د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان

سیف الله څرګند 18.01.2017 12:35

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان
د لومړۍ نړیوالې جکړې په ورستیو کې د نړۍ مشران په دې صلاح شول چې دنړیوالې سولي او امنیت لپاره یو نړیوال سازمان جوړ کړي چې عمده موخې به یې د هیوادونو د سیاسې خپلواکي تحقق او د ځمکنۍ بشپړتیا تضمین او نړیوال امنیت ساتل وي چي په پایله کي د ملتونو ټولنه جوړه سوه خو د ځینو مشکلاتو له امله د ملتونو ټولنه د اهدافو په ترلاسه کولو کې پاته راغله او ویې نسوکړای چې د دوهمې نړیوالي چګړې مخه ونېسي چې دلته یې څو نقطې په لنډ ډول تشریح کړو.

په ورسایلز تړون کي د میثاق درج کول د دې سبب سو چې ټولنه دې د سترو فاتحو هېوادونو د ګټو څخه د دفاع قرباني سې که څه هم دا دوه سندونه ورسته سره بیل شول خو د سترو قدرتونو نفوذ په خپل حال پاته سو.
د رائي اچوني په برخه کې یو لړ ستونزې د ټولنې ته د یو لړ مشکلاتو د راوړلو سبب شوې.
د شورا او اسمبلې د واکونو سم نه تعریفیدل او د یو شمیر وکونو ګډ استعمالول د ټولنې لپاره سرخوږی شو.
د شورا د دندو پراختیا.
له سازمان څخه د وتلو شونتیا.
اجرائوي ضمانت نه شتون او داسې نور لاملونه ول چې د ملتونو ټولنه یې په خپلو کارونو کې پاته راوستله.
د ملګرو ملتونو تاریخي شالید
په خپلو کارونو کي د ملتونو د ټولنې پا ته را تلل نړیوال قدرتونه مجبور کړل تر څو د یو داسې نړیوال سازمان په لټه کي سې چي پورته ستونزو ته د ځواب ویلو تر څنګ نړیواله سوله تامین کړي؛ په همدې مقصد په نړیواله کچه هڅې پیل سوې؛ د متحدینو اعلامیه، د اتلانتیک منشور، د مسکو کنفرانس، د ډومبارټن اوکس او ایټالیا کنفرانسونه او د سانفرانسیسکو کنفرانسونه د پورته نیو هڅو غوره بېلګي دي.
1. د متحدینو اعلامیه: د ۱۹۴۱ کال د جون په میاشت کي متحدینو د لندن په ښار کي یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چي په نړیوال امنیت، سوله، اقتصادي او فرهنګي همکاري ټینګار په کي شوی و؛ دا د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان د منځ ته راتګ په برخه کي لومړي هڅه وه.
2. د اتلانتیک منشور: د ۱۹۴۲ کال د اګسټ په ۱۴ د امریکا ولس مشر فرانکلین روزولټ او د لندن لومړی وزیر ویسټون چرچل د اتلانتیک په سیمه کي یو تړون امضا کړ؛ په کي ویل شوي ول ( ترڅو چي یو دوامداره او پراخ نړیوال نظام نوي جوړ شوی د دولتونو بې وسلې کول اړین دي).
3. د ملګرو ملتونو اعلامیه: د لومړی ځل لپاره په ۱۹۴۲ کال د جنوري په لومړۍ نېټه چي امریکا په نړۍ واله جګړه کي ښکېل سوه، په واشنګټن کي د ۲۶ متفقو هیوادنو تر منځ یوه اعلامیه لاسلیک شو چي د محوري هیوادونو( المان، ایټالیا او جرمني) په وړاندي د هرډول اقتصادي او نظامي همکاريو په کار اچولو ټینګار په کي شوی و، له دې ورسته د ځینو نورو هیوادنو تر منځ هم د ملګرو ملتونو په نامه هوکړه لیکونه لاسلیک شول؛ په ۱۹۴۳ کال سپټمبر په میاشت کي د امریکا د مشرانو جرګې یو د پول برایټ تر نامه لاندي یو پرېکړه لیک لاسلیک کړ چي له مخي یې له کانګرس څخه غوښتنه کړي وه چي د یو نړیوال سازمان له جوړېدو سره دي موافقه وکړي؛ د همدې غوښتنې په اساس د مشرانو جرګې د سناتور کونالي طرحه ومنله.
4. د مسکو کنفرانس: د ۱۹۴۳ کال د اکتوبر په میاشت کي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د روسي هیواد د بهرنیو چارو وزیر، د چین لوی سفیر او د انګلیستان هیواد د بهرنیو چارو وزیر یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چي د یو داسې نړیوال سازمان چي د سوله غوښتونکو هیوادنو د خپلواکۍ اصل ته په کتو سره د نړی ټولو هیوادونو ته د غړیتوب حق پکې ورکړل سوی وي ټینګار وکړ. په دوام یې د تهران کنفرانس جوړ شو کنفرانس کي د انګليستان لومړي وزیر ویسټون چرچيیل، د امریکا ولس مشر روزلټ او د شوروي اتحاد ولس مشر ستالین د نړۍ والي سولي په اړه خپل نیت او ټینګار څرګند کړ.
5. د ډومبارټن اوکس او ايټاليا کنفرانسونه: په ۱۹۴۴ کال د امریکا په واشنګټن ویلای ایالت کي د انګلیستان، امریکا او شوروی اتحاد له کارپوهانو څخه دوه ګډ کمېسيونونه جوړ شول چي له یو لړ خبرو ورسته یې په ۱۲ څپرکيو کي یو سند چمتو کړ چي د سازمان په اصولو، اهدافو، جوړښت، د نړیوالې سولې په ټینګښت او امنیت او د هیوادنو تر منځ په اقتصادي همکاري په کي بحث شوی و.
د نړیوالې سولې او امنیت مسؤولیت امنیت شورا ته په غاړه ور اچول شوی و چي له پنځو لویو قدرتونو څخه جوړ و خو د رایي ورکولو او پرېکړو د څرنګوالي په اړه ده اختلاف له امله موضوع د ایټالیا کنفرانس ته وځنډول شوه. د ۱۹۴۵ کال په فیبروري کي د ویسټون چرچېل، فرانکلین روزلټ او ستالین په ګډون د ایټالیا په کنفرانس کي په اختلافي موضوعاتو بحث وسو، پرېکړه و شوه چي په سنفرانسیسکو کي دي یو بل کنفرانس جوړ سې چي د ملګرو ملتونو منشور چي څنګه د ډومبارټن اوکس په کنفرانس کي وړاندي سوی نها یي شي.
6. د سنفرانسیسکو کنفرانس: د مخکې ذکر شویو کنفرانسونو په تعقیب د سنفرانسیسکو کنفرانس جوړ شو. د سنفرانسیسکو د کنفرانس په جوړېدو سره د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان د جوړېدو طرحه بشپړه سوه؛ نوموړي کنفرانس د نړیوال سازمان د جوړېدو په اړه ( د ملګرو ملتونو د کنفرانس) نوم ځان ته غوره کړ.
د سنفرانسیسکو کنفرانس تر جوړېدو مخکې د ډومبارټن اوکس په کنفرانس کي جوړه سوې طرحه له ځينو مخالفتونو سره د رایو په اکثریت سره په ۱۹ څپرکيو او ۱۱۱مادو کي تصویب او د لاهای د نړیوالې محکمې نه بېلېدونکي برخه وګڼل شوه خو د ۱۹۴۵د اکټوبر په ۲۴مه امریکا، چين، فرانسې او انګلستان له خوا د سند له ترلاسه کولو ورسته د اجرا وړ وګرځېد او د ۱۹۷۱م زېږيز کال کي عمومي اسامبلې د اکتوبر په ۳۱مه د اکتوبر ۲۴ ورځ د یو پرېکړه لیک په ترڅ کي د (ملګرو ملتونو نړيواله ورځ) په توګه ونوموله.
د ملګرو ملتونو موخې او اصول:
- د نړيوالې سولې او امنیت ټینګښت.
- د حقوقي برابري او خپلواکۍ اصل ته په کتو سره د هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا.
- د نړۍ د ټولو ولسونو ګډو موخو ته د رسېدو او کارونه د همغږي په موخه د یو ګډ او باوري مرکز شتون.
- پورته موخو ته د رسېدو او د چارو د شه سمبال لپاره ملګرو ملتونه د منشور د دوهمې مادې له مخي لاندي اصول د کار په لومړيتوبونو کي نیسي.
- د ملګرو ملتونو سازمان د ټولو غړو هیوادونو د خپلواکي او برابري اصل ته په کتو سره جوړ سوی ده.
- غړي هیوادونه لکه څنګه چي یې ژمنه کړي ده په منشور کي راغلي وعدې په ښه نیت تر سره کړي.
- د غړیو هیوادونو تر منځ ستونزې باید په سوله ایز ډول حل سې.
- غړي هیوادونه باید د هر ډول فشار چي د ملګرو ملتونو له اصولو سره په ټکر کي وي د یوبل په مقابل کي کار وانه خلي.
- غړي هیوادونه باید د سازمان د ټولو پرېکړو ملاتړ وکړي؛ که چېرته د ملګرو ملتونو سازمان د یو سرغړوونکي هیواد په مقابل کي قهری عمل کوي؛ غړي هیوادونه باید له سرغړونکي هیواد سره له مرسته کولو څخه لاس په سر سې.
- هغه مسایل چي د هیوادونو په کورنيو چارو پسې اړه لري د سازمان له لاسو وهنې څخه خوندي دي؛ خو تر هغه وخت چي د نړیوال امنیت او یا نورو غړو هیوادونو ته ترې خطر مواجع نه سې؛ د خطر په صورت کي د ملګرو ملتونو د سازمان له قهری اقداماتو څخه خوندي نه دي.
د ملګرو ملتونو سازمان جوړښت
د ملګرو ملتونو په سازمان کي د غړیتوب شرایط:
له تاریخي اړخه کولای شو د ملګرو ملتونو سازمان په دوه برخو ووېشو.
