د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لرغونو یوناني سیاسي افکارو پیژندنه

سیف الله څرګند 29.08.2016 09:42

سیاسي افکار د هغو سوالونو مطالعه د چي توان، عدالت، حقوق، قانون او ځیني نورو د حکومتوالۍ اړوند موضوعګانو پوري اړه لري.

د ایرنیسټ برکر Ernest Barker نظر ته په کتو سره ویلای سو چي سیاسي افکار شروع له لرغوني یونان څخه وه یا په بل عبارت د لرغوني یونان سیاسي افکار د نړۍ لو لومړنیو سیاسي افکارو له جملې څخه شمېرلی سو.
لرغوني یوناني سیاسي افکارو په پخوانیو سیاسي مکتونو باندي د اغیزي لرلو ترڅنګ په اوسنیو یا معاصرو سیاسی نهادونو باندی هم خپل تاثېر ساتلی ده چي ساده دلیل یې منطقي فکر، سیکولر نظریه او د یونان د ښاري دولتونو اغیزمن مدیریت کیدای سې.

په حقیقت کي د یونان ښاري دولتونو د مختلفو ادارو د یو لابراتوار په حیث کار وکړ.

د لرغوني یونان په ښاري دولتونو کي سیاسي او ټولنیز سازمانو د ګډو ګټو لرونکي و، په کومو کي چي ګډ ژوند او ګډ خویونه پراته وي.

دین د خلکو په ژوند کومه اغېزه نه لرله، ټوله یوناني ټولنه په دې عقیده وه چي دولت یو طبعي موسسه ده چي ده خلکو د اخلاقي او شخصي پرمختګ لپاره منځ ته راغلې ده.

دولت د یو وسیلې په توګه وبلل کېده، انسان د په ځان حکومت کونکو ټولنو یو ازاد غړی وپېژندل شو په داسې حال کي چي پوره برابري، فرصتونه او حقوق موجود و.
د لرغوني یونان ښاري دولتونو د حکومت مختلف ډولونه درلودو لکه:

اریسټوکراسي Aristocracy: د حکومت هغه ډول ده چي قدرت د ټولنې د نجيبو او اشرپو خلکو په لاس کي وي.
شاهي یا Monarchy: د حکومت هغه ډول د چي قدرت د یو کس یا یوې کورنۍ په لاس کي وي.
ډیموکراسي Democracy: د حکومت هغه ډول د چي قدرت په غیر مستقیم ډول د خلکو په لاس کي وي.

یوناني کورنیو په یو اخلاقي ټولنه باور درلود، د دوې په نظر ښاري دولتونه د دې تر څنګ چي په ځان بسیا دي د حکومت کولو پوره وړتیا هم لري. دوې باور درلود چي د انسان باید اخلاقي موجود و اوسې ځکه چي دولت یو اخلاقي موسسه ده.

لرغونو یونانیانو ته د بشر هوساینې لومړیتوب درلود، پوهي او تعلیم ته ډېر پام کېده، یوناني فیلسوفانو د یو داسې حالت په را منځ ته کولو کي چي د ټولنې ټول طبقې یو له بل سره پوره همکاري وکړي ډېر کوښښ وکړ.

د لرغوني یونان د ښاري دولتونو یو څو خاص ځانګړنې.

1.    ښاري دولتونو په مستقیم ډول تر خپل قدرت لاندي کوچنۍ سيمي اداره کولې.

2.    ښاري دولتونه هم کلیسا او هم دولتونه ول.

3.    ښاري دولتونه په ځان بسیا او حکومت کوونکي دولتونه ول، اوسېدونکو یې له ورکړل سوې ازادي څخه خوند اخیست.

4.    ښاري دولتونه تعلیمي، اخلاقي او سیاسي جوړښتونه ول، د خلکو له خوا په مستقیم ډول په سیاسي فعالیتونو کي برخه اخیستل کېده او په لوړه کچه خپل منځي هماهنګي موجوده وه.

لرغونو یونانیانو قانون ته ډېر اهمیت ورکاوه ځکه چي د قانون دوې ته دا موقع ورکوي ترڅو منطقي فکر وکړي.

د یونان سیاسي عالمان په دې باور ول چي قانون بې غرض او بې طرفه ده. دوې باور درلود چي د خلکو د هوسا ینې لپاره قانون ضروري ده، په عملي ډول عدالت یې د ځان لپاره فضیلت باله.

عدالت یې د دې لپاره هم مهم ګڼي ترڅو د ټولنیز پرمختګ لپاره ټول مجبور کړې چي په ګډه سره کار وکړي. د اپلاتون Plato او ارسطو Aristotle له نظره عدالت (Justice) د دولت قانون په منل ده.

د یونان ننني حالت له پروني حالت سره ډېر فرق لري، په یونان کي د تابعیت ننني ماهیت او پرونی فرق کوي، په لرغوني یونان کي تابعیت د  مالیاتو د ورکولو تر څنګ له ځینو حقوقو څخه برخمن کېدل لکه رایه، له قانون څخه ملاتړ، په سیاسي فعالیتونو کي په مستقیم ډول مداخله او داسې نور شامل و ځکه لرغونو یونانیانو د استازي په سیستم باور نه درلود.

په هر حال د ټولنې ټولو وګړو ته هم دا امتیازات نه ورکول کېدل لکه د دولت په سیاسي چارو کي په مستقیم ډول ګډون چي د هغو له جملې څخه غلامان، ماشومان، زاړه خلک، او په ځينو ښارونو کي و ښځینه طبقې ته دا اجازه نه وه چي په سیاسي چارو کي برخه واخلي، ځکه یونانیانو باور درلود چي دوې خپل کارونه په سم ډول سرته نه شې رسولای یا په دوې یې کار پوره نه باله.

د ټولنې کارې طبقې ته که څه هم چي وړتیا به یې لره خو تابعیت[1] نه ورکول کېده. په لرغوني یونان کي معمولا هغو کسانو ته تابعیت ورکول کېده چي اقتصادي حالت به یې شه و او یا لږ تر لږ ورځنی ژوند خو یې باید برابر وای.
په لرغوني یونان کي د حکومت ډول یو رقم نه و سره له دي چي د یو رقم ځمکني پراختیا او تقریبآ یو رقم نفوس  خاوندان و.

د حکومت له مهمو ډولونو څخه یي اریستوکراسي، مونارکي او ډیموکراسي  یادولی سو.

د لرغوني یونان سیاسي فلیسوف  ارسطو Aristotle د نړۍ د نږدې ۱۵۸ هیوادونو قانونونه مطالعه کولو څخه ورسته د ګډ قانون په درلودو ټينګار کاوو.
د لرغوني یونان اوسېدونکو په ډیموکراسي باور نه درلود او نه د حکومت له هغه ډول سره چي  د استازي واسطه کنټرول کېدی موافق و.  یونانیانو د حکومت هغه ډول ملاتړ کاوه چي د طبقه یز جوړښت په اساس د ټولنې نجیبو او اشرف خلکو د حکومت کولو زمینه برابرې ده چي د اریسټوکراسي Aristocracy په نامه یې یادولی شو.

په لرغوني یونان کي په ټولې سیاسي غوښتنو ته به د خبرو اترو او بحثونو په نتيجه کي ځواب ویل کېدی.

لرغونو یوناني سیاسي عالمانو په سیاسي لحاظ د یونان لپاره ډېر کار کړی ده، د دوې کړنو او سیاسي افکارو په لرغونو پېړۍو، منځنيو پېړۍو او معاصر پېړۍو په سیاسي افکارو خپل مستقیم اغېز لرلې ده چي د افلاطون Platoاو ارسطو Aristotle  سیاسي افکار تر نورو مخکې او ډېر اغېزناک ثابت سوې دي.

لیکنه: Puja Mondal

ژباړه: سیف الله څرګند


 تابعیت یعنې د رایه ورکولو حق، په سیاسي چارو کي په مستقیم ډول ګډون کول او داسې نور.[1]