د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټولنې ضرورت عملي لمانځل دي نه نمایشي!

سیف الله څرګند 02.09.2015 11:10

معمولا خلګ هغه کسان لمانځلې چی له برکته یې یوه ملت، ټولنې یا د ټولنې یوه قشر ته د خپلو هڅو په پایله کی ارامې، سوکالې، په ژوند کی مثبت بدلون او ویاړ ورکړی وې. یا دهغو ارزښتونو لمانځلو ته زړه ښه کوې چی اکثریت یې د ځان ویاړ بولې او افتخار پرې کوي. په عمومي ډول سره د یو چا یا یو څه لمانځل هغه ته د احترام او تعضېم سره ټیټول او د هغه یاد ته د درناوي په معنا ده. ویښ ملتونه د خپل راتلونکی تاریخ رنګ په تیر کي ګوري. هغو د خپل تیر تاریخ د رنګینو ورځو په یادولو، لمانځلو سره خپل نوی نسل ته دا په ډېر مهارت سره ور ښیې چی مهم اوسېدلې یو مهم باید و اوسېږو. دا د تاریخ د مثبتو نقطو د بیا تکرار تر ټولو ښه طریقه ده. موږ له خپله ټولنې څخه متاثره یو؛ خو ترټولو ډېر له هغه څه نه چې زموږ ته نږدې او ډېر په را بطه کي وې. کله چې موږ د یوڅه په اړه ډېر اورو په ښه ډول یې وینو نو طبعي د چې دوی په پله به پل ږدو ممکن څو قدمه مخکې هم ترې ولاړ سوو. دملګرو ملتونو نړیوال سازمان هم دې ملتونه ویښ ساتلو او د هغوي د لا ښه پرمختګ د پاره له دي لاري نه په استفادې سره په مخ ځي؛ چې ښه مثال یی د بشري او نړیوالو ارزښتونو په نامه نړیوالې ورځي نومول او لمانځل دی لکه د سواد نړیواله ورځ، د معلم نړیواله ورځ، د مورنی ژبي نړیواله ورځ، د مور نړیواله ورځ، د ښځو نړیواله ورځ ...
دا ټول هغه څه دي چی په لمانځلو او بیا بیا تکرار سره یې د حقوقو د لا ښه تحقوق زمینه برابريږی او خلکو په ذهن کي ځای نیسې. له نیکه مرغه دا کار په افغانستان کی هم ښه په لویه کچه ترسره کېږي هره طبقه کوشش کوي چې ځان تر نورو ښه ولمانځي. خو دا هرڅه په افغانستان کی د تل په څېر په رنګ ښکلو خو په معنویاتو کی هیڅ او رواجی کړنو په څېر سرته رسېږي. او تر ډېره حده فقط د چای خوړلو او مېلې شکل یې خپل کړی ده. چې د هغو له جملې څخه د سواد نړیواله ورځ په افغانستان کی په داسې حال کی لمانځل کېږي چې تقریبآ درې ملیونه شاوخوا ماشومان له مکتب ته د تلو حق او اسانتیا نه لري؛ په کندهار، زابل، اروزګان، هلمند، بادغيس، فراه، هرات، نيمروز، غزني، او نورستان کي تر دوولس سوه زیات مکتبونه بند دي، نجونې مکتب ته په تګ محکومېږي، ښوونکی، زده کوونکی، مکتب لا په یوه سانسور نړی کي ژوند کوې، د ۳۰٪ شاوخوا کسان له دوولس کاله درس ویلو څخه ورسته بیا د دهقاني او ټوپک په لور رخصتېږې. په مربوطه اورګانو کی د فساد له او ځان ښودلو له خاطره لا هم د کيفیت په ځای کمیت ته کتل کېږي. او داسې نور...
په داسې خطرناک حالت کي د سواد د نړیوالې ورځې نمایشي لمانځل او په اړه یی د تفریحی غونډو را بلل د دی ملت لا ویده ساتلو او په خوب کی د خوم ورکولو په معنا ده. په کار دا وه چی په دی ورځ د افغانستان ځورېدلی ملت ته په زرګونو داسې مثالونه د نومنی په ډول ايښودل سوی وای چی د سواد په برخه کی هر اړخیز پرمختګونه پکښي له ورایه ښکاره کېدای لکه ده قلم لار ټولنه چی د سپټمبر په اتمې په ویاړ خپلو فعالیتونو یو لنډ سریز چی له ځانه سره یې لري زه یی دلته لنډه یاد اوري کوم.
۱: په ټول افغانستان کی د کتاب ټولونې کمپاین چې لسګونه کتابتونه به په مختلفو ولایتو کی ځنې جوړ سې.
۲:د افغانستان په لرې پرتو او شاته پاته ولایتونو کی کتابتونه جوړول.
۳: زیات شمېر زده کوونکو ته په بهرنی هیوادو کی د زده کړو زمینه برابرول.
۴:څلور سوه کسانو ته په کابل کی په لیلیه توګه د زده کړو زمینه برابره ول.
۵: د قلم لار تعلیمي مجلې بنسټ اېښودل او د هیواد لرې پرتو سیمو ته رسول.
۶: د زده کوونکو د سالیمی روزني په لپاره سپور تی ټیمونه جوړول او هغو ته لوازم برابرول.
۷: په زیات شمېر ولایتو کی له شاګردانو سره د قرطاسې، کالیو، نغدي، مرسته کول
۸: د مهمو علمي اثارو چاپول او خپرول.
۹:له شلو نه زیات بند مکتبونه بیر ته خلاصول او هلته د زده کړی زمینه برابرول. دا او داسې نور ...
په افغانستان کي کار تنها په نظر ورکولو سره سرته نه رسېږي، دا ټولنه لا دی ته نه د جوړه چې په یوه اواز په یوه وار خبره سې. دلته د قلم لار ټولنې کړنو ته په کتو سره د نمایش په ځای عملي کړنو ته سخت ضرورت ده.
سیف الله څرګند
حیدرآباد-هندوستان