وایي په پخوانیو وختونو کې یو ډېر شتمن او نېکمرغه سړی وو، پینځه ماشومان یې درلودل، خو د دې لپاره چې خپله نېکمرغي یې له بل چا سره شریکه کړې وي، یو یتیم ماشوم یې په زوی نیونه (فرزندۍ) ومنه او خپل کور ته یې راووست۔ ماشوم هرګوره د وخت په تېرېدا سره ډېر نااهله وخوت او په بدو چارو یې سر شو۔ هر څومره به یې چې غلا وکړه، یا به له ښوونځي وتښتېد، د کور سامان به یې غلا او د باندې وپلوره،هر څومره به یې چې جنګونه وکړل، نو شتمن سړي به څه نه ور ته ویل او د تل په څېر به یې مینه ورسره کوله۔ په دې هیله چې ګواکي ښه به شي۔ یتیم ماشوم ته ورو۔۔ ورو دا فکر پیدا شو چې که چیرې دغه شتمن سړی له ده څخه بېزاره شي، ښایي چې له کوره یې وشړي او دی به بیا په کومو کوڅو کې ژوند کوي۔ یوه ورځ خلک خبر شول چې د همدې شتمن سړي کور ته څوک ورغلي دي، ښځه او خاوند یې دواړه وژلي دي او له کوره یې داسې شیان غلا کړي دي چې ښایي یوازې یو ماشوم یې غلا کړي۔ له همدې امله خلکو ته پوښتنه پیدا شوه چې آیا دغه شتمن ښځه او خاوند خو به همدې یتیم ماشومان نه وي وژلي او هغه هم د دې لپاره چې ګواکي کومه ورځ به دغه شتمن سړی له ده څخه نهیلې او بېزاره شي او دی به له کور ورټي؟؟؟

کټ مټ د همدغه ماشوم په څېر ښاغلی ګلبدین حکمتیار هم له سیاسي اړخه یو یتیم ماشوم وو چې د دې غیرتي ولس لخوا په زوی نیونه (فرزندۍ) ومنل شو چې ګوندې الله ج یې له بدمرغیو خلاص کړي او د دې ولس له نېکمرغۍ څخه برخمن شي۔ خو ښاغلي حکمتیار کټ مټ د همدې نااهله ماشوم په څېر چې هر څه یې په وس کې وو او دي، د خپل ولس نظام، شتمني او بنسټونه یې ولوټل، ونړول او تر پردیو یې قربان کړل، د دې ولس د کور سامان یې غلا او پنجاب ته یووړ، د دې ولس کور، کوڅه، کلۍ، ښار، فصلونه او بېدیاوې یې په راکټونو وویشتې۔

آیا د همغه نااهله ماشوم او ښاغلي حکمتیار تر منځ کومه همرنګي شته؟؟؟
اوس پوښتنه دا ده چې د دې ولس د سر سړي چا له منځه یووړل؟ آیا دا کیدای شي چې د ښاغلي حکمتیار د کړو وړو پر بنست وویل شي چې د دې ولس د سر سړي، د دې ولس مور او پلار ښاغلي حکمتیار ووژل؟
ښاغلي حکمتیار چې له ځوانۍ څخه ټوپک ته لاس اچولی او د جهاد ناره یې اوچته کړې ده، کومه فتوا یې په لاس کې نشته۔ د شهید سردار داوود خان پر ضد یې چې بغاوت وکړ، هغه وخت هم ښاغلي ګلبدین حکمتیار کومه فتوا نه درلوده۔ د روسانو یرغل د حکمتیار د قتل او قتال لپاره یوه خټینه پوزه جوړه کړه۔ له بده مرغه چې د روسانو له وتون څخه وروسته هم ښاغلي حکمتیار د وخت د دولت او ولس پر ضد له جګړې لاس وا نه اخېست او تل یې دا ملت د وژلو لایق وګڼلو او مړ یې کړ۔

