د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کي د سواد نړیواله ورځ ولمانځل سوه

سیف الله څرګند 09.09.2015 11:24

په افغانستان کي د سواد نړیواله ورځ ولمانځل سوه
د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتو کی د قلم لار مدني ټولنې له خوا د سواد نړیواله ورځ ولمانځل سوه.
دا په داسې حال کی چی د سواد په برخه کی لا د شته ستونزو ډېره کمه برخه هواره سوی او د مسلو چارواکو او اورګانو د نه پاملرنې له امله نور هرڅه په خپل ځای پراته دی.
د قلم لار مدني ټولنې له خوا څخه په جوړو سوو مراسمو کی چی د هیواد په اکثریت ولایتونو کی یی نیولی و؛ زیات شمېر ماشومانو د بندو مکتبو د خلاصېدو غوښتنه وکړه او تعلیم یی د ځان حق وګاڼه. په یادو مراسمو کی چی د نن په لاره اچول سوی وو له زیات شمېر زده کونکو سره د قلمونو کتابچو، کالیو، مرسته وکړه او زیات شمېر کسان چی له دوولسمو ټولګو یو څخه فارغ سوی و شخصی پوهنتونو ته په ۱۰۰٪بخفیف سره معرفي کړل.
د قلم لار مدني ټولنې غړې سپوږمۍ وویل چی د دوی په ملاتړ او غوښتنه ګڼ شمېر نجونې مکتوبو ته تللی او په شه ډول سره خپلې زده کړي پرمخ بیایې او هيله یې وښوده چی په راتلونکي کې به دا بهیر نو هم چټک او غښتلی کړي.
د قلم لار مدني ټولنه چی د هیواد په ټولو ولایتونو کی یی خپل فعالیت په چټکۍ سره روان ده او د بندو مکتبونو د بیر ته خلاصولو، وړ شاګردان و شخصي پوهنتونو ته له ۷۰٪ څخه په زیات او ۱۰۰٪ تخفیف معرفي کولو، د قرطاسیی په برخه کی کومک، په لری پرتو سیمو کی زده کونکو ته کورسونه، کتابتونو، او ورزشي کلپونو د جوړولو په برخه کی کار کوې نن وویل چې په کوم وخت کی به ډېرو زده کونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړی.