د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نړیوالو اړیکو د ماهیت او ساحي په اړه جامع معلومات

سیف الله څرګند 13.08.2016 13:03

د نړیوالو اړیکو د ماهیت او ساحي په اړه جامع معلومات

د نړیوالو اړیکو د پیژندي په برخه کي لوی د نظر اختلاف موجود و. نو ځکه د بیلو، بیلو عالمانو له خوا څخه په بیل، بیل ډول تعریف شوی ده لکه: نړیوالي اړیکي، نړیوالي چاري، د نړۍ چاري، دنړۍ سیاست او نړیوال سیاست. دا ځکه چې په دې برخه کې سیستماتیک او اساسي مطالعه نه و شوی.
د لومړي ځل لپاره نړیوالو اړیکو ته لیوالتیا له لومړي نړیوال جنګ څخه ورسته پیدا سوه کله چي په ۱۹۱۹م کال کي د والس په پوهنتون University of Wales کي د نړیوالو اړیکو تر نامه لاندي یو پوسټ اعلان سو.
نړیوالي اړیکي:
له پیل څخه نړیوالیي اړیکو ته د لیکوالانو او پوهانو له لوري ډول، ډول تعریفونه ورکړل شوی دی. چې سټنلي هفمن په دې اړه داسې وای’’ دا څنګه امکان لري چي ټول دې د یو څانګي یو تعریف دي د ټولو پوهانو د قناعت وړ وګرځی په داسې حال کې چې د دې څانګې( نړیوالي اړیکي) ساحه په پرله پسې ډول بې ثباته وې. او په اصل کې دا بې ثباتي یې یو له اصلی ځانګړنو څخه وی “.
نو ویلای سو چې د نړیوالو اړیکو لپاره داسې یو جامع تعریف نسو ورکولای چي د ټولو د قناعت وړ دې وګرځي.
فروفیسور چارلس سکلیچرProf. Charles Schleicher په نظر د دولتونو تر منځ اړیکو ته نړیوالي اړیکي ویلای سو.
کوینسی رایټ Quincy Wright له نظره د ګروپونو تر منځ اړیکی چې د سترو اهمیتونو ساتلو او لاسته راوړلو لپاره په نړۍ کې د تاریخ په هروخت کې ټینګېږې نړیوالي اړیکی دي.
فروفیسور هانس مورجنټاو Prof. Hans Morgenthauله نظره نړیوالي اړیکي د ملتونو ترمنځ د مبارزي توان ده.
هارولډ، او مرګریټ سپروټ Harold & Margaret Sproutد نړیوالو اړیکو په اړه وایې
“ د دوه خپلواکه او سیاسي ټولنو تر منځ د تعاملاتو او اړیکو هغه ډول چې په بنا یې مقاومت، د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره ځینی مخالیفتونه. او دریځ اختیارونه مطرح کېږې نړیوالي اړیکي دي”
د نړیوالو اړیکو حالت او ساحه یې:
1. شخړي:
شخړي د اړیکو یو مهم عنصر ده
لکه څنګه چې پوهیږو چي سیاست د اړیکو یو مهم عنصر ده نو د نړویوالو اړیکو د ماهیت او ساحی د پوهیدو لپاره ضروري ده چي د سیاست د اړه لږ پوه شو.
په سیاست کي هرڅه د خلګو د غوښتنو زیږنده بللی سو. هغه هڅي چې د خلګو دغوښتنو او ضرورتونو په نتیجه کې منځ ته راځی د خلګو په منځ کې د اړیکو سبب کېږې او دا اړیکي د ګورپونو د جوړیدو سبب کېږې. مګر د ګورپونو غوښتني اوضرورتونه له یو بل څخه فرق کوي. هر ګورپ د مختلقو تګلارو په کار اچولو سره کوشش کوي چې د خپلو غړو ضرورتون او غوشتنو ته ځواب ووایې.
هغه تګلاره یا فشار چې یوه ګروپ یې خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره په بل واردوی سیاست ویلای سو.
د سیاست د علم ډېر پوهان چې په ډېرو موضوعګانو کي سره مخالف دي خو ګروپونو د اړیکو د واحد پېژندلو په برخه کي سره موافق دي.
د ګروپونو له منځ ته راتګ سره سم د منابعو په سرهر د دوۍ په منځ کي مخالفت راغی او هر یو کوشش کاوه چې تر ممکنه حده د خپلو غړو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایې دا مخالفت د نظر د تبدالې په اساس د اړیکو د منځ ته راتګ سبب سو اوویلای سو چي سیاست چې د سیاست ریښه هم هماغه وخت ته رسېږې.
کوینسی رایټ Quincy Wright نظر دلته مهم ګڼلای سو: د قناعت ورکولو، ادراه کولو او کنټرولول هنر چي په واسطه یې د خپلو خلګو، ګروپ او یا ډلي اهداف د نورو په مقابل کې وساتلای سې سیاست ده.
ویلای سو چې اړیکي د درې ځانګړنو لرونکي دي
الف: د ګروپونو شتون
ب: د ګروپونو په منځ کي مخالفت
ج: د ګورپونو د کنټرول او قناعت هنر
مخالفت باید تر داسې حده ونه رسېږې چې د همکاري مخه ونېسي. په پوره مخالف کي چې همکاري امکان نه وي اړیکي هم نه شي جوړیدای.
نورو ګروپونو ته قناعت ورکول، کنټرولول او یا نفوذ کولو په نتیجه کې لاسته راغلې اړیکي زموږ په خپله ګټه دي.
لکه شیلډن ولین Sheldon Volin چې وایې: هغه دوامداره هڅي چې د داسې اړیکو یا رابطې د جوړلو لپاره یې کوو چې تر بل هرچا زموږ ډېره په ګټه وې سیاست ده.
بنآ د ټولو ډلو په منځ کې اړیکي په سیاسي ډکر کي ذاتآ له شخړو او اختلافاتو سره ملې وي.

