د ټول افغان لخوا خپرې شوې لیکنې


ولسمشره ته په ځواب راکولو مجبور يې

که جنرال خوشحال سادات اوس د ډګر جنرالۍ پر رتبه د دفاع وزارت وزير هم وټاکل شي اهمیت به يې دیوه عادي مامور هومره ځکه هم نه وي چې هغه کسانو چې غوښتل يواځې دکورنيو چارو وزارت له امنيتي مرستيالۍ يې وغورځوي خپلو اهدافوته ورسېدل او پره يې توس شوه. د نړۍ پرمخ ددوهم ځواکمن فکر خاوند او د نړۍ پرمخ له اخرې خوا دتر ټولو بدبخت دوهم هېواد ولسشره! ښه دقيق غوږ شه يايې واوره او يايې و

17.01.2020 رفيع الله روشن

بنو احتجاج، د تاريخ دويمه اقتدا!

د بنو او پښتنو تړاو د تاريخ يوې بلې زرينې پېښې ته رسېږي، دا تړاو د پښتنو د ازادۍ او حقونو تاريخي تړاو دی او دا اړيکه د هغه مهاله راروانه ده چې کله کانګرېس او ګاندي د خدايي خدمتګارانو او خان عبدالغفارخان سره ځواني ونه کړه او له انګليس سره يې د هند او پاکستان پر داسې وېش سلا وکړه چې خدايي خدمتګاران په کې ګوښې پاتې شول. وروسته چې بيا باچاخان خپل مشهور کتاب "زما ژوند او جدوجهد" وليکه نو په وروستي مخ يې ول

16.01.2020 وحيدالله مصلح

منطقوي جنګونه؛ پيېلی که نا پيېلی افغانستان؟

نن سبا دا بحث ډېر تود دی، چې افغانستان په منطقوي شخړو کې طرف شي که نه؟ کله چې مونږ په منطقوي شخړو کې د افغانستان د ورګډېدو او يا بې پلوۍ خبره کوو نو د دې بحث لپاره بايد څو پوښتنې مخې ته کېښودل شي، د دې پوښتنو ځوابول بيا د طرفۍ او بې طرفۍ لپاره وکټورونه جوړوي. يو شمېر اساسي پوښتنې ښايي په لاندې ډول مطرح شي:   پيېلتوب او افغان غميزې!

10.01.2020 وحيدالله مصلح

د ځناورو واکمني او یرغـل خان

«تاریــخ نــاول [افسانه، داستان، حکایت] دی چی  واقــعاّ پیـښ شــوی و؛ نــاول تاریــخ دی چې ښــایــي پـــیـښ شــــــوی بــــــه وي.»(  د دوه فــرانسوي  وروڼو ایدموند او جولــز ګونکورت لیکنه: مفکورې او احساسونه،۱۸۶۶). دواړه وروڼه تکړه لیکوالان، کره کتونکي او د نولسمې پیـړۍ په پاریس کې د ټولنیز او ادبي ژوند وتلي څیرې وې Edmond and Jules de  Goncourt, Ideas and Feelings, 1866  یوې برتانوي افسانه لیکونکې، ډرامه لیکونکې او شاعرې دوریس لیسینګ (۱۹۱

08.01.2020 ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار

احتیاط

بې پروا لکه په ځمکه چې قدم ږدې داسې مه ګرځه بې غمه هواګیر ځمکه پټه خزانه د ژوند اساس دی ترې پیدا دی شاه، ګدا او هم فقیر ټول قبرونه هم په ځمکه کې جوړ شوي ته به هم شې په یو قبر کې اسیر هر قدم د لاندې پروت د ژوند داستان دی له هر زړي نه جوږیږي غټ تصویر احتیاط هر حرکت کې فریضه ده (اشنا) لنډ په دې جمله کړ خپل تحریر

06.01.2020 ارواښاد سیف الرحمن (اشنا)

