په هرات کې د حجاب په اړه د مولوي مجيب الرحمن انصاري عامه پوهاوي پيغامونو د حجاب او ښځې په اړه ارزښتي بحثونه رامنځته کړي دي، حجاب او نقاب په جزياتو کې د اسلامي علماو تر منځ د اختلاف موردونه دي، او په دې اړه د ثقه علماو بحثونو او څېړنو ته رجوع په کار ده.

هغه بحث چې په دې منځ کې ډېر جدي او د تمدني مدونو په تقابل کې مهم دى، هغه په کورنۍ او ټولنه کې د ښځې ارزښتي موقعيت دى.
له بده مرغه زمونږ د وطن په ډېرى نارينه و کې د ښځې په اړه تصور د افراطيت ښکار دى، يوه ډله په کې ښځو ته درسېدو ازادي غواړي خو نوم ورته د ښځو ازادي ورکوي، د کچه ازادۍ دا تعبير د يو مشهور عالم دى چې خورا رياليسټيک دى. بله ډله ښځه يوازې د سړي خادمه بولي او ټول انساني کرامتونه يې ترې تروړلي.

پوښتنه دا ده چې د دې وېش نه ور اخوا د ښځو د نجات بله کرښه هم شته که نه؟ دلته همدا وېش او همدا دريمه کرښه لنډه بحث شوې ده.

 

د غرب عشوه ګره ښځه!

هغوى چې غواړي د ښځې ټولې اړيکې ښځ محوره او فيمينيسټي کړي، دوى اصلاً غواړي د ښځې اړيکې له مېړه، پلار او ورور سره بې اعتنا شي او دا اړيکې پر جنسيتي ټکر ژوبلې او پردۍ کړي. دوى غواړي اخلاقي نظم ړنګ او ټولنيز ژوند لاوبالي کړي، دوى اصلاً کور او کورنۍ ړنګوي او تر څو چې داسې ونه کړي دوى ښځې ته د رسېدو ازادي نه شي ترلاسه کولى.

ښځه په دې قطب کې نانځکه ده نڅېږي او يو جسم دى هوسونه ماتوي... دغه ښځه هرې نوې جامې او پاجامې ته جامې باسي او پر تلويزيون او هر رسنيز فورم يې تشهيروي، دا ښځه بايد د هر فلم په يوه صحنه کې راپيدا شي چې د فلم هلک ورسره مينه وکړي او دا ورته ونڅېږي، د دې معشوقې او عشوه ګرې ښځې وروستى عمر بيا په دې شکېدلو اړيکو کې سخت له کړاو او عذابه ډک وي.
تعليم او تحصيل د ښځې حق دى خو د هغه PHd لرونکې ښځې دې سوال ته ټول بشر بې ځوابه و، چې خپل ټول ډيپلومونه او تحصيلي سندونه يې نيلام کړل او ويې ويل چې دا ټول رانه واخلئ خو ما ته مېړه راکړئ! خو دا ډېر ناوخته و، د جهاني صاحب يو شعر دغسې يو منظر ډېر ښه انځور کړى:

ګوره ښايستې نجلۍ پښېمانه به سې

خوله تر قيامته څوک خولګۍ نه بولي

دا بې انصافه دا هېرجن خريدار

پرونۍ ښکلې ناوکۍ نه بولي

 

د ټولنې وينځه ښځه!

زمونږ په وطن کې داسې سيمې هم شته چې هلته ښځې ته عاجزه وايي، ښځې ته کډه وايي او ښځې ته واړه او بچيان وايي، دا زمونږ په ټولنه کې د ښځو اجتماعي موقف او حيثيت ښايي...

پنځلس کاله مخکې مې په يوه ولايت کې د روغتيايي ادارې معلوماتي سېسټم په برخه کې دنده درلوده، د يوه ګډ هيئت په ترکيب کې د يوې مياشتې لپاره د کلينيکونو نظارت ته تللي وو، دا خاطره مې هيڅکله نه هيريږي؛ يو نارينه له مېرمنې سره راغى، د روغتيايي مرکز کارکوونکي د نوم ثبتولو لپاره د ناروغې د نوم پوښتنه وکړه، نارينه ورته وويل چې نوم يې ټيزنه دى!

