د بنو او پښتنو تړاو د تاريخ يوې بلې زرينې پېښې ته رسېږي، دا تړاو د پښتنو د ازادۍ او حقونو تاريخي تړاو دی او دا اړيکه د هغه مهاله راروانه ده چې کله کانګرېس او ګاندي د خدايي خدمتګارانو او خان عبدالغفارخان سره ځواني ونه کړه او له انګليس سره يې د هند او پاکستان پر داسې وېش سلا وکړه چې خدايي خدمتګاران په کې ګوښې پاتې شول. وروسته چې بيا باچاخان خپل مشهور کتاب "زما ژوند او جدوجهد" وليکه نو په وروستي مخ يې وليکل چې:

د زړه په باغ مې ږلۍ وشوه

بويه چې بيا سپرلی راځي سپړي ګلونه

دا د همدې جفا زړه چاودون و چې د برصغير دغه لوی رهبر په کې همداسې نامراده خدای ته لاړه. 

کيسه داسې وه چې کله ګاندي او جناح د انګليس له هندي وايسرای لارډ مونټ بېټن سره د هند او پاکستان پر وېش موافقه وکړه، د ۱۹۴۷ په جون کې د پښتنو مشران په بنو کې راټول شول او لويه جرګه يې جوړه کړه، دې جرګې دوه ورځې دوام وکړ او خان عبدالغفارخان، عبدالصمدخان اڅکزي، کاکاجي صنوبر حسين مومند او نواب امير محمد خان هوتي يې مشري وکړه، په دې جرګه کې مشهورو علماو او روحانيونو هم ګډون کړی و په دوی کې مولوي عبدالرحيم پوپلزی، د ترنګزو ملا صاحب زوی، حاجي ميرزاعلي خان وزير، مولوي رحمت الله مندوخيل او داسې نور شامل وو. دوی ټولو په يوه خوله د هند او پاکستان ريفرانډم رد کړ او د ازاد پښتونستان غوښتنه يې وکړه. دې غوښتنې دوه يا درې مياشتې دوام وکړ او د پاکستان په جوړېدو سره بيا دا غوښتنه د پاکستان په ايالتي اډانه کې د خپلو حقونو لپاره مبارزې ته واووښته.

په هر صورت دا پرون چې په بنو کې بيا پښتانه راټول شول، دوی د بنو د همدغسې يوې تاريخي لويې جرګې په نسټالژي کې راټول شول، سره له دې چې دا ځل غوښتنې د هغه پخوانۍ لويې جرګې سره توپير لري خو شور همغه دی او شعار همغه دی، او دا شعار د يوې لويې مدعا شعار دی چې لر او بر په کې يو افغان دی. دا هم ده چې د تاريخ په هغه تېره پېښه کې يوازې د پښتنو مشران په بنو کې د عطاالله خان په دېره کې راټول شوي وو او اوس ولس او مشران په لوی ميدان راټول شوي. دا وروستی توپير د يوې اجتماعي بيدارۍ ثبوت دی او دا بيداري د مشرتابه او قاعدې د فکري او عاطفي تړون دغسې شاهدي لري، دا لويې غونډې دا تړون زباتوي.

 

د بيدارۍ تاريخي پسمنظر!

تر ۱۹۴۷ ميلادي وروسته کله چې پاکستان رامنځته شو، هلته خدايي خدمتګاران او د خان عبدالصمد خان په مشرۍ پښتانه تر پراخو ځپنو لاندې ونيول شول. کله چې هند ويشل کېده د هند په چوکاټ کې ډاکټر خان د سرحد صوبې وروستی اعلی وزير وو، نوموړی د خلکو په رايه انتخاب شوی وو، کله چې محمد علي جناح د پاکستان ګورنر جنرل شو نو د ډاکټر خان حکومت يې ړنګ کړ او په دې ډول په پاکستان کې د مدني او انتخابي حکومتونو ړنګولو سلسله له همدې ځايه پيل شوه.

نوي دولت لږ وروسته بيا د پښتنو مشران لکه پاچاخان، ډاکټرخان، قاضي عطاالله او ارباب عبدالغفور  بندیان کړل، پښتانه د دوي د خلاصون په خاطر را پورته شول، دوی له چارسدې بابړې ته راټول شول، او د خپلو حقونو او خپلو مشرانو د ازادۍ سوله ييز احتجاج يې کولو، دغه مهال د پاکستان پولیسو او پوځیانو پرې ناتاره ډزې وکړې او له شپږ سوه  زيات پښتانه یې شهيدان کړل او له دې شهيدانو يې ځینې په سیند کې واچول. د ظلم انتها دا وه چې پوځيان بيا د وژل شویو او ټپیانو کورونو ته ورغلل او ورته يې وويل، چې زمونږ مرمۍ مصرف شوې دي د دې لګښت هم راکړئ، نو په دې ډول دا ظلمونه یو تاریخي مخینه لري. 

په ځانګړي ډول په تېرو څلویښتو کلونو کې پښتانه د دې پرځای چې د ټولنې له منځه راپورته شوي مشران ولري، د قامي مشرتابه پر ځای پرې يا استخباراتي قومي او يا استخباراتي وفاقي مشرتابه ورتپل شوی. 

له تېرې نيمې پېړۍ د پښتنو په سيمو کې د سوله ایز ژوند په مقابل کې تندروۍ ته وده ورکول شوې، په داسې حال کې چې له یوې خوا د پښتنو مزاج همداسې تند دی او له بلې خوا د تندلارۍ لپاره د یوې منظمې برنامې او پروژې لاندې کار شوی نو په دغه توند امتزاج کې د پښتنو د سوليز ژوند توازن د ډېرې زورورې تندلاۍ خوا ته کش کړای شوی. 

په حقوقي لحاظ په ټوله نړۍ کې جرم يو فردي عمل دی، خو په دغه فاټا کې که څوک کوم جرم وکړي د هغه ټوله کورنۍ او آن قوم یې بندي کېږي نو دا خلک په داسې یو ميذوب او مظلوم حالت کې دي.

د هند تر وېش وروسته پښتانه په اقتصادي، سیاسي، تعلیمي او ټولنېز ډګر کې د پاکستان له نورو خلکو ډېر شاته پاتې شول، د پښتونخوا ډېری سرچینې هغه که اوبه او بندونه دي او که د زمکې لاندې زېرمې، دا که په خيبر پښتونخوا کې دي او که په بلوچستان کې، دا ټول د پښتنو نه تروړل کېږي.

 

نوی منظر؛ بمبارډ، وژنې او تښتونې!

د پښتنو دا وروستي خوځښتونه يا احتجاجونه له تېرو اولسو کلونو سره نیغه اړیکه لري، په تېرو اولسو کلونو کې چې امریکا پر افغانستان حمله کړې ورسره جوخت په پښتونخوا کې هم د پښتنو حالت ډېر خراب شوی دی؛ له پاسه پرې امریکایان بریدونه کوي او له زمکې پرې بیا کله ضرب العضب وي او کله شیردل عمليات.

پر دغو قبايلو نږدي ۱۵ ستر عمومي عملیاتونه ترسره شوي. د ظلم وروستی حد دی چې تر ۱۵۰۰ ډېر د سر سړي، خانان او ملکان يې وژل شوي او د عامو خلکو شمېر بيا ډېر لوړ دی. د هغو پښتنو شمېر خورا لوړ دی چې  ورک شوي دي او دا هغه خلک دي چې استخباراتي شبکې یې ځان سره بوځي او حالت یې هیچا ته هم معلوم نه وي. 

د پښتنو په دې سېمو کې ماینونه هم پرېمانه کرل شوي، خلک چې ګرځي ماینونه پرې انفجار کوي او د مرګ او معيوب ژوند په کټګوريو کې ځپل کېږي.

 

ګوندي که ولسي اډانه؟

د پښتنو احتجاجونه په سیاسي ګوندونو پورې تړاو نه لري بلکې دا یو خودجوشه حرکت دی چې د ظلمونو پر وړاندې راپورته شوی، خو په عين وخت کې ټولو ګوندونو ته ښه راغلاست وايي. دا ځل خو د بنو احتجاج د سرو بيرغونو پر ځای سپين او تور بيرغونه پورته کړي وو، کله چې څه موده مخکې خان زمان کاکړ د منظور پښتين او پښتون ژغورنې تحريک سره تر اوږده مزله وروسته د دوی پر ضد پسټونه کول دا د دې څرګندونه کوي چې پښتون ژغورنې تحريک په ګوندي ګرو کې نه دی. 