1. اصلي یا بنسټ اېښودونکي غړي
2. نوي غړي
اصلي یا دایمي غړي: دایمي غړي هغه هیوادونه چي د سنفراسیسکو په کنفرانس کي یې د بنسټ اېښودونکو په توګه برخه اخیستي وه او د ملګرو ملتونو اعلامیه یې لاسلیک کړې وه چي شمېر یې ۵۱ ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو منشور درېمه ماده د اصلي یا بنسټ اېښودونکو غړو په اړه داسې وایې ( د ملګرو ملتونو اصلي غړي هغه هیوادونه دي چي د سنفرانسیسکو په کنفرانس کي یې برخه اخیستې ده او د ملګرو ملتونو اعلامیه او منشور یې لاسلیک کړی وي)
نوي غړي:
د منشور د څلورمې مادي له مخي نوي غړي باید په لاندي شرایطو برابر وي ترڅو د ملګرو ملتونو د سازمان غړي شي.
۱. دولت والي
۲. سوله غوښتنه
۳. د سازمان د پرېکړو درناوی
۴. منشور پلي کول
پورته ذکر شوي شرطونه باید د یو هیواد له خو پوره شي ترڅو د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان غړی شي؛ دا ډېره مهمه ده ترڅو د ملګرو ملتونو سازمان د ملتونو ټولنې په برخلیک اخته نه شي.
د نويو غړو د منلو طرزالعمل د ملتونو د ټولنې په نسبت پېچلي ده؛ په ملتونو ټولنې کي د نویو غړو د منلو واک ټول له عمومي اسامبلې سره و خو دلته باید غړیتوب ته نوماند هیواد د امنیت شورا په سپارښتنې سره عمومي اسامبلې ته د رایې اخیستلو لپاره وپېژندل شي.
د امنیت شورا له خوا ٬سپارښتنه، دلته د تصمیم نیولو په معنا ده او د امنیت شورا دائمي غړي د ویټو له حق څخه برخمن دي چي روسیه ده ډېر ویټو کاروونکو هیوادنو په سر کي قرار لري.
هغه هیوادونه چي د ملګرو ملتونو سازمان غړي نه دي د منشور پرېکړو او احکامو ته په احترام سره کولای شي چي په حقوقي مسایلو کي د امنیت شورا پام ځان ته را واړوي او له مرستې څخه یې برخمن شي.
په سیمه ایز او نړیواله کچه غیر غړو هیوادونو ته په اقتصادي، سوله غوښتنه او ځینو نورو برخو کي د همکاري، نظر او کتلو حق وکړل سوي ده خو رایه نه شي ورکولای.
د ملتونو ټولنې خلاف د ملګرو ملتونو سازمان ته له جغرافیوي پلوه د هیوادونو لوی والی یا کوچنیوالی د اندېښنې وړ خبره نه ده؛ په ۱۹۶۵م کال کي مالدیف ۳۰۰ کیلومتره پراخوالي او ۱۱۰ نفوس په لرلو سره د ملګرو ملتون سازمان غړی شو خو په داسې حال کي چي د پراختیا له او نفوس له نظره کوچيني هیوادونو ته به نړيواله کچه په نړیوالو سازمانونو کي په اسانه غړیتوب نه ورکول کېده.
د ملګرو ملتونو سازمان څخه د وتلو یا ایستلو شرایط
الف: وتل
د ملګرو ملتونو د سازمان څخه د وتلو لپاره خاص شرایط نه دي په ګوته سوي او داسې هم ویل شوي دي چي د هیوادنو د خپلواکي اصل ته په کتو سره هر هیواد د ارادې د خپلواکي حق ده؛ خو دا ډول پېښه تر اوسه پوري یوځل په ۱۹۶۴م کال کي د اندونیزیا له خوا چي مالیزیا ته د ملګرو ملتونو له خوا د غړیتوب د ورکولو په غبرګون کي د ملګرو ملتونو له سازمان څخه وو ته را منځ ته شوي ده خو په ۱۹۶۶م کال کي په اندونیزیا کي له کودتا څخه ورسته نوي حکومت بېرته له سره له ملګرو ملتونو سره خپله همکاري پیل کړه.
ب: ایستل
د منشور د ۶ مادي په اساس که کوم غړی هیواد د منشور له پرېکړو څخه سرغړونه وکړي د عمومي اسامبلې او امنیت شورا له خو به د ملګرو ملتونو سازمان څخه وایستل شي.
دا ډول پېښه یوځل په ۱۹۳۹م کال کي د شوروي اتحاد له خوا په فینلینډ د برید له امله رامنځته شوي ده چي له امله یې روسیه ده ملتونو له ټولنې څخه و ایستل شوه.
ج: غړیتوب ځنډول
د منشور د ۵۰ مي مادي له مخي کله چي د امنیت شورا د کوم غړي هیواد په وړاندي په قهري عمل لاس پوري کړې؛ د امنیت شورا پ وړانديز سره د نوموړي هیواد حقوق ځنډېږې او له ګټي اخیستلو څخه یې محروم کېږې خو د امنیت شورا له خوا بېرته ور کېدای شي.
د: د رایې حق
که کوم غړي هیواد د مالي ونډې په ورکړه کي له دوه کلونو ډېر ځنډ وکړي د رایې ورکولو حق ورڅخه اخیستل کېږي په هغه صورت کي چي د ونډې نه وکړه د مالي بې وسې له امله نه وي.