زه سخت خفه او حيران شوم، وروسته مې پوښتنه وکړه چې دغسې نوم يې څنګه ايښى، هغه روغتيايي کارکوونکي راته وويل چې دلته نارينه د خپلو مېرمنو نوم چاته نه ښايي، دا يې غلط نوم وښودلو!

دغه کټګورۍ خلکو ښځه د کور او ګور په جبر کې تړلې، ښځه د جارو او دېګ مزدوره ده، ښځه له تعليم او لوړو زده کړو نه محرومه ده، ښځه يوازې د بچيانو د توليد کارخانه ده، ښځه د مېړه په څپېړو او جزا کې د خاموشۍ ژوند تېروي که داسې ونه کړي نو بيا کم اصله ده!، ښځه د پلار د ولور توکى دى، ښځه د بدو پور دى، ښځه د خرڅون د بازار عرضه او تقاضا ده، ښځه له ميراثه محرومه ده او خپله شتمني نه لري...

ښځه به يا د مړه مېړه وړو يتيمانو ته سر سپينوي، يا به شونډور او خېټور لېور ته په نکاح کېږي او يا به په بازار کې پلورل کېږي. ښځه د مېړه د انتخاب حق نه لري، د تنقيد او بيان له ازادۍ محرومه ده او د ژوند ډېرې بسيطي پرېکړې نه شي کولى، مطلب ښځه په دې قطب کې خداى سړو ته پيدا کړې.

 

عزتمنه ښځه؛ دريمه کرښه!

اړينه ده چې د پورته دواړو قطبونو سره په يوه وخت کې مبارزه وشي، د يوه قطب پرېښودل او د بل په نښه کول ښځه نوره هم ذليلوي، له دغسې مبارزې سره په خوا کې د بديلې لارې وړاندې کول هم په کار دي.

مونږ ته د درېمې کرښې د تعريف اړتيا ده، دا کرښه بايد ښځه د ارزښتي منظره مطرح کړي، په دې ارزښتي بحث کې تر هر څه لومړى بايد ښځه د يو مکمل انسان په توګه مطرح او ومنل شي، دلته بايد ښځه په يوې ښځينه جزيرې کې ونه اوسېږي، که ښځه له فيمينسټان څخه و نه ژغورل شي او د يوې شېبې لپاره داسې ومنل شي چې د نړۍ ټولې ښځې فيمېنېسټانې شوې؛ همدا شېبه به د بشري نسل د نابودۍ وروستى عمر وي.

په دې کرښه کې به ښځه لکه د نارينه د کورنۍ او ټولنې فعاله برخواله او شريکه وي، ښځه به عالمه، ډاکټره، فقيهه، معلمه، پوهانده، مفسره، محدثه، ليکواله، شاعره، مور، خور، لور او مېرمن وي... ښځه به حقونه او مسئوليتونه دواړه لري. دا هغه تصور دى چې فکري او عملي وجوديت يې زمونږ د اسلامي تمدن په راڼه ماضي کې شته او لوستل غواړي.

اسلام د دې کرښې ماهيت او کيفيت په خپلو سوچه او لاس نه وهلو سرچينو کې واضح کړى، نو که ښځه د خپل حيثيت، عزت او شرف دفاع کوي او که خپله هويتي قضيه راسپړي نو ځاى يې اسلام دى، د غرب په عشوه ګرۍ او استثماريت او د خپلې ټولنې په تحجر او کلتوري انحراف کې دا دفاع او دا سپړنه د سراب مزل دى، ښځه به په دې مزلونو کې په يوې لويې بيديا کې خوشې شي او بيا به د دې بيديا په ساره او اوږدو کې همداسې ستړې او لالهانده ورکه شي.