دې ولسي تحريک ته همدا په کار ده چې د ټولو وي، که کله هم دا تحريک د کوم ګوند په خدمت او مدحه کې شو نو بيا به له ولسي ملاتړ سره مخه ښه کوي او همغه کليشه يي پارلماني سياست کې به د خانانو او نوابانو حجرې ابادې ساتي. له همدې امله په کار ده چې د پښتون ژغورنې تحريک ولسي توب خوندي شي، دغسې ولسي تحريک بېخي يوه نوې تجربه ده، د يوې نوې ولسي رهبرۍ او ولسي ګډون بېساری امتزاج دی، دا امتزاج او دا تجربه بايد د تخريب پر ځای حمايه شي، په دې تجربه کې بايد ټول پښتانه ځانونه وګوري او دا تجربه بايد د ټولو وي او د هيچا نه وي.

 

مدني که فاشيستي خوځښت؟

دا پارېدلي پښتانه د خپلو حقوقو څخه د دفاع لپاره راپورته شوي او فاشستي اجنډا  نه لري، بلکې د دوي اجنډا د انساني او مدني حقونو غوښتنه ده، دوی کله هم د نورو قومونو پر حق د خېټې اچولو ناره نه ده وهلې او دوی کله هم د پراختيا غوښتنې دعونه ده کړې، دوی کله هم د نورو صوبو د سرچينو د زبېښاک خبره نه ده کړې او دوی کله هم پر نورو د اختيار خبره نه ده کړې، بلکه دوی يوازې د خپلو حقونو داعيه راپورته کړې او په خپله جغرافيه کې يې د خپل خونديتوب، ښېرازۍ او پرمختګ خبره کړې، د دوی ډېر څرګندې غوښتنې دا دي: بې درکه خلک دې اعلان شي او کومو چې جرم کړی وي محاکمه دې شي، ماینونه دې راټول کړای شي، د نقیب الله مسید قاتل دې ګرفتار او محاکمه شي،  او بلاخره ګرځبندیزونه دې لرې کړای شي. د دوی غوښتنې ډېرې مدنې او ډېرې بشري او انساني دي، خو دا چې دا غوښتنې ورسره نه منل کېږي دا فاجعه ده.

 

بندې رسنۍ؛ بديل څه دی؟

د بنو لويه غونډه ريښتيا هم تاريخي وه، د ټولو بنديزونو سره ورته په لسګونو زره پښتانه راټول شول، خو د هر ځل په څېر د پاکستان رسنيو دا لويه پېښه رسنيزه نه کړه، د سکوت دا مهر د يوې لويې وېرې عکاسي کوي، کله چې دومره لوی مخلوق په دغسې خودجوشه ډول راټولېږي تر دې لوی د خطر زنګ به چرته وي؟ خو د دې بندو رسنيو په وړاندې يو بل بديل شته او هغه له ټولنيزو رسنيو ډېره فعاله ګټنه ده، د منظور پښتين او نورو ويناوالو خبرې پر فېسباکه او نورو اجتماعي رسنيو دومره په تېزۍ خپرېږي چې تر هغه رسمي رسنيو يې شور ډېر دی. پښتون ژغورنې تحريک په ټولو پرلتونو کې له خواله رسنيو او ټکنالوژۍ ډېره ګټه اخېستې، له نېکه مرغه اجتماعي رسنيو ته پاملرنه د دې تحريک پيل او ابتدا وه چې تر اوسه همداسې په شوق دوام لري،  کله چې نقيب الله مسيد ووژل شو، د هغه يو ملګري د فېسبوک له لارې د مسيد د ننګې لپاره په کراچۍ کې د راټولېدو وويل او بيا له ۶-۷ زرو پورې خلک راټول شول، دا راټولېدنه وروسته بيا د سترو احتجاجونو پيلامه شوه.

 

دوامدارتوب؛ لويه ځانګړنه!

د بنو غونډه تر يوې اوږدې خاموشۍ وروسته تر سره شوه، داسې انګېرل کېده چې د علي وزير او محسن داوړ تر بندي کېدو وروسته دا تحريک په يوې ويروونکې څپې کې خاموشۍ ته اړويستل شوی. خو داسې ښکاري چې نه منظور کرار شو او نه وزير او محسن داوړ وډار شول. د حق غوښتنې دا ناره همداسې توده شوه، دا څپه لکه د سمندر خاموشه راغله او په لوی قوت بيا ځلې راپورته شوه.