د ملګرو ملتونو اصلي څانګي
۱. امنیت شورا
۲. عمومي اسامبله
۳. اقتصادي او ټولنیزه شورا
۴. نړیواله محکمه
۵. دار الا نشا
۶. د قیمومیت شورا
لومړي څانګه: امنیت شورا
د منشور د ۲۴ مادي په اساس امنیت شورا د ملګرو ملتونو د سازمان اصلي څانګو څخه ګڼل کېږي او د نړيوالې سولې او نړېوال امنیت د ټینګښت مسؤولیت ور په غاړه ده.
د منشور د ۲۳ مادي په اساس د امنیت شورا غړيو هیوادونو شمېر ۱۵ ده او په دوه برخو وېشل شوي دي
- دایمي غړي هیوادونه
- غیر دایمي غړي هیوادونه
دايمي غړو هیوادونو شمېر ۵ ده چي له روسیه، چين، فرانسه، انګلستان او امریکا څخه عبارت ده او د امنیت شورا د غړیتوب سربېره د (ویټو) خاص حق هم ورسره ده.
غیر دایمي غړي هیوادونو شمېر ۱۰ ده چي له یوې دورې څخه زیات ځان نه شي نوماند کولای؛ تر ۱۹۶۵ کال پوري غیر دایمي غړو شمېر ۶ وو خو په ۱۹۶۳ م کال کي په عمومي اسامبله کي له تغير څخه ورسته چي په ۱۹۶۵م کال کي د اجرا وړ وګرځېد شمېر یې ۱۰ ته لوړ شو چي تر اوسه (۲۰۱۷)م پورې داسې پاتې ده.
په امنیت شورا کي د مسایلو د حل او کار د پرمخ بېولو لپاره رایه اچونه خپل اهمیت لري؛ په داخلي مسایلو کي رایه اچونه اسان او ساده ده ځکه د دایمي او غیر دایمي غړو ترمنځ کوم فرق نشته تنها د رایو شمېر ته اهمیت ورکول کېږي او د یو کار د اجرا لپاره ۹ مثبتو رایو ته اړتیا شته او دایمي غړي هیوادونه د وېټو له حق څخه ګټه نه شي پورته کولای خو په د باندني مسایلو کي رایې فرق کوي په ۱۴ مثبت او یو دایمي غړي منفي رایې سره موضوع رد یا وېټو کېدای شی.

د امنیت شورا دندې او واکونه
لکه څنګه چي مو مخکې یادونه وکړه د نړیوالې سولې او نړیوال امنیت ټینګښت او ساتنه د امنیت شورا مسؤولیت ده؛ امنیت شورا کولای شې چي د دوو لارو څخه د نړیوال امنیت د ټینګښت او سولې ساتنې په موخه مسایلو ته لاس رسې پیدا کړي
الف: سوله ایز حل په موخه داخله کول
د غړو هیوادونو ترمنځ د ستونزو د حل په موخه د ملګرو ملتونو سازمان کولای سې چي مداخله وکړي او ستونزې په سوله ایز ډول حل کړي چي معمولا لاندې برخې پکې شاملې دي
- خبري
- منځګړیتوب
- جوړجاړی
- داوري
- قضایي رسيدګي
غیر غړي هیوادونه هم کولای شي چي له نورو هیوادونو سره ستونزمن مسایل د امنیت شورا ته وړاندي کړي ترڅو د ستونزو په حل کي ورسره مرسته وشې خو نوموړي هیواد باید د منشور اصولو ته درناوی ولري.
د ستونزو په سوله ایز حل کي د ملګرو ملتونو همکاري تر ډېره حده د سپارښتنې او توصیې پر بنسټ ولاړه ده.
ب: قهري اقدامات ترسره کول
که له یو هیواد څخه نړیوالې سولې ته ګواښ متوجه شي د اړتیا په وخت کي د امنیت شورا کولای شي زور او یا هم قهري اقدامات ترسره کړي؛ لومړی هڅه کوي چي له نوموړي هیواد سره د ټولو غړو هیوادنو په واسطه اقتصادي، سیاسي او داسې نوري اړېکي پرې کړي خو که دا کاپي ونه کڼې کولای شي چي له زور څخه کار واخلي خو دا امنیت شورا له لوري دا ډول اقدامات غوڅ اکثریت رایو ته اړتیا لري؛ له دې څخه دا په ډاګه کېږي چي د پنځه دايمي غړو په وړاندي زور کارول د امنیت شورا له لوري ناشونی ده
ویټو
ویټو په امنیت شورا کي د پرېکړلیک د تصویب په مهال د هر دایمي غړي منفي رایه ته ویل کېږي. لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه یواځې د نړیوالو مسایلو لپاره کارول کېږي.
