د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوان کهول کتابونه ټولوی

سیف الله څرګند 20.02.2016 13:11

کتاب د چې ملتونه یې له خوبه راپاځولې، پټي سترګې یې ورته رڼې کړې، ښې او په کمال پوره خبری یی په خپله اغیږه کی ورته ساتلی دی ترڅو په وخت او په وار وار کار ورځنی واخیستل سی.
چی د عزمت ستره نښه یی کلام الله ده چې په دې ډول کی رالیږل سوی ده.
کتاب لوستنه او کتاب ویل د نیکو خلګو کار دی.
له کتاب څځه په لازمه توګه ګټه اخیسته د انسان د ژوند لوری بدلوی.
کتاب لوستونکی معمولآ هغه کسان دی چی ترنورو په فکری لحاظ یوه یاڅو درجی پورته وی. ځکه!
چی د کتاب په لوستولو اودرک کولو سره هغوی د یوخاص او ځانګری تفکر خاوندان کیدایسی.
کتاب د خپل خاصو ځانګړنو له مخې د انسان ترټولو نږدې او بې تکلیفه ملګری ده.
د اروا پوهنې د علم له نظره هر انسان باید د یو ناخوښونکی احساس او خوابدو ن په وخت کی په خپلو خاصو عادتو سره ځان په یوه کار مشغول کړي خو تر ټولو ویاړلی به هغه کس وې چی دا عادت یې مطالعه وې.
خو په افغانستان کي یې دونه قدر نه وو او نه دونه پام ورته کیدي ځکه له چا څځه چې تمه کیده هغه په ټوپک او ... مصروف و. موږ مجبور وو چی د خپل ژوند د پرمخ بیولو لپاره هغه لاره پریږدو کومه چی مو باید نه وای پر یښې. ابراهام ماسلو چی په امریکا کی 1908-1970 ژوند کاوه د ارواپوهنی لوی عالم او بنسټ ګرو د جملې څخه ده. د انسان د ژوند ضرورتونه یی تقسیم بندې کړې دې چی په لومړی درجه کی یی فیزیولوژیکی ضرورتونه او په پنځمه درجه کي یې هغه شرایط ذکر کړي دې په کوم کی چې مطالعه ممکن ده. ماسلو ته په کتو سره موږ د لمبو په سر لوڅی پښې قدمونه ايښودل او د تورو لوګیو په منځ کی مو د یو مبهم راتلونکی په لوری قدمونه وهل، خپل بچي، کور، ...را څخه پاته و، نو په داسې حالاتو کي انسان روحآ د دې تاوانانې نه لري چې له کتاب، علم او پوهی سره هغه خپله طبعی مینه وساتي، دا د انسان د توان دباندې او ذهنی محصول نه ده، او نه پرې ملامت ده، خو داسې هم نه ده چی هیڅ ملامت نشته. د ګران هیواد بې شمېره وکړي له یوه تقریبآ ارام او هوسا حالت څخه اړول او هغوی ته دغه حالت ورکول دا وطن په مادي او معنوي لحاظه بې وزنه کول د یو چا غوشتنه او بی مسؤولیته کړنې وې. او د مسؤولیت پېټی هم د دوې په اوږو ده، نه ده خوار ولس چی د خان، قومي مشر، جنګ سالار، پردي پالو او پردیو له پاره د هغه له مجبورۍ نه په کټه اخیستنه سره استعمال سوی . دلته له کتاب سره ظلم وسو، کتاب ته د کتاب په سترګو ونه کتل سو، کتاب د لوستلو حق چی را اندي لري یې نه ده ادا سوی، او داسې نور...
خو د ځوان کهول دې په کړنو برکت سې او حوصله دې پرخه وې چې په دې ورستېو کې یې د کتاب سره خپله ملګرتیا بیا له سره پیل کړي او تیر ته یې په هېر وویل. په ټول افغانستان کی کتابتونونه جوړې چې په ډېرو ولایتو ک یی شاهدان یو. او کتابونه یې هم په خپله ځوانان له لر او بر څخه راټولوئ چی په سر کي یې نوښتګر مطیع الله ویسا ده چې دې مبارزې ته یې نوی رنګ ورکړ او دا په خپل ډول کې بې ساری ده ځکه تر اوسه سرتاسري کار په ټول افغانستان کې چا ندي کړي.

سیف الله څرګند
حیدرآباد-هندوستان