غزل
د کاڼي زړه هم د هغه غریب په حال ژړېږي
تا پسي اوس د ماشومانو په مثال ژړېږي
اوس به په نوي کال کې ستا د راتلو لارې څاري
په سرو لاسونو الوداع کړي د تېر کال ژړېږي
د خدای ورکړي حقوق نورو ته په برخه لاړه
پښتنې پېغلې دي و شاته د دېوال ژړېږي
د دې سړي په دروغجنې مسکا مه تېر وزه.
د خپل خاموش تصویر تر شا په غالمغال ژړېږي
چا ورته زېری د لالي د شهادت راوړی
اوس په نوکانو پاکوي د زني خال ژړېږي
د لاسو کرښې د تېروچړو په څوکو توږي
لیونۍ بیا په کوم دروغجن کتلی پال ژړېږي.
هغه په زړه کې د ایمان ځای تکبر ته ورکړ
اوس په سرو سترګو د خپل کبر په زوال ژړېږي.
رفیع الله ایمان
2019/12/31
01.01.2020
- مصطفی عمرزی
تلقی ما از بدترین دشمن، باید طرفی باشد که...
01.01.2020
- محمدکریم نور
وایي په پخوانیو وختونو کې یو ډېر شتمن او نېکمرغه سړی وو، پینځه ماشومان یې درلودل، خو د دې لپاره چې خپله نېکمرغي یې له بل چا سره شریکه کړې وي، یو یتیم ماشوم یې په زوی نیونه (فرزندۍ) ومنه او خپل کور ته یې راووست۔ ماشوم هرګوره د وخت په تېرېدا سره ډېر نااهله وخوت او په بدو چارو یې سر شو۔ هر څومره به یې چې غلا وکړه، یا به له ښوونځي وتښتېد، د کور سامان به یې غلا او د باندې وپلوره،هر څومره به یې چې جنګونه وکړل، نو شتمن سړي به څه نه ور ته ویل او د تل په څېر به یې مینه ورسره کوله۔ په دې هیله چې ګواکي...