د ملتونو ټولنې په مېثاق کي راغلي ول چي د یو هیواد له لوري په غړي هیواد یرغل په ټولو د یرغل په معنا ده؛ که د کوم هیواد له لوري دا ډول عمل تر سره شې لومړی باید ټول هیوادونه اقتصادي او سوداګریزې اړېکي ورسره پرې کړئ خو کوم اجرایوي ضمانت شتون نه درلود. دا د ملتونو د ټولنې د بې ثباتي لامل شو ترڅو ځينې هیوادونه د ځان ساتنې په خاطر له ټولنې څخه وځي. خو د ملګرو ملتونو په سازمان کي لويو قدرتونو ته د ویټو حق ورکړل شوی او له دې حق څخه کله نا کله غیري عادلانه ګټه اخیستل کېږي او دلويو قدرتونو له خوا د ځان په خلاف تصامیمو د مخنیوي لپاره ګټه ځینې اخیستل کېږي چي د ملګرو ملتونو سازمان د ثبات یو دلیل یې هم ګڼلای شو.
د امنیت شورا د خپلې کړنلارې له مخي دوه ډوله غونډي دایروې.
الف: نوبتي غونډي چي په کال کي دوه ځله دایرېږې.
ب: غیر نوبتي غونډي چي د اړتیا په مهال د عمومي اسامبلې په توصیه، د هر غړي هیواد او یا عمومي منشي په غوښتنه جوړېږي.
دویمه څانګه: عمومي اسامبله
عمومي اسامبله د یو نړیوال مجلس په توګه د نړیوالې ټولنې د غړو د نظریاتو او بحثونو ځای دی.
عمومي اسامبله د ملګرو ملتونو له غړو څخه جوړ مهم مشورتي ارګان دی. د ملګرو ملتونو هر
غړی دولت کولی شي چې په اسامبله کې پنځه تنه استازي ولري او هر هېواد یوازې د یوې رایې
حق لري.
د ملګرو ملتونو د سازمان له جوړېدو څخه ورسته د یوڅه وخت لپاره د نويو غړو د ورتګ مخه ډب وه چي مهم دلایل یې د امریکا او روس تر منځ سیاسي سیالي او د ځينو هیوادونو د جغرافیې او نفوسو له نظره کوچنیوالی و خو په اویایمو لسیزو کي ډېرو هیوادنو واکولای شول چي د ملګرو ملتونو غړیتوب تر لاسه کړي چي له دې سره عمومي اسامبلې نړیوال ماهیت تر لاسه کړ
په عمومي اسامبله کي عادي او داخلي مسایل په اکثریت د رایو تصویب کېږي خو د باندني او مهم مسایل په ۲ثلثه ده رایو سره تصویب کېږي.
د عمومي اسامبلې واکونه او دندې په دوه برخو وېشلای شو
الف: انحصاري واکونه هغه دي چي د سازمان نوري څانګي په کي د لاس وهنې حق نه لري او حق یې یواځې عمومي اسامبلې ته ورکړل شوی ده چي په لاندي ډول دې.
د فرعي څانګو جوړول؛
- د نړیوالو حقوقو تدریجي پراختیا او تدوین؛
- نا خپلواکه سیمې؛
- او د ملګرو ملتونو داخلي مسایل.
ب: د عمومي اسامبلې غیر انحصاري واکونه هغه دي چي ټول صلاحیت یې له عمومي اسامبلې سره نه ده چي د طرحې له جوړولو څخه ورسته یې د امنیت شورا ته د توصې په ډول واړاندې کوي چي هلته د موضوع ارزښت ته په کتو سره د تصویب یا رد کېږي چي د رایې د ورکول د ډول په اړه یې مخکې یادونه شوې ده.
د عمومي اسامبلې د کړنلاري له مخي درې ډوله غونډي کوي
۱ـ عادي غونډي
۲ـ ځانګړې غونډي
۳ـ بېړنۍ غونډي
عادي غونډې په کال کي یوځل د ډېسمبر د میاشت په درېمه اونۍ کي د سې شنبې په ورځ جوړېږې؛ د عمومي اسامبلې مقر په نیویارک ښار کي ده.
ځانګړې غونډه د امنیت شورا د ریس او یا غړو په غوښتنه جوړېږي
بېړنۍ غونډه ۳۷۷A(v) پرېکړلیک له مخي د امنیت شورا د اکثره او یا یوه غړي په غوښتنه سره په ۲۴ ساعتو کي رابلل کېږي
درېمه څانګه: نړیواله محکمه
د دې قضا یې اورګان بنسټ د لومړی ځل لپاره په ۱۹۰۷ کال کي د لاهای د سولې په دوهم کنفرانس کي کېښودل شو؛ د کنفرانس ګډونو والو د دوه نړیوالو محاکمو د جوړېدو واړاندېز وکړ
که څه هم محاکمې جوړې نه شوې خو د یو نړیوال قضايي اورګان د جوړېدو احساس یې را منځ ته کړ.
د ملتونو د ټولنې له جوړېدا سره یوځل بیا د یو نړیوال قضایي اورګان د جوړېدا هڅې و شوې چي د مېثاق په څلورمه ماده کي داسې درج کړې دې.
