د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دملتونو ټولنه

سیف الله څرګند 10.02.2016 15:31

د ملتونه ټولنه
o د لومړۍ نړیوالې جکړې په ورستیو کې د نړۍ مشران په دې صلاح سول چې دنړیوالې سولي او امنیت لپاره یو نړیوال سازمان جوړ کړي چې عمده موخې به یې د هیوادونو د سیاسې خپلواکي تحقق او د ځمکنۍ بشپړتیا تضمین او نړیوال امنیت ساتل وي.
دنړیوال امنیت او سولې د ټینګښت لپاره تر ټولو لومړنۍ هیڅې په ۱۹۱۵ کال کې دامریکا په فیلادلفیا ایالت کې سولي ته د هڅوني ټولني لخوا پیل سوې.
دوخت ځینې مشرانو په دې برخه کې ډېره لیوالتیا نه لرله چې د امریکا ولسمشر (ووډرو ویلسن) هم د دوي له جملې څخه و، خو په ورستېو کالونو کې په نړیواله کچه د نړوال امنیت او سولې د ټینګښت لپاره د ټولو ملتونو څخه د یو ګډ سازمان جوړېدو ته لیوالتیا زیاته سوه چې په دې لړ کې د امریکا د ولسمشر ووډروی ویلسن څورلس اوصول چې په ۱۹۱۷ کال کې یې کانګرس ته وړاندې کړل اخرنی اصل یې د ملتونو د ټولنې په اړه و چې متفقینو د جنګي اهدافو په حیث ومانه.
د ملتونو ټولنې په برخه د متفقو هیوادونو د هم نظر کېدو څخه ورسته بریټانیا لومړی هیواد و چې د ملتونو ټولني د طرحي جوړولو په موخه یې د نړیوال خقوقپوه او قاضي لارډ فیلیمور په مشري د حقوقپوهانو، ډیپلوماټانو کمېټه جوړه کړه. په دې برخه کې نوري هڅي لږ ورسته د امریکا د ولسمشر ویلسن د سلاکار ای. ایم. هاوس او جنرال کریسټین سموټ چې د سوېلي افریقا اوسېدونکی و د یادولو وړ دي. د ملتونو ټولني ته د ورسایلز د تړون له مقدماتي هڅو سره هم مهاله ډېر کار وشو چې په نتېجه کې د سولي په نړیوال کنفرانس کې چې ۱۹۱۹ کال د جنوري په اتلسمه د جوړ شو د بریټانیا له خوا څخه جوړه سوې طرحه د سولي د تړونونو نه بدلیدونکې برخي په توګه ومنل شوه. د وران کال د اپریل د میاشتي په ۲۸مه د ورستي میثاق مسوده د سولي کنفرانس ته وړاندې شوه چې له مخکني تړونو سره یوځای د رایو په اکثریت سره په تصویب ورسېده. یوه اونۍ ورسته اریک ډارمونډ د ملتونو ټولني د کمېټې له خوا د ټولني د لومړي سرمنشي په توګه ټاکل شو. لکه څنګه چې د ملتونو ټولنه د ورسایلز د تړون یوه برخه وه نو تر راتلونکو اتو میاشتو پوری یې په رسمي ډول پرانیستنه وځنډېده، تر څو چې د ۱۹۲۰ کال د جنوري په لسمه لاسلیک او د اجرا وړ وګرځید.
غړیتوب: د میثاق د دوهمې مادې له مخي هرهغه هېواد، سلطنت، او مستعمیرې چې خپلواک حکومتونه یې لرل د غړیتوب حق درلود. د دولتونو تر څنګ ځیني نورو بسټونو هم د عریتوب حق درلود لکه هندوستان لا خپلواک شوی نه و خو د ملتونو د ټولنې غړیتوب یې تر لاسه کړ. نویو غړو ته ځینی شرطونه کیښودل سول لکه هنګری باید د هابسبورګ کورنۍ ته دوباره په قدرت کې ونډه ورنه کړي، ایتوپیا باید غلامي او د وسلو کاروبار پای ته ورسوی. جغرافیوي پراخوالی هم د اهمیت وړ و لکه لختو، مناتین او سان مارینو ته د کوچني پراخوالي له کبله غړیتوب ورنکړل شو.