د پښتون ژغورنې تحريک په وړاندې له پيله داسې وړاندوينې وې چې دا تحريک به تر يو څو غونډو وروسته متلاشي شي او همداسې به د تاريخ يوه هيره او ورکه څپه شي. خو داسې ونه شول، کله چې د پښتون ژغورنې تحريک په پيل کې د اسلام اباد مشهور پرلت ترسره کړ، د پاکستان حکومت ورته يوه میاشت وخت ورکړ چې په ترڅ کې به يې ټولې غوښتنې ومنل شي، د پاکستان حکومت په دې ګمان ؤ چې په دې يوه میاشت کې به هرڅه ساړه شي، پښتانه به خپلو کورونو ته لاړ شي او بیا چې موږ هر څه غواړو هغه به کوو، خو داسې ونه شول منظور پښتین او ورسره ټیم پر ځای کېنناستل، کله بلوچستان، کله پیښور، کله وزیرستان، کله بنو، کله سوات او کله کراچۍ ته لاړل او په ولسي کچه یې د خلکو د راویښولو کار وکړ.

 

لرو او بر يو افغان!

د ډېورنډ کرښې تر راښکلو وروسته دا دومره لوی ولس په دوه برخو ويشل شوی و، خو د تاريخ په يوه بله مجبورۍ کې په سلګونو زره افغانان له دې کرښې واووښتل او کوز يې له پښتنو سره اړيکې جوړې کړې، دا اړيکې سره له دې چې د نېشنل ګوند په مخالفت کې ډېرې قامي نه شوې خو د راشه درشه يو لوی فرصت يې رامنځته کړ. 

په تاريخي لحاظ د پښتنو د فرهنګ او ژبې لوی مرکزونه په کوزه پښتونخوا کې پاتې شوي، کوزني پښتني ادبي حلقې د پښتنو د ژوند ډېره طبيعي ترجماني کوي. کوزني هم په ادبي او هم په عصري علومو کې نسبت برنيو ته مخکې دي، حتی د ديني علومو لوی مرکزونه هم کوز دي او هر کال زمونږ د وطن لوی شمېر طالب العلمان له دغو لويو مدرسو فارغېږي، نو د دغه فرهنګي او علمي پرتلې له مخې د لرو او برو پښتنو د ژوند کچه، پوهه او فکري واټن اټکلېدونکی دی، ځکه خو يو شمېر څېړونکي دغه توپيرونه د دې ويشل شوي قام د يوځای کېدو په وړاندې ننګونې ګڼي، خو کله چې د پښتون ژغورنې د پرلتونو له منځه د لر او بر يو افغان نارې راپورته کېږي دا په زبات رسوي چې اوس هم دا خبره زور لري او شور لري، لا هم د دواړو غاړو عاطفي تړاو په ځواک کې دی او په دومره لويو توپيرونو کې دا ناره د يوه ګډ او متحد راتلوکي سټراټيژيک شاخص دی.

 

د  مېرمنو درنه ونډه!

د پښتون ژغورنې تحريک په هره اجتماع او پرلت کې له ديني او ملي ارزښتونو سره دروند تعامل کړی دی، کله چې سړی د عمران خان او منظور پښتين احتجاجونه پرتله کوي نو يو ډېر واضح توپير يې دا هم دی چې دلته مېرمنې په خورا درنښت راځي، نه نڅيږي او نه په نشو او تماشو کې بوختې وي، دلته چې پښتنه مېرمن راځي هم نو په خپله لوپټه کې د خپل ورک لالي د مرګ او ژوند پوښتنه کوي، د خپل معيوب بچي ژوند ژاړي، د خپل ړنګ کور وير کوي او د خپل شهيد پلار سايه غواړي، په دوی کې پېغله وړانګه لواڼۍ هم ده چې د خپلو حقونو په سيالۍ کې يې خپل شيرين ورور له لاسه ورکړه، اوس چې هره غونډه وي نو لواڼۍ ته پښتانه لوپټه په سر کوي، اوس يې د ارمان لواڼي پر ځای ټول پښتانه ورونه دي، نو دلته چې کومې مېرمنې راځي دوی ټولو خپل غمونه راوړي او د پښتنو مخې ته يې ږدي او ورته وايي چې تاسو به کله ځانونو له خپله مصئونه زمانه جوړوئ؟ 

او په دې ډول دا پرلتونه او دا احتجاجونه د همدې مصئونې زمانې يو انقلابي خو سوله ييز لټون دی، د پښتانه د کاله دا ورکه به پيدا شي خو زمونږ د نسل وروستی انسان به هم وخوري.