)) د ټولنې شورا ته دنده سپارل کېږي چې د یوې نړیوالې دایمي محکمې طرحه تنظیم او د ټولنې
غړو ته یې وسپاري. محکمه به د ټولو هغو نړیوالو شخړو او مسایلو د څېړلو او رسیدګۍ واک
ولري چې دوی ته ارجاع یا وړاندې کېږي. دغه راز که چېرې د عمومي اسامبلې او شورا له خوا د
مشورتي نظر څرګندولو په موخه کومه قضیه محکمې ته ارجاع شي، محکمه باید خپله بشپړه
بېطرفي وساتي((.
همدې مادې په اساس د ملتونو ټولنې له خوا د حقوق پوهانو یو کمېټه جوړه کړه چي ترڅو د محاکمې د اساس نامې لپاره یو مقدماتې طرحه چمتو کړې
چي تر یو لړ اصلاحاتو ورسته د عمومي اسامبلې له خوا په ۱۹۲۰م کي تصویب شوه
نړیواله محاکمه له ۱۵ تکړه قاضیانو څه جوړه سوې وه چې ۱۱ یې دایمي او نور څلور یې غیر دایمي ول چي د شورا د رایو په اکثریت سره د ۹ کالو لپاره ټاکل کېدل.
د ملتونو د ټولنې له ړنګېدا سره د نړیوالې محاکمې په اړه هم سوالونه راپيدا شول؛ د ۱۹۴۵م کال د افریل له ۹مې تر ۲۰مې غونډه کې پرېکړه وشوه چي نوي محاکمه دي جوړه سې چي یو لوی دلیلی یې په له مخکې جوړې شوې محاکمې سره د امریکا او شورې پرېکون وو. نوي محاکمه له ۱۵ دایمي قاضيانو څخه جوړه شوي ده.
د سنفرانسیسکو په کنفرانس کي د منشور د لاسلیک تر څنګ د نړیوالې محاکمې اساس نامه هم له منشور سره ضمیمه او لاسلیک شوه او د منشور نه بېلېدونکې برخه ګڼل کېږې. د منشور د ۹۳ مادې له مخي د نړیوالې محاکمې اساس نامه په ټولو غړو ومنل شوه.
څلورمه څانګه: اقتصادي او ټولنیزه شورا
اقتصادي او ټولنیزه شورا د ملګرو ملتونو له اصلې اورګان څخه ګڼل کېږې چي ۵۴ غړي لري. هر کال ۱۸ نوي غړي د عمومي اسامبلې له لورې د درو کلونو لپاره ټاکل کېږې
د منشور د ۹۰ مې مادې د تعدیل له مخې چې د عمومي اسامبلې د 2847 نمبر پرېکړه لیک پر اساس د ترسره شوه، د اقتصادي او ټولنیزې شورا غړې د جغرافیوي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري معیارونو له مخې باید وټاکل شي.

په پرېکړه لیک کې همدغه راز راغلي، چې د شورا غړي باید له لاندې پنځو ډلو څخه وټاکل شي:
د افریقایي هېوادونو ډله، د اسیایي هېوادونو ډله، لاتینه امریکا او د لوېدیځې او ختیځې اروپا
هېوادونه.
پر دې سربېره، د امنیت شورا پنځه دایمي غړي هم د اقتصادي او ټولنیزې شورا د غړو په توګه
ټاکل کېږي. په شورا کې رایه د برابرۍ په اصل ولاړه ده او هر غړی د یوې رایې حق لري.
د سنفرانسیسکو په کنفرانس کې درېمې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چي د منشور په رڼا کي دې د ټولنیزو او اقتصادي همکاريو په اړه مقررات تنظیم او تدوین کړي
کمېټې د منشور د ۲مادې له مخي اعلان وکړ چي د منشور د اتم او نهم څپرکیو له مخي د ملګرو ملتونو سازمان د هیوادنو په داخلي چارو کي د لاس وهنې حق نه لري نو په دې اساس د اقتصادي او ټولنیزې شورا پرېکړې الزامیت نه لري تنها د توصیې په ډول صادرېږي.

د اقتصادي او ټولنیزې شورا واکونه
الف: د مطالعاتو او څېړنو ترسره کول
ب: توصیه نامې صادرول
ج: د کنوانسینونو لپاره د طرحو جوړول
د: د نړیوالو کنفرانسو جوړول
هـ: له فرعې سازمانو سره مرسته او همغږي

پنځمه څانګه: د ملګرو ملتونو دارالانشاء
د منشور د ۷ مادې له مخي دارالانشاء یا سکرتریت د ملګرو ملتونو د اصلي څانګو څخه ده چي جوړښت یې له عمومي منشي، مرستیالانو او کارکوونکو څخه ده.
عمومي منشي
عمومي منشي د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ مقام ده چي د دارالانشاء په راس کي قرار لري
د ملګرو ملتونو د سازمان د ټولو چارو سمبالښت او اجرا کول د عمومي منشي تر صلاحیت او مسولیت لاندي راځي.
د عمومي منشي ټاکل کېدل: لومړي د امنیت شورا په دې اړه په یو ځانګړې غونډه کي په دې اړه بحث کوي او ورسته د په شرایطو برابر نوماندان عمومي اسامبلې ته ور پېژني. د عمومي اسامبلې د غړو له لورې موضوع په خصوصي مذاکراتو کې څېړل کېږي او ورسته یې د یو غونډې په ترڅ کې ښکاره راېې له مخې د منشي ټاکنه کېږي.