آیا ښاغلی حکمتیار هم له دې ویره لري چې که دا ولس پوه شي چې ښاغلي حکمتیار څومره نااهله دی، نو دا ولس به یې ورټي او د دتل لپاره به یې له خپل کور او کلي وشړي؟
بله دا چې ولې ښاغلي حکمتیار او د ده حزب د افغانستان د هویت، دولت، نظامي ځواکونو او اړینو بنسټونو پر ضد سنګر نیولی؟

حیرانوونکې ده: ښاغلی حکمتیار غواړي چې د دې هېواد زعامت پر غاړه واخلي او ولسمشر شي، خو ملي سرود ته یې سپکاوی کوي، پولي واحد (افغانۍ) نه مني، د دې هېواد اقتصادي بنسټونه نړوي، د نظامي ځواکونو پر شتون، وړتیاوو، سرښندنو او بلهاریو ملنډې وهي، تر خپل ملت د پردیو پر غم ډېر کړېږي، د برلېن د دېوال د نړښت ویاړ خپل ګڼي، خو د پنجاب لخوا د پښتونخوا په یرغمل، د مېړوښو او پېغلو په بې عزتۍ او د ځوانانو او ماشومانو په وژن پټه خوله نیسي، هم له افغان دولت څخه د ځان او خپلو همفکرو لپاره په میلیونونو افغانیو خرڅ اخلي او هم د دې دولت پر ضد فتواوې ورکوي، هم ټاکنې غواړي، هم پکې برخه اخلي او هم یې په پایلو لعنت وایي۔

د ښاغلي حکمتیار تر ټولو تازه سنګر دا وو چې د افغانیو د دودولو سره یې خپل مخالفت وښووه او ولس ته یې وویل چې افغانۍ به ناچلې شي، نو ځکه کلدارې، تومن، ډالر او یا ریال وکاروئ۔

کلداره تر افغانیو ډیره په نړیوال بازار کې خپل اهمیت او ارزښت له لاسه ورکړی دی، ایرانی تومن هره ورځ تر کلدارې ډیر خپل ارزښت له لاسه ورکوي، په کابل کې پر ډالر اصلا پېر او پلور نه کېږي، د سعودي ریال خو هسې هم په افغانسان کې ډېر لږ خلک پېژني۔ نو چې داسې ده، بیا ولس ته د کلدارو او تومن د کارولو سپارښتنه څه مانا؟ داسې خو به نه وي چې امر له بل ځای څخه وي؟؟

بیا هم پوښتنه پیدا شي چې د هغه نااهله یتیم ماشوم او ښاغلي حکمتیار توپیر په څه کې دی؟
داسې خو به نه وي چې هغه نااهله یتیم ماشوم هغه شتمن ښځه او مېړه د دې لپاره وژلي وي چې ګواکي له ده څخه نهیلي او بېزازه نه شي او دی له کوره و نه رټي؟
داسې خو به نه وي چې حکمتیار هم د همدغه نااهله ماشوم په څیر خپل ولس ځکه وژني چې له ده (حکمتیار) څخه نهیلې نه شي او دی په هر ډګر ورټي؟ هغه هم هغه ولس چې دی یې په خپله غېږه کې په مینه لوی کړ چې ګوندې د دې ولس له نېکمرغۍ څخه برخمن شي۔

بې له شکه چې ځینې پوښتنې ځواب ته اړ نه دي، بلکې په خپله ځواب دي، خو چې سړی سترګې خلاصې کړي۔ د ښاغلي حکمتیار د کړو وړو پر بنسټ دواړه پوښتنې ځواب دي:

هغه نااهله ماشوم هغه شتمن ښځه او مېړه چې دی ېې په فرزندۍ نیول وو، ځکه ووژل چې له ده څخه نهیلې نه شي او دی و نه رټي۔

همداسې ښاغلی حکمتیار د دې ولس پر ضد سنګر نیولی دی او دا ولس ځپي، ځکه چې ډارېږي که دا ولس لږ دمه شي او په کرارۍ فکر وکړي، کېدای شي چې حکمتیار ورټي او له خپل کور او کلي یې وشړي!