د جدې شپږمه، يا د وسلو په مقابل کې د ايمان بريا

افغانان د تاریخ په اوږدو کې له پردیو يرغلونو سره د مبارزې او کورنیو ستومانه کونکو شخړو څخه ډک شاليد لري، خو دغه ولس د جګړو په ګرم ډګر کې هم خپل ديني او کلتوري ارزښتونه ساتلي دي. ددغو ځانګړتياو څخه يې له يرغلګرو سره په جګړه او په کورنیو شخړو کې د خپلو سرونو په بيه دفاع کړې ده. دوی به وطنونه ورانول، دښمن به يې بي رحمه واژه، خو خپل ملي ارزښتونو ته يې درناوى درلوده. متاسفانه چې دغه وياړلي دودونه اوس له منځه تللي دي. زمونږ په هیواد باندې د شوروي اتحاد له بربنډ يرغل څخه څو لسیزي تیري شوې ، خو

05.01.2020 عبدالوحيد وحيد

د افغان پناه غوښتونکي د مړینې په اړه د پلټنو غوښتنه

افغان پناه غوښتونکی میرویس روحاني چې دوه میاشتې مخکې یې استرالیا کې ځانوژنه کړې وه، اوس د دغه پیښې په هکله د هغه د کورنۍ وکیل جورج نیوهاوس د بشپړو پلټنو غوښتنه کړې. میرویس روحاني په ۲۰۱۷ کاله کې د جدي ناروغۍ له امله د استرالیا د مانوس ټاپو له کډوالۍ کمپ څخه اسټراليا ته درملنې لپاره لیږدول شوی وه. نوموړې دوه کاله د استرالیا د بریسبن ښار په یو روغتون کې تر درملنې لاندې وه. خو د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې یې د رواني ناروغۍ له امله ځانوژنه وکړه. ميرويس روحاني ۳۲ کاله عمر

04.01.2020 خوشحال صافی

منطقوي سيالي؛ سليماني د ژوند او مرګ بيه!

ايران په سيمه کې د ايډيالوژۍ، هويت او جغرافيې جګړه کوي، د منطقې د شيعه هلال داعيه لري، په دې هلال کې سوريه، عراق، لبنان، ايران، پاکستان او د افغانستان، سعودي او ترکيې ځينې سيمې شاملې دي، ايران د همدې جغرافيايي او سياسي هلال په تطبيقي اډانه کې د څو اکثريت لرونکي سني عربي هېوادونو واګې او پلازمېنې ولکه کړي، صنعا، دمشق، بغداد او بيروت د دوى د منطقوي پراختيا پراخېدونکي پولې دي، منځنۍ اسيا او افغانستان هم د دې پراختيا غوښتونکې اجنډا محوري برخې دي.

04.01.2020 وحيدالله مصلح

وزارت امور گیم (طنز)

پس از سپری شدن چند سال از حکومت بعد

04.01.2020 مصطفی عمرزی

مینه او کینه

مینه او کینه غم دې راپریښوده بېغمه لاړې راته ښکاریږي چې صنمه لاړې د دم په وخت کې دې اشنا بللم چې زه راپرېوتم له دمه لاړې د ګل نه مه کړه د وفا تمه بیا لمر چې راوخته شبنمه لاړې په سختو ورځو کې تنها دې پریښووم د تش خوږو ورځو همدمه لاړې د مینې باټو کې ټټر دې واهه ټټر کې زړه دې کړ برهمه لاړې د زړه کوڅې دې له اول بېلې وې ځکه له کلي او له چمه لاړې زه د ریښتیني ژوند په هڅه، لټه ته د واهي ارزو په تمه لاړې ما له ګ

04.01.2020 سرلوڅ مرادزی

د يوه افغان معلم تعلیمی ژوند ته یوه کتنه - لومړۍ - برخه

د يوه افغان معلم تعلیمی ژوند ته یوه کتنه! لومړۍ - برخه عبدالله وردک انګلستان - جنوری - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! لومړی د ستاسې ټولو سلامتی، او کامیابی د الله(ج) له لوی درباره څخه غواړم، او هیله کوم چه ټول روغ، جوړ، او په نېکو کارونو بوخت وئ. وروسته، له ټولو لوستونکو څخه په ډېره درناوۍ هيله کوم، چې زما دغه تعلیمی ليکنې ښه په غور او دقت سره تر آخره ولولي، په هغو کې ښه غور وکړي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او بيا قضاوت وکړي.