2. شخړي یا اختلافات د اړیکو یو مهم عنصر بلالی شو.
اختلافات او شخړي کله ډېري وی او کله کمي خو په مکمل ډول هیڅ کله هم له منځه نه ځي.
برټرنډ ډيجووینیل Bartrand De Jouvenel په وضاحت سره په دې اړه داسي وایې: شخړي او اختلافات لکه هم په مکمل ډول له اړیکو سره مخه شه نه کوی نو په دې خاطر ویلای سو چې سیاسی اختلافات حل کیږی خو د تل لپاره نه.
په سایست کې د اختلافاتو حل هغه وخت منځ ته راځي کله چې دوه ګوندونه یا ډلي یو داسي پریکړې ته ورسېږې چې د دواړو ګټه پکي خوندي وي. خو کله چې دا تعادل لږ هم کوږ سې مشکل بیرته اولنې حالت ته راګرځي.
3. په نړیواله کچه اړیکو ته نړیوالي اړیکي ویل کېږې
په نړیواله سطحه اړیکو ته نړیوالي اړیکي ویلای سو. لکه څنګه چې مو مخکي وویل اړیکي د ګروپو تر منځ جوړېږي نو په نړیواله سطحه ملتونه د ګروپونو په حیث وظیفه سرته رسوی. د دوۍ غوښتنو او ضرورتونو ته ملي ګټي ویلای شو. د ملتونو تر منځ اختلاف له تضاد او جګرې څخه عبارت ده. خو یوځنی څه چې په کور دننه او په نړیواله کچه ثابت پاته کېږي هغه توان (طاقت، فشار، مستقیم یا غیري مستقیم تاثیر اچول) ده چې په اړیکو کې د خپلو ضرورتونو پوره کولو او حالت د ځان په خوښه جوړولو په برخه کې کار ورڅخه اخیستل کېږې.
نړیوالي اړیکې هغه ډول اړیکي دي چې د خپلواکو سیاسې ټولنو ترمنځ د مشکلاتو، ضرورتونو په اساس منځ ته راځي. دا په دې معنی نه د چې ملتونه یا خپلواکي سیاسې ټولني تل یو بل سره په ټکر کي دي خو ویلای سو چې هر ملت او ټولنه کوښښ خپلي غوښتني او ضرورتونه تر نورو ښه پوره کړې او یا داسې څه لاسته راوړي چې تر نورو ښه وي چې دا خپله د مخالفت حالت ده.
نو ویلای سو چې نړیوالي اړیکي د مخالف، شخړو او همکارۍ نتیجه ده.
جوسیف برانکل Joseph Frankel په دې نظر د چې سوله او جګړه د ټولنیزو متقابلو کړنو دوه لوې نومنې دي.
4. نړیوالي اړیکي او بهرنۍ کړنلاري
د ملي ګټو د ساتلو په خاطر د ټولنو منځ کي مشکلات منځ ته راځي، هر ملت کوښښ کوي ترڅو نور په یو نه یو ډول متاثره کولو سره دې ته جوړ کړي چې د دوي ملي ګټي په امن کې سې.
له نورو سره ملي ګټي د بهرنۍ کړنلاري په واسطه مطرح کېږې. ملتونو د بهرنۍ کړنلاري په واسطه له یو بل سره په اړیکه کې کېږې ترڅو هر یو وکولای سې د یو باوري فضا په جوړولو سره خپلي ملي ګټي تامین کړي او نړیوالي اړیکي هم په یو وخت کي همدا وظیفه سرته رسولای سي نو بنآ ویلای سو چې نړیوالي اړیکي د بهرنۍ کړنلاري مترادف کيدای سې.
روسیل فیلډ Russel Field په دې باور د چې د تر څو په بهرنۍ پالیسی نه یو پوه شوي د نړیوالو اړیکو مطلعه بې فایدې ده.
سنډرمن Sodermann له نظره که غواړو د بهرني پالیسي په اړه پوه شو نو اول باید د بهرني پالیسي په تاریخي شالید، حکومتي جوړښت او د بهرنۍ پالیسي په عواملو پوه سو؛ چي د عوامولو په اړه پوهیدل یې په خپله ده یو ټولني ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، او کلتوري حالتو مطالعي او څیړلو ته اړتیا لري.
جان بورټون John Bortun له نظره نړیوالي اړیکي هغه سیستماتیکي سولیزي اړیکي دي چې له لاړي یې هره ټولنه کوشش کوې چې خپلي ملي ګټي وساتي.
که په لنډو کې ووایو نړیوالي اړیکي د شلمي پېړۍ په شروع خو که لږ نور هم دقیق سو د نړیوال جګړو په منځني کلونو کي یا هم له دوهم نړیوال جنګ څخه ورسته د پام وړ موضوع شوه. له ۱۹۴۵م کال څخه راپدیخو ان تر نن ورځي پوري په نړۍ کي ډېر د پام ور بدلونونه منځ ته راغلي دي چي نړیوالو اړیکو یې هم خپل اثر ساتلی ده.
نن ورځ نړیوالي اړیکي په نړي کي د یو مهمي ځانګي په توګه مطالعه او تدریسېږي او د دولتونو په ترمنځ یې په ارتباطي لحاظ یې په اصطلاح یو نوي لار خلاصه کړې ده.
لیکوال: پرچي
ژباړه: سیف الله څرګند