ټولنې دوه ډوله غړي لرل بنسټګر غړي او نوي غړي: ټول هغه ۳۳ هیوادونه د چي دورسایلز په تړون باندي د امظا سره یې میثاق د تړون نه بېلېدونکې برخه بللی وه بنسټګر غړي ول او ټول هغه هیوادونه چي دټولنې د شرایطو سره سم او په عمومي اسمبلي کي د دوه ثلثه رایو په اخیسلتو سره به د ټولنې غړي کېدل نوي غړي ول چې تر ۱۹۳۹ کال پوري شاوخوا ۲۰ هېوادنو د ټولنې غړیتوب تر لاسه کړ چې ټولټال ۵۴ هیوادونه ول.
غړو هېوادونه ته له ټولنې څخه د وتلو حق ورکړل شوی و خو د ټولنې د نظم لپاره یو لړ شرایطو شتون درلود لکه؛ ټولنې ته دوه کاله مخکي خبر ورکول، په یاده موده کې خپله نړیوال مسؤلیتونه په سم ډوله سرته رسول له عمومي اسمبلې څخه د تاید رائې اخېستل.په ځېنو مواردو کې ټولنې کولای سوای چې له ځینې هېوادونو غړیتوب واخلي خو دا کار په سم ډول سرته ونه رسید لکه په ۱۹۳۹کال د اکتوبر په ۳۰مه شوروي اتحاد په فنلینډ د یرغل له کبله له ټولنې وایستل شو خو په ۱۹۳۵ کال کې د ایټالیا له خوا په ایتوپیا یرغل وشو دملتونو ټولنې کوم عکس العمل ښکاره نه کړ چې دا په خپله د ملتونو د ټولنې دوه مخی او ضعیف سیاست په ډاګه کوي.
د ملتونو د ټولنې څانګي: د ملتونو ټولنه له درې ارګانونو( اسمبله، شورا او سکرتریت) څخه جوړه سوې ده.
اسمبله: اسمبله د ټولنې مرکزي برخه وه چې د ټولو غړو هېوادنو څخه جوړه سوې وه او هرهېواد لږ تر لږه درې استازي پکې لرل چې هر یوه یې د یوې رای حق درلود او دوه ډوله غونډې یې کولې. لومړی عادي غونډې چې په کال کې به یو ځل کیدلې او دوهم فوق العاده غونډې چې په ځینو خاصو شرایطو کې کېدلې چې د ملتونو ټولنې تر اخیره پوري پنځه ځله جوړي شوې دې او د اسمبلې مقر په جینېوا ښار کې و.
شورا: شورا هغه اجرایوي ارګان و چې د متفقو هیوادونو په شمول د ځینو هېوادونو له استازو څخه جوړه سوې وه او غړي یې د عمومي اسمبلې له لورې ټاکل کېدل چې ټولټال ۱۴ غړې یې لرل او د ملتونو ټولنې اجرایوي کارونه یې سرته رسول.
سکرتریت: سکرتریت یا دارلانشآ چې د ټولنې له اصلې برخو څخه شمیرل کېده او مرکز یې په جینیوا ښار کې و. سکرتریت له یوه منشې او دوه نایب منشیانو څخه جوړ و. سرمنشې د شورا له خوا څخه عمومي اسمبلې ته له معریفي کیدو څخه ورسته د رایو په اکثریت ټاکل کېدی. لومړی سرمنشې اریک ډورومنډ و چې د میثاق د لاسلیک په مهال د غړو هېوادونو له خوا وټاکل شو.
د ځینو مشکلاتو له امله د ملتونو ټولنه د اهدافو په ترلاسه کولو کې پاته راغله او ویې نسوکړای چې د دوهمې نړیوالي چګړې مخه ونېسي چې دلته یې څو نقطې په لنډ ډول تشریح کړو.
په ورسایلز تړون کي د میثاق درج کول د دې سبب سو چې ټولنه دې د سترو فاتحو هېوادونو د ګټول څخه د دفاع قرباني سې که څه هم دواده سندونه ورسته سره بیل سول خو د سترو قدرتونو نفوذ په خپل حال پاته سو.
د رائي اچوني په برخه کې یو لړ ستونزې د ټولنې ته د یو لړ مشکلاتو د راوړلو سبب شوې.
د شورا او اسمبلې د واکونو سم نه تعریفیدل او د یو شمیر وکونو ګډ استعمالول د ټولنې لپاره سرخوږی شو.
د شورا د دندو پراختیا.
له سازمان څخه د وتلو شونتیا.
اجرائوي ضمانت نه شتون او داسې نور لاملونه ول چې د ملتونو ټولنه یې په خپلو کارونو کې پاته راوستله.
سیف الله څرګند
ح-هندوستان