په منشور کې په دې اړه څه نه دې ویل شوي خو په ۱۹۴۶ کال کې عمومي اسامبلې د منشي د کار موده ۵ کاله وټاکله نو عمومي منشي د پنځو کالو لپاره ټاکل کېږې.
بانکي مون (Ban ki- Moon) د ملګرو ملتونو سازمان ۸م یعنې اوسنی سر منشي د چې د ۲۰۰۷م کال د جنوري له اول یې په کار پيل وکړ او د سوېلي کوریا اوسېدونکي ده.
شپږمه څانګه: د قیمو میت شورا
قیمومیت شورا د ملګرو ملتونو شپږمه اصلي څانګه ده چې تر قیمومیت لاندې ځمکو د څارنې
مسؤلیت پر غاړه لري.
د ملګرو ملتونو فرعې څانګې
د ملګرو ملتونو سازمان د ۶ اصلي څانګو تر څنګ ځينې نورې فرعې څانګي هم لري؛ چي د عمومي اسامبلې د پرېکړه لیک، د اقتصادي او ټولنېزي شورا او عمومي منشي ته له وړانديز څخه ورسته جوړېږي، د ملګرو ملتونو درې څانګي (د امنیت شورا، اقتصادي او ټولنيزه شورا او عمومي اسامبله) فرعې څانګي لري؛ هر یوه به دلته په لنډو کي تشریح کړو.
عمومي اسامبله لاندې څوارلس فرعي ارګانونه لري:
- د نړیوالو حقوقو کمېسیونILC
- د ملګرو ملتونو د تجارت او پراختیا کنفرانسUNFDA
- د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوقUNFPA
- دملګرو ملتونو د ماشومانو صندوقUNICEF
- دملګرو ملتونو پراختیایي پروګرامUNDP
- دملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرامUNEP
- د ملګرو ملتونو د مخدره توکو د مخنیوي پروګرامUNDCP
- د ښځو د پرمختګ لپاره د ښوونې او څېړنې نړیواله مؤسسهINSRRAN
- د ملګرو ملتونو د غړو د اوسېدو مرکزUNCHS
- د ملګرو ملتونو پوهنتونUNU
- د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي صندوقUNIFEM
- د ملګرو ملتونو تحقیقاتي او رونیزه مؤسسهUNITAR
- د ګډوالو لپاره دملګرو ملتونو د مرستو دفترUNRWA
۱- د نړیوالو حقوقو کمېسیون ILC
عمومي اسامبلې په ۱۹۴۷م کي د نړیوالو حقوقو د تدوین او پراختیا په موخه د نړیوالو حقوق کمېسیون جوړ کړ چي له ۳۴ تکړه حقوق پوهانو څخه جوړ سوی ده چي د ۵ کالونو لپاره د عمومي اسامبلې له لوري ټاکل کېږي.
۲- د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنريUNHCR
له کډوالو څخه د ملاتړ په برخه کي لومړۍ هڅه د ملتونو د ټولنې له خوا په ۱۹۲۱م کال کي ترسره شوه چي د کډوالو لپاره د یو عالي کمشنر ټاکل و.
د ملګرو ملتونو عالي کمشنري په هغو لارو چارو کار کوي چي د کډوالو ستونزې حل او په خپله خوښه یې بېرته خپل هیواد ته ستانه کړي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یوازې هغه کسان د
کډوال )مهاجر( په توګه پېژني، چې د نژادي، مذهبي، قومي تاوتریخوالي او سیاسي عقایدو له
ویرې له خپل هېواد څخه بهر کډه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري دوه اصلي اورګانونه لري
-عالي کمېشنر
- اجرایوي کمېټه
۳- د ملګرو ملتونو د سوداګرې او پراختیا کنفرانسUNCTAD
د مخ پر ودې هېوادونو لېوالتیا ته په کتو سره د سوداګرۍ او پراختیا په موخه د یوه دایمي
بنسټ جوړولو مسئله په لومړي ځل د ۹۱۰۱ لسیزې په لومړیو کې مطرح شوه.
وروسته له دې چې په ۹۱۰۸ کال کې د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیزې شورا په یوه ځانګړي
کنفرانس کې د نړیوالو سوداګریزو مسایلو د پراختیا په اړه ټینګار وکړ، د سوداګرۍ او پراختیا
لومړنی کنفرانس د ۹۱۰۱ کال په مارچ او جون میاشتو کې په ژنیو کې جوړ شو.
دغه کنفرانس د )ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا کنفرانس( نوم غوره کړ او د عمومي
اسامبلې د یوه فرعي رکن په توګه ومنل شو.
یاد کنفرانس د هېوادونو د اقتصادي ودې په موخه د نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا او هڅونې په
برخه کې فعالیت کوي.
۴- د نفوسو په چارو کي د ملګرو ملتونو صندوقUNFPA
د نفوسو په چارو کي د ملګرو ملتونو صندوق په ۱۹۶۷م کال کي د عمومي منشي له خوا څخه جوړ شو.
د نفوسو په برخه کي د ملګرو ملتونو صندوق په ملي، سیمه ایزه او نړیواله کچه په نفوسو پورې اړوند برخه کي کار کوي ترڅو د یو مناسب میکانیزم څخه په استفادې حل لاري پیدا او اړوند برخو کي مرسته وکړي.
د نفوسو په چارو کي د ملګرو ملتونو صندوق د جوړښت له مخي په دوه برخو مشرتابه شورا او اجرایوي مدریت وېشل سوی ده.
۵- د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوقUNICEF
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په ۱۹۴۶م کال کي د اقتصادي او ټولنیزي شورا په وړانديز د دوهمې نړیوالې جګړې څخه اغېزمن شو ځوانانو او تنکيو ځلمیانو سره د مرستې او کومک لپاره جوړ شو چي په ۱۹۵۳م کال کي د عمومي اسامبلې له خوا څخه د یونسیپ په نامه د ملګرو ملتونو د فرعې اورګان په توګه په رسمي توګه تاسیس شو؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق ۴۱ غړي لري چي د اقتصادي او ټولنيزي شورا له خوا د درې کالو لپاره ټاکل کېږي.
یونسیپ د جوړښت له مخي په دریو برخو وېشل شوی ده
۱- اجرایوي پلاوی
۲- سکرتریت
۳- سیمه ایز دفترونه
۶-د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرامUNDP
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د اقتصادي او ټولنيزي شورا په وړانديز په ۱۹۶۵م کال کي را منځ ته شو چي لګښت یې د غړو هیوادونو له خوا په خپله خوښه ورکول کېږي چي د نړۍ په ډېرو هیوادنو کي په اقتصادي، کر نېزو، ښوونیزه، کلتوري، سوداګري او داسې نورو برخو کي کار کوي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام جوړښت له مشرتابه شورا، اجرایوي مدیریت او اړوند ادارو څخه عبارت ده
۷- د خوړو نړیوال پروګرام WFP
په دې اړه لومړۍ هڅې په۱۹۳۰م کال کي پيل شوې وي خو په د ۱۹۶۱م کال په نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو او د خوراکي توکو او کرنې نړیوال سازمان په مرسته د )خوړو نړیوال پروګرام( پیل شو.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام جوړښت
۱- د خوراکي مرستو د پروګرامونو او پلان جوړولو کمېټه
۲- اجرایوي مدیریت
۸- د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام UNEP
په نړۍ کې د صنعت پرمختګ ته په پام سره، د شپېتمې میلادي لسیزې په لومړیو کې د چاپېریال
ساتنې موضوع د نړیوالو مسایلو په سر کې راتله.
همدې ستونزې ته په کتو سره عمومي اسامبلې په ۹۱۰۱ کال کې په لومړي ځل د چاپېریال ساتنې
نړیوال کنفرانس جوړ کړ.
ورپسې په ۹۱۱۸ کال کې د سویډن په پلازمېنه سټاګلم کې د نږدې ۹۹۱ هېوادونو او ۹۸۱۱ برخه والو
په ګډون یو ستر نړیوال کنفرانس تشکیل شو. د کنفرانس په پای کې د )بشر د چاپېریال ساتنې
نړیواله اعلامیه( خپره شوه، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې لومړنۍ نړیواله بیانیه ګڼل کېږي.
د چاپېریال ساتنې د ادارې جوړښت
- د حکامو شورا
- سکرتریت
- د چاپېریال ساتنې صندوق
د ملګرو ملتونو اداره پسې ځينې تخصصي سازمانونه هم اړوند دي چي په عملي، روغتیایي، کلتوري، ټولنیزه او اقتصادي برخو کي کار کوي او پراخ نړیوال مسؤولیتونه لري.
عبارت دي له:
- د کار نړیوال سازمان I.L.L
- د ملکي هوایي چلند نړیواله اداره I.C.A.O
- د خوراکي توکو او کرنې سازمان F.A.O
- د روغتیا نړیوال سازمان W.H.O
- د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان UNESCO
- د پیسو نړیوال صندوق I.M.F
- نړیوال بانک W.B.G
- د ملګرو ملتونو صنعتي پراختیایي سازمان UNIDO
- د هوا پېژندنې نړیوال سازمان W.M.O
- د بېړۍ چلونې نړیوال سازمان I.M.O
- د مخابراتو نړیواله ټولنه I.T.U
- د پوست نړیواله ټولنه U.P.U
- د معنوي ملکیت نړیوال سازمان W.I.P.O
- د سوداګري نړیوال سازمان W.T.O
- د اټومي انرژي نړیوال سازمان I.A.E.A
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر په نیویارک ښار کي ده چي د ۱۹۴۵م کال د اکتوبر په ۲۴مه ورځ یې په کار پیل وکړ خو نور ډېر دفترونه لري چي د نړۍ په مختلفو هیوادنو کي موقعیت لري.
پای
اخځلیکونه:
نړیوال سازمانونه: لیکوال ډاکټر رضا موسی زاده، ژباړه: محمد نسیم سمون ۱۳۹۱لمریز چاپ کابل.
United nation system by organization in UN system, 20th edition (updated June 2006)
www.un.org
www.google.com, Wikipedia, free encyclopedia