د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانانو فرياد

حاذق نرنګی 17.02.2012 20:29

په مرګي مړه شئ بنسټپالو
په خپل منځي جنګو مو سټ کړه عالمونه
×××
پر ورځ د حشر به مختور يې!
په پر بې ګناه خلکو دې اووري راکټونه
×××
ژر به مو خدای ټول پوپنا کړي!
د بې دفاع خلکو چې اخلئ ازارونه
×××
رباني خونه دې شه ورانه
د پښتنو پر ضد دې پيل کړل جهادونه
×××
مرګ دې ميلمه شه ګلبدينه!
د کابل ښار خلک ښيرا درته کوينه
×××
لال زمرد دې واړه خرڅ کړل!
مسعوده خدای ته به ځواب څه ورکوينه
×××
دا دې پښتون پر... ختلی
چې دې په نوم ټول پښتانه بدې راځينه
×××
محمدي دين مو آړه کړ
په نوم د ګروهې مو هېواد ټول تباه کنه
×××
که په رښتيا مسلمانان واست
د خدای په خلکو به مو نه کړل يرغلونه
×××
خدای او رسول به مو وپوښتي
چې د اسلام په نوم روا ګڼئ ظلمونه
×××
که يو ځل راشئ انسانان شئ
دعوا د دين به مو هله بيا رښتيا شينه
×××
زړونه مو ډير راباندې يخ کړل
بس کړئ د خدای په پار اور، وينې او مرګونه
×××
د اسلام دين خو داسې نه دی
را ته مو جوړ کړ څه ببو له پاکه دينه
×××
چې د ټولنې نيم وجود دی
ولګول مو په ښځمنو بنديزونه
×××
د تمدن پوهې دښنه وو!
د جهالت پير مو پر موږ بيا راوستنه
×××
يه له تاريخ ټپو منکرو
اثار مو خرڅ کړه د پردو پر بازارونه
×××
د افغانانو دښمنانو
دين مو پلمه کړ، ټول مخلوق مو ووژنه
×××
ورځ د قيامت که چيرې راغله
افغان ولس به مو بيا نيسې ګريوانونه
×××
اسلام مو هسې شانې سپک کړ
چې ملحدينو درته وکړه سلامونه
×××
حورې غلمان مو نصيب مه شه
پر دا دنيا در نه خلاص نه شو ژڼې نجونه
×××
(اوو) ته اوه دوزخه بس دي
دغه نور (دوه) دې د علي په غضب شينه
×××
امريکا خونه دې شه ړنګه
افغان ولس دې په خپل منځ کې واچونه
×××
دا (سياسې) دې شه له مرګه
چې (سور) او (تور وحشت) پرې تا رانازل کنه
×××
پرون دې مړه په بيدينۍ کړو
نن دې د دين په نامه بيخ راوايستنه
×××
تا يو (خروټی) کمونست کړ
دا بل خروټی دې اخوان را ته جوړ نه
×××
که ستا جادو ورسره نه وای
دا جاهلان به رهبران څنګه کيدنه
×××
تره کی! تا امين واکمن کړ
ړومبی دې نور بيا دې خپل ځان پرې سومبه کنه
×××
يو صليبي جنګ دې بس نه و!
چې اوس دا بل هم را تپې موږ ورکوينه
×××
ته امريکا موږ تا دوکه کړو!
شوروي! تا ځان سره يو ځای تباه کړونه
×××
مخ دې نور هم تور شه (کارمله)!
پرون دې روس نن امريکا ته کړې رقصونه
×××
ښه ورځ و نه وينې دوستمه!
د لوی شيطان په لمس اخوان تا راوستنه
×××
ږيره دې وخورې سيف سينګه!
ننګ و ناموس دې پر عربو وپلورنه
×××
ناوې دې کونډه شه خالصه
تا ننګرهار په پنجابيانو وسوزونه
×××
نبي خوراک د سره دوزخ شې
تا د افغان په وينو رنګ کړ خپل قصرونه
×××
حضرته، پيره شوې مختوره
روحانيت مو پر کافرو سودا کنه
×××
(تڼی) دې خړ شو سروريه!
جنايتونه به دې ژر له مرګه شينه
×××
له رومه را مه شې (ظاهره)!
له ځانساتۍ دې (کيڼ و ښي) را پيدا شونه
×××
دفتر کې وروست د ملتو شي
نجيبه! تا چې واک (ستم) لره پرېښوونه
×××
راشئ په دې ښېرا يې بس کړو:
خلق و پرچم، اخوان دې واړه تباه شينه!