګه پای ته ورسېدې.