د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ویسا ته په لاره کی کوهي؟!

سیف الله څرګند 27.02.2015 20:08

په افغانستان کي د معارف سره د دښمنی دا کرجنه مفکوره او انګیزه له ډیر لری راغلی ده او د دی ټولنی په وګړو باندی پردو ته وپاداور، بی ضمیره او بی وجدانو په واسطه تپل سوی ده. دلته هرڅه زموږ له اسلامی ارزښتونه،افغاني مټو... په استفادې سره په ډیر بد او ناسم ډول سره سرته رسیږي او داوم یی د دی ملت په همداسی پټ او محروم ستالو کی وینی نوځکه مو هره رڼا وزني،هر مطیع الله مو کواښی. هر بینا مو ړنده وي او شنوا مو کڼه وي..
چه د دا او داسی نورو ناوړه ارمانونو دپوره کیدو لپاره په افغانستان کی د یوی ستری نا امنی لپاره د معارف دښمنی ته ضرورت شته.
چه دیو خوا دلته په رقم رقم نومونو رنګ رنګ خلګو د اوسیدو زمینه برابره سی اوبله داچی دی ملت ته داموقع ورنکړای سی چی په خپل فکر او تفکر سره دافغانی ټولنی له منځه په خپلو حواسو سره واقیعت درک کړی.
او زموږ معصومی سترګی په سپینه ورځ په کرغیړنو ناپاکو او ځیږو لاسونو پټی کړای سوی دی. سمه ورځ د، لمر د، رڼا د، دمینی او محبت نه ډک چاپیریال د، د زیرو نه ډک اسمان د خو د دا ټولو دلیدو او دهغه نه د ګټی اخیستنی انسانی حق وموږ ته نه د راکړل سوی.
یواځی او یواځی د دوۍ له ذهنه د دوۍ له فکره راته ددوي په ژبه په غوږ کی تعریفیږي.
د دی ناخوالو سره د مقابلی لپاره ځینو په اسلام،وطن، معارف او خاوری مینوځوانانو راودانګل چی د هغوۍ دسر لارو څخه یو هم مطیع الله ویسا وو له ډیرو ستړاو تکیفونو له ګاللو سره سره چی د پردي وطن په مسافري کي ورسره لاس او ګریوان وو یي ډیري لاسته راوڼي درلودې.
په لسګونه بند مکتبونه یی خلاص کړل، له زرهاو زده کونکو سره یی د قرطاسیی مرسته وکړه، د هیواد په تقریبآ ټولو ولایتنو کي یي د کانکور د امادګي کورسونه جوړ کړل، دهیواد په مختلفو ولایتونو کي یي کتابتونونه جوړ کړل، په سلګونو شاګردانو ته یی زمینه برابره کړه چی په کابل کی په رحمان بابا، خوشال خان او پیرمحمد کاکړ په لیلیه لیسو کی په لیله ټوګه زده کړي وکړي، او ځینو نورته له هیواد څخه بهر د زدکړه زمینه برابرول. او داسی نوری...
خو پردي پاله او بي ضمیره بیا د دې د منلو حوصله نه لري ځکه په دي هڅو پسي یو سوکاله او رڼا سبا مرتبطه ده او دوی رڼا نه بلکه د تیارو په طرف مڼی وهی او ورباندي خوښ دي.
خو هغه څه چی ډیر مي ځوروي هغه پردی پالو مفکورې او پردویو ګټو ته له کور دننه وفاداري ده لکه شاعر چی وای
دوښمن په زوره ننوت په کور دپښتانه
خو دغه کار یی هم وکړ په زور دپښتانه
ویسا صاحب ستا ښه به هیڅکه د دی وطن اوسیدونکي هیر نه کړي. د تیارو په لوټماران او ملاتړي او مختوره باداران دی دا یاد لري چی ستاسومبارزه به هیڅکه هم نیمګری پاته نه سی او د هرخوځښت او حرکت شعار به د سر په بیه او د زړه په وینو لیکو.
زونــــــــــدي دي وي دقلم، پوهي او رڼا ملګري او لارویان
مړه دي وي د تیارو ولټمارن او پردو ته وفادران اوغلامان
سیف الله څرګند
هندوستان-حیدراباد