03.01.2020 عبدالله وردک

پینځه هغه کارونه چې د ۲۰۲۰ کال په پيل کې یې ترسره کړو

نوی کال د یوه نوي پیل لپاره ښه پلمه ده. نوی کال مونږ ته دا فرصت راکوي چې لکه یو کمپیوټر چې دوباره چالانوو او یا د “Refresh” تڼی یې کیکاږو، خپل ځان او خپل ژوند ته نوي او پیاوړي ساه ورکړو او ژوند ته له یوې نوي او تازه زاویې وګورو. لاندي پینځه چاري له مونږ سره کمک کوي ترڅو د خپل ژوند کنټرول یو ځل بیا په خپل لاس کې واخلو او د خپل شخصي او رسمي ژوند اهداف په یو څه آسانۍ سره ترلاسه کړو: ۱- مخکې لدې چې مخته ته وګورو، باید یو ځل خپل تېر وخت ته نظر واچوو تر څو پوه شو چې څومره پرمختګ م

01.01.2020 جاوید رفعت

حکمتیار د تاریخي داستان پوښتنه ځواب کړه

وایي په پخوانیو وختونو کې یو ډېر شتمن او نېکمرغه سړی وو، پینځه ماشومان یې درلودل، خو د دې لپاره چې خپله نېکمرغي یې له بل چا سره شریکه کړې وي، یو یتیم ماشوم یې په زوی نیونه (فرزندۍ) ومنه او خپل کور ته یې راووست۔ ماشوم هرګوره د وخت په تېرېدا سره ډېر نااهله وخوت او په بدو چارو یې سر شو۔ هر څومره به یې چې غلا وکړه، یا به له ښوونځي وتښتېد، د کور سامان به یې غلا او د باندې وپلوره،هر څومره به یې چې جنګونه وکړل، نو شتمن سړي به څه نه ور ته ویل او د تل په څېر به یې مینه ورسره کوله۔ په دې هیله چې ګواکي

01.01.2020 محمدکریم نور

غزل

غزل د کاڼي زړه هم د هغه غریب په حال ژړېږي تا پسي اوس د ماشومانو په مثال ژړېږي اوس به په نوي کال کې ستا د راتلو لارې څاري په سرو لاسونو الوداع کړي د تېر کال ژړېږي د خدای ورکړي حقوق نورو ته په برخه لاړه پښتنې پېغلې دي و شاته د دېوال ژړېږي د دې سړي په دروغجنې مسکا مه تېر وزه. د خپل خاموش تصویر تر شا په غالمغال ژړېږي چا ورته زېری د لالي د شهادت راوړی اوس په نوکانو پاکوي د زني خال ژړېږي د لاسو کرښې د تېروچړو په څوکو توږي

01.01.2020 رفیع الله ایمان

مردم افغانستان نام دارند!

تلقی ما از بدترین دشمن، باید طرفی باشد که

01.01.2020 مصطفی عمرزی

د سولې عالي شورا ته یوه لنډه کتنه

د سولې عالي شورا په 1389 کال کې د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په فرمان سره جوړه شوه چې مرحوم استاد برهان الدین ربانی یې لومړنی مشر وټاکل شو او یو شمېر جهادي مشران ، قومي متنفذین او یوشمېر پخواني طالبان د رهبري په شورا کې شامل شول. همدارنګه 8 مېرمنې هم د سولې د شورا په ترکیب کې غړیتوب درلود. استاد ربانی د شورا له تاسیس نه یوکال وروسته د طالبانو په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو. د هغه له وژل کېدو وروسته د هغه مشر زوي صلاح الدین رباني د شورا د رئيس په توګه وګومارل شو. د ملي وحدت په ج

31.12.2019 حضرت سهاک

دوبۍ غواړي د نړۍ لومړی خوشحاله هیواد شي

ژباړه: عزت الله ذکي دوبۍ په نړۍ کي د خلکو د رضایت آړوند په وروستي راپور کي ۲۰ ځای لري؛ اوس هڅه کوي، په دې برخه کي د نړۍ لومړی هيواد شي. چي په دې آړه يې د خوښۍ ملي تګلاره هم جوړه کړې او د هوسایني او خوښۍ وزیر به هم وټاکي. د دوبۍ د خوښۍ خپرونو مشر حماد الاوحد د آماراتي اوسېدونکو د رضایت او خوښۍ پلان پراخولو آړوند وویل: "نن ورځ دوبۍ کي ټولي برخي د خوښۍ لپاره په ګډه کار کولو ته آړتیا لري. موږ په ۴۰ ریاستونو او دولتي څانګو کي تر ۴۷ ډېر د خوښۍ آتلان لرو، چي په ټولنه کي ددوی رول د اطمینا

31.12.2019 عزت الله ذکي

۸ شیانو افغانستان د نړۍ لومړی دوست لرونکی هيواد کړ!

ژباړه: عزت الله ذکي «ګلوبل_ويسيز» ويب پاڼي په یوه نوي بيان کي ویلي، ښايي د افغانستان نوم د هغه ناسم آنځور له آمله یوڅه غلط عکس العمل ولري، کوم چي طالبانو د خپلي واکمنۍ پرمهال نړۍ ته وړاندي کړی دی. مګر که موږ د افغانستان له جګړې او سیاست پرته ددغه هيواد بل لید ته وګورو، نو د زياتو دلایلو له مخي، دا هيواد د نړۍ ترټولو دوست لرونکی هیواد کېدای شي. ددې پرځای، چي له ځانه دا وپوښتم، چي ولي هرکال ډېری افغانان خپل ټاټوبی پرېږدي، غوره به دا وي، چي ولي د ډېرو ستونزو سره_سره بياهم

31.12.2019 ژباړه: عزت الله ذکي

د اسعارو د چلند ستونزه

د افغانستان په یو شمیر سیمو(ولایتونو) کې د بهرنیو پیسو د چلند ستونزه او اقتصادی زیانونه یې ملي بیرغ، ملی سرود، ملی پولی واحد(افغانۍ)، ملی سرحدات، ملی پوځ ټول زموږ واحد اومشترک ارزښتونه دي . دهغو ساتنه او پالنه او د قانون له حکم سره سم هغو ته درناوی؛ د هر افغان ملی وجیبه ده. افغانۍ زموږ پولی واحد او زموږ د ملی هویت نښه ده. ټول ملی ارزښتونه د یوملت دتشخص او پیژندنی معیارونه دی. د افغانستان بانک د قانون ۳۳مه ماده وایی: د افغانستان رایجی پیسې او پولي واحد افغانۍ دي. له بده مرغه په دې

30.12.2019 پوهاند محمد بشیردویال

استاد اشرف غنی ته یوه مشوره

په دې کې شک نه شته چې د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني تر ټولو اوسنیو سیاستوالو زیاته د افغاني ټولنې په هکله مطالعه اوڅیړنه کړي او معلومات لري. همدارنګه نوموړي ته په نړیوالو پیژندل شوو سازمانونو او پوهنتونو کې د کار له امله د سیمې او نړیوال سیاست او اړیکو مزي تر نورو ډیر ښه ورته معلوم دي. داسې فکر کیده چې نوموړی به د اولسمشری په لومړۍ دوره کې ، د پخواني اولسمشر حامد کرزي داخلي او بهرنیو سیاستونو ته چې د افغانستان د پاره په زیان تمام شوي و، بدلون راولي. او داسې سیاستونه به راوړاندې کړي

29.12.2019 احمدجان تڼی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more