د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کمزوری تعلیمي حالت او تاوانونه یې

سیف الله څرګند 17.03.2016 11:54

افغانستان د جنوبې اسیا په زړه کې پروت په وچه کې رګېر هیواد ده چې له جغرافیی پلوه ډېره برخه ی ې غرونو نیولی ده، محیط یې وچ ده، زرعت یې تېرو څلورو لسېزو غمېزو او مارکیټ نه شتون له امله تقریبآ په نیست حساب ده. ډېری وګړي یې د کار له پاره ګاونډي هیوادونه ته ځې. د زده کړې کچه یې ټېټه ده، له کیفي لحاظ خوار خو په معنوي او باطن کې خورا ابادو هیوادنو له جملې څخه ده چې متاسفانه د روانو کرغیڼو شرایطو له امله یې ظاهري بڼه په نظر کی نیول سوې ده.
د باطني موهموالي په څنګ کې خورا ستراتیژک موقیعت هم ده چې د ځینو لپاره ډېر موهم ده.
همدا دلیل ده چې د نورو د ارمانونو قربانې سوی او لاهم نورو په خوښه له تېرو څولرو لسېزو څخه راپدیخوا له غم او ګورم څخه ډکه معما روانه ده. هرڅوک د خپلو ګټو د ساتلو په خاطر کوښښ کوې چې شرایط تر نورو ډېر د ځان په خوښه برابر کړي. په داسې حالاتو کې خپله خپلواکې ساتل او خپلو حقوقو څخه دفاع یو قوي، منظم دولت او روڼ اندي ملت ته اړتیا سته چې ترڅو دا هرڅه د هیواد په ګټه خوندي او کابو کړې،
که له فکري لحاظه په پوهې سمبال ملت دلته شتون ولري هرڅه دونه په اسانه د نورو د ګټو قرباني کیدای نه سې، نو د دې لپاره چې د دښمن دغه کرغیړڼ ارمان پوره سې په ټول توان او قدرت سره د پوهې کاروان سرکوب غواړي، چې تر ډېره حده پکي بریالی هم ده.
چې په دغه لاره کې یې په دین، مذهب، کلتور، د خلګو په احساساتو او زوند لوبه تر بل هرڅه تېزه روانه کړې ده چې ټول افغانستان خو په تیره بیا د سویلي او سویل غربي افغانستان هره لویشته یې شاهده ده. د دین، کلتور او داسې نورو اسلامي اوو افغاني ارزښتونو بدنامه کولو او راڅخه اخیستلو معما ډوله پروسه ځکه دونه تیزه رونه ده چې دا هغه یواځنی څه دي چې د خلګو روحیه او نظر په اساني سره سم لوري ته بدلولای سې. دا ملت په خدای(ج) رالېږلي پیغمبر او احکامو مین ملت ده، د هغه بې پایه مینی په اساس چې ورسره لري یې هر وخت قربانۍ ته حاضر سوی ده او حاضر ده، په ناځوانمردانه ډول د یو ملت یا قوم له مذهبې او دینی احساستو څخه په استفادې سره دنورو لپاره ښه جانس او زموږ لویه نیمکړیتا حسابېږې چې لویه برخه یې دعامه پوهې ضعوف او د یوعام تفکر نشتوالی ده.
دخلګو او حکومت ترمنځ واټن، د ټیکنالوجی له نړۍ څخه لری والی، د پوهني کمزوری بهیر، دین او مذهب په نامه ځان پلورل اوپېرل... او داسې نور ټول هغه څه دي چې په ځای د دې چې مخته لاړ سو د شاه تګ زمینه برابروي.
د ټولو مشکلاتو د حل لاره په یوه وخت کې ناشونې ده خو په پوره باورسره ویلای سم د دې ټولې مشکلاتې سلسلې حل یواځې او یواځي په پوهي او زده کړی سره کېږې، دهیواد او ملت ژغورل زموږ فرض ده، نو هر افغان ځوان باید وجدانن د تعلیمي بهیر د چټکیتا او پراختیا په برخه کې خپلې هڅي او کوششونه ونه سپموي.
سیف الله څرګند
حیدراباد ـ هندوستان